مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-12-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د کرزي د حکومت لسيزه!

عزت الله (ذکي)
سرچینه : ټاټوبی اوونيزه

د يو زيات شمېر بهرنيو پوځيانو د وتلو پرسر د (۲۰۱۴) کال په اړه د ډيرو افغانانو پر هيلو د تورو وريځو سيوری پريوتئ. او وېره لري چي نړيواله ټولنه به دوۍ يوازي پريږدي. په تيره يوه لسيزه کي هيواد ته د سولې او نېکمرغۍ راوستلو په ټس کي د ميليونونو ډالرو مرستو سره سره په زرګونو بهرنيو سرتيرو او (۱۰۰۰۰) ولسي وګړو ژوند له لاسه ورکړی. داپه داسي حال کي ده چي افغانستان لا د لويو ستونزو لکه پراخ تاوتريخوالۍ، اداري فساد، فقر، اود نشه يي توکو د قاچاق د ننګونو سره لاس او ګرېوان دی.
ښاغلی کرزي وايي (د افغانستان د ناآمنۍ ترشاه ناټو لاس لري) ناټو غواړي وښيي چي د (نفاق او فساد) له امله په (۲۰۱۴) کال کي چي بهرني پوځيان وځي افغان حکومت د مسوليت اخيستولو ته چمتو نه دی. فکرکوم دا راپور د بحران نړيوالې ډلې وړاندي کړی. ښاغلي کرزي د (اين بي سي) خبري شبکې سره په ناسته کي وويل چي هيواد يې د تروريزم سره په جګړه کي خورا درنه قرباني ورکړې. کرزي زياته کړه زه نه پوهيږم که القاعده اوس هم يو سازمان وي نو رامخکي دي شي او خبري دي وکړي.
په افغانستان کي اوس هم وسله وال طالبان يوځلي بيا پرهغو سيمو د واک ټينګولو او قدرت لاس ته راوړلو په لټه کي دي، چي په (۲۰۰۱) کال کي يې د ناټو سره په جکړه کي د لاسه وتلي وې. له دغي مودې راهيسي (۲۶۰۰) امريکايي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، زيات شمېر ولسي وګړي د جګړو له امله متاثره او زيانمن شوي. يوازي د (۲۰۱۲) کال په لومړيو شپږو مياشتو کي (۳۰۰۰) ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې. د ملګرو ملتونو د راپور په اساس دغه شمېره تېر کال ته په کتو (۱۵٪) راټيټه شوې. ملګرو ملتونو په خپل راپور کي ويلي چي ددولت او ايتلافي قواوو مخالفين (۸۰٪) د ملګي وګړو د وژني مسوليت لري. اوس (۳۰۰) سوه زره افغان ځواکونه روزل شوي ترڅو دبهرنيو سرتيرو پرځای امنيتي مسوليتونه پرغاړه واخلي. افغان امنيتي ځواکونه له سترو ننګونو سره مخ دي. لکه د سرتيرو تېښته، بې سوادي، اود وسله والو طالبانو نفوذ.
د امريکا دفاع وزير پنيتا وايي زموږ دايمي حضور به په افغانستان کي د ترهګرو، فقر او فساد د له مينځه وړلو لپاره وي. زياتره افغانان يواځي د ناټو او وسله والو طالبانو د بريد څخه په ويره کي نه دي بلکي د ژمي د يخنۍ څخه تربل دوبي د پاته کېدلو په اړه اندېښمن دي. د نړيوال بانک د راپور سره سم افغانان دځمکې پرمخ ترټولو بې وزله خلګ دي. په (۲۰۱۱) کال کي د افغانستان ناخالص توليد (۵۷۶) امريکايي ډالره اوپه (۲۰۰۲) کال کي (۱۵۸) امريکايي ډالره وو. د نړيوال غذايي پروګرام د راپور سره سم په دغه هېواد کي تر ۵ کالو کم تر نيمايي ډير ماشومان سوء تغذيه دي.
همدا راز افغانستان ترډيره پرنړيوالو مرستو متکي دئ. جهاني بانک وايي چي دافغانستان (۹۰) په سلو کي ملي بوديجه نړيوال سازمانونه او نور هيوادونه ورکوي.د نړيوالو له اعظمي مرستو سره سره فساد، افغانستان په (۲۰۱۲) کال کي د سوماليا او شمالي کوريا سره د فساد په رديف کي يوځای راغئ. د راپور سره سم يواځي تېر کال افغانانو (۲،۵) ميليونه ډالر رشوت ورکړئ. دا ددې هېواد د ناخالصو توليداتو يوپر څلورمه برخه تشکيلوي.
په (۲۰۰۱) کال کي په افغانستان کي ښځي يوازي د ماشومانو د لوبو د انځور په څېر وې. داخبره د طالبانو په ټول وخت کي صدق کوي. دطالبانو په وخت کي پرښځو ظلم او زور زياتی وو. افغانستان د ښځو لپاره ترټولو خطرناک ځای دی. د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ (۹۰) په سلو کي افغان ښځي د سوء استفادې ښکاردي. په افغانستان کي په (۲۰۰۴) کال کي د اساسي قانون تصويب يوه لويه لاسته راوړنه ده. پدغه قانون کښي د ښځو حقوقو ته هم ځای ورکړل شوئ. او په (۲۰۰۹) کال کي پر ښځو د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون د ښځو د عفت ساتنې په موخه جوړشو. د اجباري ودونو، د ښځو څخه سوء استفاده او تجاوز د مخنيوي دغه قانون د نورو قوانينو په چوکاټ کي عملي بڼه لري. په کابل کي د ښځو چارو وزارت وايي د روان کال د (اپريل) څخه تر (جولای) پوري (۳۶۰۰) د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي قضيې ثبت کړي. د بله اړخه بيادې نمبر ته د يو پرمختګ په سترګه کتل کيږي، داځکه چي ښځي سواد داره شوي اود خپلو حقونو د غوښتلو پرسر شخړه کوي.
همدا راز افغانستان د نړۍ (۹۰) فيصده نشه يي توکي د تارياکو د کرلو له امله توليدوي. د طالبانو د نظام ترسقوط وروسته افغان دولت او ملګرو ملتونو هڅه کول چي (۹۰) په سلو کي د نشه يي توکو د توليد کچه راټيټه کړي. د نړيوالو د مرستو سره سره د کوکنارو د کښت د توليد کچه زياته شوې او افغانستان د نړۍ (۹۰) په سلو کي نشه يي توکي توليدوي.
په (۲۰۰۱) کال کي د نجونو په ګډون چي د طالبانو پرمهال د زده کړي محرومي وې (۹۰۰) سوه زره زده کوونکي په ښوونځيو کي شامل سول. اوس مهال د اټکل له مخې (۷) ميليونه زده کوونکي چي (۲،۵) ميليونه يې نجونې دي زده کړي کوي. د بخښني نړيوال سازمان وايي چي ډير شمېر ښځي اوس په سياست، تعليم او آن حرفوي کارونو کي ليدل کيږي. خو اوس هم زياتره افغانان وېره لري چي د وروستي امريکايي سرتيري له وتلو سره به داهرڅه له لاسه ورکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery