CLOSE X
Loading Image...
مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
جمعه د ١٤٠٣ لمريز کال د سلواغې ٥
دخپریدو نیټه : 2004-12-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په جرمني کي دارواښاد علامه استاد رشاديادغونډه په ليک ، انځور ، ږغ او ويډيو کښي وګورئ

عبدالله احسان ( فرانکفورټ ) 

  دغه ځای کښېکاږئ او ددې غونډي لنډيز په ويډيو کښي وګورئ  

 دغه ځای کښېکاږئ  او يډيو په لوړ کيفيت وګورئ

په اروپا کي دافغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې له خوا نن د  ٢٠٠٤ کال  ډسمبر پر دولسمه نېټه دماپښين پر دريو بجو د جرمني د فرانکفورټ په ښار کي د ارواښاد علامه رشاد د د ياد او دعا غونډه جوړه شوه .

په دغه غونډه کي دجرمني له بېلابېلو ښارونو او له يوشمير اروپايي هيوادونو څخه ګڼ شمير افغان ليکوال، شاعران او فرهنګپال راغونډ شوي وو .

غونډه د مولوي سادات له خوا د قران عظيم الشان د مبارکو ايتونو په تلاوت او د دعايې په لوستلو پيل شوه. دغه  ياد غونډه په دوو برخو ويشله شوې وه .

په لومړۍ برخه کي په اروپا کي د بېلابېلو افغاني کلتوري ټولنو پيغامونه  ولوستل شول او د ارواښاد استاد علامه رشاد پر ژوند او اثارو خبري وشوې .

دلومړۍ برخې په پيل کې  د غونډې چلوونکي او په فرانکفورت کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې مسوؤل ښاغلي عاشق غريب خبرې وکړې او بيا يو په بل پسې په اروپا کې د بېلابېلو کلتوري ټولنو د مشرانو او استازيو له خوا د ټولنود خواخوږۍ پيغامونه واورول شول.

د افغانستان د ولسي جرګې پخواني وکيل ، ټولنيز  شخصيت او قومي مشر ښاغلي کمال الدين اسحاق زي د ارواښاد استاد په باب لنډې خبرې وکړې .

په اروپا کې دافغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې پيغام ښاغلي افضل ټکور ولوست ، ورپسې په بلجيم کې د افغانانو د پوهاوي، مرستي او پيوستون ټولني پيغام د ښاغلي امين باوري له خوا واورول شو . په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني پيغام ښاغلي نظيف تکل ، او په کندهار کي د بېنوا فرهنګي ټولني پيغام په اروپا کي د ټولني استازي عبدالله  احسان ولوست .

ښاغلي سعادت ملوک ازاد دافغانانو د کلتوري پرمختيا ټولني پيغام واوراوه . او په جرمني کي  د افغانستان دکلتوري ودې ټولني پيغام د ښاغلي ډاکټر محمد صابر له خوا واورل شو . تر دې وروسته دجرمني د مونشن ښار څخه دخپرېدونکي مجلې ( عقاب اريانا ) مسوؤل مدير ښاغلي ډاکټر سرور رونا  داستادپر ژوند ليک مفصله رڼا واچوله . بيا افغان ژورناليسټ اوليکوال ښاغلي عبدالمحمد مموزي د استاد دشخصيت پر ځينو اړخونو خبري وکړې .

اوبيا سياسي څېړونکي ښاغلي شاه محمود حصين دارواښاد استادعلامه  رشاد او ويښو زلميانو په اړه مقاله واوروله .

ورپسې ښاغلي ډاکټر خوشال روهي د ارواښاد استاد علامه رشاد د ځينو اثارو په باب خبري وکړې . ښاغليو  اميرمحمد ګران او خالد دياني هم په دغه مناسبت خپلي ويناوې واورولې .

د لومړۍ برخې په پای کې په اروپاکي دافغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې مشر ښاغلي زرين انځور دارواښاد استادعلامه رشاد د ناچاپه اثارو دارزښت په اړه خبري وکړې او د نوميالي شاعر ښاغلي پيرمحمد کاروان هغه شعر يې هم د غونډي برخه والو ته واوراوه چې استادرشاد ته يې ډالۍ کړی و .

دغونډي برخه والو ته د هيواد د نوميالي ليکوال ، څېړونکي، کره کتونکي او په اروپا کښي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې د مشر ښاغلي زرين انځور وينا    تاسو دغه وينا خپل کمپيوټر ته هم کښته کولای شئ !

د غونډي په دويمه برخه کې د هيواديوشمير شاعرانوخپلي هغه ويرنې واورولې چې داستاد پرمړينه يې ليکلي وې. ددې برخې چلوونکی ښاغلي نظيف تکل و . اودغو ښاغليو شاعرانو خپل شعرونه واورول :

د مشاعرې لومړی شعر دښاغلی عبدالوهاب سرتير په ږغ کښي  تاسو دغه شعرونه خپل کمپيوټر ته هم کښته کولای شئ !

وهاب سرتېر ، عاشق غريب ، مبارز څاپی ، طلاباز حبيبزی ، نيازمند ، اورنګ اباسين  او يو شميرنور .

په غونډه کښي زيات شمير برخه والو په هغه ځانګړې کتاب کښي چي د ارواښاد استاد علامه رشاد د وير لپاره ځانګړی شوی وو ، خپلي ويرني او خاطرې وليکلې ، ددې درنې غونډي په پای کې ښاغلي عبدالمجيد اباسين د قران عظيم الشان څو مبارک ايتونه تلاوت کړل او غونډه يې د يوې دعايې په لوستلو سره پای ته ورسوله .

 

غونډه په انځورونه کي

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery