مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غاو


نواب په مات او نهېلی زړه بې پروا ستړی ستومانه مخ پر غره تی، غوښتل یې لېری لاړ شی ښه لېری چې یوازی دی وی او بس
له لوږی او تندې یې سترګې کښته تلی وې . بدن یې سوړ او بڼه یې تکه ژیړه شوی وه . د چوټو وندې یې خلاصی ،لوڅ او ببر سر ، څیری ګریوان، په وینو ککړ مات تندی، وچو شونډ او چاودو پرې پرې شوو پښو چې د اوږده او ستومانه ونکی مزله له امله یې پوټکی اچولی وه . مخ په وړاندی ته د ځان سره یې هم دا ویل:
هر شی پای ته ورسېد!
له درد او سوز نه یې سترګې پوټې کړی یو سوړ اسویلی یې ویستله او د باڼو په پورته کولو یې د نهیلۍ تړمی ټړمی اوښکې له سترګو په ګریوانه توی شوی
دنیا ورته تیاره ښکارېده او لمر یې په تورو وریځو پوټ لېده. په سوچونو کي ډوب وو(...
زاړه چکله موټر کي د کلی خواته روان وو . سترګې یې پوټي پوټي کېدې، روپۍ او جمال یې سترګو ته نڅاه کوله ، د هغو آغا آغا ویل یې غوږونه تخنول.
درست یو کال مخکي کمونیستی عسکرو کلی محاصره کړ ، دی یې د جلب او احضار په نامه جنګ ته بوته د قانون له مخی د ده پلار شیخ فانی وو او دی د عسکری نه معاف وو خو په چا دی منل، یو کال کېدی د هغوی نه جلا شوی وو . ایله اوس په دې وتوانېدی چې وتښتی خپل ازاد شوی کلی ته خپلې میرمنې ته ، اولادو ته ،سپین ږیری پلار او بوډۍ مور ته بیرته راشی او د وی سر پرستی وکړی....
کور ته هوسېدی، خوشاله وو چې خپل کاله ته ځی ، خپلي مځکې ته ځی خپل اولادو ته ځی.
د بس سپرلېو یو د بل سره په خبرو اترو بوخت وه د کلی او بانډې خبرې د تجارت خبرې...
خو نواب په خپله خوبونو کي ډوب وو. یو وچ غوندی سړی چي نرۍ دوه تاره ږیره یې درلوده او رډ درواغ یې ویل لګیا وو د کوم چا ویاړنې یې کولې چي د بس پر سپرلیو چندان ښه نه لګېدې.
بس همداسې کږلېچونه او پېچومی ، غرونه او شېلې ، دښتې او ځنګلونه یو د بل پسې شا ته پرېښودل او پر مخ روان وو.
...ناببره څو وسله والو چي تور مواونه یې وهلي وه د بس مخي ته راښکاره شول . به بس کي د خدای دی فضل کوی او کلیمې ویلو ږغونه پورته شول . یو وسله و ال چې تور مول یې وهلی وو او یوازی یې دوې په رنجو توري سترګې ښکارېدې ، بس ته راوخوت او په آمرانه لهجه یې وویل:
ټول نارینه دی کوز شی!
د سپرلیو ناړې په خوله کي وچي شوی او وېښتان یې یې په بدن نیغ ودرېدل او بېله کومي خبرې له بس نه کوز شول
یو سپرلۍ په عاجزی وپوښتل:
- سیا سرې مو څنګه کېږي؟
- هله ځۍ هغوی دی دلته پاته شی.
- او سپين ږیرې؟
- هله ټوله ټوله.
د کوم یوه د آخ چغه او د لویېدو ږغ د سپرلیو پښې لا ور چابکي کړې...
- هله په منډه منډه غره ته پورته شی!
سپرلیومخ په غره ځغاستل، نه پوهېدل چي څه به کیږی؟
په خبرو بندیز لګول شوی وو بیا هم ځینو به چي وخت وموند نو یو بل سره به بونګېده.
بیا د یو ډز په کېدو سره ټوله ودرېدله او شا ته یې وکتله یو زوړ بوډا چي په لارې سم نه شوای تلای څه دې ته چي پر غره پورته او منډې وکړی پر ځمکه ولویېدی او هڅه یې کوله مخ قبلې ته وګرځوي د بوډا په لېدو ځینو چوټې او بوټونه ویستله او په لوڅو پښو د غره په ختلو شوله، ځینو د جیبو نه څه ایستل په ګوتو کي یې له مروړلو وروسته کندو ته غورځوله ،چا چا لا خپل ساعتونه په ګنډو وهله.
- ودریږی!
ږغ تر غوز شو.
د ټولو پښې سوستې شوې او ودریدل مخ یې د ږغ خواته واړوﺉ یوه وسله وال کیڼی خوا ته اشاره کوله
ټوله بېله کومي پوښتنې کیڼی خواته په ګرځیدو شوله لمر په ډوبېدو وو د نواب سترګو ته اوس هم د روپۍ او جمال دوری ایسته کېدل
نواب د ځان سره وویل:
اوس به غټ شوی وي
د هغو د بابا ویلو په یادولو به یې خوله چینګه شوه په هم دې چورتونو کي وو چي د جنګي الوتوکو بوغ شو او غورپ...
نواب چي سترګې پرانیستلې سره غرمه وه تپوسانو یې پر سر دېخوا هاخوا ګرځېدله او راګرحیدله
په سختی سره له ځایه جګ شو پښې یې په تیږو او اغزو پرې پرې وې د سړک خوا ته رهی شو په لاره کې یې د بس په وینو لړل شوی یو - دوه ټوټې ولېدې په پښویې د روپۍ او جمال د لېدو په تکل د کلی تړه واخېستله ، سترګې یې له ستړیا مرغې مرغې کېدلې او د یو ارام بستر په تمه روان وو
له ډیرو کږلېچونو او پیچومو ورورسته ایله د کلی بوکلی بامونه او چپرې او پرچالونه د یو بل پسې را ښکاره شول.
داسې ایسیده چي دا د اسکېرلي او ربړېدلی نواب د مزله پای دی ، زړه یې په ټنګ کوګل کې په ترپکو شو ، د زړه درزا یې خپله اورېده . ستړیا او لوږه یې ورکه شوه ، نور د لمر وړانګو پر لوړو غرو خپل زرین شال غوړولۍ وو. د غواوو او مېږو رمباړو او امبا امبا د مرغانو چاڼ چوڼ اورېده کېده.
د نواب تلوسه وه چي ژر کاله ته ځان ورسوی او هلته د یوه کال کړاونه د مزله ستړیاوی او ربړونه د خپل ژوند ملګرې لښتې په تاوده غیږ کې هیر کړی. په همدې چورتونو کي د کور مخی ته راورسید.
یو ان ودرېد . د مزله ترخې دوړې یې له سر او کالو وڅنډلې.
جورت یې نه شوای کولای په یو وار کور ته ننوځی سترګې یې له خوشالۍ د ژړا ډکې وې ځان یې ټینګ کړ ، سل زړونه یې یو کړله او په کاله ننوت.
خو هلته څوک نه ښکارېده په یو کوټه کي یې پلار پر مسٌِله ناست او وظیفه یې کوله. د نواب په سلام سره یې لږ جټکه وخوړله، خو بېرته په ځای کېناست . نواب د پلار پر لاسو پریوت پلار یې پر مخ سترګې لاس تیر کړ داسې ایسېده چي په سترګو څه نه وینی، نواب یې غیږ کي ونیوه او ښه ګړۍ یې به ژړا د پلار سره د زړه خواله وکړه.
پلار یې خوشاله وو چي د سترګو روښنایي یې بیرته موندلې وه ، بوډۍ مور یې لښته او ماشومان یې نه ښکارېده ، دپلار نه یې په شرم سره وپوښتل:
- آبا ادې او زما کډه چیری دی؟
پلار یې په داسې حال کي چي سترګې یې کښته اچولی وی وویل:
- ادې دی د خسو ټولولو لپاره وتلې ده چې د کور تنور پر تود کړی .
بوډۍ مور یې لا خبره نه وه چي ورک زوی یې راغلي دی.
پلار یې نور غلی شو د نواب د زړه درزا وار په وار وچتېده پلار یې لکه کوم شی چي په یاد شوی وی پر خپلو غوږونو لاس ونیوی.
د ژړا نارې سورې یې غوږونو کي انګازی کولې:
نه پلاره ! دا کار مه کوه! ما مړه که ! ما ...!
د پلار له سترګو نه یې اوښکې توی شوی، نواب د پلار پر لاسونو پروت وو او هغه یې په ناړو لانده کړی وه په سترګو او خوله یې مښل او زاری یې کولې
-آبا زما کډه!؟
پلار یې د زړه غوټې، خبرو ته نه پریښودی ښه ګړی چوپ وو او بیا یې په ګونګۍ ژبه وویل:
- زویه !ته چي جلب او احضار بوتلې ، څو ورځي وروسته قوا وتښتېده او نوی خلک کلی ته راغلل د هغو کازی(قاضی) د کلی خلک را وغوښتل او دا اوکم (حکم) یې وکړ چې ټوله هغه مړوښې ښځې چي میړونه یې د کمونیستانو سره کار کوی که تر شلو ورځو پوری د کلی خلکو ته په نکاح نه شی بیا یې واک زموږ دی .
نواب د زړه درزا د لیری نه اورېده کېده نو په تلوار یې وپوښتل:
-نو بیا!
پلار یې به داسې حال کي چي څو څاڅکي
د نهیلۍ او بې وسۍ اوښکې په ګریوانه توی شوی او ویې ویل:
-نو څه!
-نو هغه...
پلار یې یو ان چوپ شو یو ان وروسته یې په چغو چغو وویل:
نو هغه کومندان ځان ته نیکا....
د نواب په سترګو توره تیاره شوه سر یې پر له وګرځېده د پښو شومه یې وخته په دیوال یې تکیه وکړه خو وښوید او ولوید، یو ان همداسې بې سده وو.
راپورته شو لونګۍ یې له مځکې وویښتله او سر یې د دیوال سره دومره ووهه چي وینو یې تر لمنې پوری ورنګاوه ښایسته ګړۍ یې په کوټه کي وچورلېد او وبونګېد. ځان یې تر ټولو نیستمن او اسکیرلۍ وګاڼه و وننید، سترګې یې ولوېدې ،مړ شو خو لوګی ترې پورته کېده او ځان سره یې لکه سودایي لګیا وو او بونګېده
دا ولی داسی وشوه؟
پوښتنې یې په مغزو کې ګرځېدې را ګر ځېدې ؟؟؟
له ځان سره یې وویل:
کاشکی له عسکری څخه د تښتیدو په وخت په مین ختلۍ وای!
یا د پهره دارانو په ډزولګېدلی وای!
یا هم د غره په بمبارد کي لکه نورو شهید شوی وای!
کوټه ورته تنګه ښکارېده ، سا یې کوګل کي بنده بنده کېده د کوره ووت او د غره خواته رهی شو
مور یې چي کور ته راغله خبره شوه چي د سترګو تور ورک زوی یې راغلی دی نو دېخوا هاخوا یې لکه لېونۍ په منډه وه.
نواب د غره سر ته ورسید . او د غره په څوکه ودرید پورته یې وکتل خو زړه یې تسل نه شو دېخوا هاخوا یې وکتل لکه کوم شی چي یې و رک کړی وی د یوې لوی ډبرې په لیدو څه ډاډه شو او هغه یې په کړاو د غره څوکې خواته کش کړه او پر ودرید، پورته یې وکتل بیایې هم زړه تسل نه شو.یوه بله ډبره یې د غټې ډبرې پر سر کیښودله او پر ودرید،او ير هغه یې ځان پورته او په ګوتو ودرید او د نهیلۍ او ناومیندۍ نه به ډکو سترګو یې پاس وکتل ، اسمان به تورو او خړو وریځو کي پوټ وو . نو په هر څه توان چي یې درلود چغه یې وکړه:
آ ه خدایه!
آ خدایه...
دا چغې لیرو غرونو له هغه نه نورو لیری غرو ته د هغه نه نورو غرو ته ولاړې
چوپه چوپتیا شوه یو ان وروسته غرونو هم وروسره نارې کړې
آ خدایه...
آ خدایه آ خدایه آ خدایه...
خو وریځی وغوړمبیدې مځکه او غر یې روښانه کړ او بیا یې زار زار وژړل.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery