په پښتو ژبه او ادب کي کله کله ځيني داسي ټکي هم کاريږي، چي يا له سنسکريت، هندي،
پنجابي او نورو
هندي الاصله ژبو سره ګډه ريښه لري يا د هغو ژبو له لاري زموږ ژبي
ته راننوتي دي؛ لکه : ميا، جګړه، سيکړه، اتکړه/ اتکړۍ، بېړۍ، منج، ساد، سادو، ډُول،
ډنډوره ،ګوبی، دوبي، سړک، ټګ، کنګال، شوده (په اوږده یا مجهول واو)، سوډر او داسي نور.
پښتانه قاموس ليکوونکي بايد د دغه راز ټکو املا کټ مټ له هغه تلفظ سره سم وليکي، چي
په پښتني محيط کي دود ده نه د داسي ټکو د بهرنييو استعمالوونکو د تلفظ يا تلفظونو له
مخي، چي زموږ د ژبي له فينالوژيکي ارزښتونو او ځانګړتياوو سره سمون نه لري . دلته دا
خبره هم د يادوني وړ ده، چي د اوروپايي ټکو په ګډون بايد له هغو ټکو او ترکيبو سره
هم د همدې قاعدې له مخي چال چلند وسي، چي له نورو پردو ژبو څخه راغلي وي؛ ځکه د کليمو
په ايتيمولوژيکه څېړنه او شننه کي زياتره له داسي مواردو او حالاتو سره مخامخ کيږو،
چــــي ځينو کليمو بېلابېلو ژبو ته د ننوتو پر مهال څو واره څېره اړولې وي؛ د مثال
په توګه په انګرېزي کي داسي کليمې ډېري دي، چي دې ژبي ته وروستی ځل له زړې فرانسوي،
يا جرمني او هالنډي ژبو څخه ننوتي دي؛ خو تر لږ پلټني او تحقيق وروسته مالوميږي، چي
دا ټکي په اصل کي له لاتين ژبي څخه زړې فرانسوي، جرمني، هالنډي او ځینو نورو ژبو ته
ورغلي دي . که د همدغو ټکو په تېرو نيکه ګانو پسي يو څه نوره پلټنه او ګروېږنه هم وسي،
نو په پای کي دا حقيقت هم تر ګوتو کيږي، چي اوسنۍ انګرېزي ته ځیني ورغلي ټکي اساساً
له يونانۍ ژبي څخه لاتين، بيا زړې فرانسوي، انګلوساکسن او نورو ژبو ته ننوتي او تر
ډېرو پړاونو وروسته، په نسبتاً بېله بڼه اوسنۍ انګليسي ته رسېدلي دي . له دې کبله چي
پخواني تلفظونه او ليکدودونه د زمانو په تېرېدو سره تر ډېره حده اوښتي دي، نو ځکه دا
خبره منطقي برېښي، چي د دغه راز ټکو، ترکيبو او اصطلاحاتو په څو پښته پخوانييو ريښو
او زړو تلفظو پسي سر خوږ نه کوو. له بله پلوه، موږ د خپلو ځانګړو فينالوژيکو ارزښتونو
او اړتياوو په لرلو سره، له لويه سره د نورو ژبو د ځينو ټکو اصلي تلفظ ته جوړ نه یو.
له دې سببه بايد هغه تلفظ معيار وګرځوو، چي زموږ عامو خلګو ته اسانه، لنډ او خوږ وي؛
او په دې جنجالو ځانونه ستړي نه کوو، چي د پلاني ټکي پلار او نيکه په اصل کي له انګرېزي
يا فرانسوي څخه نه، بلکي له لاتيني يا يوناني څخه را ټوکېدلي دي؛ او له دې کبله يې
بايد هرومرو د لاتيني يا يوناني ژبو د ويوونکو په شان تلفظ کوو؛ مثلاً زموږ ځیني ژبپوهان
د�ډاکټر�کليمه، چي په عام ډول د طبيب او په خاص ډول د پي ايچ ډي ډيګرۍ د څښتن له پاره
استعماليږي، د�دوکتور�په بڼه ليکي؛ اما په دې خبره سر نه خلاصوي، چي دا ټکی زموږ ژبي
ته له لاتيني يا يوناني څخه نه ، بلکي له انګرېزي ژبي څخه راغلئ دئ؛ او زموږ ټول پښتانه
يې هم د�ډاکټر�په بڼه وایي. د دې خبري په ريشتياوالي کي هم شک نسته، چي هر نوی تر زاړه
او هر نيژدي تر ليري غوره دئ . ايرانيانو ته دا ټکی د خپلو ژبنييو ځانګړتیاوو له مخي
د�دکتر� په بڼه ساده او اسانه دئ، نو ځکه يې د تلفظ او املا دپاره همدا لاره غوره کړې
ده، چي معقول او پر ځای کار دئ؛ خو موږ ته هيڅکله نه ښايي، چي په دې کار کي د هغو پېښې
وکوو. پښتانه د ايرانيانو او نورو پاړسي ژبو پر خلاف د �ټ�،�څ�،�ځ�،�ډ�،�ړ�،�ښ�او داسي
نورو ږغونو په وينګ کي هيڅ راز ستونزه او پېچومه نه لري . له دې امله مجبور نه دي د
اوروپايي او نړۍ والو ټکو په تلفظ او املا کي د هغو پر پله پل کښېږدي .
لکه څنګه چي د پښتو او نورو هندي الاصله ژبو د ځينو مشترکو ټکو په اړه اشاره وسوه،
د پاړسي ټکو په املا کي هم بايد هغه لاره غوره سي، چي زموږ له ژبنیيو ځانګړتياوو سره
سمون ولري . په بله وينا لکه څنګه چي پښتانه مجبور نه دي�میا�،�جګړه�،�کنګال� او داسي
نور ټکي د هنديانو په څېر وليکي، په همدې ډول مجبور نه دي، چي د پاړسي ژبي ځيني ټکي
هم هرومرو د پاړسي ويوونکو په شان وکاږي . موږ بايد په خپل ليکدود کي تر هر څه مخکي
د خپلو خلګو د اسانتيا اړخ په پام کي ونيسو