ښکلا دي وي همداسي
بيزو سوی ته چې ورسره ګاونډی وه د خپل ورک شوي زوی کيسه کوله سترګې يې د اوښکو ډکي
شوې او په داسي حال کې چې يې پوزه يې راکښله و ويل:
هغه زما ډير ښايسته ماشوم و د هغه د پوزې او شونډو ښايست خو لاڅه کوی ډير ښه پيکی
يې هم د رلود هغه کټ مټ زما د مشر زوی په شان ښکلی...
سوی ته د بيزو د مشر زوی د څيرې را په ياديدو سره داسي په کړس کړس خندا ورغله چې په
وچو پاڼو او وښو کې يې څو لوټکي وخوړلې