راپور: مختاراحمد انتقام
د روهي ادبي بهير ۳۳مه غونډه د روان كال د لړم پر ۲۵مه د
ماځيګر پر۴:۳۸د ښاغلي احمد الله عباد لخوا د قران كريم په څو مباركو اياتوپيل سوه.
پرانيستونكي خبري ښاغلي غلام سخي نوريوال وكړې ، د فرهنګيانو تر منځ يې
يووالى ځكه اړين وباله چي حالات له ستونزو ډك دي، ده وويل چي كه يووالى خپل كړو نو خپل هغه ستر هدف چي د اسلام
او هيواد ساتنه ده تر لاسه كولاى سو. هيله يې وښوول چي بايد هيواد او خلكو ته كار وكړو او د چا پر بې ځايه خبرو
غوږ ونه نيسو، ده وويل چي له سياست څخه چاره نلرو ځكه اسلام سياست خوښوي خو زموږ
سياست كار كول دي نه د كوم چا اړخ نيول..
د لوى څارنوال ښاغلي عبدالجبار ثابت
ملاتړ يې ځكه وغوښت چي اداري فساد له منځه وړي، خو دا يې ښه و نه بلل چي د هغه مخنوى كېږي،ښاغلي نوريوال د بهير د جرګګۍ نه هيله وكړه چي هغه كسان چي مخكي بهير ته راتلل خو اوس نه راځي بايد دوى
وپوښتل شي او كشران وهڅول شي.
د غونډي مشر ښاغلى
بسم الله افغانمل و، د نور كله خلاف د غونډي مشر تر پ�
�انيستونكي وينا وروسته خبري وكړې.
ښاغلى افغانمل د حالاتو د ګڼ شمېر ستونزو
په اړه وږغېدى ، اداره يې ناكامه او د خلكو د هيلو خلاف وبلل، له ټولويې هيله وكړه چي بايدلاسونه سره وركړو
ناهيلي نه سو او ملي ارزښتونو ته كار وكړو، نوموړي غوښتنه وكړه چي لوى څارنوال بايد كندهار ته هم راسي او د نوموړي ملاتړ يې وكړه.
همدا رنګه د پوهنتون يوه محصيل ښاغلي ذلال احمد ورك د ښاغلي افغانمل څخه پوښتنه
او غوښتنه وكړه چي كندهار پوهنتون ته راسي چي ستونزي او مشكلات وګورى، پوښتنه يې دا وه چي ولي د كندهار په
پوهنتون كي د كندهار ځوانان نسته ؟
ښاغلي افغانمل په ځواب كي وويل : چي د
كندهار پوهنتون د محصلينو ستونزي دردونكي دي، نوموړي وويل چي زه ، والي او نور چارواكي څه وخت مخكي پوهنتون ته درغلي و، د پوهنتون د رئيس د ليري كولو غوښتنه مو
هم وكړه ځكه چي نوموړي پوهنتون ته كار نسواى كولاى او د بيا ورتلو وعده يې هم وكړه، د
كندهار د زده كوونكو هڅول يې ضروري وبلل چي پوهنتون ته ولاړ سي.
ورپسې ښاغلي عبدالاحمد محمديار((د لوى څارنوال ملاتړ ليك)) ولوست چي په كي د كندهار د فرهنګيانو ملاتړ د لوى څارنوال سره بيان سوى
و.
تر هغه وروسته مشاعره وسوه چي دې ښاغليو په كي شعرونه واورو�
�:
سعيد لودين، احمد الله عباد، ذلال احمد ورك، عبدالرحيم دېوانه، عبدالرح
يم رسوا، ګران اغا الفتيار، خالد نړيوال، نعمت الله منظور، سيد حبيب الله روحاني، عبيد الله تسل، ممتاز احمد
مظلوميار، علي محمد حقمل، عصمت الله لايق، محمد شريف ناكرار، محمد رحيم بېتاب، احسان الله جرس، قيام الدين �
�يادت، علي احمد سمسور او محمد يار.
د غونډي مشر ښاغلي افغانمل ته د غونډي د
ارزيابۍ په موخه بلنه وركړل سوه، نوموړي بهير وستايه، له بهيروالو يې هيله وكړه چي مايوسه نه سى او خپل ملاتړ
او همكاري يې ورسره وښول، په پاى كي يې وويل چي راتلونكې غونډه زما په كور كي ده او زما مېلمانه
ياست.
د غونډي راپور ځكه نه سو وړاندي
چي د بريښنا د ستونزي له امله د كمپيوټر په ګېډه كي بند پاته و، د غونډي وياند ښاغلى حكمت الله سروش واو مېلمه
يې نلرى. غونډه د ماښام پر ۶:۳۷ په دعا ويلو پاى ته ورسېده.