اى چرخ فلك خرابى از كينه تست
بيداد ګرى پيشهْ ديرينه تست
وى خاك اګر سينهْ تو بشكافند
بس ګوهر قيمتى كه در سينه تست
ستا له لاسه شين آسمانه پر جهان د غم نارې دي
ظلم ستا زړه پېشه ده پر نړۍ دي سترګي سرې دي
هغه ورځ به سي معلومه چي د خاورو سينه چاك سي
چي يې څه سيپۍ ځاى كړي په قفس كي د سينې دي
ګرشاخ بقاز بيخ بختت رستست
ور بر تن تو عمر لباسى چستست
در خيمه تن كه سايه بانى است ترا
هان تكيه مكن كه چار ميخش سستست
كه له خاوري د طالع دي د بقا وزي ښاخونه
او په تن دي وي اغوستي د اوږد عمر لباسونه
ها د تن خيمه دي ګوره چي يې تل سيوري ته ناست يې
پام تكيه ورباندي مه كړه چي ډېر سست يې دي ميخونه
يارى كه دلم زبهر او زار شدست
او جاى دګر بغم ګرفتار شدست
من درطلب علاج خود چون كوشم
چون آنكه طبيب ماست بيمار شدست
هغه يار چي تل يې غواړم چي مي زړه پسي افګار دى
اوس په غم د بلي مينى د دردونو ګرفتار دى
زه به څرنګه ترې غواړم خپل علاج د پرهارونو
چي د رنځ به مي طبيب و دى پخپله اوس بيمار يم
هر سبزه كه بر كنار جويى بودست
ګويى كه خط فرشته خويى بودست
پا بر سر سبزه تا بخوارى ننهى
كان سبزه ز خاك ما هر ويى بودست
څه سبزه چي دلته وينې چى پر غاړه د ويالو وي
د هغو ګلرخو خط دى چي په خوى د فرشتو وي
په احتياط قدم پر كښېږده په مدار باندى تېرېږه
دا سبزه به هم له خاوري د مهوشو ښايستو وي
زين پيش نشان بود نيها بودست
پيوسته قلم ز نيك و بد ناسود ست
تقدير ترا هر آنچه بايست بداد
غم خوردن و كوشيدن ما بيهود است
له دې مخكى هم راغلي بې حسابه عالمونه
قلم هره ورځ ليكلي هم نېكۍ هم فسادونه
هغه څه دي په نصيب دي چي تقدير درته ليكلي
ولى خورې د زړګي ويني بېهوده دي كوښښونه
پيش از من و تو ليل و نهارى بودست
ګردنده فلك نيز بكارى بودست
زينهار قدم بخاك آهسته نهى
كان مردمك چشم نګارى بودست
زه او ته چي دلته نه وو هم دا ورځي هم دا شپې وې
دغه دور د اسمان و د دې ستورو پلوشې وې
په مدار ځه پر دې مځكه قدم ورو ږده پر دې خاورو
دا به كسي د نګار وو توري سترګي د ښايستې وې
اين كوزه چو من عاشق زارى بودست
در بند سر زلف نګارى بودست
وين دسته كه در ګردن او مى بينى
دستيست كه در ګردن يارى بودست
دا كوزه هم په يو وخت كي لكه زه عاشق بيمار و
تل يې زړه بندي د زلفو په خيالونو د نګار و
دا په غاړه كي يې وينې هغه لاس چى درښكارېږي
هغه لاس دى چي په ژوند كي به په غاړه كى د يار و
در هر دشتى كه لاله زارى بودست
ان لاله زخون شهريارى بودست
هر جا كه بنفشه از زمين ميرود
خالى است كه بر روى نګارى بودست
پر بيديا چي غوړيدلى سور بخمل د لاله زار وي
يو نښان به د سرو وينو د ملك او شهريار وي
پر هر ځاى چي وي له خاورو بنفشه را ټوكېدلې
هغه خال دى چي به پاته له ښايسته مخ د نګار وي
آنكس كه بخوبان لب خندان دادست
خون جګرى بدردمندان دادست
ګر قسمت ما نداد شادى غم نيست
شاديم كه غم هزار چندان دادست
چي ګلرخو ته يې وركړې شونډي سرې لكه لعلونه
د خوږمنو يې نصيب كړل د كوټلو وينو زړونه
غم مو نسته كه خوښي يې په قسمت نه ده راكړې
خوښ له دې يو چي يې را كړل راته زر چنده غمونه
چون نيست هر چه نيست جز باد بدست
چون هست زهر چه هست نقصان و شكست
انګار كه هر چه در عالم نيست
پندار كه هر چه نيست در عالم هست
له نيستۍ پاته تش باد دى بل څه نسته په ميدان كي
او چي سته لدې هستيه يا ناكام يا په تاوان كي
ګواكي هر څه چي موجود دي هغه نسته په عالم كي
او چي هر څه موجود نه دي هست يې وګڼه جهان كي
ګويى كه بر نهال تحقيق نرست
زيرا كه درين راه كسى نيست درست
هر يك زده اند دست در شاخى سست
امروز چودى شمارم و فردا چونخست
حقيقت ته د رازونو هيڅوك نه دى رسېدلى
د هستۍ پر وركو لارو څوك سم نه دى ورغلى
چي هر چا دي څه ليدلي حقيقت ورته ښكارېږي
نن پرون غوندي تېر بوله سبا نه دى لا راغلى
زان باده كه عمر را حيات دګرست
پر كن قدحى ګر چه ترا درد سرست
برنه بكفم كه كار عالم سمرست
بشتاب كه عمر اى پسر در ګذرست
ماته هغه شراب راوړه چي مي ژوند ته بل ژوندون دى
زما پياله كه راته ډكه كه هر څو دي زړه زبون دى
سر پر سر يې راته راوړه عمر باد غوندي تېرېږي
هره ورځ د كوچ نارې دي هره ورځ سفر دى يون دى
هشدار كه روزګار شور انګيزست
ايمن منشين كه تيغ دوران تيزست
دركام تو ګر زمانه بو زينه نهد
زنهار فرو مبر كه زهر آميزست
هوښيار اوسه زمانې ته چي له چمه ډك روزګار دى
يو ګړى چى غافل نه سې د وختونو تيغ آبدار دى
كه زمان دي په نازونو خوله له شاتو كي در ډكه
پام تر ستوني يې تېر نه كې هوښيار اوسه زهر مار دى
ګويند مرا بهشت با حور خوشست
من ميګويم كه آب انګور خوشست
اين نقد بګير و دست ازان نسيه بدار
كاواز دهل برادر از دور خوشست
هرڅوك وايي ډك له حورو جنتونه مي خوښېږي
زما شراب د انګور خوښ دي شنو پيالو ته مي زړه كېږي
دغه نغده ماته راكه هغه پور دي ستا روزي سي
د ډولو ږغ له ليري پر غوږونو ښه لګېږي
هر دل كه اسير محنت اوست خوشست
هر سر كه غبار سرآن كوست خوشست
از دوست بناوك غم ازرده مشو
خوش باش كه هر چه آيد از دوست خوشست
چي د ده د عشق اسير دي هغه زړونه دي خوښېږي
هغه سر چاته رسېږي چي د ده په نوم پايېږي
كه له دوسته در رسېږي د غم غشى زهير نه سې
پر دوو سترګو يې منظور كه چي له دوسته در رسېږي
چون ابر به نوروز رخ لاله بشست
بر خيز به جام باده كن عزم درست
اين سبزه كه امروز تماشاګه تست
فردا همه از خاك تو بر خواهد رست
د نوروز وريځي را اوري د غاټول مخ پرېولل كېږي
جام دي ډك كه له سرو ميو چي دا وخت رانه تېرېږي
دا سبزه چي پر دښتونو نن په غټو سترګو ګورې
سبا ټوله ستا له قبره ستا له خاوري را ټوكېږي
مى ګر چه بشرع زشت نامست خوشست
چون بر كف ساقى غلامست خوشست
تلخست وحرامست خوشم ميآيد
ديرست كه هر چيز حرامست خوشست
كه سره مى په شريعت كي ناروا دي زما خوښ دي
د نو خط ساقي په لاس دي، بې بها دي زما خوښ دي
هم ترخه دي هم حرام دي، دواړه توكه مي خوښېږى
له وختونو څه حرام چي پر دنيا دي زما خوښ دي
ګويند مرا كه دوزخى باشد مست
قوليست وليك دل درو نتوان بست
ګر عاشق ومست دوزخى خواهد بود
فردا بينى بهشت را چون كف دست
راته وايي چي مستان به په قيامت كي دوږخيان وي
اوريدلي خو ما هم دي اعتبار به يو څه ګران وي
كه مستان عاشقان دواړه د دوږخ كندي ته بوزي
د اورغوي په څېر پاك به ټول جنت خالي ميدان وي
تا هشيارم طرب زمن بنهانست
ور مست شوم در خردم نقصانست
حاليست ميان و مستى و هوښيارى
من بنده آن كه زندګانى آنست
چي هوښيار يم او پر سد يم رانه پټ د طرب زړه دى
او چي مست يم له سرو ميو بيا مي عقل پوره نه دى
يوحالت دى په دا منځ كي نه مستي نه هوښياري ده
زه بنده د هغه آن يم كه ژوندون دى نو هغه دى
اى دل چو نصيب تو خون شدنست
احوال تو هر لحظه دګر ګون شدنست
وى جان تو بدين بدن چى كار آمده اى
چون عاقبت كار تو بيرون شدنست
اې زړګيه چي نصيب دي همېشه زخمي كېدل دي
هر ګړى هره شېبه دي په قسمت كي بدلېدل دي
او نفسه دې بدن ته څه دپاره يې راغلى
عاقبت چي دي په برخه له دې تن څخه وتل دي
اجزاى پيالهْ كه در مى پيوست
بشكستن او روا نميدارد مست
چندين سرو دست نازنين از سر دست
از مهر كه پيوست و بكين كه شكست
څه توكري چى جامونه د شرابو ترې جوړېږي
ماتولو ته يې كله د مستانو زړونه كېږي
څو نازك پښې او لاسونه څو ښايسته ښكلي مخونه
كومي ميني پيدا كړي او په كوم غضب ماتېږي
آن به كه درين زمانه كم ګيرى دوست
با اهل زمانه صحبت او دور نكوست
آنكس كه بكلى اعتماد تو بر اوست
چون چشم خرد بازكنى دشمنت اوست
ښه خو دا چي دې زمان كي د سړي ډېر كم ياران وي
د دې دهر د سړيو شناخت له ليرى بې تاوان وي
هغه څوك چى در نږدې دي پر هغه چى اعتماد كړې
چي د هوښ په سترګو ګورې ستا دښمن بلا د ځان وي
يك جرعهْ مى ز ملك كاووس بهست
وز تخت قباد و مسند طوس بهست
هر آه كه رندى بسحرګه كند
از نالهْ زاهدان سالوس بهست
د سرو ميو جام مي خوښ دى د كاووس تر اقليمونو
هم له تخته د قباده هم په طوس كي له تختونو
چي رندان په سحرګاه كي آه له خولې باسي خالق ته
هغه ښه دى د شيخانو د ريا تر فريادونو
ساقى كه رخت زجام جمشيد بهست
مردن برهت ز عمر جاويد بهست
خاك قدمت كه روز من روشن ازوست
هر ذره زصد هزار خورشيد بهست
ساقي نوم به دي ور نه كړم نه پر جم نه پر جامونو
مرګ مي ستا په لار كي خوښ دى تر ابده له عمرونو
د قدم خاوري دي جار سم چي مي نور د ژوندانه دى
تر ذرې به يې قربان كم لښكرونه د لمرونو
امروز ترا دسترس فردا نيست
و اندېشه فردات بجز سودا نيست
ضايع مكن اين دم از دولت بيدار نيست
كين باقى عمر را بها پيدا نيست
چي دا نن دي په قدرت كي يو ګړى د سبا نسته
د سبا فكر سودا ده ورته بله معنى نسته
دغه دم دي غنيمت دى ضايع نه سي كه هوښيار يې
باقى عمر معلوم نه دى نا معلوم ته بها نسته
اكنونكه جهان را بخوشى دسترس سيست
هر زنده دلى را سوى صحرا هو سيست
بر هر شاخى طلوع موسى دستيست
در هر نفسى خروش عيسى نفسيست
د چا لاس چي تر خوشيه ور رسېږى وخت يې دا دى
د هر چا چي زړه ژوندى دى نو هوس يې د صحرا دى
په هر ښاخ كي د ګلونو د موسى د لاس اثر دى
هر نفس چي ايستل كېږي پكښي خروښ د مسيحا دى
در پرده اسرار كسى را راه نيست
زين تعبيه جان هيچكس آګه نيست
جز در دل خاك تيره منزلګه نيست
بشنو كه چنين فسانها كوته نيست
د اسرار پردو ته تللي ټولي لاري يې تيارې دي
هلته هر عقل كوټه دى د هر چا پر فكر شپې دي
د هستۍ وروستى رباط دى تور زړګى د تورو خارو
دا د زړه په غوږو واوره چي اوږدې دا افسانې دي
ساقى قدحى كه كار عالم يك نفس ايست
ګر شادى او يك نفس آن نيز بسيست
خوش باش به هر چه پيشت آيد كه جهان
هر ګز نشود چنان كه دلخواه كسيست
ساقي جام د ميو راكه د عالم كار يو نفس دى
كه خوښي يې يو نفس وي هغه هم را لره بس دى
چي هر څه درته رسېږي په خوښېږه په جهان كي
نه جهان د چا په زړه دى نه يې كار د چا په وس دى
ابر آمد و باز بر سر سبزه ګريست
بى باده ګلرنګ نمى بايد زيست
اين سبزه كه امروز تماشاګه ماست
تا سبزه خاك ما تماشاګه كيست
وريځي راغلې سره اوړي بيا پر شنو دښتو ژړېږي
بې ګلرنګه سرو شرابو ژوند عبث خوشي تېرېږي
نندارې ته چي عالمه را وتلي د شنېلۍ يو
خداى خبر چي زموږ د قبر پر شنيلۍ به څوك پېښېږي
ساقى بحيات چون كسى رهبر نيست
ور نيز بود از مى و ساغر نيست
مى همدم ماست زانكه چون ګرمي دل
در آب حيات و چشمه كوثر نيست
ساقي نن په ټول حيات كي هيڅ سړي ته رهبر نسته
او كه دى نو ښه تر ميو صراحي او ساغر نسته
د زړه اور چي مو تازه دى د سرو ميو په جامونو
د حيات اوبو كي نسته له چينې د كوثر نسته
خاكى كه به زير پاى هر حيوانيست
كف صنمى و چهرهْ جانانيست
هر خشت كه بر كنګرهْ ايوانيست
انګشت و زير ياسر سلطانيست
دغه خاوره چي دا لاندى اوس تر پښو د هر حيوان ده
يا اورغوى د صنم دى يا څېره د كوم جانان ده
هري خښتي ته چي ګورې چي قصرونه ورنه جوړ دي
يا به ګوته د وزير وي يا ككره د سلطان ده
چندين غم مال و حسرت دنيا چيست
هر ګز ديدى كسى كه جاويد زيست
اين يكدو نفس كه در تنت عاريتست
با عاريتى، عاريتى بايد زيست
غم د مال او د دنيا به در سره وي لا تر كله
هيڅوك نه پايي پر مځكه تر قيامته تل ترتله
ته پوهېږې چي پر تن دي يو يا دوه نفسه پور دي
پوروړي سره پور وي ژوند كوې په نغدو څله
اى واى بر آن دل كه درو سوزى نيست
سودا زدهْ مهر دل افروزى نيست
روزى كه توبى عشق بسر خواهى برد
ضايع تر از آن روز تو را روزى نيست
چي د ميني اور يې نه وي هى افسوس پر هغه زړه وي
له سهاره تر ماښامه د جانان په غم كي نه وي
چي په ژوند كي دي تېريږي يوه ورځ پردۍ له ميني
نه په ژوند كي حسابېږي نه د ورځي په تاله وي
كنه خردم در خور اثبات تو نيست
و انديشهْ من جز مناجات تو نيست
من ذات ترا بواجبى كى دانم
دا نندهْ ذات تو بجز ذات تو نيست
زماخالقه دا زما عقل كله وړ ستا د اثبات دى
زما يوازي فكر ذكر ربه ستا د مناجات دى
ستا په ذات باندي خالقه كله زه سم پوهېدلاى
څوك چي ستا په ذات پوهېږي دا يوازي ستا خپل ذات دى
خيام زبهر ګنه اين ماتم چيست
وز خوردن غم فايده بيش وكم چيست
آنرا كه ګنه نكرد غفران نبود
غفران براى ګنه آمد غم چيست
اې خيامه له ګناه دي ولي شپه او ورځ ماتم دى
زړه دي شين دى غم دي هر وخت د فايدې د ډېر او كم دى
چي ګناه يې نه وي كړې برخه نه لري له عفوي
بخښل كيږي ګناهونه در سره ولي تل غم دى
در عشقت از ملامتم ننګى نيست
با بيخبران درين سخن جنګى نيست
اين شربت عاشقى همه مردانراست
نا مردانرا ازين قدح رنګى نيست
ستا په عشق كي مي باك نسته د دنيا له پېغورونو
نه مي جنګ دى ستا پر مينه د بې دردو له پوځونو
عاشقي هسي شراب دي چي نصيب دي د مېړنو
د نامردو برخه نسته د دې ميو له جامونو
در ده صنما كه جهانرا تا بېست
زان مى كه ګل نشاط را زوابيست
بشتاب كه آتش جوانى آبيست
درياب كه بيدارى دولت خوابيست
ساقي راكه ډك جامونه دا هستي نه پاته كيږي
له سرو ميو چي ګلونه د مستۍ په سېرابېږى
ژر مى راوړه چي لمبې مي د ځوانۍ خاموشي نه سي
په دې پوه سه د بخت ورځي لكه خوب راسي تېرېږي
هر كو رقمى ز عقل در دل بنګاشت
يك لحظه ز عمر خويش ضايع نګذاشت
يا درطلب رضاى ايزد كوشيد
يا راحت خود ګزيد و ساغر برداشت
هر سړي چي عقل راووست په سينه كي د زړه كور ته
د خپل ژوند يوه شېبه يې ضايع نه كړه و هيڅ لورته
يا يې عمر په طلب كي د رضا د خالق تېر كړ
يا يې غوره ميخانه كړه ډك يې جام كړ پر سر پورته