مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

مرور


اوس هم ځینې وخت د غره کلی خلک د تګ او راتګ په وخت کي د سړک په خوا سماوار کي د دمی جوړولو لپاره کښیني چي نږدی ورته ځینې کلیوالي پخسه یې کورونه ودان دی. هر مازیګر د همدې سماوار نه کلیوالی سندری اوریدل کیږی د سماوار مخی ته د کبابی انګیټۍ ایښی چي د ورځی له خوا دود ترې پورته کیږی. د سماوار له تخته د تیر شوی سړک کوز سر ښه ښکاری.
د دې ځای په لیدو ما ته یوه پخوانۍ کیسه را په یادیږی ، هغه د لسو- دولسو کالو مخکې کیسه، ښه می په یاد دی چې له ډیری مودې وروسته خپل کلی ته راغلی وم او د دغه سماوار د تخت له پاسه ناست وم چي په سړک کې یوه ګڼه ګوڼه شوه او زموږ خواته کرار کرار رانږدی کېده د دې ګڼه ګوڼی مخی ته یو لېونی په داسې حال کې چي په منډو وو دېخوا ته راتی او په بې وزلۍ یې ویل:
ما ولی ولۍ؟
ددې خبرو به ترڅ کي به یې یوه یوه ښکنځله هم کوله خو هیڅ ګټه یې نه لرله.
تر شا یوه ډله هلکان ورپسې وه،په ډبرو، لوټو او بل هر هغه شی چي په لاس ورتلل وار به یې پر کاوه. د لېونی د چغو او ځغاستې څخه یې خوند اخېست او ځورېدل یې دوی ته یوه لوبه وه.
په هغه خوار می زړه وسو نو له ځایه پورته شوم هلکانو ته مي وویل:
او لوچګانو! بې ادبو! دا بې وزلۍ ولی ولۍ؟ لېونی هم په عاجزي د سر په اشاره زما خبرې تاییدولې. زما د دې پلوي سره هلکان څه پر شا شول ، لېونی یې پریښود. لېونی ما ته را نژدی شو هغه ته ښه ځیر شوم. یو ټیټ قد چیچکی تورتیلې سړی وچې په یوه سترګه کې یې ګل وو ، سپینه توره ( ماش و برنج) ببره ږیره یې چي سپين ډیر په کي مالومېدل.
غوړې چوڼې یې درلودې ، غاړه یې شلېدلې، زړې جامې یې وی او د تخرک لاندې یې یوه غوټه ښکارېده او لوڅې پښې وو، د تګ په وخت کي یې سترګې چوغې نیولې وې او یو نیم سترګګ به یې واهه چي په لېدو به یې هرومرو چا ته خندا ورتله.
زما زړه پرې وسو تر لاس مې ونیوې او د سماوار تخت ته مې را پورته کړ او کبابی ته مي په اشاره د کباب او چاینکی سپارښتنه وکړه د ځان سره مې سوچ وکړ چي راشه نن دا خوار په ګېډه موړ کړه، نو پرله پسې مې د کباب او چاینکی فرماېښت ورکاوه لېونی په اریانی سره کله ما ته او کله شاوخوا ته کتل اوکله به یې په شکمنو سره اسمان ته کتله او هم یې تر سترګو لاندی کبابی او د هغه شاګرد ته کتل باور یې نه راته ځکه دی تل په تشه ګېډه له دی ځایه تیر شوی و ، خو چا ورته د یو غړوپ چایو ست کدری هم نه وو ورته کړی. په ډیره بېړه او وارختایي یې ګوله تر خولې رسوله او ژوندی ژوندی به یې تیروله لا یې څو نمړۍ نه وې کړی چې سولګۍ وهل یې پیل کړه د تخت د څنګ آبدان نه می یوه دولچه اوبه ورته راواخېستې.
لېوني د ځان سره د خوړولو په لوبه اخته وو ورومې ترې وپوښتل:
بابا ولی دې و رځی ته رسیدلی یې ؟
ځواب یې را نه کړ ښایي د خولې چړپي په سبب یې زما خبرې نه یې اوریدلې.
خپله لمن یې را پورته کړه د شونډو دواړی خواوي یې د لمني په څوکې پاکې کړې، په شمیر یې درې خوراکه کباب او دوه چاینکې نوش جان کړه.
دا وخت ما ته دا سودا را ولوېده �نه چي څه په و شی�؟!
لېونی په داسې حال کي چي اخیری نمړۍ یې تیروله وویل:
دا پنځه کاله مې غوښه نه ده خوړلې!
ددې خبرې په اورېدو جوړ سړی راته ښکاره شو. بیایې را ته وویل:
رښتیا غواړې زما د ژوند کیسه واورې؟
ماوویل:
- هو!
لېونی سترګې چوغې کړې او د یوې لیری ټکي ته یې ونیولې داسې ښکارېده چي د یوې پخوانۍ خاطری د یادولو لپاره سوچ کوی .
او ناببره یې داسې پیل کړه:
(... زه له وړکتوبه بد بخته وم. بدرنګه وم. پلار می د ښایسته ګل نوم را باندی کیښود او ددې نوم سره له هم هغه ماشومتوبه د خلکو ، همزولو اوکلیوالو پسخندی شوم . له ځایه جګ شو یو لاس یې غوږ ته ونیو او بل لاس یې موږ ته او نارې یې کړل:
يه قربان روی ته دیده بودم ، موی ته دیده بودم.
او ا وږې یې ورسره پورته کښته کولې.
په سماوار کي ناست خلک د ده د نڅاه په لیدو شول ، لېونی په نڅاه نڅاه کي لوړ وکتل تندی یې ګونځې کړ او کیناست.
خپل مخ ته یې اشاره وکړه او په شکایت یې وویل. ګوره دا خو ما نه دی جور کړی؟ سر یې کښته واچوه او لاس یې پورته ونیوه
لېونی خپله پزه به غوړه لمن پاکه کړه او د لږ ځنډ و روسته بیا یې لاس اسمان ته ونیوی او ویې ویل:
زما پلار یې را مړ کړ، مور یې را مړه کړه. چوپ شو بیا یې اسمان ته په خوابتیا وکتل.
له کلي نه و ښار ته ولاړم او هلته په یوه موسسه کي پياده شوم ، له غروره نه یې په بریتو لاس تیر کړ.
لېونی کیسه ډیره سره را لنډه وله د تلو تلوار یې وو خو ما به ښه ښه ویلو دی هڅوی چي کیسه را ته پوره کړی.
لېونی څه شیبه غلی شو، یو سوړ اسویلی یې ویسته نظر یې د اسمان په ژورو کي ډوب کړ او ویې ویل:
�د منی به سړو ورځو او شپو کي یوه ورځ عجبه ورځ وه واوره وه ، یخ و. باد و، توپان و. ساړه مې کیده د سیلیو د مخنیوی په خاطر مې د کوټې کړکۍ او ماتې ښیښې په ورځپاڼو بندولې�
بیا له ځایه ولاړ شو او کټ کټ په خندا شو او نارې یې کړل:
یه قربان رویش دیده بودم مویش دیده بودم.
او په نڅاه شو ما له لاسه ونیوه هغه چوپ شو او کیناست . زما غوږ ته یې خوله را نږدی کړه او ورو یې را ته وویل:
� کوټې ته څوک راننوتله،
د لاس به ټپولو یې ور پرانیست�
زما له غوږ نه یې خوله لیری کړه، او زما څخه یې په تونده لهجه وپوښتل:
- پوه شوی څوک وه؟
ما ویل :
-نه!
- زه پوهیږم چي نه پوهیږې ته څه دا ټوله دنیا دی نه پوهیږی!
که پوه هم و ی نه یې وایي، قست یې را کیږی!
ږغ یې لږ پورته کړ او ویې ویل:
� یوه ښایسته ا نجلۍ وه ا نجلۍ نه وه د څوارلسمی سپوږمۍ وه�
په آسمان کي یې پېنځه � شپږ دقيقې د سپوږمۍ پسې وکتله سر یې د نارضایتی په توګه وښوراوه ، په شونډو یې یوه ترخه موسکا خپره شوه.
زما غوږ ته یې بیا خوله را نږدی کړه او د راز په ټوګه یې وویل:
� هغې ویل:
څوک شته آ! څوک شته؟�
خوله یې زما له غوږه نه لیری کړه او په لوړ ږغ یې وویل:
� ما ورته وویل:
څوک دی په کار دی؟�
بیا یې زما په غوږ کي ورو وویل:
� هغې ویل:
خیر غواړمه. ړنده یمه!�
بیا یې په عادی ټوګه زیاته کړه:
�پوه شوم په سترګو نه وینې و رپاڅېدم د لاسه می ونیوله ، او یوې خوا ته مې کښینوله�
اواږ یې ورو کړ لږ رانږدی شو او زیاته یې کړه:
د هغې په څېره کي د غمنو او ترخه ژوند نښې لیدل کېدې هغې په عاجزی په داسې ږغ چي نورې پوټې خبری هم په کښې نغښتی وې ویل:
� ړنده یمه خیر غواړمه!
لېونی بیا د ږغ تون ته تغیر ورکړ او ویې ویل:
دا مې په ژوندکې لومړی څوک وو چې زما ټولو پوښتنو او خبرو ته یې له زړه نه غوږ نیولی وو او خبرې مي ورته د درنښته نه ډکي وې اودا زما لکه یو انسان یو ارمان و!
چي خبرې همدې ځای ته ورسیدی، لېونی د چایو په لیدو لکه ماشوم خوښ شو. شاوخوا یې تر سترګو تیره کړه ، زه یې هم په ځېر ځېر تر سترګو تیر کړم . ترې وډارشوم.
بیا چورت کي ولاړ مځکې ته یې وکتل او ژر ژر یې سترګې ولغړولې لکه چي د خپلو خاطراتو شلیدلي مزی یې بیرته سره نښلولې او ویې ویل:
هو! د هغې به خبرو کې د غمو او ترخه ژوند نښې لېدې نو زړه کي ډیری پوښتنې ګرځېدې�
لېونی یو وار بیا چوپ شو.
زه د لېونی کیسې ته ټول غوږ غوږ وم او هغه په دې ډېر خوشالېده چي ما په غور غوږ ورته نیولۍ وو.
هغه د پخواني کیسې په یادولو نور هم هیجانی کېده او لاسو او اوږو په خوځولو یې هڅه کوله ټولې پېښې تمثل کړی په داسې حال کي چي د غره څوکې ته چې له لیری مالومېده یو وار بیا ځېر شو . ورویې زما غوږ کي وویل:
په هغه سبا انجلۍ بیا راغله او بل سبا بیا او بیا...
لېونی په خوشالۍ زیاته کړه:
�ما د ځان سره سوچ وکړ چي څه کیږی چي یو بې وږلۍ د بل بې وزلي موټ شی، ګوندې د ېو بل په تودوخه تاوده شو.
نو ورو مې په داسې چي ړنده ا نجلۍ ونه ځوریږی ترې وپوښتل :
واده دی کړی ؟
هغې کټ کټ وخندل په ځواب یې پوه شوم
لېونی بیا زما نه وپوښتل:ته پوه شوی ؟
ما د واره وویل :
- هو ،
لېونی په داسې حال کي چي د هغې غونډۍ خواته یو ځل بیا وکتل چي هره ورځ به هغې خوا ته تې.
یو اوږد اسویلی یې وکیښ لکه چي د زړه د غمونو بنۍ یې تشه وله . او په خندا یې زیاته کړه:
- او موږ واده سره وکړ.
له ځایه جګ شو یو لاس یې په غوږ او بل لاس یې زموږ خوا ته ونیوه:
یه قریان، رویش دیده بودم. مویش دیده بودم . او په نڅاه شو
بیا کیناست څه شیبه چوپ شو او په داسې حال کي چي په لاس یې اسمان ته اشاره کوله د ستونې نه یې اواز نه پورته کیده په ژړا نده ږغ یې وویل:
افسوس!
لېونی یو اند بیا چوب وو په خپله ګڼه ږیره کي یې منګولې ننیستلې وې هغه یې ګروله او اوښکې یې پر مخ راتوی شوی غوښتل یې څه ووایي خو د ستونې غوټې یې نه پریښودی
لاس یې آسمان ته ونیوه په ډیر مشکل یې زه پو کړم چي هغه هم ژر مړه شوه او پر هغه غونډۍ یې خاورو ته سپارلې ده.
لېونی سترګې د اسمان په ژورو کې بیا ښخی کړی ، سترګې یې برګې شوی ، غوز یې ونیوی سر یې وښوراوه او بیا یې غوږ ونیوه او په یوه ټوپ له تخته کوز شو او بېله څه ویلو یې د غونډۍ په لور وډانګل د هلکانو خواته ورغی لکه چي بېله د هغو د ویشتلو تګ خوند نه ورکاوه . هلکانو چي تیاری لوټې او ډبرې په لاسو کي پوټی نیولی وې ورپسې منډی کړې
لېونی د سړک په منځ کي ودرید یو وار یې بیا اسمان ته به مروره ټوګه وکتله ځان ته یې اشاره وکړه ،زموږ خواته یې په خوشالۍ وکتله او په ځغاسته شو.
ږغ یې تر اوسه زما په غوږونو کي انګازې کوی
چي ګوته به یې زنې ته ونیوله او ورو به یې په اریانونکې لهجه ویل:
آ ، ما ولی ولۍ؟
سبا بیا هلکان د هغه انتظار کاوه لوټې او ډبرې یې تیاری به جیبو کي ورته ساتلی وې خو هغه بیا رانغی هلکان خپه وه چې ولی لېونی بیا را نه غلی او څه په وشول.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery