دخپریدو نیټه : 2012-10-09 مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل
خوست پيژندنه کتاب چاپ او خپور سو
محمددين مبين
د کتاب په لومړي مخ د کتاب نوم”خوست پېژندنه” راغلې چې نوره ټوله پوښتۍ د خوست په ښار کې په دې وروستيو کلونو کې ا بادو شويو ودانيو ، جامع جومات،مارکيټونو اود لوړپوړيزو ودانيو انځورونه راغلي دي.
د کتاب په پيل کې د کتاب پيژندنې په برخه کې د کتاب نوم”خوست پيژندنه” ،ليکوالان: ګډکمسيون، د خپريدو کال :د زمري شلمه ١٣٩١ٍَِ هجري کال او نور راغلي دي
په ورپسې مخ کې د پام وړ تر سرليک لاندې هغه کمسيون معرفي شوى چې د خوست پيژندنې کتاب د ليکلو او ترتيبولو دنده ورسپارل شوې وه چې عبدالکريم پتنګ، عزيزالله ځلاند، زاهدشاه انګار ، نشان الدين اهنګر او بريالى روان دي.
تردې وروسته د “خوست پيژندنې په وياړ” تر عنوان لاندې د خوست والي عبدالجبار نعيمي ليکنه راغلې،
د کتاب په لومړۍ برخه کې د خوست ولايت لنډکۍ تاريخچه راغلې ده
ورپسې پکې د خوست دودونه، په ځانګړې توګه جرګې مرکې، چيغه، ميلمه پالنه ، پګړه يا حشر، په سر شړل، دژبې قول، په غم او ښادۍ کې همکاري، ننواتې، مظلوم ته امن ورکول راغلي چې هر يو يې لنډ،لنډ تشريح شوې دى.
ددې په دوام په خوست کې ميشت قومونه” منګل، تڼي،
ګربز، ځدراڼ، متون، لکڼ، تيريزي، عليشېر، صبري، بابکرخېل، غلجي کوچيان، اسمعېل خېل او مندوزي، هندوان او ځاځي راغلي چې په اړوند يې لنډ خو مهم معلومات وړاندې شوي دي.
په خوست پيژندنه کتاب کې د قومونو تر برخې وروسته د فرهنګ او معارف تر عنوان لاندې ددغې برخې په تړاو لنډ خو ضروري او مهم معلومات وړاندې شوي دي دغه برخه کټه مټه رانقلوو
فرهنګ او معارف
دخوست په ولايت کې په منظم ډول دادبي فرهنګي هڅو پيل له استقلال ادبي ټولنې وشو.
استقلال ادبي ټولنه په ١٣٧٦ ل هـ کال دغبرګولي پر ٢٢ مه نېټه دخوست ولايت په مرکز کې تاسيس شوه.
د دغې ټولنې له لارې په خوست ولايت کې ليکوالان، شاعران او فرهنګيان يو پر بل پسې راپيدا شول. همدا شان نور ډېر تکړه ځوان استعدادونه راوسپړل شول او روزنه يې وشوه، کتابونه چاپ شول، په لومړي ځل نوموړې ټولنې د سندرو اربکي او دخوستيو ژڼيو نارې دي شعري ټولګې چاپ شوې. دولس مشر حامد کرزي تر مشرۍ لاندې د نوې ادارې په رامنځته کېدو سره د زمينې موندلو په هماغو لومړنيو شېبو کې نورې ادبي فرهنګي ټولنې تاسيس شوې ، چې په دا دوره کې لومړنۍ ادبي ټولنه په لکڼو کې ديو شمېر ځوانانو په هلوځلو جوړه شوه ، چې محمد صديق پسرلي ادبي ټولنه نوميده. ورپسې په عليشېرو کې دعبدالباري جهاني فرهنګي ټولنه جوړه شوه، دامهال په درست خوست کې ١٥ ادبي کلتوري ټولنې او مرکزونه موجود او فعال دي . يادې ټولنې وخت پروخت دمشاعرې غونډې جوړوي، او دهېواد دملي، ديني ، کلتوري او تاريخي ورځو نمانځنه کوي.
ځينو ټولنو يو شمېر کتابونه هم خپاره کړي دي ، چې د بېلګې په توګه حيدرخيل ادبي بهير يادولى شو
د مشاعرو غونډې خوست ښوونيزې کلتوري ټولنې، دفرهنګيانو خپلواکې ټولنې ، څړبن او حيدرخېل ادبي ټولنو او خوست روزنيز فرهنګي مرکز او نورو بهيرونو او ټولنو لخوا جوړيږي. يوه بېلګه يې خوست روزنيز او فرهنګي مرکز دى، چې دخوست دځوانو شاعرانو اوونيزه مشاعره جوړوي، تردې مهاله يې پرله پسې ٣٢٠ اوونيزې غونډې کړي دي ..
دخوست دټولو ادبي فرهنګي ټولنو، بهيرونو او حرکتونو په هڅو او دخوست ولايت مقام په ملاتړ په خوست کې څلورکلنۍ مشاعرې ( چنار کلنۍ مشاعرې) جوړې شوې دي، چې دخوست ولايت پر شاعرانو ليکوالو او فرهنګيانو سربېره دهېواد دبېلابېلو ولايتونو او تر پولې پورې ( خيبر پښتونخوا) دميرانشاه، بنو، نورنګ، مروتو، پېښور، ټانک ( ديره اسمعيل خان) او نورو سيمو ګنو شاعرانو او فرهنګيانو په کې ګډون کړى دى .
دهېواد په کچه وتليو شاعرانو، فرهنګيانو او کره کتونکو دخوست چنار کلنۍ مشاعره دهېواد دنورو ولايتو له کلنيو مشاعرو سره تر پرتله کېدنې وروسته يوه نمونه مشاعره بللې ده، چې د شعار پرځاى شعر ته په کې ډېر پام شوى دى .
همدا شان دعبدالباري جهاني د لمانځنې په نيت هم په خوست کې دمشاعرې لويه غونډه رابلل شوې وه، چې ګڼو شاعرانو پکې برخه اخيستې وه او پخپله عبدالباري جهاني پکې خپل شعرونه واورول.
خوست کې ځينې سيمينارونه او څېړنغونډې هم جوړې شوې ، چې دخوست شيخ زايد پوهنتون او ولايت مقام او ادبي فرهنګي ټولنو او مرکزونو په همغږۍ د فولکلور په اړه جوړ شوى سيمينار يادولى شو.
په خوست کې دپخوا په پرتله دمطالعې دود څو برابره پياوړى او ترويج شوى دى.
دامهال دخوست داطلاعاتو او کلتور رياست، خوست شيخ زايد پوهنتون پر کتابتون سربېره يو شمېر ادبي ټولنې او مرکزونه هم توانيدلي، چې کتابتونونه جوړ کړي، د دې تر څنګ دخوست په ښار کې تر ١٢ پورې کتاب پلورنځي شته ، چې ګڼ شمېر کتابونه او مجلې په کې پلورل کېږي.
خوست کې دخوست دفرهنګيانو او اطلاعاتو او کلتور رياست په ګډو هڅو موزيم هم جوړ شوى،چې دخوست له بېلابېلو سيمو څخه لرغوني اثار او ځنې عجايب ورته راوړل شوي اوپه کې خوندي دي.
دا مهال دخوست په موزيم کې ( ٣٠٠ ) اثار ثبت او موجود دي .
دخوست په ولايت کې تر ١٤ پورې دخطاطۍ او رسامۍ کور سونه شته، چې تر اوسه پورې يې ګڼ شمېر ځوانان دخطاطۍ او رسامۍ په هنر سمبال کړي دي .
دخوست ځانګړې موسيقي ډوول، سورنى او سرينده ده ، خو دامهال په افغانستان کې د دود موسيقۍ ټول الات دهنري ډلو لخوا غږول کېږي .
اوس اوس په خوست کې د سندرغاړو اوهنرمندانو څه ناڅه ١٣ هنري ډلې موجودې دي، چې په ودونو، کوژدنو، اخترونو، دنوي کال په ورځو او نورو ملي او تاريخي ورځو کې کنسرتونه اجرا کوي.
اتڼ چې دهېواد ملي نڅا ده دلويې پکتيا په ځانګړې توګه دخوست دخلکو لرغونى دود دى.
دخوښۍ په ټولو مراسمو کې ځوانان او سپينږيري غبرګو ډولونو ته څڼې غورځوي.
په خوست کې ادبي فرهنګي سټې :
محمد صديق روهي، ميرزاعلم حميدي، ګل محمد نورزى، شهزار ليوال، محمدعلي هوما، سيدال شاه فولاد، محمدولي مندوزى، ميراحمد ګربز او نور دي .
رسنۍ
خوست کې لومړنۍچاپي جريده دغازي په نوم ده ، چې دغازي امان الله د واکمنۍ پر مهال له خوسته خپرېده، يوه ګڼه يې دخوست په موزيم کې ساتل کېږي .
دخوست راډيو په ١٣٦١ ل هـ کال کې تاسيس شوه او دخوست تلويزيون په ١٣٦٥ ل هـ کال کې په خپرونو پيل وکړ.سولې پيغام راډيو په خوست او جنوب ختيز زون کې لومړنۍ خپلواکه راډيو ده، چې په خپرونو يې پيل کړى دى .
ولس غږ، ځوان غږ، هيلو کاروان، کليد او نن راډيوګانې هم شته، چې خپلواکې دي او يوه پر بله پسې تاسيس شوې دي .غرغښت تلويزيون خپلواک تلويزيو دى ، چې څه ناڅه دوه کاله مخکې يې په خوست کې په خپرونو پيل کړى دى .
خوست مجله چې دولتي خپرونه ده ، لومړۍ ګڼه يې په ١٣٧٨ ل هـ کال کې چاپ شوه.
خوست کې لومړۍ خپلواکې مجلې سمون، ورپسې ژمنه، سوداګر او روغتيا مجلې دي.
لومړنۍ خپلواکه جريده مزل وه، چې پرله پسې يې ٦٣ ګنې خپرې شوې.
ورسې بېړۍ، ګام، پيوستون، الماس، زانګو، ازانګه، غږ، الوېښ، غومبسه، اسلام غږ، مجاهد غږ، پاڼه او نورې جريدې يوه پر بله پسې له چاپه راووتې، ځوان ځواک، زلمى، پرمختګ، مستربل، نوى ګام جريدې هم وې.
لومړنۍ ورځپاڼه بريښنا وه ، چې خوست کې يې په خپرونو پيل وکړ.
دامهال ملي احساس ورځپاڼه هره ورځ له چاپه راوځي .
خوست کې ملي تلويزيون، لمر، طلوع، اريانا، شمشاد تلويزيونو خپرونې هم بروډ کاسټ کېږي.
ازادۍ راډيو، مشال، بي بي سي، ارمان او اراکوزيا راډيو ګانې په اف - ام څپو خپرونې لري.
پوهنه
خوست کې دا مهال ( ٢٩١ ) ښووځي دي، چې له جملې يې ( ١٤٣ ) لومړني، ( ٦١ ) منځني او
( ٨٧ ) ليسې دي .
ټول ټال ( ٢٠٩٥٤٢ ) زده کوونکي په زده کړو بوخت دي ، چې ( ٧٥٤٣٢ ) يې نجونې دي .
ټول ټال ( ٥٥١١ ) ښوونکي دي .
دارالمعلمين
( ١٠٦٠ ) زده کوونکي لري
( ٢٠ ) ښځې دي
( ٤٢ ) استادان لري
خصوصي لېسې
- ( ١٣ ) ليسې
- ( ٥٧٩٩ ) زده کوونکې
- ( ٢٨٩ ) نجونې
ديني مدرسې
خوست کې ( ٢١ ) ديني مدرسې دي
( ١١٤ ) مدرسين لري
( ٣٤٠٠ ) طالب العلمان دي، چې له دې جملې څخه يې اناث دي .
(١٣) مدرسې يې دپوهنې رياست سره ثبت دي .
پوهنتون
( خوست پوهنتون چې دشيخ زايد پوهنتون په نوم ياديږي په ١٣٨١ ل،هـ کل کې تاسيس شوى دى.)
- ( ١٠) پوهنځي لري ( طب ،انجينري،حقوق، اقتصاد، ښوونه روزنه، ژورناليزم د ژبو ادبياتو، شرعيات، زراعت، کمپيوټر ساينس .
(٥٧٠٠ ) تر ١٣٩١ ل کال پورې محصلين لري.
- ( ١٦٠) استادان
- له پيله تردې دمه يې (١٩١٥ ) فارغان ورکړي دي .
- (٦٠ ) تنه استادان يې دماسترۍ او دوکتورا لپاره بهرنيو هېوادونو ته لېږلي دي
د فرهنګ او معارف له برخې وروسته د کرنې برخه راغلې ده په دې برخه کې په خوست کې د کرکيلې په اړه معلومات وړاندې شوي خو د کرنې ترڅنګ په دې برخه کې په خوست کې د مزرين صنعت او لاسي ګنډنو په اړه هم څه نا څه معلومات ځاى شوي دي.
په کتاب کې د ورزش تر سرليک لاندې په خوست کې د دود ورزشونو په تړاو لنډ،لنډ معلومات رغلي دي په دغو معلوماتو کې ورزشي ځايونه ، فوټبال، واليبال، کرکټ، بايسکل ځغلونه، د اندامونو ښکلا، هاکي، جوجيستو، کيک بوکس، چيني بوکس، کبډي، شمشېر بازي، بدمنتون، شطرنج، سکېټ، کانګفو، تکواندو، اي ټي اف تکواندو، ووشو، ځغاسته، او جمناستيک برخو کې مهم معلومات شامل دي.
په نوموړي کتاب کې په خوست ولايت کې د امنيتي وضعيت او حالت او بيا راغونې په برخه کې هم معلومات شته
د کتاب په پاى کې” د خوست د خلکو اساسي غوښتنې او اړتياوې” تر عنوان لاندې د خوست د خلکو هغه ستونزي او غوښتنې يادې شوې دي چې د ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ له لومړيو وختونو راهيسې د خوست خلکو په لسګونه وارې ولسمشر او سلګونه وارې يې ددوى د ادارې اړوندو وزراتونو او ادارو ته وړاندې کړي دي دا برخه هم له کتاب څخه ګټه مټه را اخلو
دخوست دخلکو اساسي اړتياوې او غوښتنې
١ – دخوست- ګرديز لويې لارې په اساسي ډول جوړول ، چې له بده شامته په دې لسو کلونو کې لا هم خامه او کنډ کپر پرته ده .
٢- خوست ته د وارداتي بريښنا راغځول. په دې تړاو څوڅو ځلې له خوست څخه (١٤ ) کسيز او (١٩) کسيزو پلاوو د اوبو او انرژۍ وزارت او نورو اړوندو وزارتونو سره ليدنې کتنې کړې او موضوع د وزيرانو شورا تر غونډې او ولسمشر ښاغلي حامد کرزي پورې هم رسيدلې ده .
٣- دخوست- غلام خان لارې د ترانزيټ مسئله چې د ولسمشر حکم موجود دى همدا شان له خوست څخه ١٤ او ١٩ کسيزو پلاوو څو ځلې دسوداګرۍ له محترم وزارت، ماليې وزارت او نورو اړونده ادارو سره ليدنې کتنې کړي دي .
دسوداګرۍ وزارت مرستيالانو او پخپله محترم وزير صاحب هم دهمدغې لارې د ترانزيټ کېدو په نيت خوست ته تشريف راوړى دى .
٤- صنعتي پارکونه ، چې خوست ته تر بريښنا غځېدنې وروسته دخوست او درست افغانستان دصنعت دانکشاف او ودې لپاره د د ډېر اهميت وړ دي .
دليدنو کتنو او پرله پسې غوښتنو سره سره يې کار له همدا سې په هوا کې ښکاري .
٥- دخوست ولايت او ولسوالو تر منځ ډېر خوړونه شته ، چې دکال په د وو موسمونو پسرلي او مني کې د اورښتونو له امله دراوتونکو اوبو له امله د ولسواليو ارتباط له مرکز سره پرې وي همدا شان ځنې هم په خپلو کې تګ راتګ نه شي کولاى ، نو پر دغو خوړونو دپاسه داساسي پلونو جوړېدو ته جدي اړتيا ده .
٦- دمزغوره، دوه منده او نورو سيمو کې داوبو لوى بندونه جوړېداى شي، چې هم داوبو لګولو او هم دبريښنا انرژۍ دتوليد لپاره ډېر ضروري او داهميت وړ دي ، پام ورته په کار دى .
٧- خوست کې هوايي ډګر دجوړېدو په حال کې دى ،خو په اساسي ډول دهوايي ډګر جوړېدل دمرکزي دولت او نړيوالې ټولنې جدي پام ته اړتيا لري، يوازې احاطه هوايي ډګر نه دى، بلکې پريمانه تاسيساتو، رنوې، امکاناتو او تجهيزاتو او وسايلو ته اړتيا لري .
٨- دخوست- غلام خان دترانزيټ ترڅنګ د بندروالۍ تاسيساتو جوړېدل.
٩- د زراعت، معارف، عامې روغتيا او دکليو پراختيا په برخه کې دوامداره پاملرنه .
خوست پيژندنه کتاب په ښکلې کچه اعلى پښتۍ، اعلى کاغذ په رنګه ډول خپور شوې دى.
د يادونې وړده چې د نوموړي کتاب زياتره برخه انځوريزه ده چې د هرې برخې سره د همهغې برخې په تړاو رنګه عسکونه راغلي دي.
دا چې نوموړي کتاب کې به د خوست پوره پيژندګلوي شوې وي، په اړه يې د نوموړي کتاب د ليکوالو ډلې يو تن غړى ليکوال او ژورنالست زاهدشاه انګار وايي:
“يوداسې کتاب چۍ د انځورونو په ګډون ټول ټال ١٢٩ مخونه ولري په هيڅ صورت د خوست ولايت پوره پيژندګلو نه شي کولى، خو دا کتاب د خوست د لا زياتې پيژندنې لپاره يو ښه باب او ښه پيل دى دا به له هغو څيړونکو، ليکوالو او ژورنالستانو سره چې نيت لري د خوست په اړه لا نور معلومات هم راټول او خپاره کړي ډيره مرسته وي، ددوى لاسنيوى او لارښوونه به وکړي. همداشان هغوى چې د خوست او په خوست کې په بېلابېلو برخو کې د موجوده حالت او وضعيت په تړاو معلومات نه لري اويا ډير لږ معلومات ولري،د خوست په اړه به ډير معلومات حاصل کړي.
کچيرې موږ دا وغواړو چې د خوست په تړاو پوره معلومات ولرو د يوه يا څو کتابونو ځولۍ به ورته ډيره وړه وي ځکه د بيلګې په توګه که موږ يوازې د منګلو يا ځدراڼو قومونو تاريخ ليکو، په اړه يې څيړنه کوو د هر قوم په تاريخ ، جغرافيوي موقعيت ، اړيکو، دودونو، څليو او نرخونو ، سياسي، ټولنيز، اقتصادي او فرهنګي حالت ، وياړونو، سرښندنو، او داسې نورو برخو غږيږو فکر کوم چې د يوه قوم په اړه معلومات به هم ايله بيله په څو پنډو کتابونو کې په څه خوارۍ ځاى کړو.
يا که موږ په خوست کې د ادب و فرهنګ، معارف، کرنې، مالدارى . ورزش او نورو برخو کې پراخ معلومات راټولول غواړو په هره برخه کې يې همداسې پنډ،پنډ کتابونه ډکيدلى شي.
کچېرې د افغانستان د تاريخ په اړه ټول ليکل شوي کتابونه يوازې يو، يو ټوک اويا جلد راټول کړو د چا خبره يوه کوټه ترې ډکيږي، خو تاسو وګورئ پوهاند عبدالحى حبيبي د افغانستان لنډ تاريخ تر عنوان لاندې يو کتاب ليکى او په دې وروستيو وختونو کې سرڅيړونکي حبيب رفيع بيا د افغانستان لنډکۍ تاريخ تر عنوان لاندې يو ورکوټى کتاب خپور کړ چې دا ډول ورکوټي او پنډ کتابونه ټول ګټور دي.
د خوست پيژندنه کتاب د خوست يوه لنډه کې پيژندنه بللى شو.
خو يو ځل بيا خپله مخکينۍ خبره تکراروم چې د خوست پيژندنه کتاب د ټولو خوستوالو او له خوست نه بهر لوستونکو لپاره ډير زيات ګټور دى د خوست په تړاو ددوى د لا زياتې او پراخې پيژندګلو لپاره يو ښه بنسټ او يوه ښه لاره ده”.
د خوست پيژندنه کتاب په تړاو مې وړانديز دادى:
١: دا کتاب دې هر لوستوال ولولي او په هره برخه کې چۍ لا زيات معلومات لري او يايې راټولولى شي راټول دى يې کړي تر څو د خوست پيژندنې لړې روانه وساتل شي
٢ :د خوست ولايت مقام چې د نوموړي کتاب مالي او معنوي ملاتړيې کړى په راتلونکي کې دې د لوستونکو، ليکوالو او څيړونکو راټول شوي معلومات راټول او په خوست پيژندنه دويم ټوک کې دې يې خپاره کړي.
٣: له هرې هغې ادارې سره چۍ نوموړى کتاب شته دا کتاب دې دهيواد د پلازمينې په شمول ټولو ولايتونو کوزې او سهيلي پښتونخوا او د امکان تربريده په بهر کې ځينو افغانانو ته هم ور وليږي.
٤- خوست خوست پيژندنه کتاب دې په دري او انګليسي ژبو هم وژباړل شي او چاپ دې شي.
٥- نوموړى کتاب دې د حکومت وزيرانو او په خپله ولسمشر حامد کرزي ته هم ور ورسول شي، تر څو ويې لولي او لږترلږه د خوست د خلکو د اساسي اړتياو او غوښتنو پرباب يې يو ځل بيا سترګې ولګيږي.