غچ
يوه ناوې په لوڅ سر او لوڅو پښو په سره جوړه کي په چيغو چيغو د ګڼه ګوڼی خوا ته په
ځغا سته وه د هغې په ليدو خلک ورو وروسره ليری شول او هغې ته يې لاره خوشی کړه ،
هلته دوه ولاړ توپکوال د هغې په ليدو د ګڼه ګوڼي نه ووتل پر ميدان يو مړی پروت او
يو په وېنو لړلی سړی ولاړ وو.
سهار د لمانځه وخت د بړستني لاندي ټوخی شو او له ټوخي سره سم يو سپين ږېری له
بړستني لاس وغځوی او له واسکټ له جيبه يې د نسوارو ډبلی راوکېښ او د تل په شان يې
يوه خوله نسوار خولې ته واچوله اوبيا لکه مار له بړستني وغزيدد کړکۍ نه يې پرده
پورته کړه، او په غوم غوم يې له ځانه سره څه وويل.او بيا يې سر پر زنګونو کېښود،
چرت کي لا نه وو تلی چي په زړه کي يې څه وګرځېدل ، د کړکۍ نه يې بيا بهر وکتل او له
ځانه سره يې وويل:
آ، رښتيا! چي وريځ ده.
او له دې خبري سره سمدلاسه له ځايه جګ شو او د خپلي وړې شانته کوټې ور يې پرانيست
او ووت. له اودس تازه کولو وروسته يې په بېړه په پټو مخ او لاسونه وچ کړل، خپله
لونګۍ او واسکټ يې واخېست او په وتووتو کي يې د بلی کوټې مخي ته ودريد ورو يې ږغ
کړل:
لوری نازي! پاڅېږه د لمانځه وخت دی، وريځ ده چي لمونځ درنه قضا نه شي ( دا ټوله
خبرې يې په يوه سا وکړې). د انګر ور يې چي د زګيروي په شان ږغ يې درلود پرانېست او
له کوره ووت.
له لمانځه وروسته د ده د رسېدو سره جوخت آسمان هم وغورمبېد او د باران شرپ شو تا به
ويل نه چي اسمان سوری شو د هري بريښناسره به د ده د تندی ګونځي چي د پراخ غم علامې
په کي له ورايه ښکارېدې ، لېدل کېدې. خلکو د تندی د ګونځو شمېر د خويندو د شمېر
ښکارندوي بلله خو نسيم اکا هډو يوه خور هم نه لرله.
د نسيم اکا د سپيني ږيري، ګونځې ګونځې تندی او مخ په لېدو داسې ښکارېده چي د ټول
عالم غمونه او کړاونه د ده پر سر دي او ددی يې ګالي.
نسيم اکا ته نن بيا لکه هره ورځ هم هغه د لس کاله مخته پېښه ور په ياد شوه چي په
همداسې يوه ورځ جبار خان د دوی کره مرکه ورلېږلې وه چي نازي چي په کلي کي تر ټولو
ښکلې ا نجلۍ وه خپل زوی جلندر ته کوژده کړي، خو نسيم اکا دا خېښي ونه منله او مرکې
ته يې ځواب ورکړ
نسيم اکا په زړه سپين او پاک زړی سړی وو پټه په کي نه وه نو په ډاګه يې مرکې ته
وويلي وه:
جلندر يو ناکاره او برند هلک دی ټوله ورځ لنډه غر په دې او هغه کوڅه کي ګرځي راګرځي
نه يې کار شته نه روزګار او بل دا چي زما د لور داسې چغر سترګۍ ځوان نه خوښېږی.(
نسيم اکا دا ټولی خبرې په يوه سا او پوټو سترګو کړي وې)
جبار خان د مرکې و مخي ته څه و نه ويل او چي بهر راووت نو په خپل ګلېټی ټوپک يې څو
ډزی وکړې.
کليوال د نوي خبر اورېدو ته منتظر وه ځکه په کلي کي خو ډزي يوازي د سنتي، کوژدې اود
هلک د زېږيدو په وخت کېدې نو کوشنيان او لويان به راوته او دا خبر به يې په نورو ته
د ز يري په ټوګه کاوه. د نننيو ډزو وروسته په کلي کي دا خبره لکه وږمه خپره شوه چي
نسيم اکا خپله لور جبار خان ته وبښله.
د نسيم اکا سوچونه چي دې ځای ته راورسيدل، نازي د يوې انګيټۍ سره کوټې ته راننوتله
،د نسيم اکا د چرتونو لړۍ سره وشلېده انګيټۍ ته يې لږ ځان ور نږدې کړ، نازي چای ور
واچولې ، نسيم اکا په چوپتيا سره څه چای وڅښلې اوبيا يې ورونازی ته وويل:
لوری د دوکان کيلۍ راکړه چي دا شيبه باران لږ څه ودرېدی د پسرلي باران دی بيا به يې
شرپ شي او تلل به راته ګران شي.
- بابا چای دي ولي ونه څښلې؟
- زويه! بيا باران ډېرېږي .
د دې خبري سره سم پاڅېده د کړکۍ نه يې يو ځل بيا په ځېر ځېر بهر وکتل، نننۍ ورځ او
فضا کوم بل ډول ورته ښکاره شوه د ګڼو پسرلنيو وريځو لښکر د آسمان ټوله لمن نېولې وه
تا به ويل کومي خوا ته يې د يرغل ټکل درلود د تورو ګڼو وريځو په لېدو يې زړه لا د
ګرومه ډک شو ،غمجني سترګې يې له کړکۍ نه راوګرځولې يو سوړ اسويلی يې وکيښ ، د وره
خوا ته ولاړ د سترګو له کونجو يې يووار بيا په غلا خپلي لور ته وکتل داسې ښکارېده
چي د لور نه شرمېږي، خپلی کلوشې يې په پښو کړې او د کوټې نه ووت.
کوڅه له خټو او چيکړو ډکه وه، نسيم اکا به په داسو ورځو کې هرومرو يو � دوه ټکه
خوړله خو نن يې دواړه پايڅې په دواړو لاسو پورته نيولي وې چي په خټو نه شي او پښې
يې ارتي ارتي ايښودلې چي بيا ونه ښوييږي او له هر ګام نه مخکي به يې لومړی مځکي ته
کتل، د دوکان ور يې پرانېست، زړه پيتلي کوتۍ يې د سماوار شاګرد ته ورکړه هغه کوتۍ
له سکروټو ډکه ورته راوړه او نسيم اکا هغه د صندلي لاندي کېښودل او زوړ بړستن يې په
راکښ کړ تر ستوني به صندلي کي ننوت. بيا سوچونو راګير کړ هم هغه سوچونو کي چي نن يې
له سهاره نه پريښود هغه د نازي د تير ژوند او راتلونکي په هکله اوږده چورتونه او بې
شميره پوښتني وې .
د جبار خان څو وار ګواښېدل يې په ياد شوه چي ورته يې ويلي وه:
- ستا لور زما ناموس ده زړه دی زړوې يې که وادوې يې.....
( دا خبري يې ډير په کبر او غرور کړي وې)
د نسيم اکا په مغزو کي دا خبرې ګرځېدې راګرځېدې او په غوږو کي يې ازانګې کولې:
زما زما زما....... ناموس ... ناموس.....موس
زړه يې غوښت پر ځان کالي څيري کړي ناببره يې يو څه ورپه ياد شول لږ خوشاله غوندي شو
خو ژر يې بيا پر تندي ګونځې راښکاره شوې په ياد يې شوه چي څو واري جبار خان ته
ننواتي ورغلۍ او په زاريو يې ورته ويلي وه:
- د خدای لپاره د دې خبرې تير شه ته د هغه د نيکه پر ځای يې زه رضا يم هغه ستا زوی
ته درکړم.
جبار خان ورته په ملنډو ويلي وه :
- توبه وباسه هغه زما د زوی مور ده او بل دا چي هغه چغر سترګې دی او د هغې کله داسي
هلکان خوښيږي او هغه اوس دوه نوروادونه لري دا زما د لاس امسا ده....
په همدې چورتونو کي وو چي د سماوار شاګرد د نسوارو ډبلی او دوې افغانی ورکړې ده هم
د نسوارو ډبلی ورډک کړ.
بيا يې ښځـه ور په ياد شوه چي هر ه ښه شی چي به يې کور ته راغلې هغي به د لور لپاره
پټوی او ويل به يې:
- دا مي د لورقلنګ ته ساتم. آن د واده تر کميسه يې ورته جوړ کړۍ وو
نسيم اکا ټوله ورځ په همدې چورتونو کي تېره کړه ،دوکان خوند نه ورکاوه او مځکي ځای
،د نورو ورځو پر خلاف د مازيګر له لمانځه نه مخکي کورته راغۍ د کور ور يې پوري واهه
کور ته ننوت د کوټې د نيم کښه وره نه يې نازي ولېده چي د واده جوړه يې اغوستې د مور
ګانې يې چي دې ته پاته وې په غاړه او لاسو کړي وې او د هېنداري سره يې خبري کولې:
آ ، يوازي مي لاسونه سره نه دي نوره پوره ناوې غوندې يمه، ښه ښکارم! بدرنګه خو نه
يمه! تر چا کمه يمه.....
نسيم اکا د نازي په ليدو چي دا لس کاله غم يې تور وېښته تار تار سپين کړي وه د
شپږوېښتو کلو په درلودو د څلوېښتو کلو ښکارېده، ډير غمجن کړ د خپلي لور نېمه خوا
شوې ځواني او نا پوره شوي ارمانو يې پر زړه د غمو شپول چاپير کړ اور پرې بل او مځکه
پر تنګه شوه د کور له انګړ نه يې د لرګوتبرچه راواخېسته او په پوټه خوله د کوره ووت
، په داسي حال کې چې تبرچه يې د پټو لاندي نيولې وه د ماجد پر ځای د لاری په سر
کېناست او سترګې يې د کوڅې په بل سر ميخ شوې .
جبارخان د دوو نوکرانو سره چي توپکان يې پر اوږو وه را ښکاره شول. د نسيم اکا د زړه
درزا وار په وار ډيرېده.
جبار خان د تل په شان د تاوده روغبړ تمه لرله او په ډير کبر او غرور ګام په ګام د
نسيم اکا خوا ته نږدي کېده. نن د جبار خان زور څه ارزښت نه ورته درلود د هغه په زړه
کي د غچ او کسات لمبې بلې وې او زړه يې له بې شمېره دردونو ډک وو له هم دې کبله به
هم وو چي غبرګ لاسونه يې بې اختياره پورته شول او بيا هم دویم وار....
درېیم ګذار يې لا نه وو کړی چي د څو ډزو سره پر مځکه ولوېد.
وروستيو سلګيو کې يې کومه خبره چې له خولې وته هغه يوازي دا وه:
نا نا نا....ززز.....ی ی ی
د ډزو په اورېدود کورونو نه بيا واړه او زاړه راووتله چي څه خبره ده.
نازی چي د ناپايه آرمانو په خيال کي ډوبه وه يو ماشوم د مازيګري لمر د وروستيو
پلوشو سره دا خبر ور وړ، دا خبره پر نازي د تندر په شان ولوېد، له وارختايي نه د
واده په جوړه او ګاڼو کي په لوڅ سر او پښو په ځغاسته ځان دغچ ميدان ته ورساوه د
پلار په مړي يې ځان واچاوه خو ژر يې سر راپورته کړ تبرچه يې له مځکي پورته کړله او
دا وخت يې د يوې رښتني ناوی په شان لاسونه سره شوی وه.