مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-11-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مالديو هېواد د وزيرانوکابينې په اوبو کې دننه غونده وکړه

نوراحمد (عايل)

مالديو چې يو اسلامي هېواد دى؛ له نږدې ١٢٠٠ کوچنيو ټاپو ګانو خخه جوړ شوى دى او د هند په سمندر کې پروت دى ،د سمندر له سطحې څخه يې منځنى لوړوالى دوه متره او ١٠ سانتي متره دى ، د مالديو دولت له دې خطر سره مخامخ دى چې د اوبو د سطحې په لوړېدو به يې هېواد اوبه لاندې کړي او د نړۍ له نخشې خخه به مالديو ورک کړي
د مالديو د دولت غړي دوه مياشتې دتکړه او ماهرو لامبو وهونکو په پيدا کولو تېرې کړې ، دوى وويل سره له دې چې دې غونډې لږ وخت ونيو ،خو موخه يې نړيوالو ته د يو مهم پيغام استول و.
له دې امله د مالديو ولسمشر محمد نشيد او د دولت غړو  يې پنځه متره دننه په اوبو کې غونډه کړه، او له دې لارې يې نړيوالو ته يو بيانيه صادره کړه چې د کاربن ډاى اکسايډ او نورو مضر غازونو د توليد مخه دې ونيسي ،چې د هوا د تودېدا او ککړتيا لامل کېږي.   غونډې نيم ساعت په اوبو کې دوام وکړ او د کابينې غړو به د يوبل د پوه کولو لپاره په سپينه تخته  ليک  کاوه  او يا به يې يوبل په  اشارو  سره پوه کول

 
محمد عثمان ددې سيمې يو اوسېدونکى د اوبو د جګېدو په موخه کښتۍ ته په اشارې وايي،  چې: يوازې څو مياشتې مخکې داوبو لمن د کښتۍ هاخوا وه خو اوس اوبه  دلته رانږدې شوې دي.
 
ابراهيم ديدي د مالديو هېواد د کرنې او ماهي نيولو وزير  د لامبو سامان  لاسليک کوي

د مالديو د کابينې وزيران له خپلو لامبو زنو روزونکو او يوه نظامي ساتونکي سره چې هر يو وزير بدرګه کوي وينئ

وزيران د روزونکو په مرسته اړين پوښاک اغوندي
 
د مالديو د کابينې وزيران له خپلو روزونکو سره د غونډې ځاى ته لامبو وهي
 
امين فيصل د مالديو هېواد د دفاع وزير په لاس اشاره کوي چې د ساه اېستلو کې کوم ستونزه نه حس کوي

د غونډې د تالار په شاوخوا کبان  ګرځي راگرځي

د اصلي غونډې مخکې وزيران د غونډې لپاره تمرين کوي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery