استاد زیار
ځانګړي څېړنيز چاپي او ناچاپي اثار
کارپوهه:
يو علمي تحقيقي اثر دى، چې په پنځوسمو کلونو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فولکور
مجلې او ((فرهنګ خلق)) له خوا برخه برخه خپور شوى دى. مګر د خپلواک يوځايي چاپ پر
وخت يې ښايي دغه اوسنى نوم په (( د افغانانو وګړنۍ تخنيکپوهنه)) په نوم سمون ومومي.
ټولنوال رياليزم:
يو علمي څېړنيز اثر دى، چې د ټولنوال يا اجتماعي (سوسياليستي) رياليزم په باب په کې
يو لړ تيوريکي څېړنې شوي دي. د دغه اثر يوه زياته برخه د شپېتمو کلونو له پيل سره د
هنر او ژوندون په مجلو کې خپره شوې ده.
د افغان � شوروي فرهنګي اړيکي:
د پوهاند زيار يو بل څېړنيز اثر دى، چې د دوستۍ په مجله کې يې ځينې برخې خپرې شوي
دي.
د پښتو، دري، پشه يي فولکوري څېړنې:
د استاد زيار يو څېړنيز علمي اثر دى، چې په هغه کې د يادو شويو ژبو فولکوري څېړنې
شوې دي.
ګړدودي (لهجوي) څېړنې:
د پوهاند زيار تر ټولو ستر تحقيقي علمي اثر دى چې د څلورو کلو په موده کې يې کښلى
دى. دا اثر ١٠٤ ټوکه لري چې په هغه کې د افغانستان د ١٤ ژبو د ګړدودونو په باب هر
اړخيز معلومات ورکړ شوي دي او له څو کلونو راهيسې د سويس د ملي فونډ له خوا د
يونسکو په سپارښتنه (( د افغانستان د ژبپوهنې اتلس)) لپاره په برن پوهنتون کې تر
کار لاندې دى.
ليکونه:
ليکونه د استاد زيار يو بل اثر دى، چې په هغه کې په پښتو، دري، الماني او انګليسي
ژبو هغه ليکونه راغلي دي چې استاد ځينو کسانو ته د بېلابېلو ادبي، هنري او سياسي
موضوعاتو په باب لېږلي دي. دا اثر تراوسه چاپ ته نه دى ورکړ شوى.
پښتو بدلميچ يا پښتو شعر څنګه جوړېږي؟
دا کتاب د استاد زيار له خورا نوښتګرانه علمي- تحقيقي اثارو څخه دى. په دغه کتاب کې
د پښتو شعر ((سېلابوتونيک)) قواعد وړاندې شوي چې د لومړي ځل لپاره د همده له خوا را
ايستل شوي او پر درې ګونو پښتو وګړنيو (فولکوريکو) لکينيو يا ديواني او اوسنيو
ازادو شعرو باندې تطبيق شو ىدي.دغه کتاب چې له يادښت، ويى پانګې، سمونليک او نيوليک
پرته ١٧٨ مخونه او يو لړ کليشې، يوه ټټرۍ او د اوستربلونو جدول لري، د اطلاعاتو او
کلتور وزارت د خپرونو له خوا د ١٣٦٩ پر اوړي په ښکلې کچه او سکښت له چاپه راوتلى
دى.
ددغه کتاب د ټټرۍ (واسکټ) پر يوه پيڅکه داسې کښل شوي دي: (( پوهاند زيار د يوه
ژبپوهاند، ادبپوهاند او ٣٣ کلن شاعر او ليکوال په توګه تر خپلو اوږدو څېړنو وروسته
دې پايلې ته ورسېد، چې د هرې ژبې او بيا پښتو پويټيکس او فونيټيکس (شعر پوهه او غږ
پوهه) سره نه شلېدونکي اړيکي لري او په دې توګه د پښتو شعر رغښت سېلابوتونيک (څپيز-
خجيز) دى، نو دا دى د لومړي ځل لپاره د همدغه سيستم د دودونو او د ويونو (قواعد او
قوانينو) پر را ايستنه برى مومي او زړو ببولالو ته د پاى ټکى ږدي. څنګه چې دى شعر
((موزونه او مقفى)) نه بلکې ((موزونه او مخيله)) وينا بولي، نو ((نوى ازاد شعر))
رښتينى شعر ګڼي او د رغښت مخبيلګه يې ولسي ازاد شعر دى (لنډۍ، سروکي...) نه اروپايي
هغه. دغه کتاب د ژبو او ادبياتو پوهنځي د ادبي فنونو، عروضو او قافيې او څه ناڅه
متنپوهنې د ټکسبوکونو ځاى نيولاى شي)).
پوهندوى عبدالحکيم د يوې کره کتنې (کابل مجله د ١٣٧٠ دويمه ګڼه) په ترڅ کې داسې
ليکي: ((... د ژبپوهنې او ادبپوهنې د ګڼ شمېر خپرو شوو ليکنو، څېړنو او تدريس په لړ
کې په همدې وروستيووختو کې د ادبپوهنې د تيورۍ د شعر پوهنې په برخه کې د محترم
پوهاند دوکتور زيار يو نوى اثر چې په هغه کې د پښتو شعر جوړونې تيوري وړاندې شوې
ده... پوهاند دوکتور زيار د ((پښتو شعر څنګه جوړېږي؟)) د اثر په ليکلو سره د ادب
تيورۍ د شعر پوهنې او شعر جوړونې په برخه کې لومړنۍ ژوره او جامع څېړنه وړاندې کړه،
چې دا څېړنه د نړيوالو ادبي څېړنو په شان يوازې د پښتو ژبې د ځانګړنو او قواعدو پر
بنسټ ولاړه ده...)).
==============================
ويي رغاونه:
ويي رغاونه د پوهاند زيار يو ژبنى اثر دى چې په هغه کې ځينې ژبني مسايل په ځانګړي
ډول پښتو وييونه (لغتونه) څېړل شوي دي. دا اثر د کابل پوهنتون له خوا په ١٣٥٥ کال
کې په ګستتنر ډول خپور شوى او په ادبياتو پوهنځي کې د درسي مضمون په توګه ورڅخه ګټه
اخيستل شوې ده.
د ژبپوهنې بنسټونه:
دا هم د استاد يو ژبنى اثر دى، چې د کابل پوهنتون له خوا په ١٣٥٣ل کال کې په ګستتنر
ډول چاپ شوى دى. له دغه اثر څخه د ژبو او ادبياتو پوهنځي کې د درسي مضمون په توګه
ګټه اخيستل شوې ده.
نظر کوتاهى بر زبان و زبانشناسى:
(( نظر کوتاهى بر زبان و زبانشناسى)) د پوهاند زيار يو بل ژبنى اثر دى، چې پر ١٣٥٦ل
کال د کابل پوهنتون له خوا په ګستينر ډول په دري ژبه کښل شوى، په عمومي ډول په کې د
ژبې او ژبنيو مسايلو او ژبنيو کورنيو په باب معلومات راغونډ شوي دي او د فلسفې
څانګې شاګردانو ترې د درسي مضمون په توګه ګټه اخيستې ده.
پښتو- دري فرهنګ:
پښتو دري فرهنګ يو علمي او سيستماتيک فرهنګ دى که څه هم دغه فرهنګ د دولس زرو
(١٢٠٠٠) پښتو وييو په درلودلو سره منځنۍ کچه لري، خو نژدې ټوله پښتو ويي پانګه په
بنسټيزه او کليدي توګه را اخلي. دا اثر ټايپستي ١٥٠٠ مخونه لري.
دغه فرهنګ له ١٣٥٣ل کال راهيسې حروفي چاپ ته چمتو دى، خو استاد زيار نه غواړي، د
چاپي تېروتنو بلهاري شي او داسې کښاند (خطاط) هم ډېر کم پيدا کېږي، چې د غږيزې
(فونيميکي) ابېڅې له توغه يې ووتلاى شي.
ويي پوهنه:
ويي پوهنه يا علم اللغت د پوهاند زيار د هغه کتاب نوم دى، چې پر ١٣٦٠ل کال د کابل
پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي له خوا د لوړو او مسلکي ښوونو د وزارت په چاپخونه
کې د شوکت حسيني په خطاطۍ په افيست ډول او په ښکلې کچه او ډيزاين د ١٠٠٠ ټوکونو په
تيراژ له چاپه راوتلى دى. دا کتاب د استاد زيار له خوا د پښتو ويي پوهنې او ملي
ژغورنې د لارې شهيد عبدالرحمن لودين ته ډالى شوى دى.
نوموړى کتاب ټول ٣٥١ مخونه لري او د استاد د څو کلونو د کار ييبره (ثمره) ده. په دې
کتاب کې د پښتو ژبې يو ګڼ شمېر وييونه (لغتونه) له پارسي انډول سره يوځاى راغلي دي.
په ياد شوي اثر کې د پښتو ژبې د لغتونو د جوړښت او څرنګوالي په باب پوره پوره
معلومات وړاندې شوي دي. ددغه کتاب په پيل کې په درېو مخونو کې د دوکتور زيار يو
يادښت راغلى او وروسته بيا په دوو مخونو کې د پوهندوى نوراحمد شاکر يوه کتنه راغلې
ده.
پوهندوى شاکر د دغه اثر په باب ليکي:
(( دغه کتاب د دوکتور زيار د څو کلونو د څېړنو او پلټنو محصول دى او د پښتو ويي
پوهنې (ليکزيکولوژۍ) په برخه کې يو لومړى جامع او سيستماتيک اثر دى. نوموړى
همدارنګه زياتوي: (( زيار دا عيني مساله په خورا ښه توګه دلته څېړلې او شرح کړې ده
چې پښتو غوندې د يوې نوې علمي کېدونکې ژبې کار بايد د لغوي زېرمې له برسېرونې،
ټولونې او پر کار اچونې څخه بېل شي او په دې توګه د محاوري، د متني، مصنوعي او
مستعارو برخو ترمنځ يو انډول ټينګ شي)).
د نور احمد شاکر تر کتنې وروسته په دوو مخونو کې د هغه وخت د انګليسي ژبې او
ادبياتو د رشتې استاد پوهندوى محمد عمر زاهدي تقريظ راغلى دى، چې ددې کتاب د
څرنګوالي په باب يې رڼا اچولې ده. ښه به وي چې د دغه ارزښتمن کتاب د زياتې پېژندنې
په هڅه د هغه نيوليک (فهرست) راوړو:
د وييونو ډولونه:
_ ويي پانګه (لغوي ذخيره)
_ ويي پيدايښت، ويي جوړښت، ويي جوړونه
_ د پښتو کولتوري کولو ليار...
_ پلټنه، ټاکنه، پورونه
_ نيولوګيزم يا لغت جوړونه
_ د ليکنۍ پښتو يوه تاريخي اړتيا
_ د خپلې پانګې ترويج، تصفيه نه ګڼل کېږي.
_ هممانيز (مترادف) وييونه
_ پور وييونه (مستعار لغات)
_ وييکي (ادوات)
_ ګړنې يا اصطلاحات
_ د ويي رغاونې له مخې د کړ ډولونه
(کړ نومونه (فعلي مشتقات)
_ ننوم بېلنګونه (اسمي مشتقات)
_ ستاينومونه (صفتونه)
_ چار نومونه
_ اړيکنومونه (نسبتي اسماء
_ لوښنومونه
_ ځاينومونه
_ مانا نومونه
_ ووړنومونه
_ووړ نوم ډوله، څيزنومونه
_ ډېر ګړي (جمع) څيز نومونه
_ تړنګونه
_ ستاينوم تړنګونه
_ جوړه تړنګونه (بشپړاند، هممانيز، کړول، څيزنوم، ستاينوم)
_ ټاکنتړنګونه (لوښنوم،څيزنوم، ستاينوم، څيزنوم)
_ بياځلي تړنګونه
_ يومخيز
_ بر خيز
_ برخيز سمغږي
_ ورته مانيز- مقفى
_ ورته مانيز- مقفى
_ مقفى- مهمل
_ نوې نومونې (اصطلاحات)
_ راز راز تړنګونه.
د يادونې بل ټکى دا دى، چې ځينې خلک داسې فکر کوي چې ګنې دکتور زيار يوازې داسې
سوچه پښتو غواړي، چې بېخي د بلې ژبې يوه کلمه هم په کې راغلې نه وي، خو په حقيقت کې
داسې نه ده. دا دى ددغه ټکي د روښانيتا په موخه د ياد شوي کتاب څو مخونه را اخلو:
د خپلې پانګې ترويج تصفيه نه بلل کېږي:
زموږ غوندې په يوه وروسته پاتې ټولنه کې هر نوى ګام زوړ عنعني ذهنيت پاروي، که څه
هم دا نوى ګام د نوي ژوند زېرى وي او د نړۍ والې سيالۍ سريزه. دلته د نوي ګام
اخيستونکي ته يوازې زغمنه نه، چې سرښندنه او قرباني په کار ده چې يې د خپلې ټولنې د
نوي کولو په خاطر د بري شرط او آړ وګڼي، دليل او منطق په دليل او منطق ځواب کړي او
هسې بې منطقي او سر زوري په ((قالو سلاما))، نو ځکه مو دغه د تخنيکي خبرو پرځاى د
پښتو ليکلار په برخه کې د نوي ګام دفاع غوره وګڼله.
ليکونکي په ژبپوهنه کې لوړو زده کړو او په هېواد کې د پښتو ګړدودونو (لهجو) اوږدو
څېړنو تر هر څه لومړى دېته ځير کړي چې پښتو بڼه نوي علمي او کلتوري ژوند ته ورتمبول
کېږي او ګړۍ پر ګړۍ او ورځ پر ورځ د بې کچه عربيزم په منګولو کې په لوى لاس ورښکېل
کېږي، تر دې چې يې کور ته هستي له ډار سره مخامخوي او په ډېره لنډه موده کې يې د
ګډوله کېدو او بيا د بېخي پردي کېدو کېدون رامنځته کوي.
ددغه ستر خطر د مخنيوي لپاره د څو نورو خواخوږو پښتو ليکوال په ننګه او ملاتړ مې
وپتېيله چې په همدې (نوي علمي او کلتوري ژوند) پيل کې چې په منځوال (اوسط ډول) لا د
شلمې پېړۍ په يوه پوهنه او فن کې هم يو ليکلى يا ژباړلى اثر نه لري او د چا خبره
کار له کاره تېر نه دى، په ډېره چټکۍ او هر اړخيزه توګه د پښتو آره او اصيله پانګه
رابرسېره خوندي او جوته شي او د دودولو او کارولو لپاره يې سيخه شي.
د نورې علمي او کلتوري نړۍ ازمېښتونه او چمونه هم په واک کې وو، هغه دا چې دلته له
موږ سره د نوي ژبپوهنې د بنسټونو او څېړندودونو ترڅنګه لکه څنګه چې انګرېزي، جرمني،
پرانسي، روسي او نورو يادو ژبو د خپل علمي ژوند په پيل او اغاز کې له درو، په بله
وينا څلورو لارو څخه خپله پانګه رابشپړه کړې او هغه دا چې لومړى خپله آره پانګه له
ګړدودو (لهجو) څخه راترلاسه کړي، بيا يوازې په علمي تخنيکي او مدني ډګر کې د پښتو د
ويي پوهنې او ويي رغاونې بنسټونو له مخې نوې ټاکنې وکړي او تر ټولو وروسته بيا
پرديو ژبنيو (وارداتو) ته غېږ پرانيځي.
په دې هڅه مو تر دا منځ د يوه انډول او تناسب د ټينګولو لپاره سمدلاسه د ( يوې- نګه
بشپړې- کره ليکنۍ يا علمي پښتو) د رامنځته کولو لپاره د فيصدي آر او معيار وټاکه:
_ په سلو کې (٢٥) له اوسنيو ګړدودو (لهجو)، (٢٥) له زړو ادبي متنو، (٢٥) له ټاکنو
او (٢٥) له نورو ژبو څخه د پورونو په توګه. هو، د هرې عصري ژبې پانګه پر دغو څلور
ګونو بنسټونو ولاړه ده. (لهجوي، متني، مصنوعي، عاريتي).
پښتو هم حق لري له نړيوال دود سره سم د پردۍ پانګې ترڅنګه خپله پانګه په کار واچوي
او د نورو ژبو غوندې علمي او مدني اصطلاحات وټاکي.
_ پښتو د خپلې پانګې ترويج غواړي، نه تصفيه او د نورو ژبو غوندې د علمي اصطلاحاتو
ټاکنه.
ژبنۍ خبرې په ژبپوهانو پورې اړه لري. يو ژبپوهاند پوهېږي چې کوم اړخ ولسي دى او کوم
علمي.
_ د پښتو پانګې تثبيت د نوي علمي ژوند لپاره د وخت اړتيا ده، ټولونه او پکار اچونه.
_ پښتو هم حق لري، همدومره د غربيزم او عربيزم مخنيوى وکړي چې له خپلې ټولنې پردۍ
نه شي.
او تر ټولو وروسته پښتو پردۍ پانګې ته په سلو کې (٢٥) زياته اړه نه ده او د خپلې
پانګې ترويج تصفيه نه ګڼل کېږي.
دا شعارونه د هغو بې منطقيو او بې ځايه تورونو غبرګون دى، چې له علمي، عيني او
افاقي حقايقو څخه سترګې پټې کړي او څه يې چې پر خوله ورځي، هغه ووايي:
له تنګ نظرو، ځان ساتو او ځان ښکارو سره لومړۍ درسته او حربه داده، چې ګوندې زموږ
دغه کار تصفيه او پيوريزم دى او دا يو زوړ رټلى او فاشيستي مسلک دى.
يوه ډله داسې پوهېدلې ده، چې موږ ګوندې د خلکو (ګړنۍ) پښتو سموو، نه د ليک او علم
پښتو، ځينې دا سپسته رامنځته کوي، چې د نړۍ ژبې او بيا زموږ د ګاونډ دا دغه کار نه
کوي، نوي څيزونه نه دودوي، موږ يې ولې دود کړو؟ او له دې ناخبره چې که نورو ژبو يو
څو پېړۍ مخکې دا هڅه کړې او زموږ ګاونډيانو (تورکې او ايران) که پخوا دومره نه وه
کړې، همدا اوس يې کوي او روان دي او حق هم لري، ځکه يو هېواد چې هر څومره ځان
نړيوال او بشروال ګڼي، خپله ژبه او کلتور سل په سلو کې پردي کول نه غواړي، ځينو دا
اورېدلي دي چې ژبه په دې ډول سوچه کول د ژبې عامه استفاده راټيټوي او زموږ په
راډيويي او اخباري پښتو بايد هر سړى پوه شي. حال دا چې دلته د هر سړي پوهېدل په يوې
داسې بې ليک لوسته ټولنه کې بې له هغې کوم امکان نه لري، نه د لهجوي لغاتو له پلوه
او نه د علمي لغاتو له پلوه او يو څه لږ پراخ الواکي بيا په داسې حال کې چې د آرو
وييونو او ټاکنو دودول د يوه آر (اصل) په توګه مني، مګر ټوکونه او جزئيات يې نه. دا
نو په رښتيا هماغه ډله ده چې دليل او منطق ته غوږ نيسي او سړى ورسره يوې روغې ته
رسېداى شي.
پښتو نومتړنګونه (اسمي ترکيبونه):
پښتو نومتړنګونه يا (اسمي ترکيبونه) د استاد زيار د دوکتورا تيزس دى، چې د سويس د
برن پوهنتون له خوا پر ١٩٧٤ کال خپور شوى دى. دغه علمي ژبنى اثر چې په الماني ژبه
کښل شوى او ١١٦ مخونه لري، د هند و اروپايي زړو او نويو ژبو د ويي رغاونې (لغوي
ساختمان) په رڼا کې د پښتو ويي رغاونه او بيا نومتړنګونه تر څېړنې لاندې نيسي او
بېلابېل ډولونه يې په بېلابېلو څپرکو او لښتليکونو (جدولونو) کې وړاندې کوي پر دغه
کتاب باندې د سويسي، الماني، فرانسي او امريکايي پوهانو له خوا ارزونې او کره کتنې
شوې دي، چې يو لړ يې زموږ په خپرونو کې هم انګازه موندلې ده.
الماني- پښتو فرهنګ:
دغه فرهنګ د استاد زيار د يوه شپږ ژبيز فرهنګ يوه برخه ده چې په ختيز المان کې د
برلين د هومبولت پوهنتون د ايرانپوهنې او افغانپوهنې د څانګې له خوا د څو کلونو
راهيسې تر کار لاندې دى او تراوسه لا چاپ ته استول شوى نه دى. دا اثر څه دپاسه ١٥٠
مخونه لري.
پښتو ليکلار:
پښتو ليکلار د دوکتور مجاور احمدزيار يو بل دروند ژبنى اثر دى، چې د ١٣٦٠ ل کال د
کب پر مياشت د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي له خوا په ښکلې کچه او
صحافت له چاپه راوتلى دى.
دا اثر ټول ٢٦٧ مخونه لري او د پښتو ژبې د ليکنې لپاره يو ګټور اثر دى. په دې اثر
کې د پښتو ژبې د معياري ليکنې لارې چارې په مفصله توګه څېړل شوې دي. دغه اثر (( د
يوې يوازينۍ کره (معياري) ليکنۍ پښتو)) (( مانيفيست)) بلل شوى دى ( د هيله من د
ماسټرۍ تيزس). د کتاب په پيل کې په درو مخونو کې په خپله د پوهاند زيار يادښت راغلى
دى. نوموړى اثر د غلام محى الدين افغان د شپېتم تلين په وياړ خپور شوى دى.
د کتاب له ١٧٩-٢٠٢ مخونو پورې هغه لغتونه راغلي دي، چې په پارسي او پښتو کې کارول
کېږي او د پارسي مانا ترڅنګ يې د پښتو درسته او نادرسته مانا هم راغلې ده.
له ٢٠٣-٢١٠ مخونو پورې ځينې هغه لغتونه راغلي دي چې د دري او پښتو ژبې ترمنځ ګډ دي
او په پښتو کې يې سمه او ناسمه کارونه ښوول شوې ده.
تر دې وروسته بيا له ٢٣٧-٢٦٢ مخونو پورې د ځينو لغتونو ويي پانګه راغلې، چې په
پارسي ژبه هم مانا شوي، دلته له دغه با ارزښته اثر سره د زياتې بلدتيا په هڅه د هغه
نيوليک او يو مطلب را اخلو:
_ څو نومونې (تړنومونه)
_ يوه نګه، بشپړه او کره ليکنۍ پښتو.
_ معياري کېدنه د پښتو لومړنۍ ربړه
_ لنډون د ليکنۍ پښتو د يو معيار په توګه
_ پښتو پردۍ پانګې ته په سلو کې...
_ نيولوګيزم (ويي رغاونه)
_ هممانيز (مترادف) وييونه
_ همجوليز او ډېر مانيز وييونه
_ وييکي (ادوات)
_ ګړنې (اصطلاحات)
_ (څو) يا ( تر څو)
_ له (چې) سره (کوم، چا...، مه ملګري کوئ!
_ سم، سوچه، لنډه، روانه او اسانه پښتو
_ د معياري ليکنۍ پښتو اړتيا
_ ټکي پر ټکي يې مه راژباړئ!
_ويي پانګه (لغتنامه)
دا دى، ددې کتاب له ٦١-٦٤مخونو پورې يو مطلب را اخلو:
له (چې) سره (کوم-څوک- چېرې...) بې ځايه مه يوځاى کوئ!
لکه څنګه چې په کابلۍ پښتو کې د دري ژبې ((تا)) تر اغېزې لاندې (څو) او (ترڅو) يا (
څو چې) او (تر څو چې) بې ځايه دود موندلى، دغه راز په پېښورۍ پښتو کې د اردو ژبې له
لوري د انګرېزي اړيکنومځرو (ارتباطي ضميرو) تر اغېز لاندې (کوم چې)، ( څوک چې)،
(څومره چې)، (کله چې)...، هسې بې ځايه کارېدنه موندلې ده. ښايي دلته له انګرېزي
پرته د نورو اروپايي ژبو مخامخ اغېزه هم بې څه نه وي او کوم پښتانه ليکوال، چې تر
زده کړې وروسته خپل هېواد ته راستنېږي او تازه په پښتو ليکنه يا ژباړنه پيل کوي، نو
په ناځانخبري (غير شعوري) ډول د خپلې زده کړې ژبې په پېښو د پښتو له آر (اصيل) او
ساده ارتباطي ضمير (چې) سره (کوم)، (څوک)، (چا)، (چېرې) او داسې نور استفهاميه
ضميرونه ملګري کوي او په دې توګه خپله پښتو کړکېچنوي، لکه په دې وروسته جملو کې:
١- ما هغه نجلۍ وليده (څوک) چې په کابل نندارې کې کار کوي.
٢- نن مې هغه سړى وليد، ( چا) چې له ما سره مرسته کړې وه.
٣- زه په داسې کور کې اوسېږم، (کوم) چې دوه ورونه لري.
په سمه پښتو:
١- ما هغه نجلۍ وليده چې په کابل نندارې کې کار کوي.
٢- نن مې هغه سړى وليد چې له ما سره يې مرسته کړې وه.
٣- ما يو کتاب واخيست چې له چاپه نوى راوتلى دى.
٤- زه په داسې کور کې اوسېږم چې دوه ورونه لري.
د پورتنيو تقليدي مرکبو ارتباطي ضميرونو داسې نورې بېلګې له پېښور، مسکو او بي بي
سي راډيو څخه اورېدل کېږي چې دوى خپلواکې جملې سره په وچ زور يوځاى کوي، لکه په دې
وروسته بېلګو کې:
١- د هند د بهرنيو چارو وزير شوروي اتحاد ته ولاړ، څوک چې د هغه هېواد له مشرانو
سره خبرې کوي.
٢- ما پښتو ګرامر وليکه، کوم چې اوس تر چاپ لاندې دى.
٣- زه ژمى په ننګرهار کې تېروم، چېرې چې هوا ډېره په زړه پورې وي.
٤- زه ماښام کورته راغلم، کله چې هوا خرابه وه.
په سمه پښتو:
١- د هند د بهرنيو چارو وزير شوروي اتحاد ته ولاړ، دى به هلته د هغه هېواد له
مشرانو سره خبرې اترې وکړي.
٢- ما پښتو ګرامر وليکه، دغه کتاب اوس تر چاپ لاندې دى.
٣- زه ژمى په ننګرهار کې تېروم، هلته ژمى ډېر په زړه پورې وي.
٤- زه ماښام کورته راغلم، دغه مهال هوا خرابه وه.
له ښه مرغه دغه ډول جملو لا زموږ ليکنو او خپرونو ته لاره نه ده پيدا کړې او هيله
ده پښتو ليکونکي ترې مخکې له مخکې ډډه وکړي.
ددې بې ځايه پېښو په لړ کې دا وروسته بېلګې هم د پاملرنې وړدي:
١- ما هغه سړى وليد د چا په باره کې چې ما ډېر څه اورېدلي وو.
٢- د نړۍ پرمختللي ځواکونه به د نړيوال امپراليزم هغه ټولې دسيسې شنډې کړي د کومو
له مخې چې د اتومي جنګ خطر رامنځته کېږي.
٣- توريالى له کندهاره په هغه الوتکه کې راغى، په کومه کې چې ځلمى هم و.
٤- زه له لغمانه راغلم، له کوم ځايه چې ډېرې ښې وريجې راځي.
٥- زه په کابل کې اوسېږم، له کله راهيسې چې په کار ګومارل شوى يم.
په دې توګه پښتو (چې) پر بيانيه، علنيه، ارتباطيه او داسې نورو دندو سربېره لکه د
(ترڅو) په برخه کې يې چې يادونه شوې، د اروپايي ژبو د ټولو ارتباطي ضميرونو دنده هم
پرځاى کوي، هغه هم په دې شرط چې په ملګرې جمله کې ورسره بل ارتباطي ادات
(اړيکوييکي) هم راغلى وي، لکه (يو، هغه، داسې...). لکه په پورتنيو پنځو لومړيو جملو
کې. که نه، (چې) په ځانته ډول د نورو ژبو غوندې هېڅکله د دوو خپلواکو جملو د يوځاى
کولو لپاره د ارتباطي ضميرونو په توګه کارېدلاى نه شي، لکه په تېرو دويم ډول پنځه
ګونو جملو کې. همدا خبره ده چې په پښتو کې ډېرې جملې سره لرې کول يا په بله وينا
ډېرې پېچلې مرکبې او مختلطې (ګډې او ګډلې) جملې جوړول سم نه دي او که څوک يې له
نورو ژبو نه په پېښو جوړې هم کړي، يو نادوده کار به وي، لکه د (څو)، (ترڅو) ، (کوم
چې)، (چا چې) او داسې نورو څيزونو بې ځايه کارونه.
که کوم ليکوال نه غواړي يو مطلب په بېلابېلو خپلواکو جملو کې څرګند کړي، بلکې د دوو
يا زياتو جملو ته سره اړيکي ورکړي، نو ورته په کار دي چې پورتني ارتباطي شرطونه
پرځاى کړي او که وغواړي، ګرد سره د دوو يا زياتو خپلواکو مطلبونو لپاره سره دوې يا
زياتې خپلواکې جملې وتړي هم کولاى شي، د پښتو د ګرامري جوړښت دننه له راز راز
ارتباطي وييکو (صله او موصول) څخه کار واخلي، بې له دې چې د اروپايي ژبو تقليد
وکړي، لکه په دې وروسته جملو کې:
((زه د سپين غر په لمن کې زېږېدلى يم (چېرې چې) څپاند رودونه بهېږي او سمسور کڅونه
خړوبوي)). دلته ګران لوستونکي ښه قضاوت کولاى شي چې کومه بېلګه له پښتو رغاوني
سيستم سره ښه ترا اړخ لګوي؟ د اجمل خټک په دې لاندې شعر کې که څه هم د (څوک چې) د
کارونې يو شرط پرځاى شوى نه دى او هغه دا چې د هغې فرعي جملې په سر کې يې ځاى نيولى
دى چې تر اصلې جملې وروسته راغلې ده، مګر د شعري اړتيا له مخې دومره نادوده نه
برېښي، که نه په نثر کې بايد د پښتو ګرامر له دود سره سم دغسې څرمه جملې تل تر آرې
دمخه راشي.
ځـــئ هـــغو خـــوارو تــه جـــنت وګــــټو
څـوک چــې له موره دوزخيان پيدا دي
د پښتو الماني ژباړيز پرابلمونه:
دا هم د پوهاند زيار يو علمي ژبنى اثر دى، چې استاد زيار له ١٣٦٣ل کاله تر ١٣٦٦ل
کال پورې د برلين په هومبولت پوهنتون کې د استادۍ د دندې د ترسره کولو پر وخت ليکلى
دى او اوس چاپ ته تيار دى، په دې اثر کې د پښتو او الماني ژبې پرتله شوې ده. دا اثر
په الماني ژبه کښل شوى او تر ١٠٠ زيات مخونه لري.
پښتو پښويه (ګرامر):
پښتو پښويه (ګرامر) د استاد زيار يو ژبنى اثر دى، چې په ١٣٦٢ل کال د کابل پوهنتون د
ژبو او ادبياتو پوهنځي له خوا په ښه ډيزاين او کچه د لوړو او مسلکي ښوونو په
چاپخونه کې چاپ شوى دى. دا اثر د نوې علمي ژبپوهنې پر بنسټ ليکل شوى دى او په پښتو
ژبه کې دګرامر په برخه کې يو نوى او ستر اثر ګڼل کېږي.
دا اثر له يوه يادښت او دوو کتنو پرته ټول ٢٧٤مخونه لري. دا اثر د پښتو ګرامر بنسټ
ايښودونکي پيرمحمد کاکړ ته اهدا شوى دى. د کتاب په پيل کې د استاد زيار خپل څلور
مخيز يادښت راغلى دى، چې يوځاى ليکي: (( ما د ژبپوهنې د يوه نوي زده کوونکي او پښتو
ګړدود څېړونکي په توګه د سويس له زده کړو نه له بېرته راستنېدو سره له زړې ژبپوهنې
او زړې ژبښودنې سره يو مخيز نه پخلاکېدونکي سر غړاوي ته راودانګل او خپله لومړنۍ
دنده مې دا وبلله چې له پښتو څانګې څخه نور د زړې ژبښودنې ټغر وبلېږدوم...)).
پر دې اثر باندې د استاد زيار تر يادښت وروسته په ٣ مخونو کې د پوهاند محمد رحيم
الهام يوه کتنه راغلې ده چې وايي: ((پښتو پښويه (ګرامر) د پښتو په تشريحي ژبپوهنه
کې يو نوى د پام وړ او ګټور اثر دى. له دې ګرامر نه ړومبى د پښتو ځينې ګرامرونه د
بهرنيو ژبپوهانو او کورنيو څېړونکو له خوا ليکل شوي دي، خو زياتره يې عنعنوي
څېړندود لري او معاصر علمي څېړندود په کې نه دى کارول شوى او ځينې يې چې علمي
څېړندود لري، مکمل او مشرح نه دي. نوموړى زياتوي: (( دغه کتاب اوس د ازموينې له ډګر
څخه په هسکه غاړه راوتلى دى او بله دا چې په دې کتاب کې د ژبپوهنې معاصر بين المللي
اصطلاحات ټول پر پښتو اړول شوي دي)).
د محمد رحيم الهام تر کتنې وروسته په دوو مخونو کې د پوهنمل محمد صابر خويشکي له
خوا يوه کتنه شوې ده، چې نوموړى په يوه برخه کې وايي:
(( ددې کتاب په تاليف کې چې د ليکوال د اوږدو مودو د څېړنې او مطالعاتو نتيجه ده،
له ډېرو سترو معتبرو کورنيو او بهرنيو اثارو څخه استفاده شوې او په ډېر دقت او د
يوه منظم پلان له مخې او زموږ د زمانې د علمي مقتضياتو په پام کې نيولو سره ليکل
شوى دى او د محصلانو او نورو څېړونکو لپاره يو ارزښتناک او ګټور اثر دى...)).
په پښتو پښويه (ګرامر) اثر کې په درو څپرکو کې تر دغو لاندې سرليکونو لاندې بېلابېل
ژبني مسايل څېړل شوي دي:
_ ژبه
_ غږ او ليک
_ ژبه او ګړهار
_ نومونې
_ ځنځيري واحدونه
- اواز
_ د اواز ډولونه
_ بلغږ- فشار
_ څپه
_ ګړ
_ ويى- غونډله
_ نومونه
_ کړ
_ وييکي
_ ژبوهنه
_ ګړدود پوهه- پښويه
_ غږ پوهه
_ مورفولوژيکي اوښتنې
_ ويناييز غړي
_ ويند غړي
_ زېږ ډولونه
_ پورويي
_ زيرځي- وتوځي
_ پښتو اواز پوهه
_ تم بېواک
_ د خپلواکو لښتليک
_ نيمواک غږونه
_ غبرګغږونه
_ د بېواکو لښتليک
_ کوچنۍ ترينه جوړه
_ پښتو ګړپوهه (صرف)
_ نوم ګړپوهه
_ د نوم اوړون اړخونه
_ نرينه نوم- ښځينه نوم
_ د ګڼې نښې
_ پېر (حالت)
_ ناوښتوني نومونه
_ څيز نوم
_ ستاينوم
_ شمېر نوم
_ نومځرى (ضمير)
_ ځانګړنومځري
_ تولنومځري
_ پوښتنومځري
_ پلوي نومځري
_ اړيکنومځري
_ غبرګون- ناټيکنومځري
_ ګډ ټولنومځري
_ ټول- ځانګړي نومځري
_ کړ ګړپوهه
_ د مصدر جوړښت او دنده
_ کړ اوړون توکونه
_ کم اوړوني (حکمي متعدي)
_ اوړونونه- تېرمهال
_ لنډ تېرمهال
_ لر تېر مهال
_ ګوماني تېر مهال
_ ارماني تېر مهال
_ اړوتى تېر مهال
_ تواني او ټينګاري تېر مهال
_ نالېږند کړ- خبري
_ لنډ او لر تېر مهال
_ روږدني او ارماني تېر مهال
_ تواني تېر مهال
_ ټينګاري تېر مهال
_ ګوماني تېر مهال
_ پوښتني تېر مهال
_ هيښني او اړوتى تېر مهال
_ د اوسمهال کړاوون- لېږند
_ اړوتى، ارماني او پوښتني...
_ هېښني او تاني
_ امري- ټينګاري اوغوښتنې
_ نالېږند- بشپړ وسمهال
_ د اوستر مهال کړاوون
_ د کړ رغاونې ډولونه
_ ناوړېدني ګړونه
_ وييکي
_ سربلونه او اوستربلونه
_ وينا واښتي
_ د پښتو ګړونو انځور ليک
_ غونډله پوهه- غونډله
_ د غونډلې رغنده ټوکونه
_ اوډون
_ د ايښي او ايښوني سمون
_ نومواله او کړواله غونډله
_ يوه ستوې غونډله
_ غبرګغونډله
_ ګډه غونډله
_ ګډلې غونډله
_ ګړنې يا اصطلاحات
_ غونډله پوهيزه شننه.
همدارنګه د کتاب په پاى کې له ٢٥٧-٢٧٣ مخونو پورې د هغو نويو نومونو (اصطلاحاتو) او
وييونو مانا راغلې ده چې په نوموړي اثر کې کارول شوي دي.
ددې کتاب د چاپ يا د ټوکونو شمېر ناڅرګند دى، خو د استاد زيار په وينا ١٠٠٠ ټوکه
چاپ شوى دى.
پښتو ګړدودونه:
پښتو ګړدودونه د استاد زيار يو بل ژبنى اثر دى، چې څه دپاسه ٧٠ مخونه لري. دا اثر
يو ځل د ((پښتو څېړنې)) د ١٣٥٦ کال په غونډ کې خپور شوى. همدارنګه د وږمې مجلې په
ځينو ګڼو کې يې ځينې برخې خپرې شوې دي په دې اثر کې د بېلابېلو پښتو ګړدودونو په
باب معلومات ورکړل شوي دي.
پښتو آر پوهه:
پښتو آر پوهه د استاد زيار يو بل ژبنى اثر دى، چې د وږمې مجلې په ځينو ګڼو کې يې
ځينې برخې خپرې شوي، خو د ځانګړي اثر په توګه لا تراوسه نه دى چاپ شوى.
دري- پښتو فرهنګ:
دري پښتو فرهنګ د استاد زيار يو بل ژبنى اثر دى، چې تراوسه نه دى خپور شوى.