مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-05-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دویندوز میدیا پلیر ۱۱ ستونزه اوحل لاره

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

ګرانو هیوادوالو مایکروسافت دنړی دپوستکالیو ترټولو ستره اوډونکې کمپنی دخپل هر پوستکالي دنوي بڼې دجوړولو لپاره خورا ډیر وګړي په کار ګمارلي او نړیوالو ته راز، راز اوخوندور پوستکالې وړاندې کوي.ددغو پوستکالیو له لړی څخه د ویندوز دیوه نوي پوستکالې چې دWindows Media Player 11 په نوم یادېږي دیوې ستونزې یا وټ په هکله درته څه لیکم.
داپوستکا لی دکارونکو له خوا ډیرښه وارزول شو اوپه تیره بیا په اوسنې چلیز غونډال (Operating System) یا ویستا کې ترې کارونکي ډیر خوښ دي. مګر ځینو ملګرو د اګیله لرله چې کله هم مونږه په لیکه موسیقي یاOnline Music اورو په ځانګړي توګه له Yahoo Music څخه نو زمونږه په سولګر (کمپیوټر) کې دغه پوستکا لی په ټپه دریږي اویوپیغام ورکوي.چې دError14 اوداسې نورو په نامه یادیږي.اوزمونږه د م وسیقۍ دبهیر دټکني کیدو سبب کیږي(streaming disorders ).
مایکروسافت ددغه وټ دله منځه وړلو لپاره د Windows Media Player 11 دلرې کولو (uninstall ) سپا رښتنه کوي اووایې چې له خپل غونډال څخه ددغه پوستکالې په لرې کولو سره اوبیرته نصبولو سره به داوټ له منځه لاړه شي مګر ډیر ځله ددې کار په ترسره کولو سره هم داستونزه نه هواریږي. اویا هم داچې کله دCodec په نوم زیاتونې هم ددغې ستونزې دهواري سبب کیږي. مګر ډیر ځله سړی دې ته اړ شي چې دا اوسنی په غونډاله کې شته (Windows Media Player 11) پر ځای بیرته خپل پخوانی (Windows Media Player 9.0) ولګوي چې دغه کارته له تخنیکې پلوهRolling back to previous Version وایې. کوم چې په لاندې ډول ترسره کیږي.
څنګه چې WMP د چلیز غونډال یوه برخه ده تاسو نه شی کولای په بشپړه توګه یې له منځه یوسی. تاسو اړیاست چې دRoll back له چارې کار واخلی ترڅو خپل پخوانی WMP بیرته ولری.
۱- خپل کمپیوټر ته باید دAdministrator له لارې اویا داسې ګڼون له لارې چې دAdministrators ګروپ غړی وي ننوزی.
۲-هغه دموسیقی توکې چې له یوځای څخه بل ځای ته دلیږدوړوي اوستا په کمپیوټر پورې نښتي (Connect ) وي له کمپیوټرڅخه یې جلا کړی.
۳- دStart په تڼې کلیک وکړی اوبیا Control Panel غوره اوکلیک پر وکړی.
۴- په کنترول پنل کې په Add or Remove Programs کیلک وکړه اوس په Change or Remove Programs باندې کلیک وکړی.

۵- اوس په دغه لړلیک کې Windows Media Player 11 پیدا او کلیک پروکړی. اواوس دRemove په تڼۍ کلیک وکړی.
که چیرې دCurrently Installed Programs تر سرلیک لاندې لړلیک کې Windows Media Player 11 نه ښکاریده نو لاندې چارې په پام کې ونیسۍ.

الف- دپورتنې لړ لیک په سر کې یو غوراوی (Option) شتون لري چې عبارت دی له:
Show Updates په دغه باندې کلیک وکړی او ځان ډاډمن کړی چې تر اړخ یې د√نښه شتون لري.
ب- دWindows XP Software Updatesپه برخه کې Windows Media Player 11 ومومی اوکلیک پروکړی له دې ورسته په Change/ Remove باندې کلیک وکړه.
۶- اوس به دوه ځله درنه دتا ییدولو غوښتنه وشي دOK دتڼې په کلیک کولو سره دواړه تایید کړی.
۷- دRoll back پروسه به پیل شي کله چې بشپړه شوه په Restart کلیک وکړی.
۸- له ریسټارټ کولو نه و وسته بیا په Start اوله هغه ځایه په Control Panel باندې کلیک وکړی.
۹- اوس په Add or Remove Programs کلیک وکړی اوبیا په Change or Remove Programs باندې کلیک وکړی.
۱۰- او بیا له هغه وروسته په لړلیک کې Windows Media Player 11 Runtime پیدا اوکلیک پروکړی. اوس په Change/Remove باندې کلیک وکړی.
که په لړ لیک کې Windows Media Player 11 Runtime نه بریښیده نوبیا د الف چاره په پام کې ونیسۍ او کار ترې واخلی.
۱۱- اوس دWindows-XP Software Updates په برخه کې Windows Media Player 11 Runtime کلیک کړی اوبیا په Change/Remove باندې کلیک وکړی.
۱۲- اوس به درنه دتاییدولو غوښتنه وشي په دغه څیره کې په Ok کلیک وکړی.
۱۳- دتا ییدولو په دویمه څیره کې دDo you want to continue with Roll back غوراوی غوره او پر Ok کلیک وکړی.
۱۴- کله چې دRoll back پروسه بشپړه شوه دRestart په تڼۍ کلیک وکړی.
۱۵- اوس مو چې ِغونډال په مڼډه شو نو بیا په Start اوبیا په Control Panel کلیک وکړی.
۱۶- اوس په Add or Remove Programs اوبیا پهChange or Remove Programs باندې کلیک وکړی.

۱۷- په لړلیک کې Microsoft-User Mode Driver Framework Feature Pack 1.0.0ومومی کلیک پر وکړی او بیا په Change or Remove کلیک وکړی.

۱۸- هغه ښوونې چې پهSoftware Update Removal Wizard کې درته ښکاره کیږي پسې بدرګه کړی.

که چیرې د Wudf01000 دتا یید څیره درته راڅرګنده شوه پهYes کلیک وکړی ترڅو وړاندې لاړشي  کله چې دله منځه وړلو پروسه بشپړه شوه پر Finish کلیک وکړی.

۱۹ اوس خپل ویندوز میډیا پلیر په مڼده کړی او له Help مینو څخه یې پر About Windows Media Player کلیک وکړی وبه ګوری چې دWMP نسخه مو نهمه ده.
خدای دې وکړی تنده مو ماته کړي.

په سپیڅلې کلیواله مینه
ډاکټر ثواب الدین مخکښ

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery