CLOSE X
Loading Image...
مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
جمعه د ١٤٠٣ لمريز کال د سلواغې ٥
دخپریدو نیټه : 2004-12-27   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان پلازمېنه ( کابل )

ولي شاه طبيب (کندهار –افغانستان)

ولي شا طبيب _ کندهار

 کابل نن سبا

کابل چه دګران افغانستان پلازمينه ده ، يو ښکلی دليدلو وړ ښار دی ګر چه د۲۵ کالو جګړو په لړ کښي ددې ښکلي ښار زياتي برخي  په ځانګړي ډول دخپل منځي جګړو پر وخت ډير وران او ويجاړ سو ،کابل داعليحضرت تيمورشاه دسلطنت پرمهال په پلازمينې بدل سو ، دهغه نه دمخه کندهار دافغانستان پلازمينه وو. د پلازميني په حيث دکابل دټاکلو لپاره دا دلايل ويل کيدل چه کابل تقريبا دافغانستان په منځ کي پروت دی ، سوق الجيشي موقعيت لري او ښه اب وهوا يا اقليم لري . دکابل د ښار نه غرونه راتاوو سويدي هاند تردي چه داسمايي ،شيردروازي او نور غرونه دښْار په دننه کښي غزيدلي دي .

دمغلو لوی زمامدار ظهيرالدين محمد بابر دکابل سره ډيره مينه درلوده ،دخپل ژوند ډيره برخه يي په کابل کښي تيروله ، او دخپل وصيت سره سم دکابل په ښار کښي په هغه بڼ کښي خاوروته وسپارل سو چه دده په عصر کښي دده په هدايت جوړ سوی وو .

خوکابل دجګړو پروخت داسي خراب سو چه ددي خرابيو په ليدلو سره دانسان دسترګو بي اختياره اوښکي راځي ، په ځانګړي ډول هغه څوک به ډير غمجن سي کوم چه داښار يي دارامۍ او صلحي پروخت ليدلۍ اويا يي ژوند پکښي کړی وي .

زه ددروو ورځو لپاره کابل ته تللی وم ، څه چه مي ليدلي دي تاسومحترمو لوستونکو  ته يي وړاندي کوم .

په ښار کښي نفوس فوق العاده  زيات سوی دي حتی  په پياده روونو کښي تيريدل او راتيريدل مشکل سوي دي ، په پياده رونو کښي چکنه فروشان يا خورده فروشان زښت زيات سويدي . او تقريبا داکثرو پياده رونو   نيمايي برخه دغو خورده فروشانو نيولي وه ، چه البته ماته دخوښی سبب سو چه حداقل ډير  و بيچاره ګانو لپاره دغريبی زمينه مساعده سوي وه .  دوړو شخصي او ټکسي موټرونو شمير فوق العاده  زيات سوي وو ، خصوصا دسهار اومازديګر پروخت دموټرونو لښکرونه پر هر سړک رامات سوي وي ، چه دسورليو ډير وخت په موټرونو کښي ضايع کيږي ، همدارنګه دهوا او چاپيريال ککړتيادموټرونو د زيات دود له وجي زياته سوي وه ،دبلي خوا دامنيتي دلايلو له مخي بعضي لوي جادي دترافيکو پرمخ بندي وي .  په ښار کښي ښاري سرويسونه  چه ډير کم يي دپخوا څخه پاته وه او زيات شمير يي ددوستو هيوادونو هندوستان او ايران لخوا کومک سوي وه ترسترګو کيدل چه تقريبا په اکثرو لينو کي چليدل او واقعا دا بسونه دعوامو لپاره لوی کومک وو .

دغذايي موادو کمبود نه ليدل کيدی ، مګر نرخونه جګ وو ، ګرچه دکابل اوسيدونکي دموجوده ښاروال دښو کړونو څخه راضي وه ، دهوتلونو وضع ښه نه وه ، دمسافرو لپاره داوسيدلو لپاره پاک او مناسب هوتلونه  نه وه ، دهوتلونو صفايي او حفظ الصحه ډيره کمزوري وه ، زما هدف دکانتينينتل هوټل نه بلکه عادي هوتلونه چه دعامو وطنوالوپه سويه وي او کرايي يي هم ډيري جګي وي .

دلاسي صنايعو او نفيسو اثارو ډير زيات شمير دوکانونه دنوي ښار دمرغ فروشۍ په کوڅه کښي دوباره نوی رونق پيدا کړی وو ، ما ډير داسي انتيک شيان وليدل چه هغه ددي وړ وه چه په موزيم کښي کښيښول سي ، په نوي ښار کښي نوي ستايل مغازي او ډول ډول رستورانونه پرانستل سوي وه ، دغه نوي سټايل هوټلونو دافغاني غذاوو په څنګ کښي  چينايي ، ايتالوي او نور ډول غذاوی عرضه کولي ، البته په ډير لوړه بيه .  

دکورونو کرايي ډيري لوړي وي ، نفوس ډير زيات وو ، خو دکورونو تعداد ډير کم وو ، دحکومت لخوا دمځکو دويش سکيمونه ډير لږ وه ، ديوه دوه کوټي مکروريان اپارتمان کرايه دمياشتي ۲۰۰ ډالره وه  ، دمرکزګرمۍ سيسټم يي هم غير فعال وو ،  برښنا او اوبه يي هم په نوبت سره وي .

څرنګه چه دکابل زياتي داوسيدو سيمي لکه دريمه او څلورمه کارته ، خوشحال خان مينه ، کوټه سنګي ،افشار ، کارته نو ،دارالامان او نوروبرخو په زرونو کورونه د جګړي له وجي خراب سوي وه ، او ددغو خرابيو بياجوړونه کلونه کلونه وخت غواړي ، ډيري دولتي وداني هم وراني سوي او چور سوي وي  چه دکابل زيات ورانۍ   د تنظيمونو د خپل منځو جګړو پر مهال سوی وو ، دافغانستان موزيم چه هم وران سوی وو ، خو دنيکه مرغه دوباره ودان سوی وو .

ددارالامان ماڼي چه داعلحضرت غازي امير امان الله خان دسلطنت پرمهال دده په خاصه مينه او علاقي سره جوړه سوي وه ،ددي ماڼي په جوړولو کښي اروپايي مهندسانو ډيره ونډه درلوده ، ما دا ماڼۍ دصلحي پرمهال ليدلي وه ، په رښتيا سره دمعمارۍ دفن يو شهکار وو ، ددی ماڼۍ دغرب خواته بله ماڼۍ چه پر لوړه تپه جوړه سوي وه او په قلعه تاج بيګ ياديده هم داعلحضرت غازي امير امان الله دعصر جوړونه وه ،  وايي چه دقلعه تاج بيګ او دارالامان دماڼيو ترمنځ هوايي زانګو چليدله چه دکيبلونو په واسطه کشيدله ، همدارنګه ددهمزنګ دچوک څخه تر دارالامان ماڼۍ پوري داوسپني دپټليو خط کش سوي وو چه ټرام به پر تللای . 

اوس چه مي دا ماڼۍ وليدله ډير غمجن سوم ،ماڼي داسي ورانه سوي وه چه دبيا جوړوني اميد يي ډير کم دی ،دتاج بيګ ماڼي ته نژدي نه ورغلم خو داسي راته بريښيدله چه دبيا رغوني اميد ورته سته .

دکابل بين المللي هوايي ډګر چه دجګړو پرمهال ډير وران او ويجاړ سوی وو ، اوس بيا څه رونق پيدا کړی دی ، دترمينل څه ترميمات سويدي ، داريانا افغان هوايي شرکت سره دهندوستان حکومت دري ايربس الوتکي کومک وکړي او څو نوري الوتکي يي هم رانيولي ، داريانا افغان هوايي شرکت الوتکي تهران ،اسلام اباد ،تاشکند ،ډهلي ، استانبول ، فرانکفورت  ،جدي ،ډوبي او نورو هيوادونو ته الوتني لري ، نوموړی هوايي شرکت داخلي الوتني وهرات او مزارشريف ته لري . کام اير او پکتيک  دوه نور افغاني هوايي شرکتونه دي چه داخلي الوتنی تر سره کوي ، دملل متحد الوتني اوس دکابل څخه دنورو ولاياتو پر لور الوتني لري ، خو دکابل دهوايي ډګر شاوخوا اوس هم ډيری بيکاره اوسپني او دکاره لويدلي وسايل ليدل کيږي .

اوس مهال په کابل کښي دري تلويزيوني خپروني دافغانستان راديو تلويزيون ، طلوع او افغان تلويزيونونه  کارکوي ، دراديو افغانستان په ځنګ کښي ارمان او دازادی راديو نشرات داف ام پر امواجو لري .                                      

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery