)د خيام سُرونه د پښتو په تال كي(
زه بې مــــــيو بې مستيو ژوندون نه سمه كـــولاى
درانه پېټي د ژوندون مي بې شرابو نه سم وړلاى
زه به بنده د هغه آن يم چي ســــاقي مي راته وايي
دا يو جــام كه پر سر پورته زه يې نه سمه چښلاى
پښتو ژبه چي لكه څنګه د ادب د نورو ژانرونو له پلوه خوارځواكې ده، همداسي د شعر په
ډګر كي هم ډېره وروسته پاته ده، مطلب مي له ژباړي څخه دى، پښتو ژبه تر هر څه زيات
ژباړي ته اړتيا لري او هغه د علامه رشاد بابا خبره پښتو لا تر اوسه د ژباړي له
نعمته بې برخي ده، كه څه هم د پښتو ژباړي تاريخ تقريباً يوولس سوو كالو ته رسيږي،
خو بيا هم دغه بهير ډېر تر شا پاته دى، د پښتو ژبي لومړنۍ او څرګنده ژباړه د
ابومحمد هاشم سرواني ده چي تر دغي ژباړي وړاندي موږ د پښتو بله ژباړه نه لرو، ښايي
وړاندي به نوري ژباړي هم سوي وي خو څرنګه چي تر موږ پوري نه دي رارسېدلي، نو ځكه د
ابو هاشم ژباړه موږ د پښتو په تاريخ كي لومړنۍ څرګنده ژباړه بللاى سو.
ابو محمدهاشم د هلمند په سروان كي په كال 223 هـ ق كي زېږېدلى او په 297 هـ ق كي په
بست كي وفات سوى دى.
ابومحمدهاشم د خپل استاد ابن خلاد يو عربي شعر په پښتو داسي ژباړلى دى :
ژبه هم ښه وينا كاندي چي يې وينه
د خاوند په لاس كي زر او درهـمونه
ژبور ور لـــــــه ورځي ويـــنا يې اوري
د درهم خاوندان تل وي په ويــاړونه
په دې ډول نو پښتو ته د نورو آثارو د را ژباړلو لړۍ په لومړي ځل له شعره پيل سوې ده
او پښتو ته د لومړي ځل له پاره شعر را ژباړل سوى دى، همدا ډول د ابو هاشم تر ژباړي
وروسته موږ بله د پښتو داسي كره او پخه ژباړه نه لرو چي له هري خوا دي په تول پوره
وي او نه تر موږ پوري رارسېدلې ده، يا ښايي زما به نه وي تر سترګو سوې. خو سوونه
كلونه وروسته موږ ته د زرغونې كاكړي د "بوستان" د پښتو ژباړي بولګه د پټي خزانې په
بركت رارسيږي چي له بولګې څخه يې دا اټكل كولاى سو چي ډېره پخه او په تول پوره
ژباړه ده.
زرغونې كاكړي د شيخ مصلح الدين سعدي بوستان نومى كتاب په پښتو نظم ژباړلى او نوم يې
"بوستان د پښتو" پر ايښى دى او په كال 903 هـ ق كي يې بشپړ كړى دى، د دغه كتاب يوه
نمونه د پټي خزانې ليكوال په خپله ادبي تذكره كي راوړې ده چي څو بيتونه يې داسي دي:
اورېـــدلې مـــــي قصه ده
چي له شاتو هم خوږه ده
د اخـــــتر په ورځ ســــهار
بايـــزيد چي و رويــــــدار
لـه حـــــــــــمامه را وتــــلى
پــــــه كوڅه كي تېرېدلى
ايــرې خاوري چا له بامه
راچــــپه كـــــــړلې ناپــامه
مــخ او ســـر يې سو ككړ
په ايــرو په خـــــــاورو خړ
همدا ډول تر دغي ژباړي وروسته د اخوند دروېزه ننګرهاري (1048 هـ ق مړ) او د ده د
پيروانو منظومي ژباړي په پښتو ادب كي خورا ارزښت لري چي د قصيدهْ امالي پښتو ژباړه،
د قصيدهْ برده پښتو ژباړه، خلاصه كيداني او داسي نوري پښتو باړي دي.
د پيرو روښان او د هغه پيروانو هم لږ څه پښتو منظومي ژباړي كړي دي، همدا ډول حضرت
خوشحال خټك او د ده كورنۍ او پيروانو هم ځيني پښتو ژباړي كړي دي، خو كه په عمومي
ډول ووايو نو پښتو ژبه له منظومي ژباړي څخه ډېره نېستمنه ده، موږ كه د پښتو ادب
لرغونې دوره، منځنۍ دوره او اوسنۍ دوره مطالعه كړو نو ښايي چي ډېر لږ منظومي ژباړي
پكښي پيدا كړو، كه څه هم د پښتو لومړنۍ څرګنده ژباړه له نظم څخه را پيليږي، مګر زما
خبره به دا معنا نه لري چي په پښتو كي منظومي ژباړي نه دي سوي، يوازي كه د قرآن
كريم د پښتو تفسير منظومه ژباړه وګورو، نو ښايي د كميت په لحاظ موږ ډېره پښتو
منظومه ژباړه ولرو، همدا ډول په ديارلسمه هجري پېړۍ كي هم ډيري پښتو منظومي ژباړي
وسوې چي په هغه كي داستاني او ديني موضوعات ډېر ول، مګر د كيفيت په لحاظ هنري ژباړي
نه وې (البته ټولي يې).
په معاصره دوره كي د تخليقي ادب په برخه كي پښتو ته څه ناڅه شيان را ژباړل سوي دي
خو د نظم برخه يې بيخي نه تر سترګو كيږي. ځيني نظمونه او شعرونه د ګوتو په شمار
پښتو ته را وژباړل سول، خو هغه ځيني د انتخاب له ستونزي سره مخ ول او ځيني د
ژباړونكو له نه مهارت سره په دې مانا چي په اوسنۍ دوره كي ځيني خارجي اشعار پښتو ته
د ځينو كسانو له خوا را وژباړل سول، خو زما په فكر تر ژباړي يې نه ژباړه ښه وه
(البته د ځينو دا). ځكه چي يا خو په خپله په خارجي شعرونو كي سمه ټاكنه نه وه سوې
او يا كه به ټاكنه سوې وه هغه بيا په پوره كمال سره نه وه ترجمه سوې، د سپېدې په
نوم خارجي اشعار چي د ښاغلي مفتاح الدين ساپي له خوا نړيوال اشعار ورته ويل سوي دي،
په داسي ډول را ژباړل سوي دي چي نه يې د هغه اصلي شعر روح پكښي څرګنديږي او نه د
خپلي ژبي رنګ وركول سوى دى، د خيام څلوريځي د ځلاند صاحب له خوا ژباړل سوي خو كه يې
څوك مطالعه كړي، زما په فكر وبه وايي چي دا چي اصلاً نه واى ژباړل سوي ښه به واى، د
ماځيګر چارسو په نوم مقيد او آزاد نظمونه د ښاغلي اياز له خوا ژباړل سوي او لاندي
ورته ليكل سوي دي چي نړيوال اشعار، خو زما په فكر په ټاكنه او انتخاب كي سم فكر نه
دى ورته سوى او پر هغه سربېره سم ژباړل سوي هم نه دي، البته د پښتو ادب په معاصره
دوره كي ارواښاد استاد بېنوا ځيني منظومي ژباړي كړي دي، همدا راز ښاغلي محمدصديق
پسرلي هم كړي دي چي يادونه يې ضروري ده.
خو كه ووايو نو په دغو منظومو ژباړو كي ښاغلي عبدالباري جهاني تر ټولو ډېر زيار
ايستلى دى او تر ټولو يې په پوره هنر او كمال سره بهرني اشعار پښتو ته راژباړلي دي،
نو فكر نه كوم چي له مبالغې څخه به مو كار اخيستى وي.
ښاغلي جهاني هم د شعر په انتخاب كي له احتياطه كار اخيستى دى او هم يې په ژباړه كي
له پوره كمال او هنر څخه.
ښاغلى عبدالباري جهاني هنرمن دى او يو شاعر دى او ژباړه به يې هم خامخا شاعرانه او
په تول پوره وي او د شعر انتخاب به يې هم حتماً شعر وي، نه په نامه شعر. تاسو د دوى
شعري ژباړي وګورئ او دا به درته څرګنده سي چي له دغو دواړو شيانو څخه په ډېر ښه ډول
كار اخيستل سوى دى.
ښاغلى جهاني لومړى سړى دى چي پښتو ته يې په لومړي ځل خارجي اشعار په روانه او
شاعرانه ژبه را ژباړلي دي، د كيفيت په لحاظ هم د كميت په لحاظ هم، تاسو كه د دوى
ژباړي وګورئ نو فكر به ونه كړئ چي دا دي ژباړه وي، زه خپله ښاغلى جهاني په اوسنۍ
دوره كي د
نظم په برخه كي تر ټولو ښه او لومړى ژباړن او شاعر بولم چي پښتو ته يې له خارجي ادب
څخه ډېر څه راوړي دي.
ښاغلى جهاني په انګرېزي ژبه كي پوره برلاسى لري او ډېر انګرېزي اشعار (البته غوره
اشعار) يې پښتو ته راژباړلي دي، پسرلى سږ كال وځنډېدى، فينسي ځه مخته دي ښه سه،
پېمان، طلاق، د زړه ماتو مهمانخانه، د ښځي ياغي چيغه، رښتونې مينه، زما لار، بېګانه
په نيمه شپه كي، امريكا دي آباده وي، د بنګلو نجلۍ او د سحر وږمې هغه انګرېزي
شعرونه دي چي ښاغلي جهاني په ډېر شاعرانه انداز پښتو كړي دي او ډېر پښتانه يې په
لومړي ځل له خارجي اشعارو سره داسي بلد كړي دي لكه د خپلي ژبي شعر چي لولي.
د شعر ژباړل لومړى په هغه ژبه ښه پوهيدنه غواړي بيا يوه ډېر ښه هنرمن ته اړتيا لري
او بيا يو ښه ذوق غواړي او دا درې سره ځانګړني په ښاغلي جهاني صاحب كي را يو ځاى
سوي دي، ځكه نو په نتيجه كي پښتو ادب له بهرني اشعارو څخه برخمن سوى دى. تاسو د
ښاغلي جهاني د (پسرلى سږ كال وځنډېدى) د شعر د ژباړي دغه لنډه بولګه وګورئ :
د اورګــــــــاډي د پــــټلۍ ســــــــــره ولاړ يم
تېروم د انتـــــظار ترخه وخـــــــــــــــــــــــــتونه
وايم ګــــــــــــوندي كه ټاټوبى مي بدل سي
نو ســـــــــــــينه كـــــي به آرام وكړي دردونه
مـــــــــــــا دا ټــــوله سړه شپه كړه دلته روڼه
نـــــــــــڅېدل مـــــــــي راته مخي ته خيالونه
پكښي خيال به راته ستا د بېلتون راغى
تصـــور به مــــــي ژوندي كړل مړه زخمونه
)د سباوون په تمه 257 مخ(
دا يو انګرېزي نظم دى، چي ښاغلي جهاني داسي راژباړلى چي څوك هيڅ تصور نه سي كولاى
چي ژباړه ده، په منظوم او مقيد ډول د شعر ژباړل به زما په خيال لږ نوكى ګرانه خبره
وي مګر ځينو كسانو پښتوته په منظوم شكل ځيني شعرونه را ژباړلي دي، خو بيخي ډېر يې
په دغه كار كي پاته
راغلي دي، زه يوازي ښاغلى جهاني تر ټولو بريالى او
سرلارى بولم چي په ډېر شاعرانه ډول يې منظومي ژباړي
كړي دي.
دغه راز ښاغلي عبدالباري جهاني ځيني اشعار له اردو څخه را ژباړلي چي هغه يې هم كټ
مټ هغسي ترجمه كړي لكه له انګرېزي څخه چي يې ژباړلي دي. د مشهور پاكستاني شاعر فيض
احمد فيض (چي زما درد لره ژبه پيدا سي) په نوم نظم يې تاسو وګورئ :
زمـــــــــــــا درد يو بــــــې آوازه شـــان نغمه ده
زمــــــــــــا ذات يوه بــــــــــې نومه شان ذره ده
چي زمـــــــــــا درد ته كله ژبه ور پيدا ســـــــي
نو به خـــــــــــــــپل نوم او نښان را برمــلا سي
چي هستي مي د خپل ذات راته مفهوم سي
راز د نظم د جـــــــــــــهان راته مـــــــــعلوم سي
چي خـــــــــــــــبر ســـــــم د دې پټ پوښلي رازه
ســــــــــــــــــم بادار د كاييناتو د ملــــــــــــكونو
پــــــاچاهــــــــــي كوم د دواړو جــــــــــــــــهانونو
)پايكوب، 138 مخ(
ما دغه شعر په اردو كي نه دى ليدلى او كه يې و هم وينم په اردو نه پوهېږم، خو زه
فكر كوم چي دا شعر به په خپله په اردو كي هم تر دغه زيات خوند نه كوي او دا ښاغلي
جهاني په ډېر شاعرانه او ماهرانه انداز سره راترجمه كړى دى. كله كله ځيني كسان د
ژباړي په وخت كي دونه د هغې ژبي تر اغېز لاندي راسي چي هغه ځيني تركيبونه، جملې او
كلمات يې بالكل په خپله ژبه كي خلكو ته نااشنا وي او په اصطلاح يوه پردۍ ژباړه
رامنځته كړي، خو ښاغلي عبدالباري جهاني دغه ټول شيان په نظر كي نيولي دي او يوه
بريالۍ هڅه يې كړې ده چي پر ژباړه يې د پرديو ژبو اغېز نه وي.
د (غرب تر آسمان لاندي) د نادر نادرپور شعر چي په غالب ګومان له فارسي څخه به ترجمه
سوى وي، د آزاد شعر په فورم كي ښاغلي جهاني په دې ډول ژباړلى دى :
د خاطراتو له كوڅو څخه مي
ستا د ګامونو آوازونه راځي
آه زما د ليري ولاتونو دوسته
لكه چي زما دپردېسۍ ښار ته دي لار كړې ده
دلته زما زړه كي د سهار مرغكۍ
د دې شرير جهان فضا كي راته
د وزرو د خلاصولو آرزو وپاروي
خو چي د شپې تياره وزر خپروي
بيا دېوالونه زما د پټ زندان خبري كوي ...
په دې ډول نو موږ ښاغلى عبدالباري جهاني د پښتو ادب په معاصره دوره كي هغه لومړنى
شاعر بولو چي په ډېر ځيراكت سره يې هم له انګرېزي، هم له اردو او هم له فارسي څخه
په آزاد او مقفي ډول ډېر اشعار پښتو ته په شاعرانه ډول را ژباړلي دي او د پښتو ادب
د شعري ژباړي تشه لمن يې په خپلو برياليو ژباړو سره څه ناڅه ور ډكه كړې ده.
خو يوه بله د خوښۍ خبره دا ده چي پر دغو ژباړو سربېره ښاغلي جهاني په يو بل ډېر
دروند كار لاس پوري كړى او د ده د هغه كار پايله د خيام فارسي څلوريځي دي چي اوس يې
موږ په كتابي بڼه لولو. موږ كه چيري په مفصله توګه د ښاغلي جهاني پر شعري ژباړو
څېړنه كوو، نو د خيام د فارسي څلوريځو ژباړه به يې يو ډېر لوى څگپركى وي.
ښاغلي عبدالباري جهاني د دغو څلوريځو په ژباړه سره په پښتو ادب كي د خمريه اشعارو
په برخه كي داسي درنه اضافه وكړه چي پښتو ژبه تر اوسه نه وه ځني برخمنه سوې.
موږ په پښتو كي په تول پوره او د كيفيت په لحاظ بشپړه د خمريه اشعارو نمونه په
لومړي ځل د زرغون خان نورزي (890 هـ ق شا وخوا) په ساقي نامه كي وينو چي په ډېر
استادانه ډول يې پښتو ادب ته يوه بشپړه پښتو ساقي نامه وبخښله، كه څه هم ساقي نامې
يا خمريه اشعار لومړى وار د عربو له خوا ويل سوي دي او عجمو، په تېره د فارسي ژبي
شاعرانو له دوى څخه تقليد كړى دى، خو وروسته_وورسته د ځينو پخو شاعرانو له خوا په
فارسي ژبه كي په ډېر استادانه ډول ساقي نامې وويل سوې چي په دغه ډله كي نظامي
ګنجوي، ظهوري تهراني (1025 هـ ق مړ) او خواجه حافظ (791 هـ ق مړ) هغه شاعران دي چي
نسبتاً نورو شاعرانو ته يې ډيري پخې ساقي نامې ويلي دي او ځانونه يې په دغو ساقي
نامو كي داسي مست او خراب ښوولي دي چي ګواكي له دين او دنيا څخه بې خبره دي، خواجه
حافظ شېرازي خپله ساقي نامه داسي پيلوي:
بيا ســـــــاقي آن آتـــش تـــــــابناك
كه زردشت ميجويدش زير خاك
بمن ده كــه در كيش رندان مست
چـــه آتش پرست و چه دنيا پرست
بيار سـاقي آن بكر مستور مست
كـــه اندر خــــــرابات دارد نشست
بمن ده كــــــه بدانام خواهـــم شدن
خــــــــــراب مى و جام خواهم شدن
(د پښتو ادبياتو تاريخ، دوهم ټوك، د علامه حبيبي، 1342 لمريز كال د كابل چاپ_185
مخ).
په همدې ترتيب سره خواجو كرماني (753 هـ ق مړ)، مولانا عبدالله هاتفي هروي (927 هـ
مړ)، حكيم پرتوي (941 هـ ق مړ)، ملا ظهوري (999هـ ق شا وخوا)، مير سنجر كاشاني
(1023 هـ مړ)، نورالدين ظهوري (1024 هـ ق مړ) او... په فارسي ادب كي د خمريه اشعارو
بېلابيلي نمونې پرې ايښي دي.
خو عمر خيام په خپلو څلوريځو كي د خمريه اشعارو يوه ډېره ښه او پخه بولګه دنيا ته
پرېږدي او په خمريه اشعارو كي يو خاص سبك او رنګ خپلوي، چي بيا تر خيام وروسته دغه
خمريه اشعار د مثنوي په فورم كي يو بل رنګ پيدا كوي.
خو كه په عمومي ډول ووايو، نو پښتو ژبه هغونه ساقي نامې
او خمريه اشعار نه لري لكه فارسي ژبي چي درلودل او
لري يې.
ما وړاندي هم وويل چي موږ په پښتو كي بشپړه پښتو ساقي نامه په نهمه هجري پېړۍ كي د
زرغون خان نورزي (890 هـ ق شا وخوا) په بركت پيدا كوو چي په حقه سره يې د ساقي نامې
ټول اصول مراعت كړي دي او په ډېر مست او خراب انداز كي يې دېره ښكلې ساقي نامه ويلې
ده، زرغون خان خپله ساقي نامه داسي را پيلوي:
ســـــــاقي پاڅه پياله راكړه
مـــــــرور يار مي پخلا كړه
اوبه تويي په لـــــــــــنبو كړه
اور مي مړ په دې اوبو كړه
پســـــرلى سو غنچه ګل كا
زلــــــــــفي تاوي د سنبل كا
بلــــــــبلان شور و فغان كا
كـــــــــړېدن په ګلستان كا
زاهــــد وزي صومعې څخه
شراب پيري ميخانې څخه
هر سړى په ميو مست دى
دې بهار كي ګلپرست دى
(د پښتو ادبياتو تاريخ، دوهم ټوك، د علامهحبيبي _182 مخ).
خو لكه څنګه چي ښايېدل، تر زرغون خان نورزي وروسته په پښتو كي ساقي نامو او خمريه
اشعارو ته توجه نه وسوه او په مجموعي ډول د كوم شاعر له خوا نه وويل سوې، اصلاً كه
موږ د پښتو ادب د لرغوني دورې او منځنۍ دورې د شاعرانو په باب څېړنه كوو، نو داسي
شاعر نه لرو چي په پراخه پېمانه دي يې خمريه اشعار ويلي وي او يو درست دېوان دي يې
له خمري اشعارو څخه پرې ايښى وي (البته د هر شاعر له لوري به خمريه اشعار ويل سوي
وي، خو داسي ساقي نامې يا خمريه اشعار يې نه دي ويلي چي په زرو بيتونه دي ور ته
ځانګړي سوي وي).
د پښتو ادب په معاصره دوره كي به زما په نظگگر لومړى شاعر ارواښاد غني خان وي چي په
نوي ډول او پراخه پېمانه يې خمريه اشعار ويلي دي، ارواښاد استاد بېنوا هم د خمري
اشعارو ځيني نمونې لري چي په خپلو همزولو شاعرانو كي يې په دغه برخه كي ښه مقام
ګټلى دى، ارواښاد اشرف مفتون هم د خمري اشعارو ځيني نمونې لري چي د خمريه اشعارو په
څېړنه كي پوره بحث پر كېدلاى سي.
خو په اوسنۍ دوره كي ښاغلى عبدالباري جهاني هغه شاعر دى چي تر ډيرو او حتى تر ټولو
شاعرانو يې ډېر خمريه اشعار ويلي دي او په دغه برخه كي يې ځانله يو بېل مقام تر
لاسه كړى دى او يو خاص سبك يې را منځته كړى دى، تاسو د دوى د خمريه اشعارو دغه وړه
نمونه وګورئ:
زه دين او دنيا دواړه په يو جام سودا كـومه
ساقي داسي حريف دي بل ليدلى دى كه نه
ګرداب كي د مستيو مي مذهب را څخه ورك سو
تا ځان داسي معراج ته رســــــــــــــــــــولى دى كه نه
خير دا خو بېل بحث دى او په دغه باب بايد بېله ليكنه وسي، خو له دې نسبتاً اوږدې
يادوني څخه مي هدف دا و چي ښاغلى عبدالباري جهاني په اوسنۍ دوره كي هغه شاعر دى چي
ډېر خمري اشعار يې ويلي ديْ، مګر د عمر خيام د څلوريځو په ژباړو سره يې پښتو ژبي ته
د خمريه اشعارو داسي بېلګه وړاندي كړه چي تر دې وړاندي يې هيڅ نه وه موندلې.
په منظوم ډول د شعر ژباړه هغه ستوخ كار دى چي ډېر كم كسان زړه ور ته ښه كوي او ډېر
كسان په دغه هڅه كي پاته هم راغلي دي.
د خيام فارسي څلوريځي په پښتو كي د ډېرو كسانو له لوري ژباړل سوي دي، خو له بده
مرغه هغه تركيبات، هغه سمبولونه او هغه ځانګړي كلمات چي خيام كارولي، په پښتو كي
هغسي و نه ژباړل سول، ابوالخير ځلاند د خيام د ژباړو ځانګړى كتاب خپور كړى دى، خو
زه دا نيوكه پر كولاى سم چي سمه ژباړه نه سو ور ته ويلاى، نه د خيام شاعرانه اروا
پكښې ده او نه په هغه ډول ژباړل سوي دي لكه په خپله ژبه كي چي څونه خوند كوي.
ښاغلي محمد صديق پسرلي يو چا ته ويلي وه چي د خيام څلوريځي ما هم ژباړلي دي او نورو
كسانو هم، خو د ښاغلي جهاني ژباړه تر ټولو ښه خوند كوي.
ښاغلي جهاني كه له يوې پښتو ته د څلوريځو يوه درنه ذخيره راوړله، نو له بله پلوه يې
ډېر پښتانه په دغو ژباړو سره د خيام له شاعرۍ سره په داسي ډول اشنا كړل، لكه څنګه
چي د خيام آره څېره ده.
ما وړاندي هم وويل چي د خيام ځيني څلوريځي تر دې وړاندي پښتو ته را ژباړل سوي دي،
خو هغه مستي، بېباكي، له اوره ډكي او له دين او دنيا څخه بې پروا خبري نه پكښي
ښكاري، د دې لوى علت به ښايي دا وي چي هغو كسانو چي دغه څلوريځي يې را ژباړلي دي،
هغه په
خپله تقريباً د دغسي سبك سره اشنايي نه لري، خو ښاغلي جهاني ځكه په دې كار كي ډېر
بريالى سوى دى چي
دوى په خپله له دغسي طريقې سره پوره بلديت لري او په خپله يې هم د خمري اشعارو په
برخه كي ځانته جلا نوم
ګټلى دى.
يوه بله د يادوني وړ خبره دا ده چي ښاغلي عبدالباري جهاني ته په منظومو ژباړو كي
خداى ښه استعداد او كمال ور كړى دى، دوى كه په متفرق ډول پښتو ته ځيني اشعار را
وژباړل، خو د (بګهت كبير د پښتو په بڼ كي) د اشعارو ترجمه يې پښتو ته داسي اهدا ده
چي تر عمرونو_عمرونو به پسوللې په ښكاري، مګر د خيام د څلوريځو ژباړه يې بله داسي
ستره پېرزوينه ده چي هم پښتو او هم پښتانه په سرشاره سول، تاسو ته به زه د بيلګي په
ډول لومړى د عمر خيام فارسي څلوريځه او بيا د ښاغلي جهاني پښتو ژباړه راوړم، چي د
ښاغلي جهاني د منظومي ترجمې ځواك در ته معلوم سي:
صبحي خوش چه مست خيز اى ساقى
در شيشه كــــــن آن شراب از شب باقى
جــــــــــــام مى بمن آور و غنيمت ميدان
اين يـــكدمه نـــــقد را و فـــــــــــردا باقى
او دا هم د ښاغلي جهاني پښتو ژباړه:
ســــــــــاقي پورته سه سهار دى څه تازه نسيم چليږي
چي د شپې دي در ته پــاته هـغه مى ته مي زړه كيږي
را ته ډكـــــــــــــه مي پياله كــــــــــه دغه دم غنيمت بوله
دا يوه شېبه ده نـــــــغده ســــــــــــبا هر څه چي پېښيږي
تاسو وګگورئ چي لومړى په ژباړه كي څونه له امانته كار اخيستل سوى دى او څنګه چي په
خپله آره ژبه كي ده، څونه كټ مټ هغسي را ژباړل سوې ده او بل په څونه شوخ انداز را
ترجمه سوې ده او څونه د پښتو رنګ ور كول سوى، د دغو څلوريځو انګرېزي ژباړه هم ما
ليدلې ده، مګر څونه چي زه په پوهېدلى يم هغونه خوند نه كوي لكه په پښتو كي چي ښاغلي
جهاني دغه خوند ور اضافه كړى دى، نه په انګرېزي كي د مى، ساقي، پياله، زاهد، جنت او
دوږخ كلمات په هغونه مستانه او راندانه ډول كارول سوي دي، لكه په خپله فارسي كي چي
عمر خيام كارولي دي، مګر په پښتو كي موږ دا دعوه كولاى سو چي ښاغلي جهاني دغه كلمات
او الفاظ بلكل هغسي بيان كړي دي، لكه د فارسي هغې دا. دا طبيعي خبره ده چي يو اثر
به په خپله ژبه كي بېل خوند لري او چي وژباړل سي، نو ښايي هغونه خوند و نه كړي، مګر
تاسو د خيام دغه لاندي فارسي څلوريځه وګورئ او بيا د ښاغلي جهاني ژباړه وګورئ چي
څنګه يې ارزولاى سو:
از دير بـــــــــــرون آمــــــــــــد ناپاك تنى
وز دود جـــــــهنم بتنش پيرهــــــــــــــــــنى
بســـــكشت صراحيم كه عمرش كم باد
وانګه چى مى لطيف و مردى چو منى
دا هم د ښاغلي جهاني ژباړه:
لــــــــــــه خلوته را وتلى كـــــــــــــــــرغېړن لړلى ځان و
دوږخي جــــامې اغوستي په زړه تور لكه شيطان و
صــراحي يې كړه را ماته خدايه عمر يې ور لنډگ كې
هغه څه ښايسته شراب وه دلته ما غوندي انسان و
دلته كه د دې ژباړي تخنيكي اړخ ته لږ پام وكړو، نو دا به را ته څرګنده سي چي ترجمه
په ډېر قوت سره سوې ده او د فارسي هيڅ اغېز نه دى پر سوى، داسي ژباړه نه ده سوې لكه
هغه د لوى استاد علامه حبيبي(رح) خبره چي "يك سلسله معلومات، يك سلسله كتابها" يې
په "يو لړ معلوماتو، يو لړ كتابونو او..." ژباړلي وي، يا لكه "تصميم ګرفت" يې په
"تصميم ونيوئ" ژباړلي وي.
نننۍ پښتو له دغسي اصطلاحاتو سره لاس او ګرېوان ده او په تېره بيا د ځينو كسانو له
خوا چي ځيني ترجمې كيږي، نو دغسي پردي اصطلاحات په پېخر ور سره راوړي او په زياته
بيا كه څه نا څه منظومي ژباړي كيږي، نو دغه لوى مشكل وي، مګر ښاغلي جهاني خو اول په
خپلو ټولو منظومو ژباړو كي خپله طبيعي ژبه كارولې ده او بل يې په ډېر صداقت سره هغه
شعري الفاظ او كلمات ژباړلي دي او په اصطلاح آزاده ژباړه يې نه ده كړې چي يوازي دي
يې د هغه د خيال يو څرك را نقل كړى وي.
د "از دير برون آمده ناپاك تني" پښتو ژباړه يې په ډېر ښه انداز سره كړې ده چي "له
خلوته را وتلى كرغېړن لړلى ځان و" ما خو چي دغه فارسي نيم بيتي ته هر څونه چرت
وواهه چي بايد په ډېر معياري ډول څنګه را وژباړل سي، نو په پاى كي مي دا پرېكړه
وكړه چي ښاغلي جهاني چي په څنګه ډول را ژباړلى دى، تر دې به ښايي په دغسي سبك او
طرز كي كي تر دغي ژباړي بل ډول ښه و نه ژباړل سي.
زه به د خپلي خبري د ذبات لپاره لا يوه دريمه بولګه هم وړاندي كړم، تر څو مو پرېكړه
را سره منل سوې وي:
هـــــــــان تان بر مستان بدرشتى نشوى
يا از در نيــــــــــــــــــــكوان بزشتى نشوى
مى خور كى بخوردن و بنا خوردن مى
ګــــــــــــــر آنست دوزخى بهشتى نشوى
او دا هم د ښاغلي جهاني پښتو ژباړه:
پام چـــــي زړونه آزاگر نه كــــې د مستانو د رندانو
نه په تونده ژبه ستون سې له چارچوبه د نېكانو
په پرهېز او په چــــــــــــــښلو د سرو ميو نه بدليږي
نه ازل د دوږخـــــــــــــيانو نه نصيب د جنــــــــــتيانو
په لنډ ډول كه ووايم نو ښاغلي جهاني د خيام د څلوريځو په ژباړه سره د پښتو شعر تله
خورا درنه كړې ده او د ادب مينان به د دوى دغه ستر احسان تر تله مني او دوى ته به د
دغه ابتكاري كار كورودانى وايي.
زما خو دغونه وس و چي د ښاغلي جهاني پر دغو ژباړو مي يو وړوكى نظر څرګند كړ او هيله
لرم چي درانه پوهان به پر دغه كار نوري ډيري څېړني وكړي.
په پاى كي زه د ښاغلي عبدالباري جهاني د يوه كشر شاګرد په حيث دوى ته د دغه نوښتګر
كار مباركي وايم او دوى ته د اوږده او سوكاله ژوند دُعا كوم.
په مينه او ادب
عبدالقديم پتيال
12 ثور 1384
كندهار_ دوهمه ناحيه