مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

استاد زیار

يادونه

لکه څنګه چې ښکاره ده او موږ هم دمخه ورته ګوته ونيوله، د پوهاند زيار د ليکنو شمېر پرته له ځانګړو اثارو (١١٠٠) ټوټو ته رسېږي او کېدى شي له دغو څخه لا زياتې وي. استاد زيار خپلې دا ليکنې له ٣٠-٣٥ کلونو راهيسې په هېواد او بهر کې په پښتو، دري، انګليسي او الماني ژبو د بېلابېلو مهالنيو (چاپي، راډيويي او تلويزيوني) خپرونو له لارې خپرې کړې دي. د دغو ليکنو يو شمېر مې د خپلو نژدې ملګرو او په خپله د استاد په مرسته پيدا کړي، هغه هم په ډېره ستونزه، هغه جريدې، مجلې او ورځپاڼې چې د علومو اکاډمۍ، عامه کتابتون او د کابل پوهنتون په مرکزي کتابتون کې موجودې وې، پوره پوره مې ورڅخه ګټه واخيسته، چې يو اوږد زماني واټن يې ونيو، خو بيا هم زه په دې بريالى نه شوم، چې د استاد زيار يو لړ چاپي ليکنې له اخځليک سره دلته راوړم دا ځکه چې په کتابتونونو کې د دېرشمو کلونو د جريدو، مجلو او ورځپاڼو کلکسينونه نيمګړي دي او په تېره بيا د هېواد ورځپاڼه چې ٣٧-٤٣ کلونو پورې په کې د خبريال په توګه د استاد ډېرې ليکنې او راپورتاژونه خپاره شوي دي او د ځينو خو لا هېڅ نه شته. استاد زيار د خپلو چاپي ليکنو يو اخبار هم له ځانه سره نه دى ساتلى. زه له ځينو نورو ليکوالو سره چې ځانګړي کتابتونونه لري هم په تماس کې شوم، له هغوى سره هم زما د اړتيا وړ مواد نه وو. نو په دې وجه مې ونه شو کړاى، چې د پوهاند زيار ټولې چاپي ليکنې دلته راوړم.
دا دى دلته د هغوجريدو، مجلو او ورځپاڼو يادونه کوم چې د استاد د ليکنو يوه زياته برخه په کې خپره شوې ده، خو په کتابتونونو کې نه پيدا کېږي او په يوځايي ډول يې موندل ډېر زيات زماني واټن غواړي او ځينې بيا هم ښايي هېڅ پيدا نه شي:
١- د ثور انقلاب حقيقت ورځپاڼې ځينې اړتيا وړ ګڼې.
٢- د (هېواد) ورځپاڼې د ٤٠-٤١ او ٤٢ ځنې اړتيا وړ ګڼې.
٣- د اصلاح ورځپاڼې د ٣٥-٤٣ کلونو ګڼې.
٥- د ننګرهار ورځپاڼې د ٤٣ او ٤٤ کلونو د حمل او ثور د مياشتو ګڼې.
٦- د (پکتيا وړانګه) ورځپاڼې د ٤٢ کال ګڼې.
٧- د (پلوشه) مجلې د ٥٢-٥٧ کلونو ګڼې.
٨- د زېري جريده د ٣٥ کال ګڼې او ځينې نورې اړتيا وړ ګڼې.
٩- د مېرمن مجلې ځينې اړتيا وړ ګڼې.
١٠- د (پوهنتون کابل) اوونيزې د ١٣٦٦ کال ځينې اړتيا وړ ګڼې.
١١- د کابل پوهنتون خبرونه د ١٣٣٨-١٣٤١ کال ګڼې.
١٢- د (بدني روزنه) مجلې د ١٣٤١ کال ګڼې.
١٣- د کهول مجلې ځينې اړتيا وړ ګڼې.
١٤- درفش جوانان اوونيزې ځينې اړتيا وړ ګڼې.
١٥- د حقيقت سرباز جريدې ځينې اړتيا وړ ګڼې.
١٦- د (ننداره)) مجلې ځينې اړتيا وړ ګڼې.
ما په خپله دغه څېړنيزه ليکنه کې له خپل واک و وس سره سم هڅه وکړه، چې د استاد زيار پر اند وژوند او فرهنګي شخصيت، د لاسته راغلو اخځونو او توکونو له مخې رڼا واچوم، خو بيا هم هاغسې چې ما غوښتل او ښايي نور يې هم وغواړي، ونه شو کړاى او ډېر څه نا سپړلي او ناجوت پاتې شول. له دې کبله مې غوره وګڼله، په خپله له استاد زيار سره هم يو لړ خبرې اترې او مرکې وکړم، چې ګوندې له دغې لارې زما د څېړنې پاتې تشې او نيمګړتياوې څه ناڅه بشپړوالى او کره والى ومومي. دا هم زما پوښتنې او د ده غبرګونې:
١- پوښتنه: ښاغلى استاد زيار! ما څو ځايه ستا د ژوند ليکونو په ترڅ کې چې ستا د چاپ شويو کتابونو پر دوتنو (پښتيو) او ژوندون مجلې د ١٣٦٧ل کال په ٤ ګڼه کې خپاره شوي دي، ستا د خپلواکو څېړنيزو، ژباړيزو او زېږندويزو (تخليقي) اثارو شمېر ١٣٠ او د ليکنو (مقالو) هغه ١١٠٠ ښوول شوى دى، خو زما د لږو ډېرې پلټنې له مخې لومړى شمېر تر ١٣٠ ټوکو هم تېرى کوي، مګر ستا د بېلابېلو ليکنو ټول شمېر مې د ورځپاڼو، جريدو او مجلو د کلکسينونو د نشتوالي او نيمګړتيا له کبله پوره نه شو کړاى په دغه برخه کې ستا غبرګون څه دى؟
ځواب: څنګه چې زما د بېلابېلو ليکنو(مقالو) شمېر هم زياتره په ژورنالستيک فعاليت پورې اړه لري او په تېره بيا دا چې له ١٣٣٨ څخه مې تر ١٣٤٥ پورې د هېواد ورځپاڼې د خبريال په توګه زښتې ډېرې ليکنې خپرې شوي، نو دا کومه هېښنده خبره نه ده، چې د کلکسينونو نشتوالى او نيمګړوالى يې تا دغې پوښتنې ته اړ باسي. زه پوره باور لرم چې که دغه کلکسينونه په لاس درغلي واى، هرو مرو دې زما ((شمېر)) ته د مننې سرخوځاوه، ځکه ښه مې په ياد دي چې د ١٣٣٨ کال له ژمي بيا د ١٣٤١ کال تر پايه د هېواد ورځپاڼې يوه ګڼه هم بې زما له ليکنې خپره شوې نه ده. ان داسې وخت راغلى چې په بېلابېلو پورنومو (لکه مزينه وال، اخترخېل...) مې په کې تر درو ليکنو هم خپرې شوې دي: يو راپورتاژ، يوه مرکه او يا هم ورزشي او هنري تبصره، که نه يو ښاري خبر خو به مې بې نومه هم په کې خپرېده. نو که په منځنۍ کچه مې يوازې په هېواد ورځپاڼه کې د کال ٣٠٠ ليکنې خپرې شوي وي، نو يوازې مې په نوموړو درو کلونو کې د ژورناليستيکو ليکنو شمېر نهو سوو ته رسېږي او همزمان ورسره په نورو ورځپاڼو او مهالنيو کې هم لږ تر لږه ٥٠ ليکنې ورسرباري شوي دي او دغه راز ژورنالستيک فعاليت مې لږ و ډېر تر دې دمه رارسېږي.
زه دا باټې نه وهم چې ګوندې زما ټولې ١١٠٠ ليکنې دې يو مخيزه علمي او څېړنيزې وي، دغه راز په پورتني شمېر کې زما ځينو هغو ليکنو هم غبرګون (دوبلکيت) موندلى چې په علمي سيمينارونو او غونډو کې مې اورولي او بيا وروسته په اړوندو غونډونو (مجموعو) کې چاپ شوي دي او يا لکه ژبنۍ هغه چې يوه زياته برخه يې په (ليکلار) او (ويي پوهنه) کې راغلې ده.
نور واړه واړه مطلبونه لکه سريزې، يادښتونه، کتنې، ارزونې يا تقريظونه هم په پورتني شمېر کې راځي چې پر ځينو علمي تيزسونو، څېړنيزو اثارو، پوهنتوني لوستليکيو (درسي کتابونو) او يا شعري او داستاني غونډونو مې کښلي دي او دا هم بايد ووايم چې زما د ليکنو شمېر په دوه مخکې کلو اړه لري او نورې ليکنې مې همداسې روانې دي.
هوګوره، زما ادبي زېږندويۍ (تخليقات) تر نوموړي شمېر د باندې دي چې تا هم ورته ځانته جلا څپرکى ورکړ ى دى.
٢- پوښتنه: ستا د ((ملي ريکارډ)) خبره ښايي پر ځينو کسانو دومره ښه ونه لګي، په دغه باب مو څه نظر دى؟
ځواب: (( اختر څه پټ مېړه نه دى)) ترڅو چې پوهاند حبيبي ژوندى و، دا حق مې ځانته نه ورکاوه، ځکه هغه د يوه افغاني ليکوال او پوهاند په توګه په ټول افغاني فرهنګي تاريخ کې نه يوازې د مقالو او کتابونو د څومره والي له پلوه يو ملي ريکارډ ټينګ کړى و، بلکې په ځينو علمي څانګو، لکه تاريخ ليکنه او متن پوهنه کې يې څرنګوالى (کيفيت) هم په برخه و. خو تر ده وروسته په ټوله پازوالۍ (مسووليت)، په نورو مړو او ژونديو ليکوالو او څېړنوالو کې په څه دپاسه ١٣٠ خپلواکو اثارو او ١١٠٠ مقالو سره ځان د ((ملي ريکارډ)) څښتن بولم، که څوک يې نه مني، ((دا ګز او دا ميدان))، ((که شپه تياره ده، مڼې په شمار دي)) په دې کې شک نه شته چې زما په خپلواکو ((کتابي)) اثارو کې ١٠٤ ټوکه هغه ډګر څېړنې (فيلډ ريسرچونه) هم راځي چې د هېواد د ١٠-١٤ ژبو پر ١٠٤ ګړدودونو مې ترسره کړي دي او د چا خبره يوازې څېړنيزه او ديتايي بڼه لري، همداسې مې څرمه (ضميمي) فولکوريکي څېړنې هم درواخله! خو بيا هم دا په زغرده ويلاى شم چې ما د دغو اومو توکونو د علمي اوډون په لومړني پړاو کې هم هغه مهال کارنده برخه اخيستې چې د برن پوهنتون د شپږ کلنې زده کړيزې استوګنې په ترڅ کې مې له خپل استاد پروفيسور ژارژ ردار او دوکتور شارل کيفر سره پرځاى کړې ده او هر ټوک به يې تر بشپړ اوډون وروسته زما په نامه له چاپه راووځي(د افغانستان د ژبپوهنې اتلس د پروژې په باب خو مې په خپل ځاى کې څرګندونه کړې ده). له بلې خوا مې په خپلو ورځنيو ليکنو، څېړنو او کتابونو کې هم له پورتنيو ديتاوو څخه تل ګټه اخيستې او زما د ژبنيو او فولکوريکو څېړنو يوه غوره سرچينه بلل کېږي.
که ځينې راسره رخه لري او د ((ملي ريکارډ)) خبره پرې بده لګي، نه يې ته خوله تړلاى شې او نه زه. دغه رخه يوازې له دې سرچينه نه اخلي چې ګوندې د چا خبره اړوندو کسانو ته زور ورکوي، بلکې له هغه نابانديوالي تومنه اخلي چې دوى يې زما له خوا د ((پښتو ليکني معيار)) او ((ازاد شعر)) له راپيل کړي غورځنګ او بيا نه ايلېدونکې انتقادي لوښې سره يې لري. له ارواښاد استاد حبيبي سره زما د پرتلې په باب ستا بله پوښتنه هم دلته ځواب موندلاى شي.
٣- پوښتنه: له ډېرو ښاغلو مې اورېدلي دي، چې ته د ځانګړي سياسي او فرهنګي تګلارې له کبله تل ((چپى)) پاتې شوى يې او همدا ناړامه او نه ايليدونکى چپي دريځ دې د لوړو دولتي څوکيو لپاره خنډ ګرځېدلى دى، ايا دا خبره سمه ده؟
ځواب: زه به دا هم زياته کړم، کله چې په ناڅاپي توګه يوې لوړې څوکۍ ته رسېدلى هم يم، د همدغه دريځ له کبله ترې نه يوازې بېرته ژر لرې شوى يم، بلکې جزا مې هم ليدلې ده، يا زندان ته تللى يم او يا بهر ته. د خپلې ګروهې او دريځ، يا په بله وينا له ټاکلو ژوند آرونو (پرنسيپونو) د څوکۍ، بلکې د ژوند پروا مې هم ساتلې نه ده. زه به هېڅکله داسې شرايطو ته سر کښته نه کړم چې زما د ځانګړې سياسي او فرهنګي تګلارې او ټاکلي دريځ په بيه پرېوځي. ښايي ډېر فرهنګيالان لږ و ډېر دغه راز نه ايلېدونکى دريځ ولري، مګر ما په کړن کې زباته کړې ده او چاته مې شک او خرخشه پرې ايښي نه دي. له بلې خوا په ټوله مانا د ټولنې او ژوند د رښتينې څېرې په ځلونه کې زما ناړامه او بې پروا ((زړورتيا او رښتينتيا)) بس دي چې د وخت واکمنان راباندې کومه پوړۍ او څوکۍ ونه لوروي.
٤- پوښتنه: لکه څنګه چې تا ويلي دي (( ليکوالي زما د ژوند يو نه جلاکېدونکى ټوک دى)) همدا اوس زما د منګ په انډول ستا روغتيايي حالت ښه برېښي، ايا کېدى شي، دا خبره د عمر تر پايه پورې پر ځان ومنئ!؟
ځواب: هسې خو هر څوک دا هيله لري، په پوره روغتيا سره يو اوږد ژوند په مخ کې ولري او خپلې نيمګړې هيلې او ارمانونه د بري تر بريده ورسوي، مګر له ما سره د روغتيا او ژوند اوږدتيا هيله د همدې لپاره ملګرې ده چې وکړاى شم، د ژوند تر وروستۍ ساه پورې لږ تر لږه نوموړى شمېر اثار په چاپ ورسوم او د خپل پښتني، افغاني او بيا يې د جهاني فرهنګ تاريخ ته وسپارم.
هو ګوره، له دې سره به زما ټوله کازمني (ازمندي) خړوبتيا ونه مومي او غواړم د دغه اوډوني (تدويني) کار تر څنګه په درو ګونو (څېړنيزو، ژباړيزو او زيږندويزو) ډګرونو کې هم خپل نه ستړي کېدونکي کار و زيار پرمخ يوسم. په ځانګړي ډول په ناپيلې (منثورې) زېږندويزۍ برخه کې همدا اوس بې شمېره اډانې (طرحې) او يادښتونه له ځان سره کښلي لرم چې په کور ناستۍ سره ورته د لنډ، منځني او اوږد داستان (رومان) په بڼه رښتاينه وبښم، هغه هم په دې آړ (شرط) چې تر هغې مې د ((پښتو ليکني معيار)) او هم ((پښتو ازاد شعر)) غورځنګ يو غوڅ بشپړتيايي پړاو ته رسولى وي، د اګاهانه او نا اګاهانه ((مخالفينو)) غوږونه دې کاڼه وي.
٥- پوښتنه: ځينې کسان وايي: (( استاد زيار په خپله علمي- ادبي او همدارنګه سياسي تګلاره کې له ښندې (افراط) څخه کار اخلي)) ته په دې کې څه وايې؟
ځواب: په يوه وروسته پاتې ټولنه لکه افغاني او په تېره پښتني ټولنه کې هر نوى ټولنيز او فرهنګي بدلون او غورځنګ هرومرو له ناباندۍ سره مخامخېږي او ذهنيتونه راپاروي که به څه هم د دغې ناباندۍ او پارونې آر لاملونه (اصلي عوامل) ساده او نالوستې پرګنې نه، بلکې تش په نامه ((روښاندان)) وي، چې د خپلو ارتجاعي ګټو په پار د دغو پرګنو له ساده ګۍ او نالوستۍ ناوړه ګټه اخلي. د ساري په توګه د ثور اوښتون ضد پارونې له آره له همدغه راز شاتګ پالو او ځانساتو ((روښاندانو)) څخه سرچينه اخلي او فرهنګي بدلون يا اوښتون خو چې د ټولنيز اوښتون يو نه جلاکېدونکى ټوک بلل کېږي، بيا په ځانګړي او سيده ډول د همدوى په خپل لاس له خنډو ځنډ سره مخامخېږي. له کلو راهيسې چې ما د ((پښتو ليکني معيار)) د رامنځته کولو لپاره غږ پورته کړى او ټولې هاندو هڅې مې ورته راګومارلې دي، د وخت د پښتو ټولنې ټيکه والو راپسې د مخالفت بيرغ راپورته کړى او هماغومره پلويان يې د ځان ملګري کړي، لکه څومره چې ما د ځان ملګري کړي دي. نو دا څرګنده وه، چې هغوى دغه غورځنګ د خپلې ټيکې لپاره خطر انګېره او څه يې چې له لاسه کېدل، ډډه يې ترې ونه کړه.
د دوى همدومره پروپاګند بس و، چې د ((ژبني معيار)) جاج له ((ژبني تصفيې (پيوريزم) )) سره په سپسته يي توګه ګډ کړي او د وخت واکمن ځواکونه او ځان ساتي توکونه اګاهانه يا نااګاهانه زما او زما د لارويو پر ضد راوپاروي. (ددغې ربړې په باب زما اړوندې ليکنې او کتابونه هم په پام کې ونيسئ، همداسې د نوي او ازاد پښتو شعر هاندو هڅې هم درواخله چې په را وروستو څو کلونو کې مې ورته اوږه ورته کړې ده او ته يې ګورې چې تر پايه پورې مې څومره ځوان استعدادونه ملګرتيا کوي او يوازې څو زوړ خوښي مې مخې ته درېږي. د پښتو ټولنې د وخت ټيکه وال چې له لږو ډېر واک و ځواک سره د افغانستان د علومو اکاډمۍ ته په ميراث پاتې دي، سره له دې چې له شعر او شاعرۍ سره دومره سرو کار هم نه لري، خو بيا هم له دغو زوړ خوښيو سره خپل پخواني ګرومونه (کمپلکسونه) ګډوي. نو ته سوچ وکړه چې که دغه راز کسان راته ((افراطي)) ونه وايي، نور به راته څه ووايي. په سياسي برخه کې هم د هر راز ((افراط)) تور بيا هم تر بل هر چا زيات له همدغو څخه آره اخلي او تصادفي نه ده چې دوى بېلابېلې سياسي ډلې ټپلې سره اچوي، ما له تا سره او تا له ما سره او خپله د ((اپولوتيستانو)) په توګه د خير پر غونډۍ کېني. پاچاخان (عبدالغفار خان) چې په خپل ژغورنده سياسي غورځنګ کې د ((عدم تشدد)) لار نيولې وه، بيا هم ګوډاګيانو ورته همدغه ټکى پلمه کاوه.
زه له دې هم منکر نه يم چې نژدې شل کاله (( د افغانستان د خلکو ديموکراتيک ګوند)) غړى پاتې شوى يم او د دوران سازې ايډيولوژۍ يو سخت پلوى، مګر کله چې دغه ګوند دولتي ځواک په واک کې راوست، له لومړۍ ورځې يې په بېلاريو پيل وکړ او زه يې هم په زندان وسپارلم. تر شل مياشتني زنديو او زندانونو وروسته چې د ګوند شړل شوې څانګه ((پرچم)) ډګر ته راغله او له ((خلق)) څانګې سره يې په سمه سميا (فيفټي- فيفټي) کې درېيم ځلې نيم بند يووالى وکړ، زما پر سترګو هم يو څه رڼا راغله او ازاده ساه مې واخيسته. د لومړي ځل لپاره مې د خپلو کتابونو په چاپولو لاس پورې کړ او ٣-٤ کاله مې يوه نيمه څوکۍ هم وچلوله. دلته پرچميانو د ((امينيانو- تره کيانو) ضد سياست د ټولو پښتنو پر وړاندې راواخيست او د انټي پشتونيزم او پرو تاجکيزم بازار يې تود کړ. ما وليدل چې نورې دواړې ډلې راته د زغم وړې نه دي، (( نه اشه ښه ده نه ګله، دوى دې وخوري يو تر بله)) او په برلين کې مې د استادۍ په پلمه خپله استوګه غوره وګڼله. پر ١٣٦٥ل کال مې له راستنېدو سره چې دوکتور نجيب د ګوند و دولت مشرتابه ته رسېدلى و، بيا هم په ګوند کې خپل غړيتوب وساته، خو کومه ورته څپه چې د مخه راپيل شوې وه، نوره هم پسې تونده شوه او ورسته د شتو ټولونې سيالي د بډو او چور، غلا او خيانت، جاسوسي، هېواد پلورنې او په پاى کې د هېواد د ټوټه کېدو پلان په خپله د مشرتابه د غړيو له خوا شورو زور وموند، نور راته په ګوند کې پاتې کېدل په همدغو جرمونو کې شريکېدل وبرېښېدل او د همدغو لاسوندونو په راوړنه مې خپله استعفا وړاندې کړه. مګر د ((ايډيولوژۍ)) د مثبتو او انساني اړخونو پلوى به مې د ژوند ترپايه کومه وټه ونه مومي.
له دې کبله بې سياسته ژوند، په ژوند کې نه شمېرم او هنر و ادب هم د ژوند د يوه ټوک په توګه په سياست پورې تړلى بولم.
٦- پوښتنه: پر تا باندې تل دا انتقاد هم دى چې ستا ليکلار ډېره ګرانه ده او په اسانه پرې څوک نه پوهېږي ايا دا انتقاد تر کوم ځايه سمون لري؟
ځواب: لکه پاس مې چې وويل، ما په خپله د ((يوې، يوازينۍ، نګه، بشپړه، کره ليکنۍ پښتو)) يا په لنډ ډول ((معياري پښتو)) غورځنګ راپيل کړى دى، نو بايد زما ليکلار د همداسې پښتو يوه څرګندويه بېلګه وي او جوته ده چې زما ليکنۍ پښتو د نورو غوندې يوه لنډه تنګه سيمه ييزه پښتو نه ده، بلکې د ټولو سيمو، تاريخي متنونو او نويو رغاونو استازي کوي او يوازې په سلو کې پنځه ويشت پوروييونه (دخيل لغات) را اخلي. ځکه د نورو سترو نړيوالو ژبو غوندې د معياري پښتو ليکلار هم بايد پر جوړښتي (ګرامري) يووالي او لغوي رنګارنګوالي ولاړه وي. دا هم بايد ووايم چې ددغه انتقاد آره چېرې ده (( که ملحد يم د دښنه يم)) په ادبي زېږونو کې پر دغه ژبنۍ خوا سربېره فکري او بديعي پېچلتيا هم کېدى شي، د انتقاد لپاره پلمه شي خو دا پلمه هم بې سرو بوله ده په دې چې هنر زېږونه له ګزارش سره همدا توپير لري.
٧- پوښتنه: د نوي ازاد شعر په باب ځينې پسي شا او ځينې لا مخامخ ستا هلې ځلې انتقادوي، ستا په نظر د دوى دغه کار زموږ ادب ته زيان نه رسوي؟
ځواب: لکه څنګه مې چې ستا د مخنۍ پوښتنې په غبرګون کې پر دغه باب رڼا واچوله، له عيني پلوه هېڅ رښتينى پرمختللى غورځنګ بې ګټې نه وي او جوته ده چې هر راز ناباندي يې بې ځايه او بې ګټې وي. دلته له دې پرته چې دغه متل راياد کړم، بل وړ ځواب ورته نه ګورم: ((کاروان به تېرېږي او سپي به غپېږي.)) هيله ده چې زما دغه غبرګون ته په خپله ((افراط)) ونه بولې.
٨- پوښتنه: ستا په نظر د يوه ليکوال هغه هم ستا غوندې د يوه ستر ليکوال لپاره په سياست کې سيده ګډون ښه برېښي او که څه ډول؟
ځواب: که يو ليکوال او بيا اديب غواړي، پرګنو ته لار پيدا کړي او ټولنيز ګرانښت او منښت يې په برخه شي، بايد د خپلې ټولنې په پرمختللې مبارزه کې کارنده ګډون ولري او لا هڅه يې تل دا وي چې په مخکښانو کې يې ځاى ونيسي. ((ادب د ادب لپاره)) نن سبا هډو هېڅ ارزښت نه لري او ((ادب د ژوند لپاره)) په خپله سياست دى. دا خبره چې ځينې ليکوال وايي (( له سياست سره کار نه لرو يا مو سياست نه خوښېږي)) په خپله يوه سياسي خبره ده. داسې کسان هم له سياسي ګروهې ځان پاکولاى نه شي، هرومرو يوه سياسي لار او تګلار لري او په کړن کې ليدل شوي دي، چې تل د پرمختللي سياست او مبارزې په مخالف سنګر کې ټيکاو لري او د دې لپاره چې د خپل ارتجاعي سياسي دريځ د پټولو هڅه يې کړې وي، سياست او ادب سره نه پخلاکېدونکى بولي او له دې انګروزې سره سوچ کوي، نور به وغولوي،له دې ناخبره چې خپل ځان غولوي. هره ادبي زېږنده که شعر دى يا داستان، نندارليک دى، که فلمليک، هرومرو يو سياسي، يا په بله وينا يو ټولنيز ارمان او پيغام لري، خو که دغه ارمان او پيغام يو خوا له له هنري ارمان سره اخښلى را اخښلى وي او بل خوا د ټولنې له پرمختګ او پرمختيايي بهير سره سمون ولري، داسې چې د اندو جاج (فکرو مفهوم) له پلوه پوره ژور او د ژبنۍ او هنري جولې له پلوه له يوه ښکلاييز خوند او راکښون څخه ډک وي او له دې سره سره يې د انساني ټولنې او ژوند په انځورنه او ځلونه کې پوره رښتينولي نغښتې وي، هغه زېږندې به په رښتيا سره منښت او ګرانښت ولري او له دې سره به يې زېږندوى هم له دغه وياړ څخه برخمن وي.
د نړۍ نوميالي شاعران او ليکوال تل پرمختللي او جنګيالي وي. دلته د سيده او ناسيده پوښتنه سمه نه ده که ستا موخه ګوندي غړيتوب وي، نو ((شنې په غلا نه چيچل کېږي))، د يوه تش ((اپولوتيست)) ليکوال يا په بله وينا د يوه ارتجاعي دريح ليد توګې او نړۍ ليد لرونکي ليکوال پرمخ د پرمختګ ورشو ډېره لنډه تنګه ده او کوم ارت او په زړه پورې څنډونه او لر ليدونه په مخ کې نه لري او د چا خبره ((د جولا غوندې يې منډه تر مږوي پورې وي)) او بس.
٩- پوښتنه: ځينې کسان وايي چې (( د استاد زيار د پښتو پالنې روحيه د ده له سياسي تګلارې سره ټکر خوري)) ستا په اند دا خبره سمه ده؟
ځواب: دا چې زما پښتو پالنه د ټولنې له کوم ناپښتو مليت يا ډلې ټپلې په تاوان نه ده، بلکې د افغان ولس د ټولنيز او فرهنګي پرمختګ په ګټه ده او له بلې خوا زما له سياسي تګلارې او اند پوهې سره پوره اړخ لګوي، نو ولې تر دا منځ ټکر پېښ شي او که کوم ټکر دلته ليدل کېږي، آره (منشا) يې له ما سره نه، بلکې له هماغو لنډ اندو پښتنو او نا پښتنو يا ګونديانو او ناګونديانو سره ده چې پښتنو ته د مشر ورور يا اکثريت په سترګه نه ګوري، کاشکې دوى له ما سره، نه يوازې د مارکسيستي- لينيستي آرونو (اصولو) له مخې، بللکې لږ تر لږه د ټولمنليو نړيوالو آرونو پر بنسټ استدلال کولاى، هسې بې آرو بې دليله ادعاوې ماته کوم ارزښت درلوداى نه شي.
١٠- پوښتنه: لکه څنګه چې څرګنده ده، ته د نورو ټولو مخينه والو او ازمېښتکارو ليکوالو په انډول له ځوانو شاعرانو او ليکوالو سره زيات نږدېوالى او لورېينه لرې او له همدې کبله در نه ډېر ګڼ شمېر تاو راتاو هم دي، علت څه دى؟
ځواب: ما د ( نوي- زوړ) د مبارزې سختې شېبې ليدلې او تر اوسه يې لا ګورم، له دې کبله زه نه غواړم زوړ خوښى پاتې شم او د ((زوړ)) د خوشالونې په بيه ((ځوانان)) له ځانه بېزاره کړم. ما له هغو ((زړو)) څخه ستر لوست اخيستى، چې تل يې پر خپلو ((زړو)) ټينګار کړى او د نوي پښت د نوښتونو پر ضد درېدلي، يا په بله وينا د نوي او ځوان استعداد په غوړېدا کې خپله نيستي ويني. دا سې زاړه خپل ځانونه په خپله منفوروي او کوم درناوى چې ځوانان يې ورته بايد وکړي، په لوى لاس له لاسه ورکوي. زه د همدغه رمز په پوهېدو سره دې پايلې ته رسېدلى يم چې نه يوازې ځوانانو ته په کمه سترګه ونه ګورم، بلکې د استعداد د غوړېدا او هڅونې مرسته يې وکړم. همدا سبب دى چې تر ((زړو)) مې له ځوانانو سره ناسته پاسته زياته ده، ليکنې ورسموم او سمه لارښوونه يې کوم، نو ښکاره ده چې تر بل هر چا پر ما ډېر تاو راتاو وي او هماغومره پرې ګران يم، لکه څومره چې دوى پر ما ګران دي. زه که هرڅومره زوړ شم، فکرو خيال، هيله او ارمان به مې زړښت ته پرې نږدي او په دې ډول به تر مرګه له ځوان پښت سره واټن ونه لرم. د نوي ازاد شعر لپاره زما هاند وهڅه د همدې لوښې ښکارندوى دي. زه ددې څه پروا نه ساتم چې زوړ خوښي زاړه دې رانه خوښ وي يا ناخوښ، ځکه بې له هغې دوى د ګور پر څنډه ولاړ دي او له دې سره سره يې بې ګټې اندونه او ازمېښتونه هم يوځاى ورسره له منځه تلونکي دي.
حال دا چې ځوانان يوه ويړه راتلونکې په مخ کې لري او زما د پښت د نورو ليکوالو او فرهنګيالانو ورمندون (قضاوت) او ارزونه (ارزيابي) د همدوى په لاس کې دي.
١١- پوښتنه: لکه څنګه چې ښکاره ده، اقتصادي حالت د ژوند په ټولو برخو کې خپلې اغېزې ښندي، ستا اقتصادي اکر پر اوس وخت څه ډول دى؟
ځواب: زما اقتصادي اکر سمدلاسه په دې بد نه دى چې کار ډېر کوم او له دې سره مې ورځنۍ اړتياوې هم خړوبېږي. د زېرمې خيال دومره نه ساتم، تش همدومره بو بچت هومره په پام کې نيسم چې زما او زما د کورنۍ غړيو کومې ناببرې پېښې ته ځواب وويلاى شي. زه په دې برخه کې د المانيانو نه ، بلکې د فرانسيانو لياره خوښوم، لکه چې وايي: ((المانيان ددې لپاره ژوند کوي چې کار وکړي او فرانسيان ددې لپاره کار کوي چې ژوند وکړي)).
١٢- پوښتنه: لکه څنګه چې برېښي، ستا روغتيايي حالت ډېر ښه دى او لا تراوسه ځوان ښکارې او د همدغې روغتيا په برکت دې په ٣٥-٣٦ کلن ليکوالي ژوند کې دا دومره کار کړى دى، نو که همداسې روغ پاتې شې او يو اوږد ژوند ولرې، کله دې دا هيله هم په زړه کې غځونې کوي، چې په ليکوالۍ کې پر ملي کچه سربېره نړيوال ريکارډ هم ټينګ کړاى شې؟
ځواب: لکه چې وايي: (( نړۍ په اميد خوړل کېږي))، نو زه هم د خپلو ټاکلو ژوند آرونو (پرنسيپونو) د چوکاټ دننه له يوه اميد سره ژوند کوم او هغه اميد هم دا دى چې په خپل ژوند کې ستر فرهنګي بري او برياوې ترلاسه کړم. لومړى مې په ملي او بيا په نړيواله کچه، يا مې لږ تر لږه د خپل ملي او بيا جهاني فرهنګ په تاريخ کې نوم په غټو تورو وکښل شي. زه په همدغه هيله او ارمان د يوه روغتيايي اوږده ژوند پلوى يم او له همدې لامله په پرتليزه توګه تر ډېرو همزولو ځوان پاتې يم. زه د بې خرته دماغي کار ترڅنګه جسمي کار او ورزش، پلي ګرځېدل او هوساييز پروګرام او بيا سم او ارام خوب او وړنده خوراکي رژيم هم له ياده نه باسم د سويس شپږ کلنې تحصيلي استوګنې زما د مادي او مانيز ژوند کچې په لوړونه کې خورا ستر نقش لوبولى دى او همدغه شپږ کاله مې په خپل ژوند کې شمېرلي دي چې هغه هم د څرخي زندان يو کلن بند راته بېرته له صفر سره ضرب کړل، خو بيا هم د ناخوالو او بېلابېلو رواني فشارونو او اندېښنو زغم مې د رواني تلقين له لارې تل لوړ ساتلى او د ((خوږو)) په پرتله ((ترخه)) ژر ژر هېروم. زما زيات شعرونه له همدغه تلقين څخه رنګ اخلي، که نه هسې خو مې ژوند سر ترپايه رنځ او کړاو، درد او څړيکې دي او د چا خبره هسې ځان غولوم او زړه خوشالوم.
((چې په ناز لوى شي په زيار زړېږي))
زه پــه زيــار لـوى شوم، په ناز زړېږم
١٣- پوښتنه: لکه څنګه چې وايي، د لوړ استعداد او ذکاوت خاوندان، يا په بله وينا نابغه د ښکاره کړو وړو او ناستې پاستې له پلوه زياتره نارمل نه وي، يا په ډاګه ووايم له نبوغ سره يو راز لېونتوب هم ملګرى وي، نو ته له دغه پلوه د خپل ځان په باره کې څه نظر لرې، ايا لومړى ستا دا دومره فرهنګي او علمي برياوې د همداسې لوړ استعداد يا ((نبوغ)) ښکارندويي نه کوي او دويم دا چې که دا خبره سمه وي، نو ستا ځينې ناړامۍ او نه سازښتونه يو ډول (لېونتوب) نه ګڼل کېږي او باور لرې چې ته هېڅ راز جسمي او رواني يا دماغي ناروغي نه لرې؟
ځواب: زه څنګه چې د لوړ استعداد، ذکاوت يا نبوع دعوا نه لرم، نو د لېونتوب تور راباندې هم لګېداى نه شي. زه ګومان نه کوم، زما د ذکاوت کچ و مېچ يا (I.Q) دې دومره لوړه وي او دومره نومرې ووړلاى شم چې زما د فوق العاده ذکاوت يا نبوغ تر بريده ورسي. زه د نژدې دېرش کلنو رسمي او نا رسمي زده کړو په اوږدو کې هماغه مهال د لوړې درجې يا لومړۍ درجې په اخيستلو بريالى شوى يم چې زياته خواري او زيار مې ګاللى دى، که نه کله کله د بې پروايۍ او ناغېړۍ له کبله مې نه يوازې اول نمره ګي بايللې چې لا بېخي په منځنۍ او ټيټه درجه کامياب شوى يم. زه د کرکټر لوژۍ د آرونو له مخې ((دماغي)) کرکټر ارزول شوى او ډلبندي شوى يم ( د پوهاند سيد بهاوالدين مجروح د شننې له مخې) او له همدې کبله چې له هرڅومره ګرانې او پېچلې علمي موضوع او مسالې سره مخامخ شوى يم، د پوهېدنې او شننې له توغه يې پوره وتلى يم، خو بيا هم د پرله پسې هاندو زيار په پايله (نتيجه) کې. زه همدومره پوهېږم چې دومره تېز هوشه نه يم او يو څه وخت ته اړتيا لرم چې يوه علمي يا فلسفي پوښتنه او مساله په هر اړخيزه توګه حل کړم او هرو مرو پرې بريالى کېږم. زما پرتليزه روغتيا زما د خپلې پاملرنې او اوډلي ژوند زېږنده ده. يوه نيمه روغتيايي ستونزه به هرومرو ولرم چې يا خو به مور زېږې وي او يا خو به مې د ژوند په لومړنيو پنځلسو کلونو کې راپېښه شوې وي، ځکه دغه کلونه مې له سختې بېوزلۍ او بدويت سره ملګري وو. زه له څو کلو راهيسې پوه شوى يم چې ښي غوږ او کيڼه سترګه مې کمزوري دي او له دې سره مټې پر دې هم ورسېدم چې دا دومره عمر او بيا د زده کړو په بهير کې هرومرو زيانمن شوى يم او ډېر څه مې چې بايد لاسته راوړي واى او ژر مې لاسته راوړي واى، له لاسه وتلي دي. حافظه مې هم دومره پياوړې نه ده او د ټولو په پاى کې له ارثي پلوه زما د پزې د څوکې يو څه کږوالى هم تل زما د ناپامۍ او نه ځيرتيا سبب شوى دى. زما نه ژبورتيا هم ښايي د پاسنيو طبيعي او کسبي روغتيايي نيمګړتياوو زېږنده وي او له همدې کبله مې د زده کړو په ګړنيو ازموينو کې تل پوره نومرې نه دي اخيستې او په ليکنيو (تحريري) هغو کې مې بيا پوره پوره وړې دي. اوس هم زه تر وينا په ليکنه کې ځان ډېر پياوړى ننګيرم که دا خبره سمه وي چې د هر چا د استعداد او ذکاوت له لوړوالي سره هماغومره د لېونتوب لوړوالى هم وي، نو کېداى شي، دغه غبرګ وياړ زه هم ولرم. خو رښتيا رښتيا دا ده چې زه ټول فرهنګي او علمي بري او برياوې د خپل لوړ استعداد زېږنده نه، بلکې تر هر څه دمخه د خپلو هاندو هڅو او خولې تويونو ييبره بولم، زه دلته د نوميالي مخترع اډيسن د خبرې پخلى کوم چې د اختراعاتو په باب يې د يوې پوښتنې په ځواب کې کړې وه:
(( نبوغ په سلو کې ٩٩ په خولې توينه اړه لري او يوازې يو په الهام)).
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery