مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د معياري ليکدود په غوره کولو کي د فينالوژيکو ځانګړتياوو او ټولنيز تړون ارزښت

د ښووني او روزني اسانه او ساده لار دا ده، چي د هر ي ژبي ليکدود د ږغپوهني د قواعدو له مخي وټاکل سي. دا خبره هر چا ته روښانه ده، چي په هره ژبه کي د شيــانو او پېښو د ښوولو او پېژندلو دپاره ځانګړي ږغونه کاريږي، چي د هغو په پيدايښت او بدلون کـــــي بېـــلابېل عوامل او سببونه لاس لري . د کلــــــيمو د وينـــــګ او له قواعدو او لارښوونو څخه ليري والی د ژبي (Phonology) ليکدود په چارو کي د ږغپوهني يا فينـــالوژۍ
په زده کړه کـــي ډېـــري لـــويي ستونزي او کړاونه را منځ ته کوي .د يوه پښتانه کوچني ذهن په هيڅ ډول دا نسي منلای، چي د مورني تلفظ له مخي په خوله�غورمه�،�مالوم�،�الوا� او �تاليب�و وايي؛ خو په ليکنه کي يې
�قورمه�،�معلوم�،�حلوا�او�طالب�وليکي. البته د دې کار علت او سبب، لکه څنګه چي مخکي هم اشاره وسوه، دا دئ چي مـــوږ په خپله ژبه کي د�ق�،�ع�،�ح�،�ط� او داسي نورو په څېر ږغونه نه لرو، نو ځکه مجبور يو، چي د ټولو انسانانو د طبيعي او غريزي عکس العمل په څېر يې، په خپله مورنۍ ژبه کي، په ورته يا نيژدې مخرجو واړوو. د نړۍ په ګردو ژبو کي د دې ستونزي ډول ډول مثالونه ګورو. په پاړسي کي په خوله �روستم�، �سوهراب�،�هـونر�،�ګونا� او�ګومان�. . .وايي؛ خو په ليکنه کي يې د�رستم�،�سهراب� ،�هــنر�،�ګنــاه�او �ګمان� په بڼه کاږي یا د�پښتون�،�ږغ�،�جګړه�،�څارنوال�،�ځلمی�او داسي نورو په شان کليمې د�پشتون �،�ژغ�،�جګله/ جګره�،�سارنوال�،�زلمی� او داسي نورو نيژدي مخرجو تـه اړوي . په عربي کي هم د تلفظ او ليکدود تر منځ د توپير او بېلوالي له امله د�تلـوېـزيـون�،�ويکټوريا�،�کمپيوټر�،�پاور�او داسي نوري کلیمې د�تلفيزيون� ، �فيکتوريا�،�کمبيوتر� او �باور� . . . پـه بڼــه وايي . په انګرېزي کي مو هم مخکي د کليمو د تلفظ او املا په اړه ځينـــي مثـالونه او بولګې وښوولې، چي ټولي يې د ږغپوهني له پلوه د يوه ليکدود د کمـــزورۍ او نيمګړتیا په مانا دي . هره څونه چي د يوې ژبي ليکدود د هغې له ږغو او اوازو سره سمون يا نيژدې والی ولري، په هغونه اندازه د ښووني او روزني او خپلمنځي پوهاوي په کار کي اساني او پرمخــتګ پېښيږي . البته سره لـه دې علمي دلايلو، د ږغپوهني له لارښوونو او قواعدو سره سم هم د ژبي د ليکدود غوره کول له بېلابېلو ربړو او کړاوو خالي نه دئ . تر ټولو مخکي،که د ژبي ليکدود د هري سيمي يا هري لهجې د خاصو فينالوژيکو ارزښتو او اړتيــاوو لـه مخي و ټاکل سي، بيا نو د يوې معياري ژبي او يوه معياري ليکدود د را منځ ته کولو په لار کي لويي ستونزي او پېچومي پيدا کيږي؛ د مثال په توګه د ږغپوهني له قواعدو سره سم هغه څوک چي د خپل لهجوي تلفظ پر اساس په خوله �مونګ�،�ګـــيره�،�جـــبه�،�اوخ�او داسي نور وايي، بايد په لیکنه کي يـــې هم د�موږ�،�ږيره�،�ژبه�،�اوښ�او داسي نورو په شان و نه کاږي، چي اوس د زياترو افغانانو په منځ کي د ژبنييو قواعدو، ټولنيز تړون او اوږده طبيعـي پرمختګ پربنسټ د معيار په توګه منل سوي دي . د فينـالوژيکو قواعدو او لارښوونو لـه مخي ژبي ته د ليکدود ټاکل، له ژبپوهانو دا هم غواړي، چي په ليــکلو کي د سور/په معروف يا لنډ واو/(قرمز، سرخ، شنگرف)، سور/په مجهول يا اوږده واو/(بر،پلنوالی ، عرض) او داسي نورو مشابه ټکو تر منځ هم د بېلولو له پاره څه لاره ولټوي؛ ځکه داسي کليمې په ليکــــنه کي يو راز کښل کيږي؛ خو د وينګ او مانا له پلوه ډېر توپير لري . د داسي ټکو شمېر په پښتو کي خورا زيات دئ، چي ژبپوهان او قاموس ليکوونکي يې بايد د نه ګډوډېدو دپاره د ږغپوهني له قواعدو سره سم اساسي چاره وکي. البته،د هري لهجې ويوونکو ته د کليمو تلفظ او ليکدود د خپل لهجوي يا سيمه يیز تلفـــظ يا خپلو فينالوژيکي ځانګړتياوو او ارزښتونو له مخـــي ډېر اسانه او بـې تکلــــيفه کار دئ؛ خو پــــه خواشينۍ سره چـــي دا سادګي او اساني د نـــورو لهجـــو ويوونکو ته ډېره سخته او ګرانه پرېوزي . له بله پلوه، دا خبره هم د غوَر او څېړني وړ ده، چي په تلفظ کي تغيیرات موقتي او تېرېدونکي بڼه لري . له دې امله که د ژبي ليکدود د موقتي او لنډ مهاله بدلونو تابع سي، دا کار به هرومرو په ژبه کي ډېرو ګډوډييو او التباسو ته لاره هواره کړي . سربېره پردې کله کله په ورځنييو محـــارو او مکـــالمو کي د کليمو، عبارتو او ترکيبو تلفظونه ډېر لنډيږي، چي دا په خپله هم د ږغپوهني د اساساتو له مخي د ليکدود د غوره کولو يوه بل ستونزمن اړه ته پام اړوي .

د همدې استدلال پر اساس بايد، د ژبي د معياري ليکدود په غوره کولو کي د ږغپوهنــــي د لارښوونو او ټولنيز تړون تر منځ توازون او انډول ته پام وسي . د دې خبري مانا دا ده،چي د يوې ژبي د ليکدود په غوره کولو کي بايد اساساً د ږغپوهني قواعد او لارښووني په پام کي ونيــول سي؛ ځکه د خلګو په ژبه کي بېلابېل ږغونه د ژبي د ليکدود علمي او معقــــول تـــاداو دئ؛ خو که د ږغپوهني په مرسته د ستونزي ليري کولو ته څه لاره پيدا نه سوه، بيا نو د ناچارۍ له مخـــي بـــايد د ټولنيز قرارداد له اصولو ګټه واخيستله سي. په بېلابېلو لهجه يي تلفظو کي د اسانۍ، سادګۍ، ښکلا او عموميت پر بنسټ د يوه تلفظ غوره کول، په حقيقت کي د فينالوژیکو ارزښتو او ټولنيز- فرهنګي تړون ژوندی مثال دئ . البته دلته دا خبره هم بايد جوَته کړو، چي ټولـنيز تړون هم يوازي د څو اديبانو، ليکوالو او ژبپوهانو د وچو پرېکړو او فرمانو مانا نه لري؛بلکي د ژبي د ودي او پرمختګ ټول مسوولين بايد په ګډه د خلګو سياسي، اجتماعي، فکــري، فرهنګي، او اقتصادي اړېکو ته په پام سره، دې ستونزي ته د حل څه معقوله او علمي لاره ومومي. په بله وينا، د ټولنيز تړون را منځ ته کول، د فرهنګيانو تر لوی او مخکښ رول مخکي، د ټولنيزو قوانينو تابع دئ . خلګ به د اسانۍ، سادګۍ، ښکلا او سليم عقل په رڼا کي، نــاوړه پرېږدي او ښه به اخلي.

ټولنيز تړون او فرهنګي دودونه که څه هم د يوه معياري ليکدود په غوره کولو او رواجولو کي د يوه مېخانيکي او سرسري حل په توګه عمل کوي؛ خو سره له دې هم د ژبي د بېلابېلو ويوونکو او ليکوونکو تر منځ د کليمو د ويلو او ليکلو په چارو کي د يو رنګۍ، جوړجاړۍ او پايښت له را منځ ته کولو سره لويه مرسته کوي . د نړۍ په ځینو ژبو کي د دغه راز زړو او پياوړو ټولنیزو تړونو او کلتوري رواجونو له برکته، پراخ ادبي او علمي پرمختګونه منځ ته راغلي دي؛ مثلاً پارسي ويوونکو نه د ږغپوهني د اساساتو؛ بلکي د يوه فرهنګي- اجتماعي قرارداد یا دود پر بنسټ دا منلې ده، چي په خپله ژبه کي به مثلاً په خوله هونر، ګونا، ګومان او داسي نور وايي؛ خو په ليکنه کي به يې د هنر، ګناه، ګمان او داسي نورو په شان کاږي . په انګرېزي او نورو بهرنييو ژبو کي هم د دغه راز فرهنګي- اجتماعي تړون پر اساس په سلګونو داسي ټکي منل سوي دي، چي په ليکلو کي د ږغپوهني له اساساتو او اصولو سره هيڅ سمون نه لري .

د دې مسألې ټولو اړخو ته په يوه عمومي او کُلي نظر اچولو سره داسي برېښي، چي د هري ژبي د يوه معياري ليکدود په غوره کولو کي د دې دواړو عناصرو رول ډېر ارزښتناک او مهم دئ . شک نسته، چي فرهنګي دود يا ټولنيز تړون هم بايد په خپل وار سره کرار کرار د ږغپوهني د لارښوونو او اصولو پيروي وکي،که نه نو د يوه همېشني اساسي حل او لنډ مهالي مېخانيکي حل تر منځ به تل تر تله ټکرونه او مخالفتونه روان وي
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery