چاغ چاغ
د ښاروالي په انګړ کې يوه ډله مظاهره چيان را ټول شوي وه او همدا يو شعار يې را
غبرګاوه :
چاغ، چاغ
بيا به يوه ږغ کړل :چاغ
نورو به په يو ږغ غبرګول:
چاغ چاغ، چاغ چاغ
د انتصابي کميسون رييس چې ډير ډار شوی وو سل زړونه يو کړل او له مظاهره چيانو څخه
يې وپوښتل:
ـ ولي چاغ؟
يو تن مظاهره چی چې اوقي (پوخ پتير) ښکاريده په سا نيولي ګردود ( لهجه) ځواب ورکړ:
هر ډنګر چې چاغيږي بيا يې بل ډنګر پر ځاي ټاکل کيږي!
پوخ پتير بيا مخ مظاهرې چيانو ته واړوه او په حق جانبه بڼه يې هغوي ته وکتل اوويې
ويل:
نو موږ چاغ غواړو
ټولو په يوه اواز ورسره غبرګه کړه :
چاغ چاغ، چاغ چاغ
چاغ چاغ ، چاغ