استاد زیار
يادښت (سريزه) ليکونکى زيار
د غرونو څوکې:
دغرونو څوکې کتاب د عبدالکريم پتنګ له خوا اوډل شوى او پر ١٣٥٩ل کال د کابل پوهنتون
د هغه وخت د ژبو او ادبياتو بشري علومو د پوهنځي له خوا خپور شوى دى چې په درېو
مخونو کې يې د کتاب د ارزښت او د ليکوال د هڅې په باب د استاد زيار يو يادښت راغلى
دى.
نومورکي مؤرخين:
نومورکي مؤرخين د لوى استاد پوهاند عبدالحى حبيبي اثر دى، چې پر ١٣٥٩ل کال د کابل
پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي له خوا چاپ شوى او په دوو مخونو کې پرې د استاد
زيار يو يادښت راغلى دى.
د ميا فقيرالله جلال ابادي فوايد فقيرالله:
دا کتاب د پوهاند استاد عبدالشکور رشاد په سريزه، تعليقاتو او لغتنامې پر ١٣٥٩ل کال
د ژبو او ادبياتو پوهنځي له خوا چاپ شوى او د استاد زيار له خوا پرې يو يادښت کښل
شوى دى.
د پټې خزانې فرهنګ:
د پټې خزانې فرهنګ د پوهاند استاد عبدالشکور رشاد يو ژبنى اثر دى، چې په هغه کې د
پټې خزانې د ځينو لغتونو څرنګوالى ښوول شوى دى. دا اثر پر ١٣٦٢ل کال د ژبو او
ادبياتو پوهنځي له خوا چاپ شوى دى او د استاد زيار له خوا پرې په دوو مخونو کې يو
يادښت کښل شوى دى.
د ميا فقيرالله پېژند ليک:
دميا فقيرالله پېژند ليک د پوهاند عبدالحى حبيبي اثر دى چې پر ١٣٥٩ کا د ژبو او
ادبياتو پوهنځي له خوا خپور شوى دى. پر دې اثر باندې د پوهاند زيار له خوا په درېو
مخونو کې يو يادښت کښل شوى دى.
د احمد شاه بابا د دېوان غورچاڼ:
دا د هغه کتاب نوم دى، چې د پوهاند استاد عبدالشکور رشاد له خوا ترتيب شوى دى. په
دې کتاب کې د احمدشاه بابا د دېوان د ځينو شعرونو انتخاب راغلى دى. دا کتاب پر
١٣٥٧ل کال د علومو اکاډمۍ له خوا چاپ شوى دى او د پوهاند زيار له خوا پرې په دوو
مخونو کې يادښت راغلى دى.
د چينيانو يونليکونه:
دا کتاب د عبدالکريم محب له خوا ژباړل شوى دى او د علومو اکاډمۍ له خوا پر ١٣٥٧ل
کال خپور شوى دى. په دې کتاب کې په دوو مخونو کې د پوهاند زيار يو يادښت راغلى دى.
دا ليکوال دا څېرې:
(( دا ليکوال دا څېرې)) د هېواد د شاعرانو او ليکوالو تذکره ده، چې د ځوان شاعر او
ليکوال افضل ټکور له خوا ترتيب شوې ده. دا اثر د قومونو او قبايلو چارو وزارت د
نشراتو او فرهنګي چارو د رياست له خوا پر ١٣٦٦ل کال خپور شوى او د استاد له خوا پرې
په څلورو مخونو کې يو يادښت راغلى دى.
مقدمه يى بر زبانشناسى:
دپروفيسور دوکتور عبدالظهور او پوهنمل عين الدين نصر له خوا ليکل شوى او د کابل
پوهنتون له خوا پر ١٣٦٣ل کال چاپ شوى دى. پر دې اثر باندې د استاد زيار له خوا په ٤
مخونو کې يوه پارسي سريزه کښل شوې ده.
زړه پانګه:
د دوست شينواري اثر دى، چې پر ١٣٦٣ل کال خپور شوى دى او د استاد له خوا پرې په ٤
مخونو کې د ( زړه پانګه د نوې پانګې د يوه بشپړاند ټوک په توګه) په نوم يوه سريزه
کښل شوې ده.
د خوشال خټک فراقنامه:
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي له خوا پر ١٣٦٣ل کال خپره شوې ده او د
استاد له خوا پرې په ٢ مخونو کې يو يادښت کښل شوى دى.
د کوشنيانو ژبه:
د پروفيسور سيال کاکړ يو اثر دى، چې پر ١٩٧٩م کال په کوټه کې خپور شوى دى. پر دې
اثر باندې په ٦ مخونو کې د (کوچنيانو ژبه) تر سرليک لاندې د استاد يو يادښت راغلى
دى.
ټولنپوهنه:
دا اثر له الماني څخه د عبدالروف خپلواک له خوا په پښتو ژباړل شوى او پر ١٣٥٢ل کال
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي له خوا خپور شوى دى. پر دې اثر باندې د استاد له
خوا يو تقريظ کښل شوى دى.
مينه نه مري:
د باقي بريال د شعرونو دويم غونډ دى، چې پر ١٣٦٧ل کال خپور شوى دى. پر دې شعري غونډ
باندې د (تلپاتې بريال او شعر يې) په نوم په ٧ مخونو کې د استاد سريزه راغلې ده.
پوځ د پېړيو په پوړيو کې:
دا د محبوب سنګر اثر دى، چې پر ١٣٦٥ل کال خپور شوى دى. پر دې اثر باندې د استاد
زيار له خوا يو يادښت کښل شوى و، خو له چاپه پاتې شوى دى.
پښتو روزنه:
د استاد عبدالروف بېنوا اثر دى، چې پر ١٣٥٧ل کال د پښتو څېړنو د نړۍ وال مرکز له
خوا خپور شوى دى. پر دې اثر باندې په ٦ مخونو کې د استاد زيار له خوا يو يادښت کښل
شوى دى.
د غلام محى الدين افغان افکار او اثار:
د هغه کتاب نوم دى، چې پر ١٣٦٠ل کال د کابل پوهنتون له خوا خپور شوى او په ٤ مخونو
کې پرې د استاد زيار يادښت راغلى دى.
ستا د چم ګلونه:
((ستا د چم ګلونه)) د ښاغلي نصرالله حافظ د شعرونو مجموعه ده، چې پر ١٣٦٥ل کال د
چاپ او خپرونې د دولتي کومېټې له خوا خپره شوې ده. پر دې مجموعه باندې د استاد له
خوا په ٥ مخونو کې د (حافظ او د ده نظم او غزل) په نوم سريزه کښل شوې ده.
د افغان ياد:
د محى الدين افغان د شپېتم تلين د سيمينار د ليکنو مجموعه ده، چې پر ١٣٦٠ل کال د
کابل پوهنتون له خوا خپره شوې ده او د استاد زيار له خوا پرې يو يادښت کښل شوى دى.
شګې او ګلونه:
دا د صديق کاوون د يوه شعري غونډ نوم دى، چې پر ١٣٦٨ل کال د افغانستان د ليکوالو
انجمن له خوا خپور شوى او استاد پرې يو اته مخيزه سريزه (ازمېښتونه او نوښتونه)
کښلې ده.
د پښتني قبايلو اصطلاحي قاموس:
د ابراهيم عطايي اثر دى، چې د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز له خوا پر ١٣٥٧ل کال خپور
شوى دى او د استاد زيار له خوا پرې يو يادښت کښل شوى دى.
دکوزې پښتونخوا په معاصر شعر کې دملي او مترقي افکارو انعکاس:
دا د بريالي باجوړي اثر دى، چې د ماسټرۍ د پوهنليک (تيزس) لپاره يې کښلى و، چې د
استاد له خوا پرې يوه ارزونه کښل شوې ده. دا اثر تراوسه پورې ناچاپ دى.
ادبي ژانرونه او مکتبونه:
دا د دوکتور محمد ګل نورزي اثر دى، چې پر ١٣٦٢ل کال يې کښلى او پر ١٣٧٠کال د کابل
پوهنتون له خوا افسيتي چاپ شوى دى. پر دې اثر باندې د استاد له خوا يوه اوږده
ارزونه کښل شوې ده.
( A Camparison of Tani dialect with the standard Pashto)
دا د تڼيو د ګړدود په برخه کې په انګرېزي ژبه د سيد کريم شاه نېکمل دماسټرۍ او
پوهنملۍ تيزس دى، چې په ١٣٦٧ل کال کې پرې دلارښود استاد په توګه د استاد له خوا يو
يادښت کښل شوى دى. همدارنګه يې د نوموړي د ترفيع لپاره يوه جلا ارزونه هم کښلې ده.
ګيتا نجلي:
دا د بنګالي ليکوال رابندرانات ټاګور د اثر پښتو ژباړه ده چې د استاد عبدالروف
بېنوا له خوا ترسره شوې ده. دا اثر پر ١٣٣٦ل کال د راډيو د نشراتو د څانګې له خوا
خپور شوى او استاد زيار پرې يو يادښت کښلى دى.
د لمر شغلو ته:
د لمر شغلو ته د کمال الدين مستان د شعرونو غونډ دى، چې پر ١٣٦٧ل کال خپور شوى او د
استاد زيار له خوا پرې يو ارزونه کښل شوې ده.
ارمانونه:
ارمانونه د حبيب الله زړه سواند د شعرونو مجموعه ده، چې پر ١٣٦٧کال خپره شوې ده. پر
دې غونډ باندې د استاد زيار له خوا يوه سريزه کښل شوې وه، خو په مجموعه کې چاپ شوې
نه ده.
نوي څنډونه:
نوي څنډونه د فاروق فردا د شعرونو غونډ دى چې لا تراوسه چاپ شوى نه دى. پر دې غونډ
باندې د استاد زيار له خوا يوه سريزه کښل شوې ده.
په انګليسي ژبه دحبيب الله تږي ګرامري اثر:
په انګليسي ژبه د حبيب الله تږي ګرامري اثر دى، چې پر ١٣٥٦کال د پښتو څېړنو د
نړيوال مرکز له خوا چاپ شوى او استاد زيار پرې په انګليسي ژبه يو يادښت کښلى دى.
تلوسې:
د برکت الله کمين د شعرونو غونډ دى، چې استاد زيار پرې يوه وړه سريزه کښلې ده. دا
اثر پر ١٣٥٢ل کال خپور شوى دى.
خاوره:
د امين افغانپور داستاني غونډ دى، چې استاد پرې يوه وېړه سريزه کښلې، که څه هم دغه
کتاب پر ١٣٦٧ل کال چاپ شوى، خو سريزه له آره پر ١٣٥٣کال هغه مهال کښل شوې وه چې
افغانپور غوښتل، دغه داستاني غونډ چاپ ته وسپاري. لکه څنګه چې په خپله په غونډ کې
کمى زياتى راغلى، نو پر سريزه کې هم وړنده بدلون او سمون راوړل شوى دى.
ډولۍ:
دا د پوهنمل خالق رشيد داستاني غونډ دى چې پر ١٣٦٨ل کال د افغانستان د ليکوالو
انجمن له خوا خپور شوى دى. استاد زيار پر دغه اثر يوه هر اړخيزه سريزه کښلې ده چې
په هغه کې د پښتو پر اوسني داستاني بهير هم يوه لنډه کتنه شوې ده.
همدارنګه استاد د عزيز رويش پر شعري غونډ په دري ژبه يوه وېړه سريزه کښلې ده. دغه
غونډ پر ١٣٦٨ل کال د کورنيو چارو وزارت د خپرونو په لړ کې له چاپه راوتلى دى. دغه
راز استاد زيار يو ګڼ شمېر تقريظونه د (کتنه، ارزکتنه، ارزونه، يوه لنډه ارزونه...)
په نومونو د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي، اقتصاد پوهنځي، انجنيري پوهنځي،
د ننګرهار د بايزيد روښان پوهنتون د ښوونې او روزنې او پښتو ادبياتو پوهنځي د
لوستليکيو (درسي کتابونو)، علمي ترفيعاتو او د ماسټرۍ پر اثارو کښلي دي، چې يو شمېر
يې په کې په دري ژبه هم دي.
پر دغو ټولو ليکنوسربېره يې يو ګڼ شمېر ازادې او ليکلې راډيويي مرکې او ويناوې کړي،
چې زياتره يې چاپ شوي نه دي، چې زه يې دلته د څو بېلګو لنډه يادونه کوم.
راډيويي مرکې:
له ١٣٥١- ١٣٥٣ کال پورې يې په ((موږ او اورېدونکي)) پروګرام کې هره اوونۍ يو ځل د
ژبنيو مسالو په باب رسېدلو پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي.
همدا ډول يې له ١٣٥١ل کال راهيسې تراوسه په ((کره کتنه))، بوډۍ ټال، ولولو او داسې
نورو پروګرامونو کې لږ و ډېره په ليکنۍ يا ګړنۍ توګه برخه اخيستې ده.
په تلويزيوني پروګرامونو کې يې د ١٣٥٨ل کال له مرغومي څخه تراوسه پورې په ځينو ادبي
او سياسي مرکو او ((ګرد مېزونو) کې برخه اخيستې ده.
د کابل پوهنتون، د علومو اکاډمۍ او د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د ليکوالو انجمن او
ژورناليستانو ټولنې په يو لړ علمي کنفرانسونو، سيمينارونو او سمپوزيمونو کې يې د
ليکنو ترڅنګه ځينې ازادې ويناوې هم کړي دي.
همدا راز د ژوندون او هنر مجلو، هېواد، انيس او کابل ټايمز ورځپاڼو او ځينو نورو
مهالنيو خپرونو په ګرديو مېزونو او مرکو کې يې برخه اخيستې ده. د ((يوې يوازينۍ،
بشپړې، نګه او کره ليکنۍ پښتو)) په برخه کې يې له ١٣٥١ کال څخه تراوسه پورې د مخامخ
خبرو اترو، لکچرونو او ويناوو له لارې د باختر اژانس، راډيو، تلويزيون او د هېواد د
زياترو مهالنيو چاپي خپرونو پښتو ليکونکو او ژباړونکو ته وخت پر وخت لارښوونې کړي
دي.
پر ١٣٦٦کال يې د اساسي قانون، ملي سولې او پخلاينې په تبليغ کې کارنده ونډه اخيستې
او په کابل او ننګرهار کې يې په يو لړ کولکتيفونو، فرهنګي، علمي او ټولنيزو
سازمانونو کې ويناوې کړي دي.
همدا راز يې د افغانستان د سولې، پيوستون او د دوستۍ سازمان د رئيس او مرستيال او د
ليکوالو د ټولنې د استازي په توګه په بېلابېلو سياسي ادبي او ټولنيزو غونډو کې
ويناوې اورولې دي.
تر هېواده د باندې:
١- پر ١٣٤٩ کال چې په سويس کې يې د لوړو زده کړو وروستۍ شپې ورځې تېرولې او په خپل
هېواد (افغانستان) کې يې د وچکالۍ له کبله سخته ولږه رامنځته شوې وه، د سويسيانو د
انساني مرستو او خواخوږيو د هڅونو لپاره يې د برن ښار په يو کليسا کې ګڼو لمونځغاړو
ته په الماني ژبه ليکلې او ازاده وينا کړې ده.
٢- د ١٣٥٩ل کال د غبرګولي پر درېيمه يې د افغانستان د سولې او پيوستون د سازمان د
مشر او فوق العاده استازي په توګه په هغه نړۍ واله غونډه کې په انګليسي ليکلې وينا
اورولې ده چې د ناپييلو هېوادونو د غورځنګ د پنځه ويشتمې کاليزې د نمانځنې لپاره د
سريلانکا په مرکز کولمبو کې جوړه شوې وه.
٣- د ١٣٥٩ کال د تلې پر اتلسمه يې د افغانستان د سولې او پيوستون د سازمان د پنځه
کسيز هئيت د مشر په توګه د مجارستان په مرکز بوداپست کې د صنفي اتحادې يوې غونډې ته
دوه ساعته اوږده وينا کړې ده.
٤- د ١٣٦٠ل کال دوري له پنځمې تر اتلسمې يې د ژبو او ادبياتو پوهنځي د رئيس په توګه
د هند د اتلس ورځني سفر په ترڅ کې د ډيلي پوهنتون، جواهر لال نهرو پوهنتون، پنجاب
پوهنتون، حيدراباد پوهنتون او ممبيي پوهنتون او ځينو فرهنګي موسسو او سازمانونو د
کتنې پر وخت ويناوې او مرکې کړي دي. ددغه سفر يو ګزارش يې هماغه مهال په هېواد
ورځپاڼه کې هم خپور شوى دى.
٥- پر ١٣٦٥ او ١٣٦٠ کال يې د شوروي اتحاد د علمي او فرهنګي سفرونو په ترڅ کې د
اذربايجان په راډيو او د ازبکستان په تلويزيون کې خبرې اترې او مرکې کړي دي او دغه
راز يې د ((شوروي ادبيات) او ((نوويستي)) له خبريالانو سره يو لړ مرکې کړي دي.
٦- د ١٣٦٥ کال د زمري مياشتې پر شلمه يې په برلين کې د المان ديموکراتيک جمهوريت د
متحد سوسياليست ګوند خپرني اورګان ((نوايزددايچلند)) پازوالو ته د افغانستان د وخت
د بدلونونو په باب په الماني ژبه يونيم ساعته لکچر ورکړى دى.
٧- د المان متحد سوسياليستي ګوند په يوولسمه کنګره کې يې ((دثور انقلاب حقيقت
ورځپاڼې)) د افتخاري خبريال په توګه ګډون کړى دى، چې د ١٩٨٦م د اپريل له ١٨-٢٠ د
برلين په جمهوري ماڼۍ کې جوړه شوې وه.