د روهي ادبي بهير ۶۸مه اونيزه غونډه د � �وان لمريز كال د چنګاښ پر ۲۸مه، ماځيګر پر ۵:۳۰ په كندهار كي د افغان علمي او كلتوري مركز په انګړكي سرته ورسېده.د پيل خبري يې د مختاراحمد انتقام په غاړه وې نوموړي د ارواښاد كانديد اكاډمېسين استاد م حمدصديق روهي د تلين يادونه وكړه چي په خوست كي د فرهنګيانو لخوا ولمانځل سوه، ده وويل چي بايد روهي بهير چي د استاد روهي په نوم ياد هم دى د هغه كاليزه لمانځلې واى، انتقام غوښتنه وكړه چي بهير دي په راتلونكي كي د هيواد د سترو وياړلو کسانو لمانځني نه هيري وي، همدارنګه ده وويل چي بهير اوس مهال ډېر پېژندل سوى او خ� �ك ورته هيلي لري ده زياته كړه چي ملګري د بهير د منظموالي په اړه خورا ډېر څه وايي خو عملي بڼه نه سي وركو� �اى همدا يې د افغانانو د ستونزو مور وبلله چي خبري كوي خو عملي كوي يې نه.تر دې وروسته انتقام د تيري اونۍ � �اپور هم واوراوه چي د ګوتنيوني څه په كي پاته وه.د احمد فرزان په خبره چي په راپور كي ځني اصطلاوي سمي نه كا� �وېږي لكه ((په تړاو وويل))، ((په دې خوښ و)) د نوموړي له اند چي سمي بڼي يې داسي دي لومړۍ اصطلاح ((سره په تړاو وويل)) دويمه اصطلاح ((خوښي څرګنده كړه)) د ده بله نيوكه د عبدالاحمد محمديار پر دې خبره وه چي په راپور كي ياده سوې وه چي (( په كيسه كي ژور فكر مهم نه دى)) نوموړي وويل چي دا خبره سمه نه ده او راپور يې وستايه.ښاغلي محم ديار راپور ښكلى وباله د فرزان د نظر پخلى وكړ، خو ده وويل چي ما دا خبره نه ده كړې او زه اوس وايم چي په كيسه كي ژور فكر مهم دى.د عبدالغني ګلپال غوښتنه بيا دا وه چي په راپور كي دي د كره كتني او مشاعرې دقيق وختونه ياد سي.محمد صابر بېريا په راپور كي د مونثو او مذكرو شيانو لپاره جملې څه ګډي وډي وبللې.واصل حسنيار د ښاغلي ګلپال نظر ته سره په تړاو وويل چي په راپور كي بايد ډېر جزيات ونه كارول سي. ورپسې كره كتنه د محمود حنف پر يوه شعر پيل سوه.لومړى بيت:ماته زړګى وايي د ښكلا سندري وايمتانه سم قربان ګله زه ستا سندري وايمعبدالرحيم هلال او محمديار بيت ښكلى وباله.دويم بيت داسي و:اوسمه يادو كي ستا چشمان راته يادېږيستا د سرو لبانو او مسكا سندري وايم فضل احمد انيس پورته بيت ته ګوته ونيول دده په خبره چي كه په شعر كي د دري يا نورو ژبو كلمې وكارول سي دا به ښه خبره نه وي. حكمت الله څرك بيا په اوس مهالې پښتو كي له ځانه جوړو سو لغاتو ته اشاره وكړه چي داسي لغاتونه هم پښتوژبه اغېزمنه او سخت وي د نوموړي په اند چي منځلا� �يتوب په كار دى.د ښاغلي حسنيار په خبره چي په شعر كي بايد هغه كلمې وكارول سي چي شعري ښكلا ته زيان نه اړوي، هغه كه د هري ژبي كلمې وي.خو د ښاغلي بېريا په خبره چي د سوچه ژبي كارول مهم دي او ملګري بايد كوښښ وكړي تر څو خپل پښتو كلمات وكاروي.د ښاغلي فرزان په اند چي د افغانستان د پنځو ستورو ليكني ځكه ډيري خوږې دي چي هغوئ له اړتيا سره سم هر ډول كلمات كارول.دا هم درېيم بيت:زه پر تا شيدا يم، له هجرانه په ژړا يممجنون غوندي تل د ليلا سندي وايممحمد شريف ناكرار وويل چي په پورته بيت كي يو سېلاب كم دى.ښاغلي بېريا په دويم نيم بيت كه داسي تغير راوستى او د يو سېلاب كمى يې هم ورپوره كړ. ((زه لكه مجنون تل د ليلا سندري وايم))څلورم بيت:يار ستمګر دى ډېره جفا راسره كړيزه ورته په مينه د وفا سندري وايمد ښاغلي انيس په خبره چي بايد ملګ� �ي په كره كتنه كي تر څه تير نسي، ځكه چي كره كتنه به سمه پايله ونه لري.ښاغلي محمديار د بيت د ښه والي په خاطر په لومړي نيم بيت كي داسي تغير راوستى((يار مي ستمګر دى نن جفا راسره كړي)).پنځم بيت:ناست يمه تنها هي� �ي ډيري لرم خدايهمه راځه شيطانه د اشنا سندري وايمغلام نبي سعيد په لومړي نيم بيت كي تغير راوستى دده په خبره چي بيت به ښكلى سي.((ناست يمه تنها لرمه خدايه ډيري هيلي)).وروستى بيت داسي و:رقيبه مه وايي چي حنف په زړه قرار دىزه له ډېره غمه په ژړا سندري وايمښاغلي بېريا وويل كه اول نيم بيت داسي سي نو بيت به جوړ سي ((مه وايه رقيبه چي حنف په زړه قرار دى)).د ښاغلي حسنيار په خبره چي د ښاغلي حنف شعر ولسي رنګ لري، له نوم وړي يې هيله وكړه چي بايد اوسنۍ شاعري هم وګوري.د كره كتني په پاى كي ښاغلي حنف له ټولو مننه وكړه او ويې ويل چي په كره كتنه كي ورته ياد سوي ټكي به په پام كي نيسي.د راتلونكي غونډي د كره كتني لپاره د حيات الله سهيم � �عر او د پيل خبرو ته يې عبدالصمد روحاني وټاكل سول.تر دې وروسته مشاعره پيل سوه چي ۳۰ كسانو په كي شعرونه واورول.د بي بي سي راډيو د پښتو څانګي او دې سيمي(هلمند او كندهار) خبريال عبدالصمد روحاني د شعر ويلو پر م هال وويل چي روهي بهير ډېر ستاينه وکړه، ده زياته كړه چي مشاعره يې ډېره په زړه پوري وه.په پاى كي د غونډي مشر محمدصابر بېريا ته د غونډ د ارزوني په موخه بلنه وركړل سوه، نوموړي غونډه ښكلې وبلله، همدارنګه ده په كندهار كي له هيواد او كندهار تلويزيونو او افغان ازادي راډيوڅخه ځكه مننه وكړه چي له بهير سره همكاري كوي، ښاغلي بې� �يا زياته كړه چي روهي بهير به هم افغان بهير غوندي روزنيزه بڼه خپلوي.د غونډي مېلمه ځوان شاعر حيات الله سهيم و غونډي ته ټول ۵۲ كسان راغلي وه، غونډ پر ۸:۲۵په دعا ويلو پاى ته ورسېده.د مشاعرې نوم ليست:فضل ال� �حمان، عبدالمنان ارغند، عظيم جان كاكړ، شهزاده خوشحال،حكمت الله ازاد، سيدالرحمان خپلواك،محمود ح نيف، عبدالله شاه محتابي، زمريالي زيري، محمد شريف ناكرار، عبدالله ستوري، عبدالواحد غمشريك،غ� �ام نبي سعيد، عبدالرشيد مسئول، عبدالله مصباح، شير محمد عزتيار، محيب الله حيران، عبدالواهاب بازيد،حفيظ مطيع الله، احمد اغا نګين،اسماعيل،طالب احمد الله اباد،احمد فرزان،عبدالظاهر قموال،فضل احمد فضلي، عبدا� �ستار سيرت،زلمي،ظاهرجان پاڅون،صديق الله خليق او عبدالصمدروحاني.
فون: 0093700316506