سریږه
د بنګ حبیب الله کیسه داد داسونامیانو او کلکو خلکوکیسه ده چي په ټوله نړۍ کي یې په
کلکوالي او غیرت کي څا تر اوسه نه سیال او نه بېلګه لیدلې یا اورېدلې ده.
دلته د یوه بهرنی ژورنالېست د څېړنې پایله په لنډه توګه لیکم:
جروان دایک امریکایی ژورنالیست ( په افغانستان کي څه تیریږی؟) کتاب کي د پایلوڅانو
په هکله داسې کښلې دي:
ډیر کلونه وړاندي چي کله ایرانیانو پر دغه هیواد یرغل وکړ او دغلته یې ډیر زیات
جنایتونه پیل کړل، خلکو لومړی نه شوله کولای چي د هغوی په وړاندی را ولاړ شي خو
وروسته یو شمیر ځوانان را پیدا شول او په خپلو کي یې تړون سره وکړ چي د دغو پردیو
یرغلګرو په وړاندی مبارزې ته را ولاړ شي او خپل مال او هیواد نه دفاع وکړي ، ددې
لپاره چي خپلوغلیمانو ته خپل واک ښه څرګند کړی، به لوڅو پښو به یې تګ راتګ کاوه ،دغه
کار یې د غلیم په وړاندې د مقاومت او سر سختۍ نښه وه ، پردې سربیره یې به لوڅو پښو
منډې وهلاې شوې او کولای یې شول چي په ځانګړې توګه دشپې له خوا بېله غږه غوږه پر
غلیم برید وکړی. هغه وخت په دې سیمه کې پاړ سي ژبه هم دود وه نو ځکه خو پاړسیانو
دوی پای لوچ(پا لوچ) وبلله.
دغه پایلوڅان د دی هیواد تاریخي اتلان او د بې وزلو او بې برخو خلکو پلویان وه.
هغه وخت چي احمد شاه بابا واکمني ته ورسید ( د درانیانو واکمني دوه سوه کاله په
افغانستان کي وچلیده) احمد شاه بابا د پایلوڅانو ډیر زیات درناوی وکړ ، د هغوي د
درناوي لپاره یې د جشن او ښادۍ په توګه یوه ځانګړې ورځ وټاکله او هغوی یې ښه او
رښتینی خلک وبلل .هغه دغه خلک د شاه مقصود په نامه په یوه سېمه کي استوګڼ کړل چي
اوس د کندهار په شمال کي د ډیرو ښو سېمو څخه ده.
پایلوڅان یو ځانګړی یونیفورم لری، پراخ او اوږد شین رنګه کمیس او پرتوګ اغوندی د
جامو د ګنډولو لپاره یې څه ناڅه پېنځلس متره ټوټه پکار ده، شین ویره توره لونګۍ تړي،
پټو یې تل پر ولوپروت وي، چاړه ، د هوسۍ ښکر، خردوم(یوه متره رسۍ چي یوې خوا ته یې
یوه ټوټه وسپنه تړل شوی وی ) له ځانه سره ګرځوي.
که څوک و غواړی د پایلوڅانو به ډله کي شامل شی په لومړی سر کي باید د هغه پېژندګلوی
وشي تر هغه وروسته ازمېښت پرې کېږی چي ورتیا یې لری او که نه؟دغه غوراوی (انتخاب)
زیاتره د ځوانی په وخت کي تر سره کېږی.
او ګوری چي د اور په وړاندی څومره ټینګار کولای شی؟ هغه باید خپلې پښې او لاسونه
اور ته ونیسي او د اور ټوله تودوخه وزغمی. وروسته باید شپږ میاشتي یا یو کال زغم
وکړی چي کړه وړه او خبرې یې وارزول شی، بیا یې ژوند جګړې( مبارزې) عملی ډګر ته
راڅکوی. که ټپي شو باید چا ته فریاد، پلپوټ ( شکایت) ونه کړی.د ټولو په پای کي
وروستې ازموینې ته ور بلل کېږی. وروستې ازموینه دا ده چي په یوه ځانګړې شپه کي د یو
شمېر کسانو په وړاندی باید ځان لوڅ کړی یانی بې پرتوګه خپل ټول کالي وباسی، د ملا
پر تخته یې د اور سکروتې اچول کېږی او په دغه مهال کي باید چرس وڅکوی. پایلوڅانو ته
د چرس څکول ارزښت لری هغوی چرسو ته ( بوټۍ) وایي د هغو به عقیده چرس انسان خدای (ج)
ته نږدی کوی او له ګناه څخه یې ژغوری. پایلوڅان دینپاله خلک دی دغه ګرد ازمیښتونه د
جسماني ټینګار د پیدا کېدو لپاره او چرس څکول د رواني ازمیښت نښه ګڼي.
مخامخ او تن په تن جګړه د پایلوڅانو لپاره اړین بلل کېږی. که څوک کوم پایلوڅ ته
سپکاوی وکړي و پایلوڅ هغه زور ازماینې ته وربلي، ان که کوم څوکه هسي په یوه اشاره
هم وغواړي د یوه پایلوڅ سپکاوی وکړی د پایلوڅ لپاره تن په تن جګړه لازمېږی.
پایلوڅان خپل پت ټینګ او خوندی ساتی او نه غواړی چي د هغوی په کورني ویاړ کي د
سپکاوی داغ پیدا شی که د یوې داسي ننګونې ( چلنج) سره مخامخ شی سمدلاسه مخامخ لورې
مخامخ جګړې ته وربلی . بیا نو دغه دواړه د یو نا څرګند لورې ته روانیږی دغه مهال د
دغې موضوع په اړه چي د دوی په منځ کي پېښه شوی ده هیڅ چا ته څه نه وایي کله چي هغه
ځانګړې ځای ته ورسیدل. دواړه ځانونه لوڅوی او له پرتوګونو پرته خپلې نوري جامې باسی،
بیا نو د سپکاوي والا له لوری برید پیل کېږی هغه څوک چي بریالی شو هغه بل را پر شا
کوی یو خوندی ځای ته یې رسوی او ټپونه یې ورپټۍ او ټکوروی له دې پېښی څخه باید
هیڅوک خبر نه شی او هیڅ لوری حق نه لری چي شکایت وکړی دا د پایلوڅانو د رسمونو او
ادابو یوه برخه ده. هغوی له احساسه ډک خلک دی او ورسره ورسره خدای پاله هم دی
پایلوڅان هیڅکله ښځو ته نه ګوری که کومه ښځه هغه ته نږدی شی هغه ځینی سترګې پټوی او
خپله لاره بدلوی او یا لکه مجسمې په څیربې حرکته دریږی. دا وه د پایلوڅانو یوه لنډه
پېژنده .
زما په اند د پایلوڅانو لړی د بنګ حبیب الله له وروسته ختمه شوی ده محلی خلک اوس هم
د دې خلکو په کیسو ویاړی شاعرانو شعرونه پر جوړ کړی دی او هر هغه ټینګ ځوان ته چې د
ښو صفتونو خاوند وی ته د پایلوڅ لقب ورکوی ګر چي هغه پالوڅ هم نه وی . اوس دی نوم
خپل کره توب له لاسه ورکړی دی ځکه به وروستیو کې ډیر غلو، لوټمارو، قاتلانو،او
لوچګانو د خپل بدو او کرغېړنو کړو و ړو د پټولو په خاطر ځانونه پایلوڅان بللی دی او
د وخت حکمروانانو هم د امنیت په خاطر د دې نوم پسې بد تبلیغات کړی.
په دې ټولګه کې ټول اته داستانونه راغلی دی چي لومړی کیسه یې د پایلوڅ بنګ حبیب
الله ده چي همدا ټولګه هم په دې نوم نومول شوی ده چي دا د یوه رښتنی پایلوڅ کیسه ده
. د کندهار دپایلوڅان غیرت او ټینګوالی نه په عیارانو د خراسان او نه د کابل په
کاکه ګانو او نه هم د نړی په نورو برخو کې چا لیدلې او نه هم چا اوریدلې دی او ددې
ټولګې نوري کیسې لکه غرغړه هم د یو داسې توریالی نیمه سمبولکه کیسه ده چي خلکو ته
تور مخې دی د یوه واقعیت د سپړلو په هکله د وطن دوستی یوه رښتینی کیسه ده، یوه لپه
خاوره یوه سمبولکه کیسه ده چي د وطن مور خپلو اولادو ته چي هیواد یې هیر کړی وی د
وطن د خاوری د بوی یاد ورکوی د کور هدیره او غاو پر خوارو او بې وزلوخلکو باندی د
بهرنیو او کورنیو زورواکانو د ظلم دوې بیلګې دی غچ هم د زور یوه بله کیسه دی او
مرور بیا د خپله بخته نه زما او ستا نه د یوه مرور کیسه ده چي ولی انسان ورته د
انسان په سترګو نه ګوری او مهاجر بیا د غربت یوه سمبولکه کیسه ده، امید چي د دې
تولګې کیسې مو خوښې او د قبول وړ وګرځی
پوهنمل محمود نظری
لندن2004