مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د کور هدیره


زړه ګاډۍچي د آس غوږونه یې نور د راکټونو ږغونه ته بې تفاوته شوی وه به سکنی ماښام د ښارخواته تله . د درنو وسلو ډزی کېدې.
هغه په عمرپوخ سړی چي ګادۍ کي سپور وو څه پریښانه ښکارېده.
ښار کي څه نه لېده کېده ، یوازې د سړک په یوه ګوټ او بل ګرځنۍ کې د ریګو د ګونیو له منځ نه د ټوپکو میلې مالومېدی . د پسرلی دوېمه شپه وه، د څلورو ورځو راهیسې په ښار کي د ورځی له خوا د د رنو وسلو زرونه ‎ډزي کېدې د ورځی به خلک په کورونو کي وه او د شپې چي به ډزي څه لږ شوی نو د ارلیکینوتتې ړنا ته به د ورځي مړي ښخول.
دوې شپې مخ کې کله چې لسو - دولسو تنو په هدیره کي د خپل دوست ټوټه شوی بدن سره وروستی خدای په امانی کوله او په هغه یې خاورې اړولې د یو بل راکټ په لوېدو سره اته نور هم د هغه سره یو ځای شول.
...ښاپېرۍ د تناره څنګ ته ناسته او ډوډۍ یې پخول وړ ماشوم یې چي پسرلی نومېد دپلار په غیږ کې پروت و ښاپېرۍ خپل میړه جمدر ته ږغ کړل:
اوسړیه!
هلک هلته پتاوی ته پر نغاړکۍ پرېباسه او څه خس راوړه!
ښه!
او یو غړپ شواو دا غړپ لکه تالنده په غرونو کي سره وپېچیدی او بیا یو شېبه چوپه چوپتیا خپره شوه.
له ښاپېرۍ نه میړه او زوی دواړه په دوړو او لوخړو کي فناشول.
ښاپېرۍ یو اند کیچه وه او غوږونه یې ډپ وو چي په خود شوه سترګې یې وموښلې.
یوه کریږه یې تر غوږو شوه همداسې یې له ځایه ټوپ کړل او د ( آ) خاورې مې پر سر شوی ویلو سره یې پسرلی له دوړو څخه را پورته کړ
ماشوم شین وو او ږغ یې په کوګل کې ایسار شوی وو یوازی کغ کغ یې له خولې خاته او ښایسته تورې خماری ماشومانه سترګې یې مرغۍ مرغۍ کېدې غو ښتل یې د مورنه خدای په امانی واخلي او هغې ته یې کتل چې څېره یې ذهن کې وسپاری...
ښاپېرۍ جمدر ته پام شو چي په خاوروکي پروت دی او د دې په لور ګوری.
ښاپېرۍ ور منډه کړه خو هغه رډ رډ خپلي ښاپېرۍ ته کتل...
یو وار به یو ته بیا به یې بل ته کتل یو وار به یې یوپه غیږ کې نیوی بیا بل او به ننواتي شانته ږغ یې په زاریو زاریو ویل:
سړیه! یو څه خو ووایه!
ګوره! پسرلی نه ژاړی
خو جمدر یوازی ورته کتل.
ښاپېرۍ خپلو وېښتانو ته ورحمله کړه، په سر یې خاورې باد کړې، پسرلی یې له مځکې پورته کړ، هغه یې پر سینه پوری ټینګ ونیوه او د هغه په خاورولړلي مخ او لاسونه یې ښکلول . تی ته یې واچوی. خو د هغه د خولې نه یوه د وینو نرۍ لیکه ګریوانه ته راتوی شوه. هغه غوښتل ویده شی دپلار سره یو ځای ځکه هغه نور یوازی د پلار للو للو اورېده.
دښاپېرۍ لاسونه او کالی به وینو سره وه.
پسرلی یې د پلار څنګ ته پرېست . غوږ یې ونیوی د ګاونډیانو د کور نه ژړا او ساندی اورېدې کېدې.
ښاپېرۍ له ځانه سره وویل:
په خوارانو لکه چي څه ماتم دی ؟!
غوښتل یې ورشی د هغوی په ماتم کې ونډه واخلي خو... د ددې کره هم ښځې تلې او راتلې
ښاپېرۍ په خاورو کې ناسته وه او په زړه کي یې ساندی ویلې ځکه ږغ یې ټپ ولاړ وو، ستونی یې وچ او شونډان یې سره نښتی وه.
ماښام څلور - پنځه تنه د یوم او کولنګ سره د ښاپېرۍ کره راغلل ښځو ښاپېرۍ په زوره کوټې ته بوتله، هغې د خلکو پوسنیدل او بونګېدل اوریدل چي یې یو بل ته ویل:
همدغلته هدیره ورته جوړه کۍ!
- هو ! هدیره لیری ده ژرکوی چې بیا ډزی پیل نه شی !
- ژر کوی هلکو!
ښاپېرۍ له ځانه سره وویل:
دا خلک ولي دومره وارختا دی!
بیایې غوږ ونیوی
- دا ځای پوست دی؟
بیا د یوم او کولنګ ټک او ټوک...
هغې له ځانه سره وویل:
شاباش ښه د زړه له اخلاصه کار کوی
بیا یې غوږ ونیوه
اللهُ اکبر اللهُ اکبر.... امین امین خدای دی وبښی
هغې له ځانه سره وویل:
لکه چې څوک مړ شوی دی!
نه ، نه، نه، دی مړ . که څوک مړ وای نو ولی څوک نه ژاړی...
کرار کرار د یوم او کولنګ ټک او ټوک د ګاونډیانو کورونه ته ولاړ
دا خوشاله شوه چي کولای شی بهر ووځی نو په منډه یې ځان د کور منځ ته ورساوه.
د کور غولۍ بل ډول ورته ښکارېده هلته د نویو قبرونو سره چوپه کیناستله
نا څاپه یې غوږونه نېغ شول اویې ویل:
لکه چي پسرلی ژاړی؟
د ځانګو خواته چې له خاورو ډکه وه منډه کړه او د للو للو په ویلو یې د ځانګو ځنګول پیل کړل . خوژر یې پام شو چي ځانګو نه ښوری، هغه له خاورو ډکه ده.
نو په یوه هېبت سره یې د کوټې خواته منډه کړه . هغه یې هلته هم ونه موند بهر په بېړه راووتله او د انګړ خواته یې منډه کړه او د یوه قبر خوا ته کېناستله. د قبر پستې خاورې یې په منګولو شندلې
د کوم شی په لټه کي وه ، ښځو هغه بېرته په کښولو کښولو کوټې ته ننیستله. ټوله شپه یې په دې سوچ چي خاوند او زوی یې چیری ولاړل؟
څه وخت راځی؟
وېښه تیره کړه.
سهار د لمانځه وخت یې په یو ډول د ګاونډی ښځو څخه ځان خلاص کړ او د وره خوا ته یې منډه کړه.
داسې ورته اېسیده چي د کوم شی ږغ یې اورېدلی وی شا ته یې وکتل او بېرته یې سر را وګر ځاوه او د قبرونو پښو ته نږدی کېناستله
لکه چې چا په چپېړه وهلې وی ورو ورو یې سلګۍ وهلې
ښځو ډیری هڅې وکړې چې هغه کوټې ته بوځی ځکه بیا د توغوندیو باران پیل کېده خو دا وار یې زور په ونه رسېده.
هغه نوره نه ویریده ، هلته خوشاله وه سر یې په زنګانه ایښی او وچي وچي سلګۍ یې واهلې
شپه ناوخته وه دا هلته ویده شوی وه
....د ګاډۍ قرچهار شو د زړې ګاډۍ نه یو پوخ سړی راکوز شو او د ښاپېرۍ کورته ننوت.
یوه زړه ښځه یې مخی ته ورغله او څه یې ورو غوږ کي ورته وویل او د سکوت په اشاره یې وپوهاوه.
پوخ سړی خپله لور د قبرونو پښو ته ویده ولېده چي خوشاله ښکارېده او له ځان سره یې خندله په خوب کې یې لیدل چي پسرلی ورته خاندی او خالپوړی کوی.
پلار یې د هغې په لېدو ونه شوکولای ځان ټینګ کړي نو د لونګۍ ټوله شمله یې خولې ته تمبه کړه چي ښاپېرۍ له خوبه ویښه نه شی او تودې اوښکې یې په ګریوانه را توی شوی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery