CLOSE X
Loading Image...
مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
جمعه د ١٤٠٣ لمريز کال د سلواغې ٥
دخپریدو نیټه : 2005-04-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

( شاحسين هوتک) افغان ترک نړيواله عالي لېسه

ضيا ساحل - کندهار

چمتو کوونکی : ضيا ساحل - کندهار

يادونه : بېنوا خپرنيزه څانګه له خپل نوي همکار ښاغلي ضيا ساحل څخه مننه کوي چي د کړي ژمني سره سم موږ او ( تاسو درانه لوستونکي ) په کندهار  او د هيوادله يو شمېر نورو ولايتونوسره د ترکيې هيوادله خوا د ښووني او روزني په برخه کښي له پرمختګونو خبروي .

ترکيه د نهو کالو راهيسي په افغانستان کښي ښوونځي پرمخ بيايي

 

شاحسين هوتک افغان ترک نړيواله عالي لېسه - کندهار

 

داخو څرګنده خبره ده چي د يو ملت سياسي،ټولنيز،كلتوري اقتصادي پرمختك د ښووني و روزني سره سم تړاو لري او بېلګي يې نن سبا ټولو ته څرګندي دي لكه  داروپايي ملكو په سلو كي ۹۸ اويا هم ۹۹ كسان د ښووني او روزني په ګاڼه سمبال دي  او ورسره په هغه تناسب يې په هره برخه كي پرمختګ هم كړى، خو له بده مرغه زموږ هيواد له دې ستر نعمت څخه په بې ساري ډول بې برخي پاته شوى او په ځانګړي ډول د دې بدمرغۍ په راوستلو  كي طالب لاسپوڅي حكومت هم ډېره ونډه لرلې ده لامل يې هم همدا ناپوهي وه چي بدبختۍ يې وزېږولې خو بيا هم د ظلم او استبداد په دې توره دوره كي د افغانستان يو له پخوانيو دوستو او نژدې هيوادونو څخه تركيې د ښووني او روزني په برخه كي خپله  معنوي مرسته د افغانستان څخه و نه سپمول د دوى دامرستي يوازي تر افغانستان پوري محدودي نه  بلكي نن سبا د نړى په ډېرو هيوادونو په ځانګړي ډول مسلمانو هيوادونو لكه د منځنى آسيا هيوادونو او شاوخوا ډېرو نورو هيوادونو كي د ښووني و روزني په برخه كي تر سره كېږي  دامرستي په ظاهره توګه په تركيې كي يوې نامتو اسلامي ټولني (جماعت نور)  په واسطه سرته رسېږي چي  د دوى له كوله  ( ددوی په وينا ) د تركيې له دولت سره هيڅ ډول ايډيولوژيك او نه هم كوم بل تړاو لري . او مالي ملاتړ يې د مسلمانو شتمنو تركانو له خوا كېږي.

د لمړي ځل لپاره په كال  ۱۹۹۶ كي د همدې جماعت له خوانه د( ليسه دوستي  افغان _ترك) په نامه په شبرغان كي لمړى ښونځى پرانستل شو. او د لنډي مودې په ترڅ كي يې نور ښونځي په مزار شريف ،سمنګان كي پرانستل  او په كال ۱۹۹۹ كي يې په پلازمينه كابل كي (د آريانا افغان _ترك نړيواله ليسه)  او ورپسې يې په كال ۲۰۰۰ م كي د ( زرغونه انا افغان_ ترك نړيواله عالي ليسه) په   كندهار كي پرانستل چي په لنډ مهال كي دا ټوله ښوونځۍ د وخت د ښه او پرمختللو ښوونځيو په كتار كي راغلې.

كه د دې ښوونځيو د ښووني او روزني  طرز العمل ته وګورو نو نه يوازي به يې د ځانګړتيا توپير د افغانستان د ښووني اورزني د طرزالعمل څخه تر سترګو شي بلكه د نورو هيوادونو د ښووني او روزني د طرزالعمل څخه به هم توپير ولري. نو رابه شو په افغانستان كي د دوى كار او فعاليت ته:

په افغانستان كي به د ټولو ښوونځيو په نماينده ګي د كندهار ښوونځى تر څېړني لاندي ونيسو.

 په كال ۲۰۰۰ م د نوموړي ټولني غړي كندهار ته د ښوونځى د پرانستلو په نيت راغله نو د طالبانو د ځينو لوړپوړو چارواكو سره تر خبرو اترو وروسته دوى ته په كندهار كي د ښوونځى د پرانستلو اجازه وركړل شول چي د زرغونه انا ښوونځى  په واك كي وركړل شول. لكه څنګه چي دا ښوونځى پخوا ودانه شوې وه ، په هېواد كي د جګړو له امله څه نا څه زيانمنه شوې وه نو د دې ښوونځى د بياجوړولو لپاره شل زره ډالره د همدې ټولني له خوا په و لګول شوې څو د وخت د ښكلو او پر مختللو ښوونځيو په سر كي و درېدل.

نوموړې ښوونځى زده كوونكي تر يو لړ ازمووينو وروسته د اووم ټولګى لپاره منل چي لمړى يې د كانكور ازموينه په تحريري ډول وه او دوهمه ازموينه يې په تقريري ډول اخستل كېده.  په كندهار كي لمړى ځل د دې ښوونځى د ازمويني لپاره د ۷۰۰ تنو په شاوخوا كي د كندهار د بېلابېلو ښوونځيو زده كوونكو داخلې واخستې  او د تحريري ازمويني په پايله كي ۱۲۰ تنه بريالي شول  البته بايد يادونه و كړم چي د ازمويني سوالونه په سلو كي ۶۰ ساينسي او پاتي ۴۰ يې اجتماعي،ديني او... وه او ورپسې دوهمه ازموينه تقريري واخستل شول چي په پايله كي يې ۹۰ تنه بريالي شول چي په درو ټولګيو كي يې په زده كړو  پيل وكړ خو له بده مرغه تر يوكال ښه تعليمي پرمختګ وروسته د طالبانو د ځينو سياسي مغريضينو له خوا  پر تركانو په دې ښوونځيو كي د  كار او فعاليت   بنديز ولګېدى  څو تركان بيرته له هيواده ستانه شول  چي په پايله كي يې د سمنګان او شبرغان ښوونځۍ وتړل شوې، د مزار او كابل  ښوونځۍ  همداسي د نورو ښوونځيو په څېر  بې سرنوشته پاته شوې او د كندهار ښوونځۍ د عرب  القاعده اشغال ګرو په واك كي وركړل شول چي سمدلاسه د هغوى د غوښتني سره سم د دې ښوونځى نوم چي د ستر احمدشاه بابا د مورنوم (زرغونه انا) وو  د خپل عرب  ( فاتح الهند محمد بن قاسم ) په نامه واړوى په همدې ډول يې اداري واك هم ورځ په ورځ خپلوي تر څو په هيواد كي د بدلون راتلو  او پر هيواد د امريكا د حملې پر مهال د عرب ملېشو د اوسېدو په ځاى بدل شو. د هرج مرج پر مهال كله چي طالبانو د كندهار ښار پرېښود نو دا ښوونځى هم د نورو خارجي موسسوو په څېر چور شول.

د نوي حكومت  دراتلو څخه لنډه موده وروسته د زرغونه انا ښوونځى د پوهني د رياست له خوا د اصل سره سم د ښځينه زده كوونكو لپاره ځانګړې كړه او د افغان_ ترك ښوونځى د دوو دورو زده كوونكي چي د نهم او اتم ټولګۍ وه چي شمېر يې د ۱۸۰ تنو په شاوخوا كي وو د احمدشاه بابا  ښوونځی د ادارې په واك كي وركړل شول. دامهال تركان يو ځل بيا  هيواد ته د خپلو ښوونځيو د بيا پيلېدو په نيت راستانه شول چي لمړى د مزار،شبرغان ،كابل او تر دوه كاله لانجو و هڅو وروسته  په كندهار كي خپله ښوونځى پرانستل.

 دا ځلي يې دوى ته د شاه حسين هوتك عالي لېسې زړه ودانۍ په واك كي وركړل چي تر يوكال وروسته  د همدې ټولني له خوا د ښوونځۍ په ساحه كي  يوه درې پوړيزه پخه ښكلې او بنسټيزه ودانۍ د پنځه لكه ډالرو په لګښت جوړه شول ، د ښوونځی د چاپيريال كار اوس هم روان او د پياوړي لابراتوار جوړېدل هم په پلان كي دي.

اوسمهال په دې ښوونځۍ كي د څلورو دورو زده كوونكي چي عبارت له دوه ۱۲،۱۱،۹،۸ ټولګيو څخه چي په زيات شمېر زده کوونکي  په زده كړو بوخت دي. د ادارې مدير تركى يو افغان معاون او يو هم تركى اداري معاون لري. البته د زده كړو مهال وېش يې اوسمهال داسي دى چي كله زده كوونكي د اتم ټولګى لپاره دا زمووينو څخه بريالى راووزي نو په لمړى څلور نيمو مياشتو كي پنځه ژبي ورته تدريسېږي لكه ( پښتو،دري،تركي،عربي،انګليسي). او په پاته څلور نيمو مياشتو كي د افغان  تعليمي نصاب سره سم زده كړي  تر سره كوي خو د نهم ټولګۍ څخه وروسته بيا د ساينسي مضامينو زده كړي په انګليسي ژبه په نړيوال معيار او نړيوال ميتود سره او نور مضامين زموږ د معيار او ميتود سره سم د افغاني او تركي ښوونكو له خوا ورته تدريسېږي .

 هغه  زده كوونكي چي دټول كال د ازمووينو نمرې د سلو څخه تر ۶۰ لږ وي تر يو ځلي بل ورسته بېله كومي پوښتني د ښوونځی له زده كړو څخه بې برخي كېږي. په ښوونځی كي د تركي و افغاني ښوونكو او زده كونكو تر منځ اړيكي ډېري دوستانه دي  او په ښوونځی كي د اداري سخت نظم او ډيسيلين سره_ سره بيا هم زده كونكي ته پر ځاى ډېر وخت او واك وركول كېږي چي پايله يې ډېره ښه او له بده مرغه زموږ د هيواد په نورو ښوونځيو كي نه تر سترګو كېږي.

په نوموړو ښوونځيو كي تفريحي پرواګرامو ته هم ډېره پاملرنه كېږي چي د هري اونۍ په پاى كي د يوې ټولګۍ له خوا پر دريز پرواګرام چي په هغه كي شعرونه ، مقالې ، ذهني ازموينه، ډرامې او داسي نور شان وي وړاندي كېږي چي دا پروګرامونه د زده كوونكو د نور استعداد په روزلو كي ډېره لويه ونډه لري. او كله _ كله د ځينو ښوونځيو د يولسم ټولګۍ يو شمېر زده كونكوته چي د ښوونكو د رايو پر اساس ټاكل كېږي د تركيې د سير علمي لپاره هم آسانتياوي  برابروي چي تېركال د ژمي په اوږدو رخصتيو كي د كابل او د دوبي په رخصتي كي له كندهار څخه ۱۶ تنه زده كوونكي د دوو تركي ښوونكو په مشرتوب تركيې ته د سير علمي لپاره واستول شول چي زه هم يو له دغه شپاړسو كسانو څخه وم. دا سفر ديوې مياشتي په ترڅ كي د مځكي له لاري پر ايران ترسره شو چي د دوو هيوادو (ايران  و تركيې) غټو ښارونو لكه  د ايران مشهد و تهران  تاريخي ځايونه او د تركيې د سكاريا،بورسا،دوزجه،انتاليا، او استانبول ستر ښار له تاريخي ځايونو،ښوونځيو،پوهنتونو، فابريكو او تفريحي مشهورو ځايونو څخه ليدنه و شول.

نوموړي ټولنه د زده كونكو د لوړو زده كړو لپاره هر كال يو شمېر زده كونكي د تركيې د (يوس) ازموينه چي د خارجي زده كونكو څخه  د تركي ژبي د امتياز پر بنسټ  د تركيې په سفارتونو كي اخستل كېږي آماده كوي  چي په ازموينه كي تر برياليتوب وروسته د دولتي بورس په شكل نه بلكه د تركي شتمنو په مالي مرستو به تركيې كي  زده كړي ترسره كوي.

نوموړې ټولنه په پلان كي لري چي په راتلونكو كلونو كي د هيواد په نورو لويو ښارونو كي هم ښوونځي پرانيزي.

د د ې لويو مرستو او  مقصدونو په اړه مي د همدې  ټولني ديوه غړي  كندهار  د افغان_ترك  ښوونځۍ مدير (عبدالقادر اكته بې) څخه  چي د الازهر پوهنتون د حديثو له پوهنځی څخه فارغ التحصيل دى و پوښتل هغه په ځواب كي راته وويل:

موږ شكر ټول مسلمانان يو خو له بده مرغه نن سبا په نړۍ كي د مسلمانانو نوم ډېر بد كړل شوى دى  مسلمانه نړۍ ورځ په ورځ ډېره كمزورې و بې اتفاقه كېږي او لامل يې همدا ناپوهي ده زما له انده هر كله كه زموږ  څخه د غه درد ياني ناپوهي لري شي نو زموږ يووالى هم ورسره حتمي  دى  نو موږ هم په همدې اساس او همدې احساس څه چي په وسه وي د خپلو مسلمانو ورڼو څخه نه  سپموو.

د خلګو له انده هم د دوى دا مرستي پر ځاى او اړي مرستي دي او هر څوك په دې هڅه كي دي چي د خپلي كورنى يو غړى په دې ښوونځيو كي شامل كړي تر څو ښه  راتلونكي ولري .

انځورونه : دشاحسين هوتک افغان ترک عالي ليسې يو شمېر زده کوونکي او د ښوونځی څو نور اړخونه

وروستی انځور د يوې ډرامې د تمثيل پر وخت اخستل شوی دی .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery