بیګاه می په خوبونو کی جانان ولټاوه
په تمه د دیدن می بیابان ولټاوه
یو زه وم او یو دی ؤ هلته لیری په بیدیا کی
د هری ونی خواکی می دا ګران ولټاوه
خنداوه اومستی وه د رفیب دسترګو لیری
نو ځکه بیله ډاره می ټول ځان ولټاوه
شبنم د یار دزلفو زما په ګوتو کړلی لوبی
د زلفو هریو تار کی ما جهان ولټاوه
دناز اوناز کتو یی زما د روح جنازه وړله
دروح پر جنازه می سود اوزیان ولټاوه
د سرو شونډو جاموکی د جنت دروازه خلاصه
د سترګو په هر رپ کی می خپل ځان ولټاوه
وهر لورته سپوږمی وه سپوږمی زما وخواته ناسته
نه ورور ؤ نه یی پلار ما یی ګریوان ولټاوه
اسمان راته حیران ؤ ستورو کړله سترکګونه
چی ما په پټه پټه ټول داستان ولټاوه
داشپه دومره وه لنډه لکه خوب چه چیرته ګوری
خوبونه یی راوران کړه ملا اذان ولټاوه