غولېدلی
�جماله ډګروال ته ږغ که !� په ږغ سره یو زوړ سړی ، چې ږېره او بریت یې پاک خرېیلی
وه ملا یې پر کمر بند ټینګه تړلې او د شپو خولې یې پر سر وه بېله سوڼه او حرکته د
یوې
ښځې چي غټ تونې شوی وېښتانو یې کوشنی مخ نور هم کوشنی کړی و او لکه مار چېچلې له
غوسې تاوتاو کېده و مخی ته ودرید.
ښځې کڅوړه په لاس کي ورکړه...
ډګروال لکه چي ګونګ وی بېله کومې خبرې کیناست د بوټونو تڼۍ یې وتړلې او د تل په شان
یې د لاس اومګا ساعت ته چي شل کاله مخکی یې د غیرت د مدال سره یو ځای ورکړ شوی وو
اوس یې زنګ وهلی وو ته ځیر ځیر وکتل ، بیا یې زړه نا زړه د دهلیز ساعت ته وکتل ،
ځان سره وبونګېده او په خوشالۍ له کوره ووت د بس تم ځای ته ولاړ او په بس کي کیناست
، چي لږ هوسا شو بیا یې له غوسې خپل غاښو نه وچېچل او وروریې وویل:
څه چاره؟ ( ځکه یو وار د غصې یوې چپلاغې تر محاکمې رسولی وو خوهندی وکیل له غمه
خلاص کړی وو او ورته یې وویلی وه دا د افغانستان کارونه نور هیر کړه دلته ښځو سره
په زوره خبرې کول ،ماشومان په چپلاغه وهل او حیواماتو ته کیشه ویل جرم دی که غواړی
دلته ژوند وکړی باید د دې ځای قوانین ومنې)
نو د هغه راهیسې یې نور ځان ګونګ کړی وو په خوله یې څه نه ویل خو په زړه کي به یې
څه تیر شول نو له غوسې به یې غاښونه وچېچل.
په دې ټوګه به یې ځان تسل کړ.
کله کله به په بس کي چورت یو وړ اوله خندا به وموسېدی او کله کله بیا کټ کټ په خندا
شو او ځینې وختونه به پړک په ژړا شو خو ژر به یې ځان ټول کړ او د شاو خوا خلکو نه
به یې بښنه وغوښتله،نن بیا ور په یاد شول چي دلته څنګه په مشکلاتو راورسیدل او څه
خوږ ژوند یې درلود . خو میرمن یې کرار کرار د کومی یوې په لمسون خپل رنګ بدل کړ او
دی یې په منګولې کي ونیوی، تنګ یې کړ او نوکر یې کړ پر خپل حالت یې ژړا ورغله ویې
ژړل خپل پر ژړا له چورته راووت له شاو خوا خلکو نه یې بښنه وغوښتله.
ډګروال ټول عمر په دې هیله چي وطن به جوړ شې او دی به بیا د کورنې اختیار تر لاسه
کړی ، به کرار کرار سره خپلې سترګې خپله ړندې ، خپل غوږونه خپله کاڼه او خپله ژبه
خپله ګونګۍ کړه...
اوس نو ټوله ورځ د سودا پسې ځی او راځی ، د لست مطابق سودا رانیسی . کور ته د رسیدو
سره سم هغه بېله کومې خبرې پر میز ایږدی ، خو بله کڅوړه هلته ورته په انتظار پراته
وی
ډګروال بېله کومې خبرې تشه کڅوړه د لست او پیسو سره اخلې او د تل په شان بېله ستړیا
د بس تم ځای ته ځی...
نن بیا د دو یمی سودا اخېستلو وروسته د سړک پر غاړه د سرویس په پلمه پر یوه څوکۍ
کیناست او د موټرانو د تیریدو راتیریدو په ننداره شو او لکه تل د چورت اخېستلو او
خوږو چورتونو په خاطر یې د بېرو قطۍ پر سر پورته کړه.
عسکر عسکری سلام ورته وکړاو دروسی جیپ موټر دروازه یې ورته پرانېستله ، او د ده امر
ته منتظر وو..
میرمن یې د کور په وره کې ورته منتظره وه بېله ده یې ډوډۍ نه خوړله...
دا ټولوکارو خوند ورکړ له سترګو یې د خوشالۍ ړنی ړنی اوښکې توې شوی خو د سوچو نو
مزی یې د یوه موټر د پرله پسې هارونو وشلوی سترګې یې وموښلې ، ښه ځیر شو د میرمنی
موټر یې پر سړک ولاړ وو او ډیره په غوسه وه ښکنځل بدو رد یې ویل په غوسه یې سودا
ترې واخېستله د موټر په شا کي یې کېښودله . یو وار یې بیا ډګروال ته بد بد وکتل او
غاښونه یې ورته وچېچل.
ډګروال لکه چي زبون یې تړل شوی وی هیڅ ونه ویل چي هغه ولاړه ،سترګې یې دېخوا هاخوا
ولغړولې او و رو یې له ځانه سره وویل:
ته وده چي وطن یو وار کرارشی بیا به سره ګورو!
ډګروال یو سوړ اسویلی وکیښ او دکور خوا ته په پښو کرا رکرار رهی شو.
کور کي د خندا ږغونه وه ډګروال چې ډیر وږی شوی وو پخلنځی ته ولاړ ښه بوی پرې ولګېده
خولې یې اوبه وکړې دېخوا هاخوا وګر ځیده په دیګو نو کې یې څه ونه موندله د یخچال نه
یې یوه د سبو قطۍ راواخېستله دپخلنځی ګړۍ ته یې وکتل هغه هم لکه نوروګړیو ثانیه ګړ
نه درلود بیا یې خپلې اومګاګړۍ ته وکتل غوږ ته یې ونیوی خوشاله شو او اومید ورته
پیدا شو چي تر اوسه کار کوی .خپل کوشنی کوټې ته ولاړ او پر خپل نا ټول شوی بستر
وغزید او په چرتونو کي لاهو شو
. د اولادو سره وطن ته روان وو...
خو د و ره ټکولو له چرتونو راویست دا لومړی وار وو چي د شپې څوک ور ورټکوی .پولیس
وو ډګروال یې د لاسه ونیوه له ځانه سره یې بوت ډګروال یې یو لیری ځای ته چي د
ټولنیزو خدمتونو مرکز وو بوت او هلته یې یوه کوشنی کوټه وروښودله.
هلته هغه سپین ږیری او ناروغانو ژوند کوی چي مېرمنو او اولادونو شړلی وه.
ډګروال نوی کوټې ته راغی او پر نوی بستری پریوت اوله ځانه سر یې وویل:
ته وده چې وطن یووار کرار شی...
څه نوره حوصله کوم!
د دې ورځي وروسته ډګروال د ماشومانو ، ښځوو او کورنی حیواناتو ته عسکری غور سلام
پیل کړ .
یوه شپه یې په رادیو کې واورېدل چي یو غل د غلا په وخت کي د دوکاندار لخوا ټپي شوی
وونود غله د دعوا په اساس محاکمی دوکاندار درې میاښتی بندی کړ ځکه هغه بېله د
محاکمی له امره غل د پولیسو تر راتګه په تشتاب کي بندی کړی وو او هم د غله د څلور
کالو د کور مصرف په دوکاندار شو تر هغه چي د غله ټپ جوړیږی ...
په اوریدو سره ډګروال غلو ته هم عسکری سلام کول پیل کړل دا چي نه پوهېده څوک غل او
څوک نه دی نو هر چا ته یې غوړ عسکری سلام کاوه
څو ورځی وروسته دی سلام اچولو تر دارالمجانینه ورساوه او لاسونه یې هم وروتړله چي
په دې سلامونو چا ته ضرر ونه رسوی.
له یوې میاشتی وروسته یې نن مشره لور د تور بای فرېنډ سره د مور په پوټه دیدن ته
راغله چي خپل پلار ووینی.
ډګروال د لومړی ځل لپاره یوازی د لور د بای فرېنډ په لیدو ړنې ړنې اوښکې لکه باران
توی کړی او بېله دی چي څه ووایي خپلې کوټې ته ستون شو.
د لاس ساعت یې چي له اوله زنګ وهلی وو خو ده سوچ کاوه چي کار کوی او ځان یې غولوی
ته یو وار بیا ځیر ځیر وکتل هغه یې له لاسه خلاص کړ او غوږ ته یې ونیوی بیایې تر
سترګو تیر کړ به نهیلۍ یې د روجایې څخه یې یوه ټوټه پرې کړله او ساعت یې په کي
ونغښت او د بالښت لاندی یې کېښود او په خندا شو او په زوره زوره یې وویل:دا کم بخت
هم مړ شو
او په ژړا یې ویل :
کله به دا وطن جور شی؟