از آتش ما دود كجا بود اينجا
وز مايه ما سود كجا بود اينجا
آن كس كه مرا نام خراباتى كرد
در اصل خرابات كجا بود اينجا
سر ترپايه سره لمبه سوو څوك اګاه سول په دودونو
د مايې ګټه مو څه سوه څوك خبر په حسابونو
چي مي نوم د چا پر شونډو شرابي خراباتي و
دلته چيري خرابات و څوك سېراب سول له خمونو
چون عهده نميشود كسى فردا را
حالى خوش دار اين دل پر سودا را
مى نوش بنور ماه اى ماه كه ماه
بسيار بتابد و نيامد ما را
څه معلومه ده سبا به څوك باريږي څوك پاتيږي
زړه دي مست لره له ميو چي نوبت درنه تېريږي
د سپوږمۍ په نور يې نوشه سپوږمۍ مخي چي سپوږمۍ به موږ پيدا پر مځكه نه كړي په پېړيو
به ځلېږي
عاقل به چه اميد درين كهنه سرا
بر دولت او نهد دل از بهر خدا
هر ګاه كه خواهد كه نشيند از پا
ګيرد اجلش دست كه بالا بنما
دا به څرنګه هوښيار وي دې زاړه كور ته راغلى
څه اميد به ورسره وي چي يې زړه وي په تړلى
چي زړه شينى له ستړيا سي چى آرام ته د چا زړه سي
بيا اجل ورته ولاړ وي وايې لوړ يې چا بللى
هر چند كه رنګ و روى زيباست مرا
چون لاله رخ و سرو بالاست مرا
معلوم نشد كه در طربخانه خاك
نقاش ازل بهر چه اراست مرا
كه هر څونه ښايسته يم كه هر څونه يمه ښكلى
كه مي مخ لكه لاله دى لكه سرو يم ښاغلى
زه پوه نه سوم چى د خاورو كارخانې ته څنګه ولاړم
د ازل نقاش زه څنګه په دې رنګ يمه تراشلى
ګر درګذرم بباده شوييد مرا
تلقين زشراب ناب ګوييد مرا
خواهيد بروز حشر يابيد مرا
از خاك در ميكده جوييد مرا
كه زه مړ سومه يارانو په شرابو غسل را كئ
او تلقين به د سرو ميو زما په غوږ كي په بيا بيا كئ
كه په ورځ كي د محشر مو پر ميدان كله په كار سوم
ما له خاورو د مغان او ميخانې څخه پيدا كئ
تا بتوانى طعنه مزن مستانرا
بنياد مكن تو حيله و دستانرا
تو غره مشو بدانكه مى مى نخورى
صد كار كنى كه مى غلامست آنرا
چي دي وس رسېږي مه كړه د مستانو پېغورونه
په ټګۍ او په تذوير چي پسي جوړ نه كې نكلونه
د شرابو له پرهېزه چي مغروره په ځان نه سې
چي شراب ورته غلام دي داسي سل كوې كارونه
آمد سحرى ندا زميخانهْ ما
كاى رند خراباتى ديوانهْ ما
برخيز كه پر كنيم پيمانه زمى
زان پيش كه پر كنند پيمانهْ ما
سحرګاه سو آواز پورته ميخانه كي له مغانه
واوره زموږ د ټولۍ رنده لېونيو كي سلطانه
پاڅه ډكي پيمانې كو له سرو ميو هسي نه چي
زموږ را ډكي پيمانې كي موږ خبر نه سو له ځانه
بابط ميګفت ماهى در تب و تاب
باشد كه به جوى رفته باز آيد آب
بط ميګفت كه چون من و تو ګشتيم كباب
اندر پس مرګ ما چه دريا چه سراب
تپېدى ماهى پر مځكه ويل بطي تا ليدلي؟
چي راځي اوبه ويالې ته چي پخوا وي پكښي تللي
بطى وويل ماهيه چي موږ دواړه نن كباب سوو
پس له مرګه څه سراب وي څه رودونه بهېدلي
ماييم و مى و مطرب و اين كنج خراب
دين و دل و جام و جامه در رهن شراب
فارغ ز اميد رحمت و بيم عذاب
آزاد زخاك و باد و از آتش و آب
موږيو، مى دي، خرابّات دى، مطرب، شرنګ د ربابونو
دين و زړه جام و جامه مو ټوله ګرو د شرابونو
نه اميد مو د رحمت سته نه مو ډار له عذابونو
موږ آزاد له خاورو، باده، له اوبو او له اورونو
ما و مى و معشوق درين كنج خراب
جان و دل و جام و جامه در رهن شراب
فارع زاميد رحمت و بيم عذاب
ازاد زخاك و باد و از آتش و آب
زه او مى و معشوق دلته د مغانو په كونجونو
زړه او روح جام او جامه مي په ګروي د شرابونو
نه مي تمه د رحمت سته نه مي ډار له عذابونو
زه ازاد له خاورو باده له اوبو او له اورونو
چندان بخورم شراب كين بوى شراب
آيد ز تراب چون شوم زير تراب
تا بر سر خاك من رسد مخمورى
از بوى شراب من شود مست و خراب
غواړم دومره شراب وڅكم چي مى بوى د شراب راسي
د هغه قبر له خاورو چي تر لاندي مړى زما سي
چي خمار حريف تېرېږي زما پر خاوره زما پر قبر
د شرابو بوى يې مست كي خرابي ورته پيدا سي
تا بتوانى غم جهان هيچ مسنج
بر دل منه از آمده و نامده رنج
خوش ميخور و ميباش درين دير سپنج
با خود نبرى جوى اګر دارى ګنج
چي دي توان وى چى ونه خورې د فانى دنيا غمونه
پر زړه بار نه كې د تلليو او راتلونكو شپو غمونه
دې پردۍ مېنه كي تېرى شپې په ميو په خوښۍ كه
خزانې به دي وي پاته ترې به درومې تش لاسونه
چون عمر همى رود چى شيرين وچى تلخ
پيمانه چو پر شود چى بغداد و چى بلخ
مى خور كه پس از من و تو اين ماه بسى
از سلخ بغره آيد از غره بسلخ
كه ترخې دي كه خوږې دي دا د عمر شپې تېريږي
څه توپير بلخ او بغداد كړي پيمانه چي دي ډكېږي
نوشوه پيالې د ميو زما او ستا وروسته به مياشتي
په سهار كي به ختمېږى په ماښام به نوي كېږى
خيام كه خيمه هاى حكمت ميدوخت
در كوه غم فتاد و ناګاه بسوخت
مقراض اجل طناب عمرش ببريد
دلال امل به رايګانش بفروخت
چي خيام په ټوله ژوند كي د حكمت خېمې ګنډلې
د غم اور كي يې ناڅاپه خپلي نيلي وسوځلې
د اجل بياتي يې غوڅ كړ هغه ټينګ د عمر مزى
او پيسې دلال د هيلو باندى مفتي واخستلې
من بندهْ عاصيم رضاى تو كجاست
تاريك دلم نور صفاى تو كجاست
مارا تو بهشت اګر بطاعت بخشى
اين بيع بود لطف و عطاى تو كجاست
زه بنده يم ګناه كاره ستا رضا چيري ده ربه
تاريك زړه ته مي ستا نور او ستا صفا چيري ده ربه
را بخښې كه جنتونه په لمونځونو طاعتونو
دا خو بيه سوله خدايه ستا عطا چيري ده ربه
صد خانه ز خوناب دلم ويران است
وز ګريهْ زار بيم صد چندانست
از هر مژه ناودان خون است روان
ګرمن مژه را بهم زنم طوفان است
د زړه وينو مي خراب كړل سل آباد ښكلي كورونه
له ژړا به مي لا وران سي داسي نور هم په سل ګونه
زما له هر باڼو روان دي د سرو وينو ډك رګونه
كه مي سترګي كړلې پټي جوړومه توپانونه
ساقى نظرى كه دل ز انديشه تهى است
شيران همه رفته اند سر بيشه تهى است
هر شب زحيات كف زدى شيشه چرخ
امروز كه نوبت ما بود شيشه تهى است
ساقى يو نظر دي غواړم زړه خالي له اندېښنو دى
زمري تللي له ميدانه برم يې تللى له ګوښو دى
هره شپه دي ګرځولې سرې پيالې ډكي له ميو
نن چى زموږ نوبت راغلى رنګ دي تللى د پيالو دى
اين كهنه رباط را كه عالم نامست
آرامګه ابلق صبح و شام است
بزميست كه واماندهْ صد جمشيد ست
قصريست كه تكيه ګاه صد بهرامست
دغه زوړ رباط چي ګورې د عالم په نوم يادېږي
هديره د ورځو شپو ده چى ابلق په رنګ ښكارېږي
دا له سل جمشيده پاته بزم نه دى ستړى سوى
دا ماڼۍ د سل بهرامو په ميراث بل ته پاتېږي
اكنون كه ګل سعادت پر بار است
دست تو زجام مى چرا بيكار است
مى خور كه زمانه دشمن غدار است
دريافتن روز چنين دشوار است
دغه نن چي دي بخت ويښ دى چي دي لاس ځاى ته رسېږي
جام دي ولي لاس كي نسته شراب ولي نه ښكارېږي
مى چښه چي زمانه ده هم دښمنه هم چمبازه
دا د نن په شاني ورځي په مشكله پيدا كېږي
ساقى ګل و سبزه بس طربناك شده است
درياب كه هفتهْ ديګر خاك شده است
مى نوش و ګلى بچين كه تا در نګرى
ګل خاك شده است و سبزه هم خاك شده است
ساقي ګل دى غوړېدلى سبزه هم تازه ښكارېږي
دا پنځه ورځي مستي ده سبا هر څه خاوري كيږي
پياله ډكه كه له ملو ګېډۍ جوړه كه له ګلو
چي سبا به وي ګل خاوري سبزه هم نه معلومېږي
مى لعل مذاب است و صراحى كانست
جسم است پياله و شرابش جانست
آن جام بلورين كه زمى خندانست
اشكيست كه خون دل درو پنهانست
سره شراب ويلي لعلونه صراحي د لعلو كان دى
پياله جسم دى يارانو او شراب يې روح او ځان دى
د بلوړو هغه جام چي له سرو ميو نه خندان دى
هغه اوښكي دي چي ويني د زړه غم پكښى پنهان دى
ايزد چو ګل وجود مامى آراست
دانست زفعل ماچه بر خواهد خواست
بى حكمش نيست هر ګناهى كه مراست
پس سوختن روز قيامت زكجاست
چي خالق خټي اخښلې د وګړو د تنونو
ښه خبر و ښه آګاه زموږ په ټولو عملونو
زه چي هره ګناه كړمه فيصله حكم دده دى
بيا پر څه سوځول كېږم په قيامت كي په اورونو
اين كوزه كه ابخوره مزدورى است
از ديدهْ شاهى و دل دستورى است
هر كاسه مى كه بر كف مخمورى است
از عارض مستى ولب مستورى است
دا كوزې چي نن په لاس كي د مزدور او د دهقان دي
يا له زړه د حاكم جوړي يا له سترګو د سلطان دي
دا چى ګرځي په لاسونو د مستانو كي جامونه
له باړخو د مستي پيغلي يا له شونډو د جانان دي
اسرار جهان چنانكه در دفتر ماست
ګفتن نتوان كه اين وبال سر ماست
چون نيست درين مردم نادان اهلى
نتوان ګفتن هر آنچه در خاطر ماست
د جهان هغه اسرار چى پټ دي زموږ په دفترو كي
كه پر خوله باندي يې راوړو سر مو ځي په غرغړو كي
دې دنيا كي نه هوښيار سته نه د راز اهل پيدا سو
پټوو به يې له خلكو په سينو په خاطرو كي
ګويند مخور مي مه شعبان نه رواست
نه نيز رجب كه آن مه خاص خداست
شعبان و رجب مه خدايند ورسول
ما مى رمضان خوريم كان خاصه ماست
په برات كي ناروا دي چي چښي څوك شرابونه
او رجب د خالق مياشت ده درته ګوري عذابونه
د برات او رجب مياشتي كه د خداي او د رسول دي
نو يو روژه سوه پاته تشوو به ډك خمونه
ساقى غم من بلند اوازه شده است
سر مستى من برون ز اندازه شده است
با موى سفيد سر خوشم كز خط تو
پيرانه سرم بهار دل تازه شده است
ساقى زما د غم خبرو اوس اخيستي دي ښارونه
سر مستي ته مي لاګوره چى له حده سوه بېرونه
كه هر څو مي وېښته سپين دي ستا له خطه مستي راسي
په رنګ زوړ يم خو پر زړه نوي سوي بهارونه
آنى كه دم مسيح يارت شده است
بخشيدن جان هميشه كارت شده است
جان بخشش تو است ګر فداى تو كنيم
هم ګوهر ګنج خود نثار تو شده است
له يارۍ دي پاكه خدايه د مسيح روح دى ښاغلى
تا ژونديو د جهان ته د حيات قسمت منلى
روح او زړه دى تا راكړى كه يې بيرته ستا قربان كو
ګوهر ستا د خزانې دي او موږ بيرته در بخښلى
دورى كه درو آمدن و رفتن ماست
اورانه باديت نه نهايت پيداست
كس مى نه زند دمى درين معنى راست
كين آمدن از كجا و رفتن بكجاست
هغه دور د زمان چي پكښي زموږ ژوند او فنا سته
نه هغه ته ابتدا سته نه هغه ته انتهى سته
نه يې تلل چا ته معلوم دي نه راتلل يې چاته ښكاري
نه د چا سره اسرار يې د مفهوم او د معنى سته
يارب تو كريمى وكريمى كرم است
عاصى از چه رو برون زباغ ارمست
با طاعت از ببخشى آن نيست كرم
با معصيتم اګر ببخشى كرمست
ته كريم يې لويه خدايه ته خالق د نعمتونو
ګناهكار ولي محروم دى د ارم له شنو باغونو
كرم نه دى چي بخښې مي په طاعت او په لمونځونو
دا كرم دى چي بخښې مي چى يم بار په ګناهونو
خورشيد سپهر بې زوالى عشق است
مرغ چمن خجسته فالى عشق است
عشق آن نبود كه همچو بلبل نالى
هر ګه كه بميرى و نه نالى عشق است
پر آسمان باندى لمر ګورې دا د عشق بې زوالي ده
پر چمن چي بلبل ګرځي دا د مينى نيك فالي ده
هغه مينه چي ريشتيا نه ده چي بلبل رنګه فرياد كړي
څوك چي ومري بې فرياده هغه مينه ازلي ده
ګر ګل نبود نصيب ما خار بس است
ور نور بما نميرسد نار بس است
ګر خرقه وخانقاه وشيخى نبود
ناقوس كليسا و زنار بس است
په قسمت كه مو ګل نه وي نو دا خار را لره بس دى
او كه نور نه رارسېږي نو بيا نار را لره بس دى
كه خرقه او خانقا مو په نصيب ختلې نه وي
نو ناقوس كليسا زموږ ده او زنار را لره بس دى
نيكى و بدى كه در نهاد بشر است
شادى و غمى كه در قضا و قدر است
باچرخ مكن حواله كاندر ره عقل
چرخ از تو هزار بار بيچاره تر است
ښه او بد چي اخښل سوي په ريښه كي د بشر دي
ښادي غم چي ټاكل سوي له قضا او له قدر دي
له آسمانه ولي غواړې څه پوښتې د عقل لاري
آسمانونه دي ناكامه او تر تا بېچاره تر دي
دارنده چو تركيب طبايع اراست
از بهر چه او فګندش اندر كم وكاست
ګر نيك آمد شكستن از بهر چه بود
ور نيك نيامد اين صور عيب كراست
چي په ژبه د قلم يې د عالم برخى وېشلي
ولي څوك تر مځكي لاندي څوك آسمان ته دي ختلي
كه دا ښه وه كه ښايسته وه څه هدف د ماتولو
عيب د چا بولئ هوښيارو كه پيدا نه وه څوك ښكلي
ساقى زمى كه لعلت آن ساقى است
دل بر نكنم تا دمى از من باقيست
مشتاقم از آن بديدنت مشتاقم
ګستاخى من زغايت مشتاقى است
ساقي ستا له سوركو شونډو د سره مى ارمان لرمه
چي مي يو نفس باقي وي لا به زړه پورى تړمه
په ديدن پسې ړوند يم شپه او ورځ دي يادومه
مستي واوښته له حده ګستاخي ځكه كومه
ساقى كه لبش مفرح ياقوت است
دل را غم او قوت وجانرا قوت است
هر كس كه نشد كشته بطوفان غمش
در كشتى نوح زنده در تابوت است
د ساقي له سوركو شونډو رنګ راغلى د ياقوت دى
غم يې زړه لره قوت دى، ژوند او روح لره قوت دى
چي هر څوك يې شهيد نه سي په توپان كي د غمونو
په كښتۍ كي د نوح سپور دى په ژوندوني په تابوت دى
ساقى ببرم ګربت ياقوت لب است
وز آب خضر بجاى آب عنبست
ګر زهره بود مطرب و همدم عيسى
چون دل نه بجا بود نه جاى طربست
چى پر څنګ مي ګل اندام وي شونډي سرې لكه لعلونه
خضر سر پر سر را ډك كي د حيات اوبه جامونه
د زهرې په لاس رباب وي مسيحا يې وي ملګرى
چي مي زړه په ځاى كي نه وي څه مستي څه يې خمونه
ساقى مه رخسار تو جان همه است
دلدار من است و دلستان همه است
خورشيد صفت بمهر ذرات خوش است
تنها نه ازان من كه زان همه است
ساقي سپين رخسار جار سم چي د ټولو روح او ځان دى
زما يې زړه راڅخه وړى خو د ټول جهان جانان دى
لكه لمر هسي خوشاله د ذرو په نازولو
زما محبوب يوازي نه دى دا معشوق د ټول جهان دى
مى خوردن نه از براى طربست
نه زبهر نشاط وترك دين وادب است
خواهم كه دمى ز خويشتن باز رهم
مى خوردن و مست بودنم زان سببست
زما ياري له ميو نه ده د مستۍ د زياتولو
نه دپاره د خوښۍ دي نه د دين د پرېښودلو
زړه مي غواړي چي فارغ سم يو ګړى له خپله ځانه
ځكه لار مي ده اخيستې د پيالو د تشولو