مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-02-15   مخپرونکئ : شمس

خوست ته توغندي راغلل

دخوست كونډيوسيمې اوصحراباغ پر شاوخواوړمه شپه نېږدې اووۀ ډزه توغندي ددولت دمخالفينولخواوتوغول شول .
دخوست ولايت دامنيه قوماندانۍ دعامه افكارواومطبوعاتي دفترامرسمونوال وزيربادشاه دپېښې پخلى وكړاو ويې ويل چې ددوى دمالوماتوله مخې دخوست صحراباغ پرشاوخوا(۳) توغندي ددولت مخالفينولخواتوغيدلي خوكوم ځاني اومالي تاوان يې ندى اړولى .
نوموړي وويل : دادپاكستان د(I,S,I) كاردى اوهغه نه غواړي چې دافغانستان دولت پخپلوپښوودريږي نوله بېلابېلولاروهڅه كوي چې زموږشتمنۍ له منځه يوسي اودبېګناه خلكوژوندموله ستونزوسره مخ كړي .
دكونډيوسيمې يوتن اوسيدونكي چې دنوم له ښكاره كولويې ډډه كوله وويل : يادشوي توغندي چې شمېريې نېږدې اووۀ ډزه ؤ،وړمه  شپه د۱۲ بجوپه شاوخواكې راغلل او دكونډيوقوم په ځينوسيمو او د صحراباغ په شاوخواكې ولګېدل .
ددۀ په ويناچې تراوسه يې دمرګ ژوبلې په اړه مالومات ورته نشته .
داپه داسې حال كې چې څواونۍ دمخه هم دصحراباغ په شاوخواكې يوشمېرتوغندي لګيدلي ووخومرګ ژوبله يې نلرله  .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery