مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-02-14   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

په خوست كې دطالبانو يوتن لوړپوړى چارواكي ونيول شو

 

 

دخوست دوالي وياند (سليم كاروان)  وويل: دغه نيول شوي طالب چارواكى (ملا  داوود ترابي) نومېږي چې دچهارشنبې د شپې په دريو بجو دملي امنيت او ناټو ځواکونو په ګډو عملياتو کې د( ګربزو) په ولسوالۍ كې نيول شوى دى

چارواكي وايي چې(ملاترابي) د طالبانو دواکمنۍ پر مهال په کابل کې د امر بالمعروف دادارې لوړ پوړى چارواکى و.

په همدې حال كې دنوموړي ولايت امنيتې پوليسو دهغو دريو ريموټ كنټرول بمونو دشنډولو خبر وركړ چې د(نادرشاه كوټ)هپ ولسوالۍ كۍ دچاودنې پرموخه ځاى پرځاى شوي وى.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery