مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-04-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په نړۍ كې عجيبې څاګانې

ژباړه : جلال آشنا


يادونه : دغه ليكنه له يوې ايرانۍ وېبپاڼې څخه را اخيستل شوې او وروسته بياله پاړسي څخه پرپښتواړول شوې ده . موخه مې داده ، چې ددې ليكنې معلومات مانه دي راټول كړي يوازې ژباړه مې كړې اوهغه مهال ، چې ماداليكنه ژباړله زه يې پردې حيرانولم اوله واقعيت څخه مې لرې ګڼله خوښايي حقيقت ولري.

×     ويل كېږي  په سامره نومي ځاى كې داسې څاه ، چې ښې خوږې اومزه لرونكې اوبه لري . كه په نوموړې څاه كې خامه خښته وغورځول شي لوړغږ كوي اوتردرې ګړيو وروسته دنوموړې څاه اوبه په خپلسري ډول ګرمېږي.

×     دغه راز په سرنديب نوموي ځاى كې بله څاه ده ، چې كه څوك وركې وګوري دڅاه له تل څخه پركاڼو وي تل كېږي اوټپي كوي يې . پردغې ګڼ شمېركارپوهانو خپلې تجربې ازمويلي دي خونه دي بريالي شوي ،چې آياددې لامل څه دى ؟ خوځينې كارپوهان بياپردې باوردي ، چې  دادم عليه السلام دلورقبردى.

×            دپوشنګ په غره كې دوه څاه وې دي يوه يې داسې ځانګړتيالري ، چې كوم توكى وركې وغورځول شي بېرته يې را آچوي اوهلته نه پكې پاتې كېږي . همدارنګه بله څاه كې كابوسل زرو كوترو ځالې جوړې كړي دي .دغه كوترې په عادي ډول آلوزي اوبېرته خپلوځالوته ستنېږي .ددغې څاه بله ځانګړنه داده ، چې كه كوم تناب يې پرسروتړل شي سم نيمېږي لكه انسان ، چې سم په منځ كې نيم كړى وي .

×           داصفهان په غره كې څ اه ده ، چې ژور والى يې ندى څرګند. ويل كېږي ، چې په نوموړې څاه كې دتيموريانو په وخت كې يوكوچينى ماشوم وغورځول واوموريې ډېره پسې ځورېده .دغه رازويل شوي دي ، چې هغه مهال يوپروژنه محكوم شوى كس دغې څاه ته راوستل شواوهغه يې په يوځنبېل كې كښېناوه اوپرډېرو اوږدو پړويې ځنبېل وتاړه اوڅاه ته يې وركوز كړ.بايد وويل شي ، چې نوموړى ځنبېل داوه ورځوپه موده كې دڅاه يوې برخې ته ورسېده يانې دومره اوږده پړي وه  ،چې په اوه ورځوكې ايله تمام شول . نوموړي ته يې څودانې تيږې هم وركړې او ورته وويل شول ، چې كله پړي خلاص شول اوځنبېل په څاه كې ځوړندپاتې شودغه تيږې ښكته وغو ځوه او غږته يې غوږ ونيسه ، چې څومره وخت كې دڅاه تل ته رسېږي .ده همداسې وكړل تيږې يې وغورځولې خوبيايې هم غږوانه ورېده .

×           په دامغان كې داسې يوه څاه ده ، چې كه څوك دهغې اوبه وڅكي دنسناستې پرناروغۍ اخته كېږي .اوكه يې اوبه بې ځايه يانې كوم بل ځاى ته يوسي په وينو اوړي . اوكه چېرې ډېرې لرې يو ړل شي هغه وينې پرتيږوبدلېږي.

×           په هندوستان كې هم داسې يوه څاه ليدل شوې ده ، چې اوبه يې روانېږي اودلارې په اوږدوكې دوه ځايه كېږي . ديوې خوا اوبه يې شين رنګ خپلوي انساني ژوندته ګټه اودبلې خوا اوبه يې ژېړې غوندې شي او انسان وژني.

×           اودتبت په سيموكې داسې څاه ده ، چېت تركي ، هندي ،عربي او ... غږونه اونغمې اورېدل كېږي . خوكه باران وه اورېږي هغه مهال يې نغمې او غږونه په ټپه درېږي اوكله ، چې باران ودرېږي بياپيلېږي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery