له طنزه تر داستانه
داځل مې مخې ته د محمودنظري يوه داستاني ټولګه پرته ده.یو کال له مخه مې پردرېیمه
طنزیه ټولګه همداسې یو څو کرښې ورکښلې وې او په هغه کې مې دغه هڅاند لیکوال تر هر
څه مخکې د یوه طنز او مزاح کښونکي( لیکوال په توګه (Satirist & Homourit)
خپلو مینه والو ته وروپیژندلی وو او هغه په پښتو کې د دغوادبي ځیلونو (
له ګوتو شمیر ( Literary generes
نوښتګرو قلموالوشمیرلی وو، خو د دې داستاني ټولګې له وړاندبینې سره یې را زیاته کړه
چې سړی خو پرهغه دوه ځیلونو بسیا نه دی پاتی او درېیم دیته یې قلم راغځولی اوخپله
وړتیا او نوښتیا پکې ازمایي.
رښتیا هم یوه داسې هڅاند لیکوال ته چې خپل زېږندڅوب او وړتیا یې لومړی په طنز و
مزاح کې پرکار اچولې او په پوره بریالیتوب یې له توغه راوتلی هم دی کوم ناشونی کار
نه برېښی چې کیسې ولیکی او ورسره ورسره کیسې وګټي
کوم ازمېښت او نوښت یې چې په هغو ډګروکې په برخه شوی،په دغه څه نا څه ورته ډګر کې
هم په برخه کېدای شی او هغه دا چې د خندا او موسکا د توکو په کمونې سره ورته
سوچواوسوژو ته په اسانه داستاني بڼه او وکر وربښلای شي، تر دا منځ ورته نه کرکتر
رغاونه کومه ستونزه لری او نه انځورونه،غوټه اچونه-پرانېستنه،نه کړکېچ او
تلوسه،پیلونه او پایته رسونه.
خو په سر چپه ټوګه په یوه هر داستاني لیکونکي ته دومره اسانه نه وی چې خپل داستان
ته طنزومزاح وکر(هویت) وروبښي او خپل ازمېښتونه او نوښتونه ورولېږدوي.مګرنظری په
دغه لومړنۍ ټولګه راوښووله چې ځان را باندې د غبرګو، په بله وینا دروګونو ادبی
ژانرونولیکوال او بیا بریالی لیکوال را پېژني او پوره باور دی چې که دغه درې سره
ځیلونه همداسی همزمان او اوږه پراوږه پر مخ یوسي او ورسره ورسره د یوی کره پښتو
خیال نور هم ټینګ وساتي، بې له کوم ارنګ بړنګه به په دغه اړه پرله پسې بری او
بریاوې د قلم د نیلي سوې ورښکل کړي او پر دی سربېره سربېره د خپلې مورنۍ ژبې او
ټولنې په وړاندې خپله پاتې ژمندویي او استازندویي(تعهد و رسالت)پر ځای کاندي.
د پایلوچ بنګ حبیب الله دغه داستاني ټولګه یې چې تر درې ګونوطنزیه او مزاحیه
ټولګو(د څوکۍ خوند،سر خلاص که! او انساني سرکس) را وروسته یې چاپ وخپراوی ته سپاري
تر هر څه له مخه د دې نوښت پر بنسټ ارزول کېږي چې د ړومبني پښتو لیکوال په ټوګه یې
په همدغه نامه لومړی داستان د خپلی سیمې یو له پامه لویدلی ټولنیز پوړ(قشر) رانغاړي
او په خوراریالیستیک ډول یې شننه او انځورنه کوې.بنګ حبیب الله یې د مرکزی کرکتر په
ټوګه د ټولو هغه انسانی کړنو ښېګنو،ځانګړنو دودونو او دویونو(قوانینو) رانغښتونکی
را پېژنی چې له پېړیو راهسې یې په پایلوڅانو اړه درلودلې اوڅارتیا اونومورتیا یې
پرې موندلې ده
ښاغلي نظري په دغه برخه کې نه یوازی د یوه کندهاری په توګه له خپلو سیده لیدنو
کتنواو نورو ماویلو-تاویلوګټه اخیستې، بلکې د تاریخ پاڼې یې هم ورپسې اړولې رااړولې
اواو د بهرینو ګرځندویانو او څېړوندویانو اړوندو اخځونو ته یې هم مخه کړې، لکه څنګه
یې چې په خپله لنډه سرېزه کې ورباندی ړنا اچولې ده .
داسې اټکل کېږی چې کندهاری پایلوڅان له اړه د هغو خراساني،یا په بله وینا،سیستاني
�عیارانو� له پاتېشونو څخه وی چې په سیستان کې یې د یعقوب لیث صفاري په مشرۍ پر۲۵۳
کال د یوه افغانی دولت بنسټ اېښی وو او ظفر کاکا خیل په وینا یې پوځي اډانه کې پښتو
پوره برخه درلوده.�عیار� هم د �ای یار� عربي بڼه انګېرل شوی چې پښتو انډول�ای مل-
اېمل� کېدای شی.
دا بېله خبره ده چې د چا خبره نن سبا� به جټانو کې هم نور څوک آرو اصیل پاتې نه دی�
او ان به مسلمانانو کې هم نور څوک سم و سهی نه لېدل کېږي او هغه آر ورښتیني اسلامی
خویونه او سپېڅلي کړه وړه ترې بنسټپالو لوټلي او تروښلي دي ، دغه راز هغه څه چې
زموږنوښتګر داستان لیکونکی د خپل پایلوڅ اتل په شننه او ستاینه کې کښلي او انځورلي
دي، له ښایسته ډیر مهاله نور د تاریخ یوه برخه ګرځیدلې او په هیڅ یوه اوسني پایلوڅ
کې یې څرک نه لګي. یوازې او یوازې یې هماغه منفي اوناټولیز اړخونه خوندي پاتې دي .
که پخوا یې له بډایانو را شوکولې او پر بېوزلانو ته یې وروېشلې اوس یې له بېوزلانو
راشوکوي او خپل ځانګړی درد پرې درملوی.دا یې نن د بدګنواو بېلاریو یوه وړه بېلګه
ګڼل کېږی چې یوخوارکی ګاډیوان نیمه شپه د ښار له چوکه یې تر �سرپوزی� پورې ډګاډګ
وځغلوي او چې بیا ترې په مات مخ د کرایې غوښتنه کوي په غبرګون کې یې څو مردکې
ورډالۍ کوی او مړی یې له اس سره هملته لېوانو ته پریږدي
په هره توګه د لیکوال همدغه غځېدلی لنډ داستان رښتیا هم د دی جوګه دی چې خپله ټوګه
پرې ونوموی او ما هم د یوه شهکار په توګه د خپلې دغې لنډې ارزونې بېلګه وګرځوله او
نوری داستاني بېلګې یې ورهڼیزو کره کتونکیو او ارزوونکیوته پریږدم ګوندی ګران نظری
هم دغه یو څو کرښې د دیوې دوستانه پیرزوینې په توګه په ډیر څه وشمېری.
د پوهنمل محمود نظری د لا ډیر ازمېښتونو او نوښتونو به هیله
پوهاند دوکتور م.ا.زیار
اکسفورد-جولای۲۰۰۴