CLOSE X
Loading Image...
مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
جمعه د ١٤٠٣ لمريز کال د سلواغې ٥
دخپریدو نیټه : 2005-06-07   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پي ار ټي د پوهني رياست سره دکمپيوټرونوپرمرسته پښمانه شوه

په کندهار کي ميشته پي ارټي ( د ولايتي بيا رغوني ټيمونه ) له پوهني رياست سره دکمپيوټرونوپرمرسته پښمانه شوه خو دنو موړي پروينا اوس دوي له دي پريکړي اوښتي دي يواځي يي ددالبسي دموادو مرسته کړي ده , ده په دي اړه ملامتيا پرخپل رياست ورواړوله ده زياته کړه ." دلته نظم يوه څه سره خراب دي

کندهار : عبدالله احسان

په کندهار کي ميشته پي ارټي ( د ولايتي بيا رغوني ټيمونه ) له پوهني رياست سره دکمپيوټرونوپرمرسته پښمانه شوه
خو دنو موړي پروينا اوس دوي له دي پريکړي اوښتي دي يواځي يي ددالبسي دموادو مرسته کړي ده
ده په دي اړه ملامتيا پرخپل رياست ورواړوله ده زياته کړه ." دلته نظم يوه څه سره خراب دي نن بايد دټول ليسو زده کوونکو راغلي واي خو ولي يواځي د١٩ ليسو او ښوونځيو زده کونکي راغلي دي

دکندهار دپوهني رئيس حيات الله رفيقي دبينواويبپاڼي خبريال ته وويل ." پي ارټي په دي ورسيتوکي پريکړه کړي وه چي دکندهار د٣٢ليسو او ښوونځيوسره دانځورونوپه برخه کي مرسته وکړي دهري ليسي زده کونکي چي ښه او وړ انځور وکاږي هغي ته به يوه پايه کمپيوټرورکول کيږي خو په کندهار کي ددارالمعلمين مسئول رحيمي وويل ." په دغه مرسته کي چي دوي نن کړي ده ٥٠ کيټه قلمونه ،کتابچې ، پنسلونه ،داوبوبوتلان او نوردزده کونکو لپاره دلوبوسامان الات موجود دي ."
رحيمي زياته کړه هغه زده کونکې او زده کونکوته چي ښه رسامي کړي وي دهغولپاره دهغو ليسوته به ددوي جايزه واستول شي .
په نو موړي غونډه کي مفتي احمدفرزان په دي اړه وويل ." داغونډه چي نن جوړه شوي ده دادزده کونکولپاره ډيره ښه او اغيزمنه تماميږي او په دي  کي دزده کونکوزهين ښه وده کولي شي ."
خو په دي غونډۀ کي يوه بلنه نجلي چي خپل نوم يي رڼا ښوده وويل ." زه نن ډير خوشحاله يم چي په دي غونډۀ کي برخه لرم او ما هم يو انځورکښلى دى که زه جايزه وانه خلم خو داددتشويق لپاره ډيره ښه لاره ده
په دغه مراسموکي چي نن ددارالمعليمن دغونډوپه تالارکي جوړشوي وه د١٩ ليسو او ښوونځيو زده کونکوراغلي وه او دتالار پرديوالونو باندي دهغه انځورونه چي دزده کونکوله خواکښل شوي وه راځوړندوه چي ډيرى په کي دکندهار دښځينه زده کونکوله خوا راسمي شوي وه او په دي غونډه کي په زيات شمير نارينه او ښځينه زده کونکوبرخه اخيسته وه .
دغونډي په ورستيوکي دسياري له خواچمتوشوي ډارمه هم وړاندي شوه چي نعمت الله نالان او عبدالهادي پتمل له خوا جوړه کړل شوي وه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery