مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په قاموسو کي د را غونډو سوو کليمو د سم تلفظ ارزښت او بېلابېلي لاري


د قاموس ليکني نوې مېتودالوجي/ مېتودولوژي له فرهنګ ليکوونکو دا غواړي، چي په خپلو اثارو کي د راغونډو سوو ټکو، ترکيبو او اصطلاحاتو د وينګ سمه او کره لاره وښيي . هغه قاموسونه، چي د کليماتو د تلفُظ (وينګ) اسانه او ساده لاره نه وړاندي کوي، بې شکه لوستونکو تـــه د کليمو د سم او دقيق تلفُظ د پېژندني په کار کي لوی مُشکلات پېښــــوي . په قـــاموسو کي د سم او کره تلفُظ ښوول پر پښتو ژبي سربېره، د نړۍ په نورو ژبو کي هم خورا لويه او مهــــمه مسأله ده؛ د مثال په توګه په پاړسي ژبه کي د جلد (پوست، پوټکــــی، د کتاب يا کتـــابچــې پوښ) ټکی ډېر پاړسي ژبي خلګ د جيم په پېښ ياني د�جُلدjuld�په بڼه تلفظ کوي؛ حــــال دا چي سم ډول يې د جيم په زېر (جِلدjild) دئ . همـــدغه راز د�عــــرفان� عـــــربي ټکی چـــي د پېژندني، خدای پېژندني يا معرفت په مانا دئ، د پاړسي ژبي پر زياترو عامو خلګو سربېره يې ان ځيني لوستي او پوه کسان هم د�ع�په پېښ ياني د�عُرفانurfā́n� په بڼه تلفظ کــــوي؛ په داسي حال کي چي سم ډول يې د�ع�په زېر ياني د�عِرفـــانirfā́n� په بڼه دئ .� هــراس�يـوه بله پاړسي کلیمه ده، چي زموږ ځيني پاړسي ژبي هيــوادوال يې د�هـ�په زېر ياني د�هِــراس hirā́́s�په بڼه وايي؛حال دا چـــي سم شکل يــې د�هـ� په زْوَر (هَراس harā́́s)دئ .�اناث�عــــربي ټکی هم له همدې ډلي لغتو څخه دئ، چي اصـــلاً بايد د �الف�په زېرسره وويل ســــي؛ مګــــر ډېری خلګ يې د عربي تلفظ پرخلاف د�الف� په پېـښ ياني د�اُنــــاثunā́́s�په ډول وایــــي. د عربي ژبي ثَـــــبات (sabā́t) هم دا حـــــالت لري، چي زياتـــــره خــــلګ يې د ثُبـــات(subā́t)په بڼه تلفظ کوي . ايرانيان د ګومان ټکی، چي اوس په پښتو او پاړسي دواړو ژبو کي کــــاريږي، د �ګ�په زْوَر د�ګَمان gamā́n� په بڼه وايي . همدغه راز ايرانيان په تېروتني سره د�عراق Irā́q� عربي کليمه، چي پر عربي سربېره په ځينو نورو اريايي ژبو کي هم د عين په زېر(عِـراق) سره ويله کيږي، د عيــــن په زْوَر(عَراق Arā́q)سره وايي .له بله پلوه په پاړسي کي د�نخست� کليمه د نون په زْوَر او د نون په پېښ دواړو بڼو سمه ګڼله سوې ده. دغه راز، د�حسب� عربي ټکـــی د سين په زْوَر او سکون دواړو بڼو سم بلل سوی دئ . په اوردو ژبه کي د اُصول، حُکـــــومت او حُضور په شان عربي ټکي، د اصلي عربي قاعدې پرخلاف د�اَصولasúl�، �حَکومت hakumát� او�حَضور hazúr�په بڼه ويل کيږي . سره له دې چي کليمې، عبارتــــونه، ترکـيبونه او ژبنــي اصطلاحات د خپلو تاريخي، محيطي او نورو بدلونو په ترڅ کي، د ژبو او حتا لهـــــجو په بېــلوالي سره بېلابېلي بڼې او جولې خپلوي؛ اما فرهنګ ليکوونکی بايد هرومرو په قاموسو کي د دغـه راز ټکو سم او دقيق تلفظ په ډاګه کړي،که نه نو خـــلګ به هېښ پېښ وي، چي د دغـــــه راز کلیمو د کره تلفظ موندلو دپاره دکومي ژبي د ويونکو پر پْله پل کښېږدي؛ ځـــــکه �اصـــــــول�، �حکومت�، �حضور� او داسي نور پر عربي سربېره په ډېرو نورو ژبو کي هم کاريږي .

د اوروپايي ژبو، په تېره بيا انګرېزي ژبي په قاموسو کي د کليمو د دقيقو او معياري تلفـظو د وړاندي کولو اړتيا تر نورو ژبو هم ډېره زياته جدي ده. لکه څنګه چي پوهېږو په انګرېزي ژبه کي د ځينو ټکو په جوړښت کي بعضي توري صــــامت يا بې ږغه دي؛ مثــــــلاً د �ججjudge� او �اکناليج acknowledge�په کليمو کي د�d�توری،په�نبknob� او�نايفknife�ټکو کي د�k� توری، پـه �رايټwrite�ټکي کي د�w�توری، په �اينډايټindict� ټکي کي د�c� توری، په �اُوټمautumn�کي د�n�توری بې ږغه دئ . په انګرېزي کي د کليماتو د سم او کره تلفظ د پېژندني ستــونزه د دغه راز مثالو په وړاندي کـولو سره نه ختميږي . په دې ژبــه کي سربېره پـــــر بې ږغه تورو داسي ټکـــي تر شمېر وتلــــــي دي، چي د تلـــفـظ او امــلأ تر منځ يې خورا زيات توپير
ليدل کيږي؛ د مثال په ډول دکرنل (هغه عسکري منصبدار،چي موږ يــې په افغانستان کي ډګروال بولو) کليمه د�colonel�په بڼه ليکي؛خو د�کرنلKərnal�په ډول يــې وايي. �سټيفنStephen� کليمه د ډېرو انګرېزي او اوروپايي نومو يوه برخه ده؛ خو په انــــګرېزي کي دا کليمه د املاپر خلاف د�سټيوون Stivan�په بڼه تلفظ کوي . د پاړسي ژبي ځيني ايراني او افغاني ژباړونکي په ميډيا کي دا نوم په تېروتني سره د انګرېزانو د اصلي تلفـــظ پر خلاف، د �ايستيفانIstifā́n�په بڼه ليکي او وايي . دغه راز، په انګرېزي ژبه کي ځيني داســـي ټکي سته، چي�حالpresent�،� ماضيpast�او وصفـي وجه يا د فعـل دريم حالت �participle past � يې د دې ژبي د ګرامر د عمومي قاعدې پر خلاف په يوه ډول کښل کيږي،چـي د ګرامر يا ژبښود له پلوه يې د بې قاعده فعلو په نامه هم يـادوي؛ مګر سره له دې امـلايي يوشان والي هم په يوه راز نه تلفظ کيږي؛ مثلاًد
�رييډread�(ويل،لوستل) ټکــــی، چي د فعل دريم حالت يې له حال او ماضي حالتو سره د بشپړ يو رنګ والي سره سره د�ريډred�په بڼه تلفظ کيږي . د دې ترڅنګ په انګرېزي کي ځيني ټکي د صفت په حالت کي د دې ژبــي د ماضي فعل د عامي قاعدې پرخلاف، په کاملاً بېله بڼه تلفظ کيږي . پوهېږو چي په انګرېزي کـــــــي معمولاً د عادي فعل ماضي حالت له مصدر سره د�d�يا�ed� وروستاړي پـــه زياتولو سره جوړيږي؛ لکـــه �worked�چي له�ورکwork� مصـــدر سره د�ed�وروســــتاړي تر موښلولو ورسته لاسته راځي؛ خو د دې ډول ماضي فعلو تلفظ له هغو ټکو سره په وينــګ يا تلفظ کي ډېر توپير لري، چي په ګرامري لحاظ د همدې قاعدې له مخي جوړ
سوي دي؛اما په خبرو او مکالمو کي د صفت په بڼه کاريږي؛لکه �لړنيدlearned� (پوه ،پوهاند،عالِم،لوستـی ، بامهذبه، رسېدلئ، هوښيار)چي د�لړنlearn�(زده کول) له ټــــــکي څخـــه د�ed� شاونـــدي په زياتولو سره جوړ سوی دئ يا �کروکيدcrooked �(کوږ،نابرابر،ناهوار،چــــمباز، ټګ) چــــي لــه �کروکcrook� سره د�ed� ورستاړي د يوځای کولو په مرسته جوړ سوی دئ . په انګرېزي کي د داسي ټکو شمېر خورا ډېر زيات دئ، چي را ټــولول يې ډېر وخت او لويه څېړنه غواړي .

سربېره پر دې، په انګرېزي ژبه کي هم د نړۍ د نورو ژبو په څېر داسي کليـــــمې ډېري دي، چي خلګ يـــې پــه بېلابېلو ډولونو تلفظ کوي . بې شکه په داسي شرايطو کي د ژبــــي ټول زده کوونکي، په تېره بيا بهرنييان لــــه لويو ستونزو سره مخامخ کيږي، چي حل يې بايد يوازي د ژبي په علمي او اکاډيميکو قاموسو کي ولټول سي؛ د مثال په توګه د يــوولس ټکی د اَليون (alev́ən) او (Ilev́ən)په بڼه؛ د پوښتني يا مسألې په مانا د� �issue کليمه د ايشو(i�ú) او ايسو(isú)په بڼه يا د(financial) ټکی چي ځيني يې د فيننشــــل (finan�əl) په بڼه او
ځيني نور يې د فـــايننشل(fā́inan�əl)په ډول تلفظ کوي .

په برتانوۍ انګرېزي کــي د داسي ټکو شمېر لږ نه دئ، چي ان د انګلستان په بېلابېلو سيمو کي هم په جلا جلا ډولونو ويل کيږي . که د تلفظ له دې ستونزي سره د امريکـايي، کانـاډايي، اسټراليايي، هـــندي، پاکستاني، هانګانګي، نايجيريايي، جمېـــکایي او داسي نورو انګــرېزي تلفـــــظو بېــــــلوالی او رنګارنګي هم يو ځای کړو، بيا نو يوازي په انګرېزي ژبه کي د بېلابــېلو تلفظونو د پېژندني موضوع د يوه لوی کتاب په ګچه پراخي څېړني او شنني ته اړتيا لري . دلته يوازي د برتانوي او امريکايي انګرېزي په تلفظو کي د توپير څو مثالونه وړاندي کوو:
کليمه استعمالوي؛ خـو امريکايان (advertisement) انـګرېزان د اعلان يا اشتهار دپاره د اَډورټيسمينټ
، چــــــــي انګرېزان يې له�ټ�سره وايي (often همدا کلـــــميه د اَډورټايزمينټ په بڼه تلفـــظ کــــــــــوي يا آفټن(
چي انګــــرېزان يې د (schedule) ؛ مګر په امريکايي تلــفظ (آفن)کي يــې�ټ�، حــــــــــذف سوې ده يا شېجوَل
کــــــــاف پرځای په �ش�تلفظ کوي؛ خــــو پـه امريکايي تلفظ کي يې د�ش�پر ځای�ک�ويل کيږي (سکېجوَل).
دلته مو دا څو بولګې او مثالونه د دې دپاره وښوول، چــــي پــــه قاموسو کي د کليمو د سم او کره تلفظ نه ښوول، خلګ له خورا ډېرو سرګردانييو او سرخوږييو سره مخــــامخ کوي ؛ او د علمي فرهنګو په مرسته د هري ژبي د کليمو د سم تلفظ پېژندنه، د معاصري قاموس ليکني له ډېرو ضروري اړخونو او ځانګړتياوو څخه ګڼل کيږي .

د نورو ژبو د قاموسو په شان، د پښتو قاموسو د تأليف له هماغه پيل څخه تر اوسه پوري د کليمو د تلفـــــــظ ښوولو دپاره له ځينو لارو چارو ګټه اخيستل سوې ده. ځينو مؤلفانو لکه اروښاد محمد ګل خان مومــــــند (۱۲۶۳- ۱۳۴۳ش)په خپل �پښتو سيند�او محمد ګل نوري په خپل �نور اللغات�کي، چـــي پښتو ټولني د�پښتو قاموس� په نامه ياد کړی دئ، د عربي قاموسو د تلفظ ښيني مېتــود غوره کړی دئ . د تلفظ ښوولو دې لاري عامو لوستونکو ته د را غونډو سوو کليمو د تلفــــــظ پوهېدنه ډېره ګرانه او ستونزمنه کړې ده(و.ګ. �پښتو سيند�او �پښتو قاموس�). د پښتو قاموس ليکني مخکښانو - محبت خان او الله يارخان په خپلو قاموسو کي د بېلابېلو ټکو د تلفظ د افادې دپاره، هغه لاره اخيستې ده،چي په ځينو پخوانييو پاړسي فرهنګونو؛ لکه �برهان قاطع�،�فرهنګ رشيدي�،� فرهنګ آنندراج �،� غياث اللغات � او داسي نورو کي باب وه؛ او تر اوسه هم په ځـــــينو پاړسي قاموسو کي دود ده (و. ګ.: برهان قاطع، فرهنګ رشيدي، فرهنګ آنندراج، غياث اللغات)؛ د مثال په ډول په �رياض المحبت �کي د�الوتل� مصدر د تلفظ ښوولو دپاره داسي ليکل سوي دي : الوتل بالف ممدوده ولام ساکن و واو مفتوح وتای فوقـانی مفتوح و لام ساکن (و.ګ. نواب محبت خان بړېڅ ۷۹ - ۸۰). په �عجايب اللغات �کي د� شپون � کليمې د تلفظ دپاره داسي راغلي دي : شپون مفرد بشين منقوطه مشموم - فتح قريب به سکون و با فارسی مضموم و واو معروف و نون ساکن بفارسی(الله يارخان بړېڅ ۷- ۸).

ځينو قاموس ليکوونکو لکه د ايران حسن عميد، ابوالقاسم پرتو او نورو په خپلو اثارو کي د عربي ژبي په پيروۍ د بېلابېلو ټکو د تلفظ ښوولو دپاره پر ځينو تورو د زْوَر، زېر، پېښ، شد، وړغندي اوداسي نورو په شان نخښي ايښي دي؛ مثلاً بازرس(زْ رَ)، پيدايش(پَ ی ِ)، پيروز(پ ِ رُ) او داســي نور(عميد۱: ۳۵۵، ۵۹۶ و ۶۰۰). البته د چاپ او خپرونو په اوسني کمپيوټري پېرکي د کليمو پر بېلابېلو تورو د زْوَر، زېــر، پېښ، شد، وړغندي او داسي نورو نخښو ايښوول څه ګران کــارنه دئ؛ خو د بېـــــلابېـــلو ټکـــــو، عبارتو، ترکيبو او اصطلاحاتو په تلفظ ښوولو کي له ځینو اسانتیاوو سره سره، د دې لاري لويه نيمګړتيايې داده، چي نسي کولای د يوه لُغت په تلفظ کي ټول شامل ږغونه، په دقيقه توګه بيان کړي .

ځينو نورو فرهنګ ليکوونکو په خپلو اثارو کي د را غونډو سوو ټکو د تلفظ ښوولو دپاره د هموزنه ټکو يادونه کړې ده؛ د مثال په توګه، شرافت او ولايت، دليل او عليل، عاطل او باطل، لطيف او کثيف او داسي نور. که څه هم د تلفظ ښوولو دا لاره ظاهراً ډېره اسانه او په زړه پوري برېښي ؛ خو په عمل کي د دغو دلايلو له مخي چندان د پام وړ نه ده ګرځېدلې :
- په هره ژبه کي داسي ټکي او ترکيبونه خورا ډېر دي، چي د هموزنه ټکو موندنه يې ګرانه یا کاملاً ناممکنه ده .
- داسي لغتونه هم په پېخر دي، چي هموزنه ټکي لري؛ خو د هغو تلفظ پېژندنه په خپله لويه معما وي . په دې توګه، که قاموس ليکوونکی مجهول په مجهول سره وښيي، هيڅوک يې په مقصد نه پوهېږي .
- دا لاره هم د هغه مېتود په څېر، چي د را غونډو سوو ټکو بېلابېل توري د تلفظ پــه لحاظ تشريح کوی (لکه د سين په پېښ، د رې په زْوَر، د الف په زېر او داسي نور)، د فرهنګونو د حجم د زياتوالي له بابته، چندان ګټوره او په زړه پوري نه ده .

د لعل محمد کاکړ او لوی استاد- علامه حبيبي په ګډ اثر�سپېڅلې پښتو�کي هم د�فرهنګ عميد� په شان، د پښتو کليمو د تلفظ ښيلو دپاره، ځیني نخښي کار ســــوي دي، چي د خپل وخت د معيارونو له مخي ډېر ګټور کار ؤ؛ خو د کليمو د کره تلفظ پېژندني له پاره يې څه نوی او پرمختللی مېتود نه ندئ وړاندی کړی . د قلندر مومند او فريد صحرایي په �درياب� کي هم د کليمو د ماناوو او اوډني په برخه کي له ځينو ښېګڼو او ښو اړخونو سره سره، د را غونډو سوو ټکو د تلفظ ښوولو لاره، چندان ګټوره او خونده وره نه ده (و.ګ. درياب) .په ډېري خواشينۍ سره، د ځينو ننيیو افغان مؤلفانو په فرهنګو کي دکليمو د تلفـــــظ ښوولو مسألې ته له لويه سره هيڅ پام نه دئ اړول سوی . د عبدالله افغاني نويس�افغـان قاموس�، د پوهاند ډاکټر مجاور احمد زيار �دري - پښتو فرهنگ� او داسي نور له دې ډلــــي څخه دي .

د پښتو ژبي اوروپایي فرهنګ ليکوونکو؛ لکه ډاکټربرنارډ ډورن(۱۸۰۵- ۱۸۸۱م)، جګړن هـنري جورج راورټي (۱۸۲۵- ۱۹۰۶م)، جګړن هنري والټر بيلو(۱۸۳۴- ۱۸۹۲م)او ډېرو نورو لومړی پلا په خپـــلو قاموسو کـــــي لـــــه
او ځيـــــنو فونيټيکـــــو نخـــــــښو څخـــــه کــــــــار اخــــــيستی دئ . (transliteration) ټرانسلېټرېشن
د پښتو ټکو د تلفظ ښوولو دپاره د رومي تورواو ځينو فونيټيکو نخښو کارونه، په حقيقت کي نوی ګام او د پښتو ژبي بهرنييو مينه والو ته دکليمو دکره تلفظ وړاندي کولو په لار کي لويه مرسته وه؛ مثلاً د ډاکټر ب. داسي کښل سوي(Roman Script)ډورن په لُغتنامه کي د�آبادانۍ�د تلفظ ښوولو دپاره پــــه رومي تورو
دي :
ā (ډورن۳۸۹). bādānī
د راورټي په پښتو قاموس کي آخښی[اخښی] په لـوېديځه او ختيـځه لهـجه کي داسي ښوول سوی دئ
آخښی �ākh- khaey(E)�ākh-shaey(W) :
(راورټي۱).
په دې ډول ګورو، چي راورټي لږ و ډېر يو نيم سل کاله مخکي، هغه مهال چي په اوسنۍ بڼه د فونيټکي الفبې چندان څرک نه ؤ، د پښتو په لوېديځه او ختيځه لهجه کي د�ښ� او �خ� د دوو بېلو ږغو (فونيمو) د افادې دپاره د انګرېزي ژبي بېل توري کار کــــړي دي . لـــه څه د پاسه درو نيمو لسيزو راهيسي د پښتو په فونيميکه
ايکس لاندي يو ټکی او د �خ� دپاره د انګرېزي الــــفبې د(s) الفــــــبې کي د�ښ� تــــوري دپاره تر انګرېزي ايس
تـوری استعمالوي، چي دا کار د پښتو ژبي په بېلابېلو لهجو کي د يوې کليمې د کره او دقــــــيق تلفـــــظ (x)
ښوولو په مقصد ډېر ګټور او ارزښتناک ګام ؤ. لکه څنګه چي�ښ�او�خ� یا�ښ�او�ش� دوه بېل ږغونه دي، �ژ� او �ځ�،�ږ�او�ګ�،�س�او�څ� هم کاملاً بېل اوازونه دي . له دې کبله بايد د دوو بېلو فونيټيکو نخښو په وسيـــله وښوول سي؛ او هيڅکله سره ګډ نسي.

�zidd�بيلو په خپـــــل پښتو- انګرېزي قـــــــاموس کــــي د عربي�ضد� ټکي تلفظ داسي ليکلئ دئ :
(بيلو ۱۰۹).

دې واقعيت ته په پام سره، چي د پښتو په ګډون د نړۍ په بېلابېلو ژبو کي د الفبې مــــروج توري (ګرافيمونه) د ژبو ټول ږغونه (فونيمونه) يو په يوه نسي افاده کولای، نو ځکه د ټولو ږغـو او هجاوو د روښانه افادې دپاره يوازي د فونيټيکي الفبې او نخښو کاروَنه ضروري ګڼل کيـږي؛ د مثال په توګه د انګرېزي ژبي اصلي ويوونکي �افغان�د�افګان�،�خان�د�کان�،�ســــودان� د �سوډان�،�طالبان� د�ټاليبان�او �افغانستان�د �افګانيسټان�په ډول وایي . علت دا دئ، چي په دې ژبه کي د�خ�،�د�،�ت�او�غ�ږغونه نسته؛ د انګرېزانو غوږونه له کوچنـــيوالي څخـــه دغه راز ږغونه نه پېژني، نو ځکه په خپله الفبې کي د هغو د افــــــادې دپاره ځانګړي توري او نخښي نلري . د هندوستان مشهور پښتون فيلمي ستوری- شاهرُخ خان هندوانو ته د خدای پار نيسي، چي هغه ته د�شاهرخ کهان/کان �پر ځای�شاهرُخ خان�و وايي . د�شاهرخ خان� دا غوښتنه بې ځايه نه ده؛ځکه په هندي او اوردو ژبو کي�کان�غوږ ته ويل کيږي؛او د هندوانو په دې ناوړه تلفظ سره له �خان� څخه �غوږ� جوړيږي . په دې ډول ګورو چي، په هندي ژبه کي هم دا ستونزه د�خ� ږغ د نسته والي له کبله پېښه ده. د هنـدي ژبي ويوونکي هر ځای د خپلي ژبي ددې کمزوري جوړښت له مخــي�خ�په�ک�اليشــوي؛ اود همدې اړتيا له مخي هغوی�خانپور�ته هم، چي د يوه ښار نوم دئ،�کهانپور/کانپور�وايي او په خپلو سندرو کي�نخره�په نکهره/نکره�اړوي . موږ هم په پښتو کي له داسي پېچومو او مشکلاتو خلاص نه يو. زموږ د ژبي ځيني ږغونه د هغو تورو په مرسته نسي افاده کېدای، چي د ژبي په اوسني ليکدود کي جال دي . له هــــمدې سببه ددغه راز اوازو د سمي او دقیقي پېژندني دپاره د ځانګړو فونيټيکو تورو او نخښو کاروَنــي ته جدي اړتيا ده. موږ په پښتو کي توره (سېلاوه، شمشېر) او توره (تور رنګه، سياه)، زړه (دل، قلب) او زړه (تېره، پخوانۍ،ګذشته، سابقه)، سور (سور رنګه، سرخ، قرمز)، سور (بر،عرض،پهنايی) او سور (سپور، راکب، سوار) په يوه بڼه ليکو؛ خو په جلاجلا بڼو يې وايو. په پاړسي ژبه کي شـــير( شيدې/شودې) او شېر (زمری/مزری، اسد، غضـــنفر)، خاستن (پورته کــــېدل، درېـــدل) او خواستن (غوښتل)، تير (غشی) او تېر (پخوانی،ګذشته، ناخبره، ناګاره) او داسي نــــور پـه يوه رنګ کاږي؛اما په بېلو ډولو يې وايي . په اوردو او هندي کي هم سر(د وجـــــــود پاسنۍ برخه، په پاړسي کي کله)، سِر(راز، پټه خبره) او سُر/د سين په پېښ/(هغه شراب چي له وريجــو يې جوړوي)،سُر/د سين په پېښ/(هغه بوټ چي مخکنۍ برخه يې له تاره اوبي) او سُر/د سين په پېښ/(خوږ آواز، مېلوډي، آهنګ)په ليکنه کي يو ډول؛ مګر په تلفظ کي بېل دي . دا کړکېچن او ستونزمن حالتونه ټول خلګ، په تېره بياد ژبي نوي زده کوونکي له سرخوږي او سرګنګسي سره مخامخ کوي .

د پښتو د معاصري قاموس ليکني مخکښ نظريه پرداز - لوی استاد ارواښاد عـــــلامه حبيبي (۱۲۸۹ش/۱۹۱۰م �۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴م)پـه ۱۳۴۵ش کال ياني له نن څخه څه دپاسه څلور لسيزي مخکي په قاموسو کي د فونيټک الفبايي سيسټم په اړه داسي کښلي دي : � ...بايد ګرده لغتونه په خورا دقت او احتوا او جامعيت سره را ټول کړل سي، مګر دغه ضبط او راټولول هم تر خاصو شرايطو لاندي کېدای سي، چي عمومي شرايط يې دا دي :
۱- د لغاتو حرکات او صوتي خصايص په بين المللي مکمله املأ ضبطول، چي بيا لوستونکي ته صحيح تلفظ کول آسان وي،او په هغه ډول يې و ويلای سي، چي پښتانه يې پخپله لولـــــي؛ مثلاً بڼه د مخ رنګ ته هم وايي، او د مرغه بڼې (پر) ته هم وايي، مګر په حرکاتو او ادأ کي يـــې فرق سته . اوس موږ کله اروو، چي پښتانه نطاقان هم د دغو دوو کلمو فرق نه سي کولای، دا ځکه چي په سيند کي يې د دغو دوو کلمو د تلفظ او آواز فرقونه نه دي ضبط کړي، او دا فقط په بين المللي غوره املأ سره کېدای سي.�(حبيبي،�د پښتو سيند به څنګه ليکل کيږي؟�، ۴.)

د بين المللي فونيټکي الفبې په مرسته د مندرجو کليمو تلفظونه ښوول په پښتو قــاموس ليکنه کي يو په زړه پوري پرمختګ ؤ، چي نور معاصر قاموس ليکوونکي يې تر هغه مهاله له نامه او ځانګړتياوو سره چندان اشنا نه وه .

په انګرېزي او نورو اوروپايي ژبو کي هم لکه څنګه چي مخکي لنډه يادونه وسوه، ددغـــه راز ژبنييو ستونزو او جنجالونو مثالونه خورا ډېر دي . دا ډول مُشکلات او سرګردانۍ دفونيټيکو تورو او نخښو په کومک په ډېري اسانۍ سره هواريږي؛ خو فونــيټيک توري او نخښــي هم له ستونزو او کړاونو خالي نه دي . د فونيټيکو نخښو د کارولو لويه ستونزه دا ده، چـــــي دغه راز توري او نخښي واحده او ثابته بڼه نه لري . په دې مانا، چي د بېـــــلابېــلو علمي او تحقيقي مرکزو ژبپوهانو او قاموس ليکوونکو له خپل ذوق او سپارښتني سره سم د فونيټيکو نخښو په ايجاد او رواجولو لاس پوري کړی دئ . ددې کار له امله نن ګورو، چي حــتا د يوې انګرېزي ژبي په ډېرو مشهورو قاموسو لکه اکسفورډ، کېمبريج،چېمبرز،لانګمېن، ويبسټر، مکمېلن،کولينز او ډېرو نورو کي د فونيټيکو تورو او نخښو ترمنځ چندان ورته والی نه ليدل کيږي . په بله وينا د هر قاموس مؤلفانو د خپلو بومي او ځايي تلفظونو او فينالوژيکو ځانګړتياوو پر بنسټ دلوستونکو د استفادې دپاره، فونيټيک توري او نخښي غوره کړي دي .

پروفيسر جګسن او پروفيسر امويله په خپل پياوړي علمي اثر�کليمې، مانا او لغتــنامه ... �کــــــي د فونيټکي الفبې د ځینو نيمګړتياوو او کمزورييو په اړه داسي کاږي :
�په زيـــاترو اوسنييو فرهنـــــــګو کي د يوه ټکي يا اصـــــطلاح د تلفـــــــظ ښــــوولـو دپاره له بـــــين المـــــلـــــــلي
څخه کــــار اخيستل کيــــــــږي . (International Phonetic Alphabet) فونيټيکي الفبې
پر خلاف دا استدلال کيږي، چي دا الفبې پر داسي نا اشنا نخښو تکيه کوي، چي د هغو (I.P.A.) د ب .ف .ا.
د تفسير او بيان دپاره ځانګړي چارټ ته اړتيا ليدل کيږي . د مختلفو مؤسسو له خوا په وړاندي سوو فونيټيکو الفباوو کي يې د عين ټکو دپاره بېل بېل سيمبولونه ټــــاکلي دي . پـه بـله وينا، په دې فونيټيکو الفباوو کي د بېلابېلو لهجوي تلفظو د افادې دپاره جلا جلا نخـښي غوره ســــوي دي، چــــــي دې کار د هغو پېژندنه ډېره ګرانه کــــړې ده . سره لـــــه دې هـم ، د دغه راز الفبې ښه والی په دې کي دئ، چي د هري ژبـــــي
(Jackson and Amvela 194) د هـر ږغ او هـري نخښي تر مـنځ يو په يـــو ورتـه والــــی وړاندي کـــوي . �

مالومیږي، چي د انګرېزي ويوونکو ټولنو تر منځ له ټولو علمي - تخنيکي اړېکو او پرمختګو سره سره، تر اوســه په دې برخه کي د يوه متحدالشکل او منلي معيار رامنځ ته کــــېدو ته، اوږده واټنونه پراته دي . له بله پلوه لکه څنګه چي پروفيسر جګسن او پروفيسر امويله يادونه کــړې ده، زموږ په نالوستې يا لږلوستې ټولنه کي خو څه چــــــــي، ان په پرمختللو اوروپايي ټولـنو کي هم د فونيټيکو تورو او نخښو په مانا اوسمه کـــاروَنه ډېر لږ کســان پوهېږي . مخکنييو بحثونو ته په کتو سره نتيجه اخلو، چي په قاموسو کي د کليمو د تلفظ ښوولو دپاره هره لاره او طريقه د ځينو ښېګڼو او اسانتياوو تر څنګ، ځيني کمزورۍ او نيمګړتياوي هم لري .

په اوسنيیو عصري قاموسو کي زياتره د کليمو د تلفظ ښوولو دپاره د نورو لارو چارو پر ځای له فونيټيکو تورو او نخښو څخه کـــار اخيستل کيږي؛ ځکه يوازي فونــيټيک توري او سيمبولونه کولای سي د هري ژبي ټول ږغونه په سم او دقيق ډول وښيي؛ خو د دې کار د بريالي تطبيق دپاره د څو شرطونو په پام کي نيول ډېر ضروري برېښي :
- لومړی داچي د يوې ژبي هر راز فونيټيکي نخښي بايد تر وسه وسه د ژبپوهـــانو او نورو اړونده پوهانو د نظر د يووالي پربنسټ جوړي سي . په دغه راز تورو او نخښو کي بدلــون او اوښتون هم بايد، د اړونده پوهانو او څېړونکو تر علمي شننو او بالاخره ګډي پرېکړي وروسته را منځه سي .
- دوهم شرط دا دئ، چي دغه راز فونيټيک توري او سيمبولونه بايد هرومرو له پراخو او ژوندييو مثالو سره د قاموسو په پيل کي بيان او تشريح سي .
- په پای کي بايد د عامو خلګو د پوهاوي او اسانه استفادې په مقصد غوره سوي تــــوري او نخښي د هيواد په تعليمي او تحصيلي نصاب، زياترو علمي او تحقيقي اثارو، او حتـــا ورځنييو عامو ليکنو کي په پراخه توګه دود سي، چي د قاموسو د مندرجــــو تلفظو په پوهېدو کـــي، له لوستونکو سره لازمه مرسته وکي.

د کمپيوټر او اينټرنيټ په نننۍ زمانه کي د ځينو قاموس ليکوونکو له خوا، د راغونډو سوو کليمو د تلفظ د ليکلي شکل تر څنګ، د هغو تلفظونه هم په ثبت سوي ږغ کي وړاندي کيږي، چـــي تر ليکلي ډول ډېر اسانه، ساده او په زړه پوري کار دئ . هــمدا اوس د ځيــــنو انګليسي ډيجيټل او اينټرنيټي قاموسو مؤلفانو،د فونيټکو نخښو په مرسته د کليمو پر تلفظ ښوولو سربېره، د انګرېزي ژبي د يوه تلفظ پر ځای د برتـانوي او امريکايي لهجې دوه معياري تلفظونه وړاندي کړي دي،چي په ريشتيا سره د انګرېزي ژبي په دوو لويو لهجو (برتانوي او امريکايي)کي د بېلابېلو ټکو د معياري تلفظ د اسانه او بې تکــليفه زده کړي دپاره خورا لوی او ارزښتناک ګام ګڼل کيږي (په ځينو انګرېزي قاموسو کي دکلـــيمو د ژوندي تلفظ د اروېدو دپاره دغه ډيجيټل او اينټرنيټي قاموسونه وګورئ :
Oxford Talking Dictionary
The American Heritage Dictionary of the English Language
Collins Complete and Unabridged English Dictionary
Longman Dictionary of Contemporary English
Merriam-Webster�s Online Dictionary
Random House Dictionary
MACMILLAN DICTIONARY,
Chambers Reference Online, etc.

خدای دي هغه ورځي ژر تر ژره راولي، چي زموږ په هيواد کي هم د پښتو او پاړسي ژبو فرهنګونه په خپلو ډيجيټل او اينټرنيټي ډولونو کي د انګرېزي ژبي په شان، د راغــــونډو سوو کليمو تلفظونه پر ليکلي ډول سربېره، په ژوندي ږغ کي هم وړاندي کړي . البته د يوه معياري ليکدود په شان بايد د کليمو د معياري تلفظو د پاره هم له پوره زغم او علمي لارو چارو کـــار واخيستل سي .
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery