CLOSE X
Loading Image...
مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
شنبه د ١٤٠٣ لمريز کال د مرغومې ٢٩
دخپریدو نیټه : 2007-04-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کندوز: د(ريدي ګل)په نوم لومړۍ کلنۍ مشاعره جوړه سوه

غوث ا� �دين فروتن

كندوز، دغوايي ۹مه ۱۳۸۶    ( راپور او عکسونه : غوث الدين فروتن - کندوز)
 په كندوز ولايت كې د لومړي ځل لپاره د ريدي ګل په نوم كلنۍ  مشاعره د سلګونو  � �اعرانو، ليكوالانو اوفرهنګيانو په ګډون دكندوز په رستورانت كې دغوايي په ۹نېټه ونمانځل شوه.

دغه مېله په كندوز كې مېشت دپسرلي ادبي او كولتوري ټولنې له لوري جوړه � �وې وه، چې په پلازمېنه كابل سربېره دهېواد له بېلابېلو ولايتونوڅخه پكې په سلګونه تنه نارينه او ښخينه شاعرانو دسيمې فرهنګيانو او عامو وګړو برخه اخيستې وه.

غونډه دقران كريم دم باركو ايتونو په تلاوت سره دسهار په نهه بجې پيل شوه .

ورپسې دكندوز ولايت مرسيتال عبدالحميد دانشي غونډې ته دخپلې وينا په ترڅ كې دغه ډول مشاعرې، ادبي بانډارونه او غونډې وستاي� �ې او زياته يې كړه چې دا ډول غونډې جوړول به په هېواد كې دملي وحدت په ټينګولو كې مرسته وكړي او دهېواد د ليكوالو اوشاعرانو په هڅونه كې اغېزمنه ونډه لرلاى شي .

نوموړي له دې امله زياته خوښي وښودله چې په كندوز ولايت كې دلومړي ځل لپاره داسې غونډه جوړېږي او دهېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه ورته ليكوالان اوفرهنګيان راځي .

دكندوز ټلوېزيون ريس اسماعيل انصاري هم غونډې ته وينا وكړه ، ده دپسرلي ادبي ټولنې له لوري دمشاعرې په جوړولو سره ددوى دغه ګام وستايه او ننۍ مشاعره يې ددې ټولنې لويه لاسته راوړنه وبلله .

له دې وروسته په كندوز كې دپسرلي ادبي كولتوري ټولنې غړي غلام حيدر حيدر ميلمنو ته ښه راغلاست ووايو او دپسرلي ادبي او كولتو� �ي ټولنې په لاسته راوړنو يې رڼا واچوله او دخپلو كارونو په اړه يې حاضرينو ته معلومات وركړل .

دپسرلي ادبي ټولنې مشر ګل رحيم نيازمند هم غونډې ته پخپلو خبرو  كې وويل : موږ ددې � �پاره چې په هېواد كې دفرهنګيانو  اوليكوالانو تر منځ يوه رابطه ټينګه شي او په راتلونكي كې په اساني سره وكولاى شي چې په فرهنګي او كولتوري چارو كې له يوبل سره مرسته وكړي دلته كه له يوې خوا دشاعرانوادبي تنده ماته شوه له بله پلوه د ځوانو استعدادونو دروزلو په خاطر ددغه ډول غونډو جوړول يو اغېزمن كار بلل كېږي  پسرلى كولتوري ټو� �نه  غواړي چې دنورو ولايتونو په څېر دغې مشاعرې ته دوديزه بڼه وركړي دغه راز پسرلي ادبي ټولنه په پام كې لري چې په راتلونكو كلنو كې ددې   مشاعرې لړ ۍ وغځوي او پراخه يې كړي .

دده په وينا دټولنې دجوړېدلو له مهاله تر اوسه پورې يې په دې اړه سوچ كاوه چې په كندوز ولايت كې يوه پسرلنۍ مشاعره جوړه كړي او دادى اوس په دې هڅه كې بريالي شول .

نيازمند زياته كړه چې دغونډې او مشاعرې په چارو كې دولتي چارواكولومړى دمرستې ژمنه كړې وه خو وروسته ورڅخه په شا شول خودسيمې څو تنو مشرانو او ملي سوداګروورسره ددغې غونډې په جوړولو كې مرسته وكړه.

نوموړې دمننې په څرګندولو سره وويل چې دغونډې ټول لګښت په كندهار كې داراكوزيا افغان اعلاناتو او سورغر اوونيزې ادارې  پر خپله غاړه اخيستى وو.

له كابل څخه يوه راغلي ميلم ه وحيد توحيدي راته وويل چې دوى ډېر خوښ دي چې په شمالي ولايتونو كې دريدي ګل په نوم دوديزه كلنۍ مشاعره نمانځي .

نوموړي زياته كړه چې دوى تر دې مخكې داسې تصور هم نه كاوه چې په كندوز كې به دومره ستره مشاعره جوړېږي خو اوس يې په ليدو هيښ پاتې دى او خوښ دى چې دفرهنګي هڅو په پرمختګ كې يوه ښه پياوړى بل ګام واخيستل شو .

دمشاعرې له جوړېدلو څخه دكندوز ولايت عام خلك هم خوښ وو او دايې په كندوز كې دادبي يون دلړۍ لومړۍ كړۍ وبلله او هيله يې څرګنده كړه چې په راتلونكي كې هم دوام پيدا كړي .

دغو خلكو ويل چې تر دې وړاندې دوى تصور هم نه شواى كولاى چې په كندوز كې به دريدي ګل په نوم مشاعره لري .

دغونډې په دويمه برخه كې له بېلابېلو ولايتونو څخه دريدي ګل مشاعرې او كلنۍ مېلې دجوړېدلو له امله را رسېدلي پيغامونه ولوستل شول او په ټولو كې يو ډول دريدي ګل جوړېدل يو ښه او په زړه پورې ګام وبلل شو.

په پيغامونو كې دكندوز فرهنګيانو ته دريدي ګل مشاعرې دجوړلو له امله مباركۍ ويل شوې وې او په دې برخه يې ورته دلابرياو غوښتنه كړې وه .

په كندهار كې دهېندارې دفرهنګي او مطبوعاتي بنسټ دمبا� �كۍ پيغام دعبدالبصير سهاك له لوري ولوستل شو، په كندهار كې داراكوزيا افغان اعلاناتواو سورغر اوونيزې ادارې پيغام دغوث الدين فروتن له لوري ولوستل شو، په غزني كې دلونګ كولتوري او داستاد غلام جيلاني جلالي دفرهنګي ټولنو پيغام دهميم جلالزي له لوري ولوستل شو، د پسرلى او پرخې مجلو، چونغر او بغلان ادبي بهيرونو پيغام د� �بيح الله احساس له لوري ولوستل شو او په كابل كې دافغان ادبي بهير ، دعلم او ادب دخپراوي دټولنې پيغام دمحبوب الله محبوب له لوري ولوستل شو .

دغونډې بله برخه ازادې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه چې د پلازمېنې كابل په ګډون دهېواد له بېلابېلو ولايتونوڅخه راغلو شاعرانو پكې خپل شعرونه اونظمونه واورول:

دغونډې په وروستۍ برخه كې په راغلو يو شمېر  ميلمنو باندې سوغاتونه او ډالۍ هم ووېشل شوې او په همدې تالار كې ميلمنو ته د � �وډۍ تابيا نيول شوې وه .

كه څه هم غونډه د ماسپښين پر يوه بجه د ډوډې په خوړلو سره رسما پاى ته و� �سېدله خو دماښام لپاره بيا هم په همدې هوټل كې د افغانستان د ځوانانو د اړيكو او همغږۍ مركز مسئول محمداسماعيل مسئول له لوري فرهنګيانو ته بلنه وركړل شوه چې دغاټول دشپې په نوم جوړېدونكې مشاعره كې برخه واخلي .

ديادونې وړ ده چې دماښامنۍ ميلمستيا او مشاعرې ټول لګښت   دنوموړي له لوري وركړل شو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery