د مفغنو او دخيلو ټکو په نوو املاوو کي بايد تر وسه وسه هڅه وسي، چي د خپلي ژبي يا
نورو نيژدې ژبو له اصيلو ټکو سره د ګډوډېدو یا البتاس ستونزه پېښه نه کړي؛ لکه قوم/
قام چي موږ يې د عربي�ق�د نه لرلو په سبب د�کام�په بڼه وايو؛ خو د پښتو ژبي له کام
(تالو،کومه، حلق)، د پهلوي/ پارسي ژبي له کام (غوښتنه، هيله، موخه، نيت، هدف، مقصد،
پلان)، د سنسکريت له کام (غوښتنه، هيله، موخه، هدف، مقصد، نيت، پلان، مينه، محبت،
عشق، الفت)، د هندي، اوردو، پنجابي او ځینو نورو هندي الاصله ژبو له کام (کار، کسب،
دنده، وظيفه، کاروبار، خواري، غريبي، خدمت، چوپړاو داسي نور)سره ژور التباس پيدا
کوي . يا د قانون ټکی که د پښتنو له تلفظ سره سم د�کانون� په بڼه وکښل سي، د پارسي
ژبي له کانون (مرکز، کوره، بټۍ او داسي نور)سره دګډوډېدو لوی سرخوږی او سرګرداني را
ولاړوي