دخپریدو نیټه : 2011-04-27 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
سواد
حاجی محمد اسحق امانزی
سواد څومره لوی نعمــــت د ی هره ورځ پر ځلیدودی
علم څومره پر مخ تلـــلی هـــــره ورځ پر پخیـــد و دی
که دعــــــــلم ډیـــوه واخلی ستا ومــــخ ته تــــل ځلیږی
که څوک ځان په دغه پوه کړی دچا مخ ته مشعل کیږی
ته په علم ځان رڼا کړه د ســـــیواد کــــچه دی لـــــوړه
عـــــملی ګامونه واخـــله تجــــربی سطحه دی لــــوړه
که پر خپل ځان متکی شوی ستانــه بیا لــــو توقــــع ده
په تعلیم کی لوئی مه کړه چی دنورو لـــو رجـــــوع ده
لویه هیله ستا نه داده پرخپل علـــــــم تکیــــه وکــــړه
په هر شی چی خبر نه ئی باور ډیر پر نور څه مه کړه
که دی لږمرسته په وس وی سپموه ئی مــه هیڅکــــله
داد علم ښه تعریف د ی تجربـه ئی کــــــړه تــــه کــــله
دوطــن حالت ویجـــاړ دی دښمنــــان په توطــــئو کی
زمـــوږو خلــــــګو تــــه ضرورده اتحـــاد په ولسوکی
څوک به دغه کارتنظیم کـــړی دادچامســــئولـــیت دی
که عالم ئی کـــه کارپوه ئی دغــــه ستامســـــئولیت دی
چه په دغه بده ورځ کـــی ســــتا اواز نه پــورته کیږی
علم واچوه په جیب کی ښه خــــوبونــــه کــــورته کیږی
ماته ډیرعجبه ښکاری څـــــوک چی کــړی غټی خبری
یا سړی دومره مصروف وی نه کوی دوی دری خبری
ستا دعــــلم فایده څه سول ستا پـــوهی دڅـــه لـــه پاره
امـــانزی پـــــه دغــه فــــکر د ولـــــس دزړه لپـــــاره
ناروی ۱۲ـ۰۲ـ ۲۰۱۱