راز از همه ناكسان نهان بايد داشت
و اسرار نهان ز ابلهان بايد داشت
بنګر كه بجاى مردمان چكنى
چشم از همه مردمان همان بايد داشت
راز دي پټ ساته هوښياره له ټولۍ د ناكسانو
په دنيا كي شريك نه كې خپل اسرار له جاهلانو
چي له چا سره دي كړي په ژوندون كي ښه او بد وي
انتظار د خپل عمل كړه د نړۍ له انسانانو
تاچند بروى دريا ها خشت
بيزار شدم زبت پرستان وكنشت
خيام كه ګفت دوزخى خواهد بود
كه رفت بدوزخ وكه آمد ز بهشت
لا تر څو ايږدمه خښتي پر اوبو د دريابونو
زه بېزار له صومعې يم زړه مي شين له معبدونو
چا ويله چي خيام به د دوږخ پر لور روان وي
څوك دوږخ ته ورغلي څوك راځي له جنتونو
هر چند كه از ګناه بد بختم و زشت
نو ميد نيم چوبت پرستان كنشت
اما سحرى كه ميرم از ميخورى
مى خواهم و معشوق چى دوږخ چى بهشت
كه هر څو بد او بدبخت يم او يم بار په ګناهونو
بت پرستو غوندي نه يم نا اميد له رحمتونو
خو په هغه ورځ چي مرمه له مستيه د شرابو
زه به مى او معشوق غواړم له دوږخ له جنتونو
فصل ګل و طرف جويبار و لب كشت
با يك دو سه اهل و لعبتى حور سرشت
پيش آر قدح كه باده نوشان صبوح
آسوده ز مسجدند و فارغ زكنشت
هم وياله ده هم چمن دى هم موسم دى د ګلونو
هم دوه درې ياران حاضر دي هم ښايستې د جنتونو
پيالې ډكي راته راوړه مينوشان په صبحدم كي
بې پروا دي له كنشته او فارغ له مسجدونو
چون چرخ بكام يك خردمند نګشت
تو خواه فلك هفت شمر خواهى هشت
چون بايد مرد و آرزوها همه هشت
چه مور خورد بګور چه ګرګ بدشت
د هوښيارو پر زړه نه دى هيڅ يو كار د آسمانونو
ډېري ورځي به كي تېري په شمېرلو د عمرونو
دا هستي پاى ته رسېږي هيلي ټولي خاوري كېږي
څه مېږي دي ګور كي وخوري څه لېوان دي پر دښتونو
هر دل كه درو مهر و محبت سرشت
خواه اهل سجاده باش خواه اهل كنشت
در دفتر عشق نام هر كس كه نوشت
آزاد ز دوزخست و فارغ ز بهشت
هغه زړونه چي يې برخه وي د ميني له يادونو
كه سجدې كړي د بتانو كه شيخان د خلوتونو
چي د چا نوم يې ليكلى پاس د عشق پر دفترونو
هم آزاد وي له دوږخه هم فارغ له جنتونو
من هيچ ندانم كه مرا آنكه سرشت
از اهل بهشت كرد يا دوزخ زشت
قوتى و بتى و بادهْ برلب كشت
اين هر سه مرا نقد ترا نسيه بهشت
نه پو هېږم هغه چا چي زما خمير يې دى اخښلى
په جنت يې كړم دننه كه دوږخ كي يم شمارلى
په سبزه كي صنم راكه هم كباب هم شراب دواړه
دا درې نغدي مي په كار دي جنت قرض مي در بخښلى
در صومعه و مدرسه و دير و كنشت
ترسندهْ دوزخند و جوياى بهشت
و آنكس كه ز اسرار خدا با خبر است
زين تخم در اندرون دل هيچ نكشت
په كنشت په صومعه كي مدرسو په خلوتونو
يا به بېره د دوږخ وي يا تلاښ د جنتونو
هغه چاته چي معلوم دي د خالق د شان رازونه
نه د طمع نه د بېري كښت يې كړي پر زړونو
تاكى ز چراغ مسجد و دود كنشت
تا چند زيان دوزخ و سود بهشت
رو بر سر لوح بين كه استاد قلم
روز ازل آنچه بودنى بود نوشت
لا تر څو ډېوه محراب كي په كنشت كي اور بلېږي
څو به ځغلې له دوږخه او جنت ته دي زړه كېږي
پر تخته د آسمان ګوره چي استاد په خپل قلم دي
د ازل په ورځ ليكلي هغه توري نه بدلېږي
آنكس كه خط از كلك ګهربار نوشت
اول الف قامت دلدار نوشت
او نيز همين الف پى سر خط طفل
يكبار نوشت و طفل صد بار نوشت
هغه چا چي خط په خپلو ګوهري ګوتو ليكلى
اول تورى يې الف دى د دلدار قامت منلى
د سر مشق په دود ماشوم ته دا الف يې دى ښودلى
ده خو يو ځلي ليكلى ماشوم سل ځله وكښلى
مهتاب به نور دامن شب بشكافت
مى نوش دمى بهتر ازين نتوان يافت
خوش باش ومينديش كه مهتاب بسى
اندر سر خاك يك به يك خواهد تافت
نوراني سپوږمۍ ختلې او د شپې لمن خپرېږي
پياله نوش كه تر دې كله ښې شېبې در پيدا كيږي
له زړه ليري انديښنې كه چي سپوږمۍ به داسي ډېره
د هر چا پر لحدونو يو په يو د شپې ځلېږي
اى آمده از عالم روحانى تفت
حيران شده در چهار و پنج وشش و هفت
مى خور چو ندانى از كجا آمده اى
خوش باش ندانى بكجا خواهى رفت
چي راغلى دې عالم ته د اسرارو له جهان يې
شپه او ورځ په شمېر لګيا يې عددونو ته حيران يې
راسه ډكي پيالې نوش كه هيڅ به پوه نه سې تر مرګه
چي له كومه يې راغلى او پر كوم لوري روان يې
مى خور كه بزير ګل بسى خواهى خفت
بى مونس و بى رفيق و بى همدم و جفت
زنهار به كس مګو تو اين راز نهفت
هر لاله كه پژمرد نخواهد بشګفت
سره مى نوش كه په لحد كي ډېر خوبونه در رسېږي
نه به يار نه به اشناى وي نه دوستان دي په كارېږي
پټ يې وساته په زړه كي دغه راز چي رسوا نه كې
چي غاټول سي يو ځل مړاوى بيا په عمر نه غوړېږي
ساقى دل من زدست اګر خواهد رفت
بحر است كجا خود بدر خواهد رفت
صوفى كه چو ظرف تنګ از خويش پر است
يك جرعه اګر دهى بسر خواهد رفت
كه مي زړه له واكه وزي ساقى چېري به رسېږي
پيمانه د سمندر ده كومي خواته به بهېږى
صوفي تونګ غوندي تر غاړي مالامال دى له خپل ځانه
په يوه غړپ يې مستېږي او پر سر به روانېږي
آن قصر كه بهرام درو جام ګرفت
آهو بچه كرد و روبه آرام ګرفت
بهرام كه ګور ميګرفتى همه عمر
بنګر كه چګونه ګور بهرام ګرفت
هغه قصر چي بهرام به پكښي اخستل جامونه
د هوسۍ پكښي زوى وسو ګيدړ وكړله خوبونه
چي بهرام به دوولس مياشتي تل د ګور كول ښكارونه
ګور نن څرنګه تړلي د بهرام پښې او لاسونه
ګر از پى شهوت و هوا خواهى رفت
از من خبرت كه بينوا خواهى رفت
بنګر چى كسى و از كجا آمده اى
ميدان كه چى ميكنى كجا خواهى رفت
كه پر لار د شهوتونو د ابليس او د هوا ځې
دا خبره به مي اورې چي تش لاسى بېنوا ځې
دا ته څوك يې راته وايه له كوم ځايه يې راغلى
ته پوهېږې چي به څه سې څه كوې پر كومه خوا ځې
چون كار نه بر مراد ما خواهد رفت
انديشه و جهد ما كجا خواهد رفت
پيوسته نشسته ايم در حسرت آنك
دير آمده يم زود ميبايد رفت
چي د زړه د ټولو هيلو مخالف مو دا جهان سو
پر دې لار د اندېښنو به لا تر كله سر ګردان سو
تل افسوس افسوس نارې دي تل به خورو د زړګي ويني
چي ناوخته يو راغلي وختى څرنګه روان سو؟
در خواب شدم مرا خردمندى ګفت
كز خواب كسى را ګل شادى نشګفت
كارى چى كنى كه با اجل باشد جفت
مى نوش كه عمر هات ميبايد خفت
زه بيده وم يو هوښيار مي راته راغى په خيالو كي
ويل پاڅه چي خير نسته پټو سترګو په تيارو كي
ولي وكړې داسي چاري چي له مرګ سره جوړه وي
شراب نوش كه چي عمرونه دي په خوا دي په خوبو كي
اين بحر وجود آمده بيرون زنهفت
كس نيست كى اين ګوهر تحقيق بست
هر كس سخنى از سر سودا ګفتند
زان روى كى هست كس نميداند ګفت
د وجود سمندر ګوره له پټ ځايه دى راغلى
د تحقيق د مرغلرو لاړ يې چا نه دى پېيلى
هر چا خوله ده خلاصه كړې پكښي ټول دي سرګردانه
ځكه هسي چي هستي ده چا يې راز نه دى ويلى
زهر است غم جهان و مى ترياكت
ترياك خورى ز زهر نبود باكت
باسبزه خطان بسبزه زارى مى خور
زان پيش كه سبزه دمد ازخاكت
د جهان غمونه زهر او سره مى ترياك له تاكه
ترياك وخوره چى له زهرو په ژوندون كي سې بې باكه
د ګلرخو سره نوش كه سره شراب په شنو سبزو كي
چي سبا را پورته كېږي شنه سبزه هم ستا له خاكه
هر لذت و راحتى كه خلاق نهاد
از بهر مجردان در آفاق نهاد
هر كس كه زطاق منقلب ګشت بجفت
آسايش خود ببرد وبرطاق نهاد
چي خالق زڼي پيدا كړل د مستيو د عيشونو
مجردو ته يې وركړې نصيبې له اسمانونو
چي هر څوك له طاقه ولوېد او د جفت قسمت يې وسو
آرامي يې كړله هېره پاس د خوني پر طاقونو
اين چرخ جفا پيشه عالى بنياد
هر ګز ګره كار كسي را نګشاد
هر جا كه دلى ديد كه داغى دارد
داغ ديګرى بر سر آن داغ نهاد
دا آسمان دا جفاكاره دا چي هسك يې دي برجونه
نه فرياد يې د چا واورېد نه دوا يې كړل دردونه
چي پر مځكه يې ليدلي د هر چا پر زړګي داغ دى
پر هغه داغ يې ور ايښي سر پر سر دي نور داغونه
كس مشكل اسرار ازل را نګشاد
كس يك قدم از نهاد بيرون ننهاد
چون بنګرى از مبتدى و از استاد
عجز است بدست هركه از مادر زاد
د ازل چي څه اسرار دي هغه نه دي چا سپړلي
له آغازه تر دي دمه يو ګام نه دي مخته تللي
له شاګرده تر استاده جواب نه دى چا ميندلى
ټول عاجز دي چي له موره پر جهان دي زيږېدلي
صياد ازل كه دانه در دام نهاد
صيدى بګرفت و ادمش نام نهاد
هر نيك و بدى كه ميرود در عالم
او ميكند و بهانه بر عالم نهاد
د ازل ښكاري چي راوړل له دانو سره دامونه
پكښي ښكار يې انسانان كړل پكښي بند پښي او لاسونه
په عالم كي چي څه كېږي له نيكيو له بديو
ټوله لوبه د ازل ده ملامت سي عالمونه
در سر هوس بتان چون حورم باد
در دست هميشه آب انګورم باد
ګويند خدا ترا از مى توبه دهاد
او خود ندهد من نكنم دورم باد
وايم تل دي د ګلرخو ښكلې مينه را سره وي
راسره دي تل په لاس كي د سرو ميو پيمانه وي
وايى خداى توبه دركړې له چښلو د شرابو
دى پخپله داسي نه كړي له توبې مي دي توبه وي
دادم باميد زندګانى برباد
نابوده زعمر خويشتن روزى شاد
زان ميترسم كه عمر امانم نهد
چندانكه ز روزګار بستانم داد
زه مي هيلو د خوښيو او هوس داسي برباد كړم
د ژوند يو ګړى مى نسته چي يې يو نفس را ياد كړم
زه بېرېږمه مرګى به مهلت را نه كړي تر ډېره
چي كسات له ژونده واخلم د اسمان مخ ته فرياد كړم
آنكس كه زمين و چرخ و افلاك نهاد
بس داغ بلا بر دل غمناك نهاد
بسيار لب لعل و سر زلف چو مشك
در طبل زمين وحقهْ خاك نهاد
هغه چا چي پيدا كړي اووه مځكى آسمانونه
ډېر يې كښيښودل پر زړونو د بلا او غم داغونه
ډېري شونډي يې ميګوني ډيرى زلفي يې مشكينى
زڼي كړيدي د مځكى په نازېږي تور قبرونه
از رنج كشيدن آدمى حر ګردد
قطره چو كشد حبس صدف دُُر ګردد
ګرمال نماند سر بماند بجاى
پيمانه چو شد تهى دګر پر ګردد
د انسان چي خوارۍ ورسي نو آزاد پر زمانه سي
په صدف كي چي بندي سي هغه څاڅكى در دانه سي
مال كه ولاړ سي سر وي پاته دنيا ځاى د تاوانو دى
بيا به ډكه سي كه تشه له سرو ميو پيمانه سي
طبعم همه با روى چو ګل پيوندد
دستم همه با ساغر و مل پيوندد
از هر جزوى نصيب خود بردارم
زآن پيش كه جزو ها بكل پيوندد
زړه مي تل را څخه غواړي د ګلرخو صحبتونه
وايم زه واى صراحى واى ډك له سرو ميو جامونه
له هر جز د خپل نصيبه خپله خپله برخه واخلم
چي يې نه وي لا وهلي جز په كل كى پيوندونه
باروى نكو ولب و جوى و مل و ورد
تا بتوانم عيش و طرب خواهم كرد
تا بوده ام و باشم و خواهم بودن
مى خورده ام و ميخورم و خواهم خورد
چي نګار وي شنه وياله وي او سره مى وي سره ګلونه
د ګلرخ ساقي له لاسه نو شوم به ډك جامونه
چي مي نوم وي په هستي كي چي ژوندى پر دنيا ګرځم
ما چښلي دي چښم يې تشوم به ډك خمونه
من دامن زهد و توبه طى خواهم كرد
با موى سپېد قصد مى خواهم كرد
پيمانه عمر من به هفتاد رسيد
اين دم نكنم نشاط كى خواهم كرد
له توبې او له پرهېزه ور تېرېږم په زر ځله
په دا سپينو وېښتو ځمه ډكومه پياله خپله
چي د عمر پيمانه مي تر اويا ده رسيدلې
چي دا نن لا مستي نه كړم دا مستي به كوم كله
آنرا منګر كه ذو فنون آيد مرد
در عهد و وفا نګر كه چون آيد مرد
از عهده عهد اګر برون آيد مرد
از هر چه ګمان برى فزون آيد مرد
مېړه مه ګوره په عقل ذو فنون وي يا لقمان وي
چي پر قول پيمان ټينګ وي هغه تل مرد ميدان وي
چي د قول له ميدانه بريالى مېړه را ووت
د زمري په څېر يي زړه وي تر رستم به پهلوان وي
ګر چه غم و رنج من درازى دارد
عيش و طرب تو سر فرازي دارد
بر هر دو مكن تكيه كه دوران فلك
در پرده هزار ګونه بازي دارد
كه څه ډېر دي زما غمونه او اوږده مي دي رنځونه
ستا په برخه خداي دركړي هم خوښۍ دي هم عيشونه
اعتبار چي په ونه كې چي آسمان د پردې شا ته
پټي كړي دي زر لوبي زر يې نور دي نيرنګونه
ګردون ز زمين هيچ ګلى بر نارد
كش نشكند و هم بزمين نسپارد
ګر ابر چو آب خاك را بر دارد
تا حشر همه خون عزيزان بارد
فلك هيڅكله له مځكي خټه نه ده اخيستلې
چې يې نه ده ماته كړې نه يې مځكي ته سپارلې
او كه پورته وريځو وړلاى د اوبو په عوض خاوري
تر قيامته به يې وينى د يارانو اورولې
روزيست خوش و هوا نه ګرم است نه سرد
ابر از رخ ګلزار همى شويد ګرد
بلبل به زبان حال پيش ګل زرد
فرياد هميزند كه مى بايد خورد
څه تازه نسيم چلېږى نه ګرمى ده نه ساړه دي
وريځ د ګل ګردونه مينځى كه څه نوي كه زاړه دي
بلبل ناست پر ژړو ګلو او د حال په ژبه وايى
شراب وچښئ يارانو ورځي شپې پر تېرېده دي
در دهر هر آنكه نيم نانى دارد
يا در خور خويش آشيانى دارد
نى خادم كس بود و نه مخدوم كسى
ګو شاد بزى كه خوش جهانى دارد
څوك چي ګرځي پر دې مځكه ډوډۍ نيمه يې تر ملا ده
يا جونګړه كي اوسېږي يا يې خپله سر پناه ده
نه خادم ورته ولاړ وي نه نوكر د بل بادار وي
زما له خوا وركه دا زېرى چى دا ټوله نړۍ ستا ده
عمرت تا كى بخود پرستى ګذرد
يا در پى نيستى و هستى ګذرد
مى خور كه چنين عمر كه غم در پى اوست
آن به بخواب و مستى ګذرد
لا تر څو به دي خوږ عمر تېروې په ځان ستايلو
په رمزونو د نيستيو د هستۍ د پوهيدلو
مى چښه چي تر دې عمر چي غمونه ور پسې دي
هغه ښه دي چي تېرېږى په خوبونو يا په ملو
هر صبح كه روى لاله شبنم ګيرد
بالاى بنفشه چمن خم ګردد
انصاف مرا از غنچه خوش مى آيد
كو دامن خويشتن فراهم ګيرد
هر سهار چي پر سرو ګلو پر لاله شبنم اورېږي
بنفشه د چمن غيږ كي نرۍ ملا باندي كږېږي
كه انصاف له مانه غواړې زما غونچه ډېره خوښېږى
چي لمن يې په خپل واك ده او پر ځان باندي ټولېږي
چون جود ازل بود مرا انشا كرد
برمن نخست درس عشق املا كرد
و آنګاه قراضه ريزهْ قلب مرا
مفتاح خزانهْ در معنى كرد