مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-08-08   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

هنري خبر:د سنجې دت لور : له سلمان خان سره مينه لرم

                                                                                 

د بالي وډ د جنجالي خو مشهوره ستوري سنجې دت لور تريشلا په ډاګه كړې چې هغه له سلمان خان سره مينه لري، او فلمي نړۍ ته يې د راتللو پرېكړه كړې ده.
تريشلا چي نن سبا په نيويارك كې فلسفه لولي وايي چې هغې هوډ كړى چې هندۍ سينما ته په راتګ سره به د خپلې كورنۍ نوم لوړوي.
نولس كلنه تريشلا به په فلم كې د كار كولو له امله پلار ته هم نژدې وي، ښكلي بدن، او ګردي مخ لرونكې ښكلي د د يوې بريالۍ ماډل په توګه هم كار كړى، چې په ډېرو فلمونو كې دكار وړانديز ورته شوى دى. خو پلار يې سنجې دت د دې د پرېكړه پلوى نه دى هغه وايي چي په بالي وډ كې برياليتوب تر لاسه كول ډېر ستونزمن د .
خو لور يې بيا وايي چې پلار به يې يوه ورځ ضرور د دې خبره مني. نوموړې همدارنګه ويلي چې له سلمان خان سره به په فلمونو كې كار پيلوي.
سنجې دت د هندۍ سېنما تر ټولو جنجالي ستورى دى، نوموړې نن سبا د پونا په زندان كې شپې تې وي، نوموړې څوكاله وړاندې په بمبيي كې د بمبيي چادونو سره د مرستې په تور نيول شوى.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery