استاد زیار
د ځانپېښو ثبت د ليکوال د ځاني، ټولنيز، سياسي او فرهنګي ژوندانه په څېړنه او
سپړنه کې ډېر رول لري، په تېره بيا دا چې دا پېښې په خپله د ليکوال په قلم ثبت شوي
وي. دا ليکنه يا ځانپېښې، چې دلته يې لولئ، پوهاند استاد زيار په خپل قلم ليکلي، نو
ځکه دده د ژوند په تشريح کې ډېره مرسته کوي.
ځانپېښې
(Autobiography)
کله چې سړى د همېشه بهار ننګرهار له منځي جلال اباد څخه مخ پر سويل يو دېرش څلوېښت
کيلومتره د مزينې په ښکلې او سمسوره دره کې پورته ولاړ شي او د سپين غر شنې لمنې ته
ورنژدې کېږي، په هر نيم کيلومتري واټن کې يوې لويې ويالې ته رسي چې لوى لوى کلي او
لوړې برجورې کلاوې، شنې کروندې، بڼې دېرې او ښېرازې باغچې ورباندې لکه د مرغلرو لړ
پرله پسې پرتې دي. دغه ويالې له پسرلي نيولې، د اوړي تر وروستيو شپو ورځو له مست
څپاند ((مزينې)) رود څخه د لويو لويو دوديزو بندونو له لارې اوبه را اخلي او ډکې
ډکې بهېږي او بيا وروسته يې د چينو او کارېزونو نرۍ نرۍ اوبه ځاى نيسي؛ له همدې
کبله يې د لرنيو (وروستي ورخو) برخو منګني کښتونه د برنيو (سر ورخو) هغو هومره ګڼ
سمسور او ښېرازه نه وي- مزينې رود له خپلې ښکلې او اوږدې درې سره د سپين غر له هغو
سويلي سر درو څخه سرچينه اخلي، چې د شينوارو او خوګياڼو ترمنځ ټبرنى او اداري بريد
جوړوي او شمالي هغه يې د کورمې سيند سرچينه؛ د مزينې رود پر نويو اوبو (باريکاب)
باندې پر کابل سيند پاى ته رسي.
دغه رود له کوټ او چپرهار هغو سره د ((روداتو ولسوالۍ)) رغوي چې لومړى ترې په ((تور
راغه)) او دويم ترې په ((سپين راغه)) جلا کېږي.
د همداسې يوې ويالې له سر ورخ څخه پر شمال د ((اخون کلى)) د کلاوو لړۍ رانښلي چې
څلورمه يې د ملک ميرسيد کلا نومېږي او ځينې يې د ملا رحمت الله کلا هم بولي، ځکه د
دواړو مخورو ترمنځ سمه پر دوو برخو وېشل شوې او دواړه يو برابر اړوندان او ګاونډيان
لري. دغه کلا تر ټولو هملړو کلاوو ډېره لوړه او برجوره ده او مخه يې د تلبهاندې
ويالې له کبله تل په شنو کروندو، بڼو دېرو او بڼکيو ښکلې او ښېرازه برېښي. د مزينې
رود منځ لار چې اوس سړک شوى دى، د دغې کلا له سويلي اړخه تېرېږي.
زما مور وپلار تر يوه لانجمن واده دولس- ديارلس کاله وروسته له يو زوى لور سره له
پاسني حصارک، ميدانک او بيا روغانيو څخه دغې کلا ته رالېږدېدلي وو او د ملک ميرسيد
د ګاونډي په توګه يې په يو خونيز کور کې استوګنه غوره کړې وه، چې له څارويو سره په
کې يوځاى اوسېدو. زه د خپلې مور د وينا له مخې په همدغه کورګي کې د ١٣١٥ل کال پر
دويمه يا درېيمه مياشت زېږېدلى يم، چې د صفرې له مياشتې او د مندتو (زردالو) له
موسم سره يې سمون درلود؛ دا ځکه چې دغه تازه راوتې مېوه يې راباندې وېشلې وه دا هغه
شپې ورځې وې چې زما د دوو خويندو ترمنځ يوازينى اووه- اته کلن ورور د کوي د ناروغۍ
له کبله له نړۍ څخه تازه سترګې پټې کړې وې. له دې لامله زما زېږېدنې دغې کوچنۍ
کورنۍ ته نوې رڼا وبښله او له ټولې بېوزلۍ سره سره يې د ناز او هوسايۍ په غېږ کې
رالوييدلم او په مينه مينه يې پاللم او روزلم. پلار به مې په هر اختر کې په ښايسته
کاليو پټولم او په کال کې به يې د سيالۍ په توګه د ولسوالۍ بازار (شيرشاهي) ته پر
شا لېږدولم او يوه ښکلې چرمه يي ټټرۍ (سدرۍ)) به يې راته پر درزي باندې ګنډله. د
پلار د ځوانۍ د ځواکمنو مټو او نه ستومانېدونکي کارو زيار په برکت مو يو شډل، مګر
څه ناڅه هوسا او بسيا ژوند درلود. له کرګرۍ او جولاګرۍ سره يې د غوا خوسي او مېږې
وزې ساتنه پالنه هم کوله. له همدې کبله مو د شودو، شړومبو کوچو او غوړيو کمى نه و
او هېڅ ژمى مو بې لاندي نه تېراوه.
له فرهنګي پلوه ميرسيد کلا تر نورو کلاوو پوره دمخه وه، هسې خو ټول اخون کلى، لکه
څنګه يې چې له نامه ښکاره وه، يو ديني- فرهنګي کلى و او د سيمې د يوه مخور او ستر
ځمکوال اخون په نامه نومول شوى و چې شاهي دربار ته يې هم لار درلوده او امير حبيب
الله خان ورته د ورځې تر اوو وژنو (قتلونو) فرمان ورکړى و. خو کله چې ورباندې د
اوببخرې (حقابې) د بلوسنې له کبله يو سر تېر بزګر غليلاک راوړ او له غټو زامنو سره
يې يوځاى بلې نړۍ ته ولېږه او ساتندوى امير يې هم هممهال د خپلو چړچو بلهاري شو، نو
يوې نوې را لېږدېدلې فرهنګي (( قاضي امين جان)) کورنۍ يې ځاى ونيو. دغې کورنۍ هم
نژدې شل کاله پر اسکيرلي ولس باندې د يوه ځبېښاکګر په توګه خپله واکمني وچلوله، تر
څو يې د جاسوسۍ په تور له چوچو پوچو سره د کابل دهمزنګ ځاى شو او ترې راپاتې سمسور
باغ او دېره يې د يوه لومړني ښوونځي د پرانيستنې لپاره په زړه پورې انګېزه شوه چې د
مزينې حصارک ښوونځي په نامه يې د تېر فرهنګي برم يوازينى پاتوړى او ځاى ناستى
وګرځېد.
زموږ کوچنۍ کورنۍ د نورو دوه درو ګاونډيو کورنيو غوندې د کلا د دواړو ځمکوالو ديني
فرهنګي کورنيو له اغېز سره سره زما نورو خويندو ورونو له ليک لوست سره کومه
لېوالتيا نه درلوده. خو کله چې زه تر شپږ کلنۍ واوښتم او د کال مخکې جوړ شوي ښوونځي
پلټونکي راپسې راغلل، نو پلار مې له ټولو هلو ځلو سره ونه شو کړاى، ما ترې د کلا د
يوازيني ښوونځي منګي هلک په توګه وژغوري. له دې سره يوه اندېښنه دا وه چې زه نه
چېرې د يوه نارامه هلک په توګه کوم سرکاري کتاب څيرې کړم او ده ته خطره پېښه شي.
يوه همداسې ورته اندېښنه ورته بله هغه مهال پيدا شوه چې ما ترې د سرښوونکي په
سپارښتنه د يوې بغدادۍ سيپارې د رانيونې غوښتنه وکړه. دا يې بيا داسې انګېرله،
ګوندې چې هغه راڅخه څيرې يا تر پښو لاندې شي، غاړه به يې راسره بنده شي، خو مور مې
دغه کار يو ستر ثواب ګاڼه، سيپاره يې راته پيدا کړه. د هغې له پاى ته رسولو سره يې
راته (عم) سپياره او بيا يې په هغې پسې قران شريف هم د ملا او ملک له کورنيو څخه
راته په سوال وغوښتل او د هماغو کورنيو له ښځمنو سره مې لوستل. پلار مې له دغه کار
څخه مټې هماغه مهال خبر شو چې زما تربور استاد ترې د مبارکۍ ويلو په ترڅ کې د پګړۍ
غوښتنه وکړه، بيا يې نو په هسکه غاړه هغه ته پګړۍ ورکړه او زه يې ونازولم. مګر تر
څو چې ژوندى و، د ښوونځي د يوې سليټ تختې اخيستنه يې را باندې ونه لوروله. دريم
ټولګي ته نوى بريالى شوى وم چې د پلار سيورى مې له سره پرېوت او ما ددې لپاره چې
مټې راته مور سليټ تخته واخيسته، مړينې يې دومره اندېښمن نه کړم. له دې ناخبره چې
يوازينى رزمنه وال (نفقه رسان) مو له لاسه ورکړ او د مشروټي نرينه غړي په توګه د
درو نورو غړو ( مور او دوو کشرانو ورونو) کالخوايي همدا زما تر غاړې شوه. زه اړوم
چې په هماغه نه کلنۍ کې تر ژرندې او لو و لور پورې ټولې بهرنۍ چارې پرمخ يوسم. له
پلاره راته دومره پانګه پاتې وه چې مټې مو پرې يوه وزه واخيسته، نور نو د خداى اسرې
ته کېناستو. له بده مرغه هماغه ژمى له سختو واورو سره ملګرى و او بل کال ته ورپسې
پر ټوله سيمه د يوې بېسارې وچکالۍ او قحطۍ ناتار راخپور شو. ځوانې جانې کونډې مور
مې نوره اړووته چې د کور څلور دېوالي پرېږدي، تور ټيکرى پر سر کړي او له موږ درو
سرو زامنو سره په کوچياني ژوند پيل وکړي؛ دواړې مشرې خويندې مو خو لا د پلار پر
ژوند په خپل بخت پسې تللې وې. مور به مې د لو و لور او مزدورۍ لپاره کشروټى درې کلن
ورور په غېږ کې ونيو او موږ دوه لږ شان غوټکي (نه کلن او شپږ کلن) ورونه به يې له
لاسه ونيوو او د کامې، جلال اباد او نورو لريو نژديو سيمو په تکل به مو خپل
((عاريتي)) کورو کلى پرېښوول. يا به مو د غنمو وږي ټولول، يا کودي، يا به مو د
جوارو وږي سپينول، يا به مو پومبه اوڼله او يا خو به مو له چا سره په يوه خېټه
مزدوري کوله.
ما له دغو ټولو خواريو مزدوريو او لولنګريو سره سره بيا هم د زده کړې لړۍ نه
پرېښووه او له څلورم ټولګي څخه مې تر شپږمه څه پر مزينه او څه پر کامه د يوه او بل
په مزدورۍ پرمخ بوتله. دغه مهال ١٣٢٨مو له ميرسيد کلا څخه خپل پلرني کلي حصارک ته
کډه وکړه. هلته مو د خپل پخواني ځاى ځايګي او پولې پټي څه نښه نښانه او قباله پاتې
نه وه او تر کلونو کلونو ګاونډيتوب وروسته مو مټې په خپلو مټو ځانته کلاګۍ جوړه کړه
او جريب نيم ځمکه مو ورسره هم وپېرله. د ښوونځيوالې زده کړې ترڅنګه مې هر سهار او
مازيګر ديني هغه هم پرې نه ښووه او تر شپږم ټولګي وروسته راته د همدې مزدکي زده کړې
کېدون راترلاسه شو او د چړي په توګه مې پوره څلور کاله د ننګرهار په بېلابېلو لريو
نژديو سيمو کې عربي او پارسي زده کړې پرمخ يووړې، ترڅو راباندې د کوم زړه سواند
فرهنګيالي زړه وسوه او په جلال اباد کې يې تر ازموينې وروسته د ١٣٣٢ تعليمي کال
لپاره د کابل ليليه ښوونځي ((دارالمعلمين)) ته راواستولم. دا زما په ژوند کې لومړى
اوړون ټکى و چې هم يې له بېوزلۍ او لولنګرۍ وژغورلم او هم يې له ناپوهۍ او بې ليک
لوستۍ.
کابل د هېواد د يوازينۍ غورې فرهنګي منځۍ په توګه زما د هر اړخيزې روحي او ذهني ودې
او غړېدا لپاره لياره اواره کړه او زما پرمخ يې د پراخو علمي- فرهنګي پرمختياوو
روښانه څنډونه او لرليدونه پرانيستل. په ابن سينا ښوونځي او دارالمعلمين کې زما شپږ
کلنې زده کړې له ډېرو بريو او برياوو سره ملګرې وې. له اتم ټولګي څخه مې د شاعرۍ او
ليکوالۍ وړتيا غځونې وکړې او زه يې دېته وهڅولم چې په ټولو پوهنتوني څانګو کې له
چانس درلودنې سره سره ژبې او ادب ته مخه وکړم او همدا مې تر پايه د ژوند يو نه
بېلېدونکى ټوک وګرځي. له دې سره سره مې له لسم ټولګي څخه تر دولسمه د ژمنۍ رخصتۍ له
خوا د هلمند ناوې په پروژه کې له امريکايانو سره لومړى کال د ډيزاينر او پر دويم
کال د افيس انجنير په توګه کار کاوه چې پر جيب خرڅ سربېره مې خپله انګليسي زده کړه
هم پراخواله د تعليمي کال په اوږدو کې مې هر ګوره ادبي او ژورناليستي لړۍ هم پرمخ
وړه او د بايسکټبال د ټيم د غړي او مشر په توګه مې وزګار وخت هم هسې وزګار نه
تېراوه. پر ورځپاڼو، مهالنيو او اوونيزو سربېره مې سر له دولسم ټولګي ١٣٣٧ څخه له
راډيو افغانستان سره د همکارۍ لړۍ هم رانښلولې وه او په پوهنتوني دوره کې مې پرې د
څو ورځپاڼو او مجلو پرله پييلې خبريالي هم ور زياته شوه.
پر ١٣٤١ل کال له پوهنځي څخه له وتلو سره سم له سمونې په علمي کدر کې ونيول شوم او د
ژبپوهنې د نوې پرانيستل شوې څانګې (موسسې) په چوکاټ کې راته (( د افغانستان د
ژبپوهنې اتلس)) لپاره د ژبنيو څېړنو کار را تر غاړې شو چې پر ١٩٦٠م کال په ويانا کې
د يونسکو د ختيځپوهنې د څليرويشتمې کانګرې له خوا يې سپارښت شوى و او د اروپايي
ژبپوهانو په علمي تخنيکي او مالي مرسته د يوې اوږد مهالې پروژې په توګه پرمخ وړل
کېده. ما نژدې پنځه کاله د هېواد په غرو رغو او کليو بانډو کې د هېواد د څوارلسو
ژبو څه دپاسه سل ګړدوده د جلا جلا اثارو په بڼه وڅېړل او وکښل. دغه ډګر څېړنې (فيلډ
ريسرچونه) چې د هېواد او سيمې په کچه يې مخينه نه درلوده، زما د راتلونکو لورو
څانګيزو زده کړو په بريالۍ پرمخوړنه او علمي فرهنګي بشپړتيا کې يو بېسارى غوره نقش
ولوباوه.
ما په دغه ترڅ کې د نورو دوه درو ملګرو په توپير يوازې د ګړدودو پر څېړنه، کښنه او
ټولونه بسنه نه کوله، بلکې ورسره ورسره مې د هرې اړوندې ژبې او سيمې فولکور او
دودونه جالونه هم کښل او راټولول. له دې سره سره مې ژورناليستي هڅې هم پرمخ وړې او
د بېلابېلو خپرونو د همکار او په تېره د هېواد ورځپاڼې د لومړني او همېشني خبريال
په توګه مې د هر څېړنيز سفر يو اوږد انځوريز راپورتاژ هم را برابراوه. د علمي او
فولکوريکو څېړنو يوه برخه مې علمي خپرونو لکه کابل مجلې او وږمې مجلې ته سپارله او
بله مې له ځان سره په ځانګړو څرمه کتابچو کې راخوندي کوله؛ ثبت کړې هغه خو مې له
ژبنيو څېړنو سره يوځاى د پروژې د امانت په توګه د اړوندو څانګو په واک کې ورکوله چې
آر (اصل) يې سويس ته استول کېده او کاپي يې د پوهنځي د ژبپوهنې په موسسه کې خوندي
کېدله.
زما د علمي- فرهنګي بشپړتيا دويم اوړون ټکى د لوړو څانګيزو زده کړو لپاره هغه بورس
و چې د نوموړو پنځه کلنو څېړنو د پاداش په توګه د سويس ملي فونډ راپه برخه کړ. ما
ددغه هېواد د پايتخت برن په دولتي پوهنتون کې شپږ کاله د ټوليزې (عمومي) ژبپوهنې
هندو اروپايي او هندو ارياني فيلولوژۍ او په څرمه توګه د وګړ پوهنې (اتنولوژۍ) او
ادبپوهنې زده کړې پرمخ بوتلې. چې لومړي درې کاله مې د الماني او انګليسي ژبو زده
کړې او پياوړتيا او ماسټرۍ ونيول او درې وروستي مې د يفل دوکتورا. ما د سويس په
ښکلي هېواد کې له شپږ کلنې استوګنې څخه نه يوازې د خپلې څانګيزې پرمختيا او بشپړتيا
لپاره ګټه واخيسته چې لا تر څنګه مې له خپل استاد پروفيسور ژارژردار سره د
افغانستان د ژبپوهنې اتلس د تيارونې په بهير کې هم خپله مرسته ونه سپموله، په تېره
د خپلو څيرليو او کښليو ګړدودو په برخه کې. پروفيسور ژاردار د سويس د ناسيونال فونډ
درې- څلور ټوکه چاپ ته چمتو کړي او پاتې کار ته له کور ناستې سره سره دوام ورکوي.
له هېواد سره مې پرله پييلي ژورناليستي او ادبي اړيکي دپخوا په څير پالل. د شعر په
برخه کې مې بېخي يوه نوې لياره ونيوله او دا نه يوازې له دې لامله چې د اروپايي
ادبي او شعري بهير تر اغېزې لاندې راغلى وم، هغه هم زياتره له جوليز (فورمال) پلوه،
بلکې نوي طبيعي، ټولنيز او فرهنګي چاپېريال راباندې نوې اغېزې وښندلې، په تېره د
سويس بېساري ښکلي او الهام بښونکي پنځ زما پر شاعرانه ولولو يو نه اټکلېدونکى اثر
واچاوه. ما په وزګار او ازادو ورځو کې له غر ګرځيو اوسکي لوبغاړو سره يوځاى پر
واورينو الپونو او ښېرازو ځنګلونو، سيندګيو او سيندونو او ټولو جنتي منظرو ګرځېدم
او د ايشيا د جنت ((افغانستان)) په ياد به مې ترې شاعرانه الهامونه اخيستل، په سويس
او نورو اروپايي هېوادو کې زما د شعرونو بېلګې په بېلابېلو غونډونو کې له ځاى او
نېټې سره راخوندي شوې دي. ما د سويس له ديموکراسۍ څخه په ګټه اخيستنه د خپل يوه شعر
الماني ژباړه د پوهنتون په يوه کيڼ لاسې اوونيزه ((برنرسټوډنټ)) کې خپره کړه چې
ډېره هنګامه او انګازه يې پيدا کړه او د اړوندو زده کړيالو (محصلينو) د ټولنې
((فوروم پوليتيکوم)) له تاوده هر کلي سره سره راباندې په وروستيو دوو کلو کې يو نيم
زريز بورس پر پنځه سويز بدل شو. هماغه وو چې له سياسي شعرونو سره مې هغه پخوانۍ
لېوالتيا کمه شوه او له ټولنوال رياليزم سره مې د روماتنتيسيزم او سمبوليزم راګډولو
ته هڅه ډېره شوه، يا د چا خبره د ((شعريت)) په هڅه کې شوم. که څه هم زما دغه هڅه
هېواد ته له راستنېدو او ګوندي فعاليت سره نيمزالې غوندې پاتې شوه او مټې يې د
شپېتمو کلونو له پيل سره بېرته ساه واخيسته. هسې خو سياست زما له شعر سره نه
بېلېدونکى پيوند لري. ځکه زه شعر او هر هنر په ژوند پورې تړلى بولم او سياست ور
پورې د ژوند د يوه واقعيت په توګه اړوند ګڼم خو دومره نه چې هغه د شعار تر بريده
ورسوي. ما د همدې وروستۍ لسيزې په سر کې پاسني آر ته خپله پاملرنه زباته کړه او په
پاى کې مې هم کره کتونکو ته زباته کړه چې نور مې وچ او سپېره شعار ته پاى ټکى ايښى
دى او دا دى د همدې لړۍ تر دوه ګونو غونډونو ( اور او وينې- ګلولې) پسې مې درېيم
غونډ چاپ ته چمتو دى چې په يو مهال کې د ازاد پښتو شعر لومړنۍ بشپړې بېلګې هم ګڼل
کېږي او له دې سره سره زما د شل کلن ازاد شعر غورځنګ له عملي او لارښودو بېلګو څخه
شمېرل کېداى شي. د ١٣٥١ په درشل کې مې له سويس څخه له راستنېدو سره د ژبو او
ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د ژبپوهنې د استاد په توګه خپله رسمي او مسلکي دنده له
سره پيل کړه او د تدريس ترڅنګه مې د څېړنو او ليکنو او له دې سره د ژورناليستي
فعاليت لړۍ هم په نوي دود او سبک راونښلوله. د پوهنځي د دوې مياشتنۍ مهالنۍ (وږمې)
را تر غاړه کېدل مې د دوو غبرګو غورځنګونو د سيستماتيکولو او رښتياينې لپاره ښه فال
وګاڼه چې لومړى مې د (( يوې يوازينۍ ګډې نږه بشپړې کره ليکنۍ پښتو)) او دويم مې د
((نوي ازاد پښتو شعر)) په نامه ان د سويس د استوګنې په وروستيو کلو کې د کابل مجلې
او ځانګړو ليکونو له لارې اعلام کړى و. په دغه (وږمې) مجله کې مې ټولې رارسېدلې
ليکنې له پورتني آرو معيار سره سمې کره کولې او بيا مې چاپ ته سپارلې او همداسې يې
د ازادو او نيم ازادو شعري بېلګو خپرول درواخله. له هماغې لومړۍ ګڼې څخه مې پر
وړاندې ټينګار (مقاومت) پيل شو، خو ما خپله درسته پر ځمکه ونه غورځوله، کتونکې ډله
او همکاران مې په منطق او استدلال له ځان سره ملګري کړل او د پښتو ټولنې رسمي او
نيم رسمي ګواښونه مې د پوهنتوني اتاريټۍ او علمي ځوابيه ليکنو سره شنډ کړل.
هغه مهال چې لومړۍ ډله ييز ټکر مې پر ١٣٥٤ کال د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز په
پرانيستونکي نړيوال علمي سيمينار کې له دوديزو پښتو پوهانو او ټيکه والو سره پېښ شو
او ځوان زده کړوال پښت او د ارواښاد نارويژي استاد پروفيسور مورګن ستيرن تر مشرۍ
لاندې مې ټول مېلمانه اروپايي ژبپوهان او ختيځپوهان پر خوا ودرېدل او د چا خبره هغو
ته مې علمي او رواني ماته ورکړه. نور مې زوړ اندو بډانو له ډاګيزې (علني) مخامختيا
څخه لاس واخيست او له هغې ورځې راهيسې يې چې له سرکاري واک وويسا څخه په ګټه
اخيستنه زما مخې ته هر څومره کرکنډې راغورځولې، له پښو يې غورځولاى نه شوم، که څه
هم توکيز او مانيز زيانونه يې ډېر راورسول، نه مې کوم اثر جايزه وړاى شوه او نه يې
د چاپ کابو پيدا کوله، مګر يو مخيزه يې زما د علمي او ژورناليستي هلو ځلو مخه
نيولاى نه شوه. هغه ټول څېړلي او ليکلي اثار مې پرله پسې زېرمه کول او مټې مې د ثور
اوښتون له دويم پړاو راهيسې د هغو د چاپ لړۍ راونښلوله چې اوس يې شمېر ١٦ ته رسېږي.
دا زما د ګونديتوب يوازينۍ ګټه وه چې د نورو ليکوالو او پوهانو غوندې زما اثارو ته
هم د چاپ لاره اواره شوه. نور خو يې تر اوښتونه پوره اووه کاله د سر په کاسه اوبه
راکړې او را وروسته مې هم يو کلن څرخي زندان د همدغه ګوند پر سر وګاله چې په جنتي
سويس کې يې زما د رښتيني ژوند شپږ کاله بېرته له صفر سره برابر کړل او دا بايد
اعتراف وکړم چې ګونديتوب زما د ((معياري پښتو)) او ((ازاد پښتو شعر)) د غبرګو
غورځنګونو د خنډ و ځنډ تل يو غوره لامل بلل شوى دى. په علمي، ژورناليستي او
زېږندويي (ايجادي) ډګر کې هر ګوره زه ډېر لږ د ګوند د ديکتې او دوکتورين اړوند شوى
يم او که په يوه ليکه کې ورسره راغلى يم، هغه مې ورسره له ښه يا بدمرغه اند پوهيز
(ايډيولوژيکي) ګډوالى و. اوس چې مې د واکمن ګوند له ليکو څخه د وتو دوه کاله تېر
شوي هم دي، د خپل پاټکيز رغښت او د افغان ولس د وروسته پاتېوالي په غوښتنه له خپلې
اند پوهې او نړۍ ليد څخه تېرېدونکى نه يم. زه د يوه نړيوال سيستم په توګه د ستاليني
سوسياليزم د راپرځېدنې هر کلى کوم، خو کپيتاليزم يې هېڅکله يوازينى الترناتيف او
ځايناستى نه بولم او د يوه منځګړي هومانيستي ژغورنده نړيوال غورځنګ منځته راتګ ته
سترګې پر لار يم له دې سره په زېږندويي ډګر کې هم د سوسياليستي رياليزم پر ځاى د
يوه رښتيني هومانيزم لاروي خوښوم او د هېڅ بېلارې کوونکي پانګوالي (ايزم) لاره به
ونه نيسم.
زه ځان پوره بريالى ننګيرم چې زما شل کلنو غبرګو غورځنګونو نن سبا خپلې ييبرې او
اغېزې ښندلې له يوې يوازينۍ کره پښتو سره په لره بره پښتونخوا کې ((ازاد)) يا په
بله وينا ((نوي ازاد پښتو شعر) نور له هغې کړغېړنتيا (ابتذاله) را ژغورل شوى دى چې
تر شپېتمو کلونو دمخه ورسره لاس و ګرېوان و. دا کومه پوچه او بې سرو بوله ادعا نه
ده، بلکې د زبات لپاره يې عيني لاسوندونه لرم. د ساري په توګه د نوي او نوي ازاد
شعر او ان نوي داستان هېڅ يو ځوان نوښتګر زما له سيده او ناسيده شاګردۍ او لارښوونې
څخه انکار نه شي کړاى. دا ماته نور کوم ارزښت نه لري چې څوک مې د شاګردۍ يا
لارښوونې پاسلنه مني يا نه مني مګر د غورځنګ وياړ راځنې هېڅکله اخيستلاى نه شي.
زما ټولې ليکنې، څېړنې، علمي، ژورناليستيکي او زېږندويي کارونه په لومړي سر کې په
خپله مورنۍ ژبه دي او کله نا کله مې په کې له پارسي، انګليسي او الماني څخه هم کار
اخيستى. لومړى شعري ازمېښت مې هم په پارسي ژبه و چې د اتم ټولګي په پاى کې مې ويلى
و او د ١٣٣٤ل کال د ابن سينا ښوونځي په پسرلنۍ غونډه کې مې اورولى و. همدارنګه له
پارسي څخه زما لومړۍ پښتو ژباړه له لسم ټولګي، له انګليسي څخه له دولسم ټولګي او له
الماني څخه له ماسټرۍ مهاله راپيلېږي دا چې پارسي شعر مې دومره نه دى پاللى، ښايي
چې چا به ورهڅولى نه يم، خو هڅه مې کړې چې په هر شعري غونډ کې يې يوه نيمه شعر ډوله
بېلګه را واخلم. په کتابي بڼه زما لومړۍ ژباړه هم له دري څخه په پښتو وه چې د ((طب
او حکمت په اسلام کې)) تر سرليک لاندې مې په يوولسم ټولګي کې پر ١٣٣٦ل کال تر سره
کړى او پر ١٣٣٧ل کال د وخت د ښوونې او روزنې د موسسې له خوا په افسيټ چاپ خپره شوې
ده.
زما ادبي ژباړې له انګليسي څخه پر ١٣٣٩ کال د الفردو موسس د يوه شعر او د يوه چيني
ليکوال د داستان له پښتو کولو سره پيل کېږي او له الماني څخه پر ١٣٤٨کال د سويسي
گتهيلف، الماني ګويتې، برتولت برېښت او داسې نورو شاعرانو د شعرونو له ژباړې سره. د
پارسي شعر را اړونه مې خو ټيک له هماغه شپږم ټولګي څخه رانښلي چې په جومات کې مې د
سعدي ګلستان او بوستان، د جامي يوسف و زليخا، د نظامي سکندر نامه او د داسې نورو
کلاسيکو شاعرانو او ناثرانو اړوند اثار د يوه ټاکلي دوديز کريکولم په چوکاټ کې له
عربي هغو سره يوځاى يو بل پسې لوستل او ورسره ورسره مې پارسي ليک زده کاوه. د همدغه
کار له برکته مې وکړاى شول، کابل ته له رسېدو او د اووم ټولګي له پيلونې سره مې پر
پارسي باندې د لاسبري بهير تر نورو پښتو ژبيو ډېر ګړندى و، تر دې کچې چې دوه کاله
وروسته مې په کې خپل لومړى شعر هم وکښه.
زه دا خپله ستره نېکمرغي ګڼم، تر هغې مخکې چې له بهرنيو ژبو سره مې پېژندويي پيدا
شي، د مورنۍ ژبې ((پښتو)) تر څنګه دغې دويمې غورې هېوادنۍ ژبې زما په علمي- فرهنګي
بشپړتيا کې يوه نه هېرېدونکې اغېزمنه ونډه اخيستې ده او پر دې ډېر وياړم او ښاڅم چې
د ناپليون له خبرې سره سم دغې دويمې زده کړې ژبې ماته دويم شخصيت رابښلى دى.
ما په ٢٩ کلنۍ کې د يوې اوږدې سوځنده مينې تر بريالنۍ پايلې وروسته واده کړى او د
همدغه برياليتوب له کبله يې راته د ((پښتيان)) او ((پښتيانا)) په نومونو دوه غبرګ
نښانونه د مينه وړي برخليک پر ټټر راځړولي دي.
دا دى، په څرمه ډول خپل ژوند ليک له يوې لنډې کرونولوژۍ سره د خپلو ليکنو څېړنو،
ژباړو او ادبي زېږونو بشپړ ليکلو ستاسې مخ ته ږدم چې په لنډ ډول زما له پېچلي، مګر
وياړلي اندو ژوند سره پېژندګلوي پيدا کړئ.
په ټوله فرهنګي او شاعرانه مينه
پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار
کابل، مرغومى، ١٣٧٠