پروپاګند
پستکي خمټ ته ورو په غوږ کې وويل:
ته خبر يې ؟
خمټ په هېښتيا او وارختايې وپوښتل:
نه وروره څه خبره ده؟
بې و زلي او لوږه ډيره شوې ده ان هغه لنډک نه دی
- هو!
د هغه خوارکي مخ له ډيرو شوتلو د خوړولو نه پړسيدلې دي!
خمټ بيا په هېښتيا سره وپوښتل:
شوتلو يې څرنګه مخ پړسولې دی؟
پستکي په حق جانبه بڼه وويل:
ولي نه دي اوريدلي چې د غوا نس د ډيري شوتلو په خوړلو پړسيږي