مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د کليمو، ترکيبو او اصطلاحاتو ريښه پېژندنه


دکليمو د مانا/ ماناوو په سپړلو کي د دې مسألې څېړنه هم ډېره په زړه پوري ده، چي په قاموس کي وړاندي سوی سرټکی له کومي ريښې څخه راوتلئ دئ؛ د مثال په توګه د �شېرپېړه�کليمه د�پيړا�له مادې څخه، چي يو ډول حلوا ده، جوړه سوې ده(دارميستتر۱۲). يا �واده�کليمه، چي د ودي او نشو نما په مانا د�ود�له ريښې څخه راوتلې ده يا د غل او غدوی کليمې، چي ښايي د�ګده�،�ګدۍ� او �غدۍ� له ريښې څخه راټوکېدلي وي؛ ځکه غدۍ او ګدۍ د غلو او حمله کوونکو ټولۍ ته وايي(حبيبي،�لمنليکونه،�د دارميستتر پښتو څېړني ۱۸). په پاړسي کي هم داسي ټکي خورا ډېر دي، چي په تاريخي لحاظ له يوې بلي ريښې څخه راوتلي دي؛ د مثال په ډول�اخترکاويان/ اخترکاويانی�،�درفش کاويان/درفش کاويانی� ټول په حقيقت کي د�کاوه� نومي ټټار له نامه څخه راپيداسوي دي، چي د آريايي افسانو او اسطورو له مخي يې د ضحاک(سهاک)په زمانه کي پاڅون وکړ؛ او فريدون يې پاچهـۍ تــه ورساوه؛ اما ځيني څېړونکي د کاوه نومي آهنګر يا ټټار نوم د�کوي� له ټکي څخه راوتلئ ګڼـي، چي د شازاده (شهزاده)په مانا ؤ. په دې توګه�درفش کاويان/ درفش کاويانی�د پاچهـي بيرغ په مانا بولي(عميد،۱: ۱۱۳). په انګرېزي کي هم بې شمېره ټکي دکليماتو له تاريخي بدلون او اوښتون
ټکی چي اوس د نشه،بې مـانا غمجن، خواشيني، ژړندويه، (maudlin) څخه را زېږېدلي دي؛ لکه مـــاډلين
اصـــــلاً پـه څورلسمه مېلادي پېړۍ کــي له فرانسوي ټـــــکي احساساتي او عاطـفي کس په مانا کـــاريـــږي،
(Magdalena) څخه اخيستل سوی دئ، چي هغه هم په خپــــل وار سره د مګډلينا(Madelaine ) ماډلېن
له لاتيني کليمې څخه راوتلئ دئ . د اِنجيل له متن څخه داسي ښکاري،چي دا ټکی په حقيقت کي د مېري
له نامه سره نېغ په نېغه اړېکــی ولري، چي په اِنجيل کي يې څو ځایه يادونه (Mary Magdalene) مګډلين
سوې ده. د اِنجيل له روايت سره سم، دې ښځي(چي وروسته د حضرت عيسا (ع) له سرسپارلو مخلصانو او خواخوږو څخه وه)په ژوندانه کي د خپلو پخوانييو نـاوړه عملونو د پښېمانۍ په وجه، د اوږدې مودې دپاره
ژړل . په دې توګه اوس ګورو، چي په انګرېزي کي د�ماډلين�کلیمه د همدې ښـځي له نـامه او شخصيت سره
پـــــه دې برخــــه کــــي د نـــــور مــــالومات له پاره وګورئ : (Robinson 847) ايتمولوژيکـــي اړېکــــی لري .
Online Etymology Dictionary(www.etymonline.com)
Matthew 27, Mark 15-16, Luke 8 & 24, John 19, Bible, New International Version (www.biblegateway.com)
�داموکليس توره� چي د يوې ژبنۍ اصطلاح په توګه په قاموسو کي راوړل کيږي هم ځـــانته خاصه ريښه لري . له نامه (Damocles) قاموس ليکــوونکی بايد د دې اصـطــلاح تر توضيــح او شننـــــي مخکـــي، د داموکليس
هغه تخنيکي اصطلاح ده (Dolby Prologic) سره د هغې تړاو ته، ګوته ونيسي. دغه راز،دولبي پرولوجيک
سيسټمو کي د نـاوړه اوازو د له منــــځه وړلو دپاره، د شلمـــــــــــي پېړۍ په(Hi Fi) ، چي په اوسنييو های فای
لــــــــه نامه سره ارتباط لري .(Raymond Dolby)شپېتمو کلو کي، د امريکـايي اينجنير رېمــــــنډ ډولـــــــبي
(Robinson 392)

پروفيسر جګسن او پروفيسر امويله، په فرهنګو کي د را غونډ سوو ټکو ريښـــه پېژنــــدنه د لغتپوهني له درو مهمو برخو(مارفولوژي، مانا پېژندنه او ريښه پېژندنه)څخه يوه برخه ګڼي، چي قاموس ليکوونکي بايد په (Jackson and Amvela 2) خپلو اثارو کــي هغې ته پام وکي .

لکه څنګه چي لوی استاد- ارواښاد علامه حبيبي( ۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰م � ۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴م ) د خپلو ژورو او مستندو لغوي څېړنو په لړ کي کاږي : �سدرۍ له عربي کلمې صدرۍ څخــــه مفغنه نه ده، بلکي ريښه يې زردشتي قديمه کلمه سدره ده. تپوس له عربي څخه نه دئ راغلئ، بلکي د تپ،تپا،تپېدل له ريښې څخه د پښتو لغاتو له جوړښت سره سم جوړ سوی دئ . ښاغلی، شاقلی نه دئ، بلکي�ښه�+�آغلی� دئ، او پښتو لغت دئ (حبيبي،�د پښتو سيند به څنګه ليکل کيږي؟�،۵.) زموږ قاموس ليکوونکي هم بايد په خپلو ژورو او هر اړخيزو علمي څېړنو سره، د بېلابېلو ټکو د سمي پېژندني په اړه د لوستونکو ذهنونه روښانه کړي .

د علامه حبيبي له ژورو تاريخي او ايتيمولوژیکو شننو سره سم �اپـــت�،�اتبــار�،�انبر�،� کښلئ/ ښکلئ �، �چندڼ� هم د عربي ژبي د �آفت�،�اعتبار�،�عـــنبر�،�شکــيل� او � صندل� مفغن شکلونه نه دي؛ ځکه چي دغه هره کليمه په سنسکريت او نورو آريايي ژبو کي ژوري ريښې لري(حبيبي،�د پښتو لغاتو د تحـقيق لاري، �، ۲- ۴). سربېره پر دې، قاموس ليکوونکي بايد په لوی لاس خپلي پخوانۍ سپېڅلـي کليمې هم په نورو ژبو کي د هغو د استعمال په ګونا پردۍ نه کي؛ د مثال په توګه�کـواره�،�کوټ�،�کوټوال�،�شيين�،�کټ� او په لسګونو نور ټکي د پښتوهغه اصيل او سپڅلي ټکي دي، چي بايد په تېروتني او غلطۍ سره په پاړسي يا کومي بلي ژبــــي پوري و نـــه تړل سي. د پاړسي ژبي په پخوانیيو اثارو کي د دغو ټکو او ترکيبو استعمال په هيڅ وجه دا مانا نه لري، چي ګوندي دا ټکي هرومرو له پاړسي څخه پښتو ته راغلي دي؛ ځکه پښتو پر پاړسي، شغنـي، واخي، شنګليچي، اشکاشمي، منجي، پشه يي او داسي نورو ژبو سربېره له سنسکريت، هندي او نورو هندو آريايي ژبو سره هم په ډېر و ټکو کي شکلي او مانوياشتراک لري .

همدغه راز، لکه څنګه چي د پښتو مدقق او باريکبين لغتپوه - لوی استاد ارواښاد علامه حبيبي(۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰م � ۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴م)کاږي، قاموس ليکوونکی بايد لوستونکو ته دا اړخونه روښانه کي، چي د عربي ژبي�جماعت� څنګه په پښتو کي�جومات�سو؛ او د اصلي مانا څخه څنګه د مسجد په مانا تغيیر ور پېښ سو، يا�صاحب� چي په عربي کي د صحبت له مادې څخه د صحبت کوونکي په مانا ؤ، مګر پښتو ته د�ساب�په تلفظ له مانوي بدلون سره راغی، چي د احترام او درناوي کليمه ده(حبيبي،�د پښتو سيند به څنګه ليکل کيږي؟�،۴).

په قاموس ليکنه کي د کليمو د ريښې پېژندني اصل هم د نورو اصولو او قواعدو په څېر، يوه بڼه نه لري . په ځينو عصري قاموسو کي د زياترو ټکو، په تېره بيا دخيلو ټکو منشأ او ريښې پېژندني ته لازم پام سوی دئ . په بله وينا د کليمو پلار او نيکه د هغو له اصلي تلفظ، د زوکړي له زمانـــې او بېلابېلو تاريخي بدلونو سره، په روښانه توګه بيان سوي دي . د دې دود پرخلاف، ځینو نورو مؤلفانو په قاموسو کي د راغونډو سوو کليمو ايتيمولوجۍ/ ايتيمولوژۍ او د کليمو په شکلي جوړښت کي، ډول ډول تاريخي بدلونو ته چندان توجه نه ده کړې . ځينو نورو قاموس ليکوونکو بيا يوازي دې خبري ته اشاره کړې ده، چي په قاموسو کي يې را غونډ کړي دخيل ټـکي په کومو ژبو پوري اړه لري؛ او د دې مقصد دپاره يې له ځينو مخففو تورو څخه کار اخيستی دئ؛ مثلاً�س�د سنسکريت،�ع�د عربي،�پ�د پاړسي، �ر�د روسـي،�ف�د فــــرانسوي او �ا�د انګرېزي دپاره. حسن عميد په خپل فارسی فرهنګ کي د دخيلو کليمو د ريښې پېژندني له پاره همدا لاره غوره کړې ده. ځـــينو نــــــورو پاړسي فرهنګ ليکوونکو هم د را غونډ سوو ټکو د پلار او نيکه په اړه څه ناڅـــه يادوني کــړي دي . په پښتو قاموس ليکنه کي له هماغه پيل(و.ګ.�رياض المحبت�او�عجايب اللغات�)څخه د پردو کليمو د
پېژندني دپاره له اختصاري تورو کاراخيستل سوی دئ . په �افغان قاموس�او د پېښور پوهنتون د پښتو اکاډيمۍ په خپاره سوي قاموس(۱۹۷۰م) کي، چي�پښتو ژبه� نوميږي،هم ټولي را غونډي سوی دخيلي کليمې د مخففو تورو په کارولو سره ښوول سوي دي .ځــينو اوروپايي افغان پېژندونکو هم په خپلو فرهنګو کــــــي د راغونډو سوو کليمو ايتيمولوژیکي څېــړني ته څه ناڅه پام کړی دئ . په دې برخه کي تر ټولو ستر او ارزښتناک ګــــــام د نوميـــــــالي نـــاروېژي ژبپـــــــوه او افـــــغان پېــــــــژاند - پوهــــــانــــــد جـــــــورج مـــــــــارګـــــــــــنسټـــــيرن
له خــوا واخـيستل سو. دې سترګه ور ژبپوهاند (Georg Valentin von Munthe af Morgenstierne)
(۱۸۹۲- ۱۹۷۸م)پـــــــــــــه ۱۹۲۷م کـــــــــــال کــــــــــــي د پښتــــــــــــــــو ايـتيــــــــمولوژيــــــــــــکه لُغـــــــــــــتـــــــنامــــــه
خـــپره کــــــــــــړه، چــــــــــــي وروسته د ډ. ن . مکيــــــــــنـــــزي (An Etymological Vocabulary of Pashto)
(J.Elfenbein له خوا بشپړه سوه. په دې لاره کــــي بــل مهــــــم ګــام د ج. ايلفــــــينبين ((D.N. Mackenzie)
له خوا پورته سو، چي په۲۰۰۳م کال کي يې دپښتو نوې ايتيمولوژيــــــــکه (N.S.Williams) او س. ن .ويليمز
خــــپره کــــړه. (A New Etymological Vocabulary of Pashto) لغتنامه

په مجموعي توګه د پښتو په هغو قاموسو کي، چي د نوي ليکسيکوګرافۍ له اصولو او قواعدو سره سم نه دي ليکل سوي، د راټولو سوو کليمو ايتيمولوژۍ ته اساساً هيڅ يا لازمه توجه نه ده سوې . له بده مرغه د پښتو ژبي په تر ټـولو عصري، غني او اکاډيمـيک قاموس کي، چي د�پښتو- پښتو تشريحي قاموس�په نامه د افغانستان د علومو اکاډيمۍ له خواد ۱۳۵۸- ۱۳۶۵کلو په ترڅ کي، په څلورو ټوکو کي چاپ سوی دئ، هم د کليمو د ريښو او تاريخي تحولاتو مسألې ته هيڅ پام نه دئ سوی . د کليمو له ريښه پېژندني مخ اړول ، بې شکه د قاموس ليکني په دې نوي او پرمختللي دوَر کي، د دغه ارزښتناک او شتمن قاموس ډېره لویه نيمګړتيا ګڼله کيږي. د پښتو او پاړسي ژبو د زياترو قاموسو پر خلاف، د اوروپايي ژبو، په تېره بيا انګرېزي ژبي په مفصلو او تشريحي معياري قاموسو کي داسي قاموسونه ډېر لږ پيداکيږي، چي د راغونډو سوو کليمو، ترکيبو، او اصطلاحاتو ريښو؛ او ان تاريخي بدلونو ته يې څه نا څه اشاره نه وي کړې .

د قاموسي ټکو د ريښه پېژندني ارزښت ته په پام سره، د پښتو ژبي قاموس ليکوونکي ته د کليمو د ايتيمولوژۍ په برخه کي د يادوني څو مهمي او اساسي مشورې داسي را لنډوو:
- پوهېږو چي ځيني ټکي، ترکيبونه، عبارتونه او اصطلاحوي په يو وخت کي په څو نيژدو ژبو کي کاريږي . د پښتو قاموسو ليکوونکي بايد بېله څېړني او پلټني د هغو په ليدو سره سمدلاسه و نه انګېري، چي دا ټکي هرومرو له نورو ژبو څخه پښتو ته راغلي دي؛ او په دې توګه هغو ته حق او ناحق سنسکريت، هندي، پهلوي، پاړسي، عربــي، تورکـــي او داسي نوري ريښې و تراشي. د دې ناوړه او غيرعلمي کار نتيجه به داوي، چـي ځيـني تازه کار او ناروغه سوچه پال ليکوال به بېله ګروېږني او سپړني د هغو له کاروَني لاس واخـــلي؛ او له دې تنګ نظره چال چلند څخه به په پای کي د پښتو لغوي زېرمي ته لوی او نه جبران کېدونکی زيان ورسيږي . د داسي مشترکو ټکو شمېر دونه ډېر دئ، چي له لغوي څېړني او مقايسه يي ادبي نظايرو څخه يې يو بېل قاموس جوړېدای سي (ما په خپله له سنسکريت، هندي، پنجابي او نورو هندي الاصــــــله ژبو سره د پښتو د ځيــــــنو مشترکو ټکو يوه لغوي او ادبي زېرمه راغونډه کړې ده، چي انشأالله په يوه مناسب وخت کي به يې د پښتو قاموسو او ادب مينه والو ته وړاندي کړم). دلته د بولګې په بڼه يوازي د څو ټکو نوم اخـلو، چــي مخکي مو هم په بېلابېلو ځايو کي يادونه کړې ده: جګړه (په هندي کي جهـګړا)،شيين (په پاړسي کي شاهين)،کواره (په پاړسي کي کبار)، کټ (په پاړسي کي کت)، ډول (په هنـدي کي ډهول؛ په پاړسي کي دُهل)، اوجاړ(په هندي کي اوجړ، اوجاړنا، اوجړه او داسـي نــور)، بخره/ برخه (په پهلوي کي بخر، په دري کي برخ)، هډ(په هندي کي هډي) ، کړکۍ(په هندي کي کهړکي) ،کوټ (په هندي کي ګوټهـ/ګوټ؛ په پاړسي کي کوت)،کــوټۍ(په هنـدي کي کهوټي؛ په پاړسي کي کوتی)، جارو(په هندي کي جهاړو؛ په پاړسي کي جارو)او په سلګونو نور مشترک ټکي.

پښتو ژبي د آريايي ژبو ډېر پخواني ټکي او ترکيبونه تر اوسه پــوري په بشپړ اصـــالت سره خوندي کړي دي . دلته د لوی استاد - علامه حبيبي(۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰م � ۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴م ) د لغوي او ادبي څېړنو په رڼا کي د دغه راز آريايي ټکو د څو بولګو يادونه کوو، چي يو وخت په پـــاړسي ادب کي هم په پراخه ګچه کارېده؛ خو د زمانو په تېرېدو سره اوس په هغه ژبه کي د متروکو او نابابه ټکـــو په بڼه، له استعماله لوېدلي دي .
- �کباره�هغه ټکی دئ، چي د پاړسي مشهور شاعر- ناصر خسرو بلخي قبادياني (۳۹۴- ۴۸۱هـ ق) يې په يوه
بيت کي داسي يادونه کړې ده:
ترا اين تن يکی خانۀ سپنجست
مزوربل مغــــــربــــل چو کــــباره
(حبيبي،�د پښتو ژوندي کلمات په پخوانۍ فارسي کښي،�کابل۳۱، ۲۴).
په پاړسي کي اوس دا ټکی څوک نه وايي او نه يې ليکي؛ ځکه ځای يې د �سبد� په نامه بل ټکي نيولئ دئ؛خو د پښتو په لوېديځه لهجه کي همدا اوس هم د�کواره� په بڼه د عامو او خاصو په خبرو کي، په پراخه توګه کاريږي.
- �خه = ښه�د تحسين داسي کليمه ده، چي اوس هم په پښتو کـــــي ډېره زياته استعماليږي، خو په پاړسي کي يې نور ژوندی مثال نه ګورو. شهيد بلخي د رودکي په ستاينه کښي وايي:
شاعرانـــــرا خه و احسنت مــديح
رودکی را خه و احسنت هجيست
(حبيبي،�د پښتو ژوندي کلمات په پخوانۍ فارسي کښي،� کابل۳۱، ۲۴).
- �گرم�کليمه د پاړسي شعر د مخکښ شاعر - رودکي په يوه بيت کي داسي راغلې ده:
هرکه سر از پند شـــهريار بپچيد
پای طرب را به دام گرم در افگند
ابوالقاسم فردوسي دا کليمه داسي راوړې ده:
زچنگال يوزان همه دشت غرم
دريده برو دل پُر از داغ و گـــرم
همدا �گرم� کليمه همدا اوس هم په پښتو کي د�ګروم�په بڼه کاريږي، چي د وير، غم، دوک او ماتم مانا لري؛ خو په پاړسي د هغه ځای نورو ټکو نيولئ دئ .
(حبيبي،�د پښتو ژوندي کلمات په پخوانۍ فارسي کښي،� کابل۳۱، ۲۳).
- �کت�کليمه د بوشکور بلخي په يوه بيت کي، چي د ۳۰۰هـ په شاوخوا کي يې ويلئ دئ، داسي لولو:
زورا رمز ز دسـت شاهــان دزی!
بر کت شاهی نشين و باده خور
فرخی سيستانی د سلطان محمود په ستاينه کي دا ټکی داسی راوړی دئ :
که بر خون برانم کــت و افسرت
برم زی سر انديب بی تن سرت
(حبيبي،�د پښتو ژوندي کلمات په پخوانۍ فارسي کښي،� کابل۳۱، ۲۲).
په پاړسي ادب کي د زمانو په تېرېدو سره د�کت� پرځای د�تخت�کلیمـــــه ودرېده؛ مګر د پښتنو په غرو او مېرو کي لا تر اوسه ژوندۍ ده .په پای کي بايد دا خبره هم له ياده و نباسو، چي ځيني آريايي کليمې د بېلابېلو طبيعي او غيرطبيعي عواملو له کبله اوس په پاړسي او پښتو ادب دواړو کي له استعماله لوېدلي دي؛ لکه:کوتوال/ کوټوال،کوتوالی/کوټوالي او داسي نور.

- په پښتو ادب کي ځيني داسي ټکي سته، چي زموږ ځيني ليکوال يې په تېروتني سره په عربي او نورو پردو ژبو پوري تړي؛ لکه اتيات (چي له عربي احتياط څخه يې راوتلئ بولي)، انبر (چي د عربي ژبي د عنبر پښتو سوې بڼه يې ګڼي يا کښلئ/ ښکـلئ(چي ريښه يــــې د عربي ژبي�شکيل�کليمې ته رسوي؛ په داسي حال کي چي دغه راز ټکي په سنسکريت او هندي ژبو کي ژوري ريښې لري؛ او له عربي څخه پښتو ته نه دي راغلي(د نورو مالومــــاتو دپاره و.ګ.: حبيبي،�د پښتو لغاتو د تحــقيـــق لاري،�کابل۲، ۲- ۴). د دې مځکي له ځيـــنو تاريخي او جغرافيايي نومو سره هم همداسي ناسم چال چلند سوی دئ؛ مثـــــلاً ډېرو مؤرخانو د�قندهار� په ليکدود سره�کــــندهار� ته عربي بڼه ورکړې ده). زونداور/ زينداور ته زموږ د هيواد ډېرو مؤرخـــــانو د ځينو عــــــــرب مؤرخــــانو د�ارض داور�د ناسمي ترجمې پر بنسټ د�زمينداور� شــــکل ورکــــــړی دئ؛ حـــــال داچـــــي�زين � (لمر) هم له همدې ريښې څــــخه را وتلئ دئ ؛ sun يا�زون �کليمه اصلاً د لمـــر په مانا ده، چي د انګرېزي ژبي
او د کابل شاهـانو په نومـو کــــي هـــم د مخوندي په بڼه ليدل کيــــږي . د دې استــــدلال پر بنسټ له داور ســـره د
�ارض�يا� زمين� ټکی هيڅ مانا نه ورکوي . �غرستان� چي عرب مؤرخانو په �غــرجستان� اړولئ دئ؛ سيستان يا سکستان، چي د عرب مؤرخانو او جغرافيا ليکوونکو په پيروۍ، زموږ د ځينو ليکوالو او مؤرخانو په اثارو کي د�سجستان� په بڼه راغلئ دئ يا ځيني پښتني قبيلي لکه ساپی، چي تر اوسه د صافی په بڼه کښل کيږي؛ او په تېروتني سره عربي رنګ ورکول سوی دئ يا ساکزی(چـي ځينو پاړسي ژبو مؤرخانو اسحاقزی ځيني جوړ کړی دئ يا پوپلزی، چي حتا د پوپلزو قبيلي يو مشهورخطاط او مؤرخ - ارواښاد عزيزالدين وکيلي پوپلزي (۱۹۱۹- ۲۰۰۸م)لا هم په خپل تاريخ کي د�فوفلزائی� عربي شکل ور کړی دئ . په دې ډله کي په سلګونو نور نــومــونه هــم راځي، چي په وړاندي بحثو کي يې هم له ځینو جزيیاتو سره يادونه وسوه .

په دې ډول بايد قاموس ليکوونکی د لغتو په ريښه موندلو کي د باوري سرچينو په استنـــاد د کليمو مارفولوژيک، فينالوژيک او سيمانټيک بدلونونه په ځير سره و ګـــوري؛ او تر هــــر اړخيزي څېړني وروسته په خپلو اثارو کي، د را غونډو سوو ټکو پلار او نيکه ته ګوته ونيسي . دا کار بې شکه سختۍ او کړاونه لري؛ خو ناممکن نه دئ .

- زياتره قاموسونه د مندرجو ټکو د ريښې پېژندني په اړه يوازي د هغـــو د نيـــژدو ريښو په اړه مالومات وړاندي کوي؛ او يوازي د هغي ژبي يادونه کوي، چي د پام وړ ټکی يې په يوه ټاکلې او مشخصه دوره کي ملي ژبي ته ننوتی وي . ځیني نور قـاموسونه بيا تر وروستۍ ريښې او منشأ پوري، د بېلابېلو ټکو د پخوانو پښتونو پلټنه او شننه کوي . د دې اصل له مخـي تر هغــــه ځايه، چي د کليمـــو د ريښــې پېژندني پوهه اجـــازه ورکوي، په مختلـفو ژبو کي د را غــونډو سوو ټکو د ريښو او تاريخي بدلونو په اړه مالومات وړاندي کيږي؛ کي، چي د سي ډي رام (Concise Oxford Dictionary9) مثـــلاً د اکسفــورډ د کوچني قاموس په نهم چاپ

کليمې د ريښې پېژندني په اړه، داسي کښل سوي دي : �Camomile� په بڼه چمـتو سوی دئ، د
[Middle English via Old French Camomille and late Latin Camomilla or Camomilla from Greek Khamaimelon �earth-apple�(from the apple-smell of its flowers)] (Jackson and Amvela 201).
يا د ډيموکراسۍ کليمې څو پښته ريښې د ريښه پېژندني په آن لاين قاموس کي داسي بيان سوي دي:
democracy
1570s, from M.Fr. democratie, from M.L. democratia (13c.), from Gk. demokratia, from demos �common people,� originally �district� (see demotic), + kratos �rule, strength� (see �cracy).
لکه څنګه چي ګورو، د ډيموکراسۍ کليمه وروستۍ پلا په ۱۵۷۰مو کلو کي له منځنۍ فرانسوي څخه اخيستل سوې ده. په ديرلسمه مېلادي پېړۍ کي له منځنۍ لاتين ژبي څخه منځنۍ فرانسوي ته ورغلې ده؛ او په پای کي منځنۍ لاتين ژبي هم دا ټکی د يوناني ژبي له �ديموکراتيا�کليمې څخه اخيستی دئ، چي د�ديموس� او �کراتوس�له دوو بېلو برخو څخه جوړ سوی دئ . د ريښه پېژندني په دې مثال کي، نه يوازي د ډيموکراسۍ پخوانيیو تاريخي تګلورو، بلکي د کليمې شکلي او مانوي بدلونو ته هم ګوته نيول سوې ده.

له دې مثال څخه په څرګنده ښکاري، چي په انګرېزي کي اوس د کليمو ريښه پېژندنه د يوې خپلواکي علمي او اختصاصي څانګي پړاو ته رسېدلې ده. لوستونکي کولای سي د دې ژبي د هري مروجي کليمې په اړه د دقيقو او مفصلو فيلالوژیکو مالوماتو له پاره، د ريښه پېژندني آن لاين ډيکشينرۍ ته مراجعه وکړي؛ او په يوه کليک سره د هر مروج ټکي پلار و نيکه وپېژني.

د افغان معاصري قاموس ليکني په تاريخ کي تر ټولو وتلي او منلي ليکوال - لوی استاد ارواښاد علامه حبيبي (۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰م � ۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴م ) څو لسيزي مخکي په خپله ارزښتناکه مقاله کي د مقــــايسه يي فيلالوژۍ له پلوه د قاموسي ټکو د ريښو مالومولو او د مانا او لفــظ له اړخه د هغـــو د تــاريخي تحول اصل ته اشاره کړې ده (و.ګ.: حبيبي،�د پښتو سيند به څنګه ليکل کيږي؟�، ۵)
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery