مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-08-20   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

د هند يو عجيبه ځوان

خاطره اسحاقزۍ

 

ريشي ساشينا چې د هند د مرکزي ښار بوپال اوسيدونکی دی، پنځه ويشت کاله عمر لري،  چې تر اوسه يې د اورګاړي انجن، الوتکه، لارۍ او موټرې په خپلو غاښونو کش کړي دي تر څو د نړيوال ريکارډ د جوړولو هڅه وکړي.

ريشي چې د حرفې له پلوه د کمپيوټر انجنير دی، وايي چې د هغه موخه دا ده چې مقاومت وکړي.

هغه وويل: "له هغه وخته چې ماشوم و، غوښتل مې يو نوی کار وکړم. ما غوښتل  خپل هيواد ته وياړ ورپه برخه کړم. ما په خبرونو کې ليدلي دي چې دا کارونو په لويديځو هيوادونو کې تر سره کيږي. اوس زه غواړم بهرنيانو ته وښيم چې وګورئ دغه کارونه په هند کې هم تر سره کيدای شي. ما د ريکارډونو کتابونه وکتله او دې ته مې پام شو چې کوم ريکارډونه چې پر غاښونو جوړ شوي دي، ډير کم دي. له هغه وخته چې لس کلن وم، زه دا کار کوم."

ريشي وويل چې د لومړي ځل لپاره هغه په خپلو غاښونو باندې يوه الوتکه کش کړه. يوه پانګه وال هغه ته چيلنج ورکړی و. هغه هم په مديا پرديش ښار کې د پانګه وال شخصي الوتکه په خپلو غاښونو کش کړه. ريشي هغه الوتکه چې درې ټنه وزن يې درلود، د پنځلس فټو په واټن کې کش کړه.
 
د بلژيک اوسيدونکی والټر ارفيول د 1996 کال د جون په مياشت کې د مسافر وړونکي اورګاړي اته ډبې په خپلو غاښونو کش کړې، د ډبو وزن په ټوليزه توګه 493.563 پاونډو ته رسيده. هغه وتوانيد چې لس فټه او 6 انچه هغه ډبې کش کړی او نړيولا ريکارډ جوړ کړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery