مــــثـــــنوی
دریمه بـــــــــرخــه
چغالان بیچا رګان سوه دوی پایڅوړ دخپــل مکان سوه
ګیدړان دی لیری ښوری دپاچا په خپل فرمـــان ســــوه
نیل چی ګوری وخپل ځانته وخپل شان او دبــد بی تـــه
دی به تل دلته پاچا وی ځای به نه وی وســــوسی تــــه
ټول زمریان پر ده را ټول دی امنیت ئی بـر قــــرار دی
ورسره دغـــــــــه لوی فکر قهرمان لوړ یی وقــــار دی
څوشپی ورځی سولی تیری نیل صادر نــوی فرمان کړی
چغالان دی لیری ګرځی زما پردوی لـــږ بد ګــــمان دی
دوی داحق نلـــری ځانـــته ورنـــږدی سی وپـــــا چا تــه
که هر ځای لږ نیمګړ تیا وی چغــا لان مــــخ و بلا تـــــــه
ډیردی لیری ګید ړان سی هم دی لیری شـــــرموښــان سی
شیرمسئول د دی فرمان دی خو په زړه کی لږ پریشان سی
یو زمریان کافی په ارګ کی خو پړا نګان دی ورسره وی
ټول ښکارونه ورتسلیم کړی لږ پــــــــکار دی حوصله وی
شرموښان په انګولا سول په نس وږی ګیــــــدړان ســـول
داڅه جوړ نوی ما تم دی حیوانات په دی ګمـــــــان ســـول
ظالم توب تر پخوا ډیر ســو ټول دانیـل دغم نا ســـــور دی
ټول د شپی وږی بید یږی په خوړو کی نیــل با تـــور دی
یو قا نون دچغا لا نـو چی هـــرڅوک یی زیــــــمه وار دی
یوچغال اواز کړی پورته دبـــل چا نـــــــوبـــت په وار دی
ډیر د لــــوږی اوازونــــــــه پــــــــورته کیږی واسمان ته
ښکار یوازی ځی دربار تــــــه دغټانــــو ومکـــــــان تـــه
حیوانات ټـــول په تشویش کی چی دا څه حالت روان دی
ټوله وږی دربـــدره زړه دهـــــر چــــــــا پریشـــــان دی
یو زوړ چغـــــال ولاړ سو دی شروع په دی بیـــــــان سو
نیل په اصل کی چغال دی لا وختی پــــه دی ګمـــان ســو
مشوره دټــولو جوړه یو هیـــــــــئت بــــه ځـــــی بادار ته
چی موږستاهډاووجودیــو لږ وګـــــوره زموږوکارتـــــه
مشرځی واحتــــــرام تـــه په ژړا یـــــــوپیشنهـــاد ســــــو
دحالاتــــوپه بیان کی ورته جوړ لـــــــوی اعتقـــــاد ســـو
یو کمکۍ مرسته موږ غواړوبیــــخی وږی بیچــــاره یــــو
موږتـــه ښه ېی پیژنــــدلی لیــکن ستا پــــــه اراده یـــــــو
ټول به پټ کــــړو ستــا رازونه ســـــتا داصـــل نســـبونه
لږ انصاف په کـار کی ښـــــه دی مـــه کوه تـــل تهمتونه
نیل په قهـر او فریاد سو دی ګویــــا په دی فــــــرمان سو
ای زمـــــریانــــو پلنـګانــــو دپاچــــا نــــوی بیـــــان سو
ټول زمریان حمله پر وکړی داچغال ټــوټه ټـــــوټه کړی
داچغال نا اهـــل سوی هغـــــه ژرمیده میــــد ه کــــړی
زوړچغال زره زره ســو پــه حمــــله کی دزمـــریـــانــو
نا ا میده ټول ځنګل ســوپه دی کــــارخپــل دیــــارانــــو
چغالان ټول بیچاره سول چیغی پورتــــه په نـــــس وږی
چاری ټولی خلاصی سولی په نصیب یی ســــوله کریږی
یوه شپه داسی راغـلی چغالانـــــوچــــــی نـــاری کــــړی
نیل هم ډیــــروبی طاقـــــته ده هم پـــــــورته غلبلی کړی
یوزمری چی ویښ بیدار و ښـــــه پــه ځیر د دغه حال شو
راولاړ ډیر په تلوار شو په حمـــله پر نیـــــل چغـــــال سو
په خبر ټوله پړانــګان شول هم را ویښ ټوله زمریان شول
رازدنیل ټـــــوله افشا سو حیوانات ټـــــوله حیران شــــول
څلورخوا حمله پر نیل سوه نیل ټوټــــه ټوټــــه برباد ســــو
څوک چی خپل په قوم شرمیږی په انجام کی ښه په ښاد سو
دغــــه ښـــه یــــو روا یـــت دی دا منــــلی حقـــیقـــت دی
که خاین دخپل ولس شی په پایــــڅوړ کی مصیــــــبت دی
هر مقام چی در رسیــــږی موقتی دی سد دی خلاص کړه
دچغــال پـــیره درکیږی سرداوس یـــې لږ قیــاص کــــړه
دافغــــان تاریخ ته ځیر شــــه ته پخپــــله فیصله کـــــــړه
زورواکان دقــــــــدرت تــــږی په انجام څـه حا صله کړه
باور دا دی امانـــــزیه لـــــوی نقصان په دو رنــــګی کی
دظــــلــمت اخــــر خــــراب دا هـــــنر په پرنـــــــګی کی
ناروی۲۰ـ۱۰ـ۲۰۱۰