مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2012-10-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جلالكوټ ادبي خوځښت سږنى اخترهم ونمانځه

نورآغا نوراني


د اختريزو شپو د نمانځنې په لړ كې د سږني اخترپه لومړۍ شپه هم د جلالكوټ ادبي خوځښت غړوپه جلال اباد كې ځانګړې شپه وكړه.
دغه مشاعره په سولې رستورانت كې په داسې حال وشوه،چې خوا ته يې د بهسودو د بهيدونكي سيند شاعرانه غږ د مشاعرې خوند لا زيات كړى و.
په مشاعره كې،چې له مرام سيمه ييزې راډيو څخه په ژوندۍ بڼه خپريده، د كابل پوهنتون استاد او د ختيزې سيمې د ازادو ليكوالو او ژورناليستانو د خپلواكې ټولنې مشر پوهندوى لال پاچا ازمون،د ننګرهار د عالي دارلمعلمين استاد عبدالصبور وطنوال،د ختيزې سيمې د سينماګرانو د ټولنې مشرانجينر نجيب صادق او لسګونه ځوانو ليكوالو او شاعرانو برخه اخيستې وه.
د قرآنكريم د څو مباركو ايتونو ترتلاوت وروسته د جلالكوټ ادبي خوځښت مشرارشاد رغاند ته چې د ځينو ستونزو له امله يې په مشاعره كې برخه وانخيستى شوه،پرټيلفون د خپل پيغام اورولو بلنه وركړل شوه.
رغاند د مشاعرې برخوالو ته د اخترمباركۍ ويلو ترڅنګ خوښي وښوده،چې خوځښتوال ترپخوا لا فعاله،منظم او چټك شوي او د اخترپه شپه هم يې درنه مشاعره په يوه ښايسته ماحول كې چمتو كړې.
د مشاعرې وياندي جانان زمري كوله او جعفرالماس، صداقت غورځنګ،نورآغانوراني،محمد ظاهر عادل،استاد ازمون،استاد فريد الله مشفق،جلال الدين جمال،سيدجاويدشينواري،عنايت الحق فيضان،احسان الله ځلاند،صابرشا ساپي،،قمرزمان،عبدالسميع وطنوال،حنيف الله،زړګي،امېد،ايمل غيور،انورالحق يرغل او نورو شعرونه واورول.
جعفرالماس او صابرشاه ساپي څو خواږه ترنمونه هم وكړل.
د ختيزې سيمې د ازادو ليكوالو او ژورناليستانو د ټولنې مشر استاد لال پاچا ازمون خوځښتوال وستايل،چې تل يې نوي نوښتونه او د كيدو وړ فعاليتونه كړي.
د سينماګرانو ټولنې مشر انجينرصادق هم د خوځښت دوه كلن فعاليتونه لوى كاروباله او خپل ملاتړ يې ورسره وښود.
د مشاعرې ارزونه استاد فريد الله مشفق وكړه.
مشفق صيب وويل،په مشاعره كې هنري او په زړه پورې شعرونه وويل شول،دا يو ښه نوښت دى،چې امتياز يې خوځښت ته منسوب دى.
خوځښت له تېرو دوو كلونو راهيسې د اونيزو او نورو غونډو ترڅنګ د هراخترپه لومړۍ شپه مشاعره كوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery