مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دا خنداوې او دا ژړاوې

ځينې کره کتونکي پر دې چې ګوندې له جلا هيوادۍ سره زموږ ادبي زيږندويۍ ورو ورو له خپلې شا ته پرې ايښې ټولنې سره واټن پيدا کوي او پردۍ کېږي ځکه زيږندويانو يې اړوند چاپيريال او تشيال( فضا) له لاسه ورکړي او له بلې خوا يې څنګه چې د اړوندې نوي ټولنې هغه هم لا پوره نه دي را خپل کړي، نو د کوم نوي رنګ و خوند هيله ترې هم نه شي کېدای خو خبره داسې نه ده ، هغو چې تر جلا هيوادۍ له مخه د ليکوالې ازمېښتونه او بيا نوښتونه تر سره کړی ، يا په بله وينا د هماغې خپلې ټولنې د ژوند و ژواک تر سيوري لاندې يې پنځونې کړې او د زړه او ذهن مراندې يې ورسره لاهماغسې ټينګې او ترينګې پاتې دې، نو هرومرو يې نوې هستونې هم له خپل ټولينږ چاپيريال او تشياله اوبه څښي او کوم هنري يا تخنيکي ادلون بدلون پکې هم سترګې غړوي د پرديوالي زيږنده نه ، بلکې د پرمختيايې يون ځلندويي يې کوي، هغه هم په کوربه هيواد و کې څه نا څه د څو کلن هوسا او بسيا ژوند و ژواک او پرمختلي اکر بکر له برکته . که څه هم په سيده ډول يې لا له ادبي او فرهنګي پر مختګونو څخه پوره اغېزمن او برخمن شوي نه دي.
هو ، هغه کوړت تنکي کهول چې يا به کمکي منګ کې له خپلو اړونداو سره را کډوال شوي او يا هم راوروسته نړۍ ته راغلي او د مور او پلار يا بل خواخوږي په روزنه او هڅونه يې ليکوالۍ ته ملا تړلې، اړينه نه ده چې د خپل پلرني او مورني ټاټوبي ټولنيز اوفرهنګي تشيال را خپل کړاي شي او په دې ډول يې د هغو کره کتونکيو ورمند( قضاوت) رښتيا نه موندلاي شي.
زموږافغاني او بيا پښتني ټولنې له وروستيو دوه � دوه نيمو انقلابي، جهادي اړ دوړ سره له څو پېړييزو درنو خويونو څخه دومره سخت بوږن خوړلي چې نوريې د تل لپاره خوب له سترګو تښتېدلي او د يوه بېساري خوځون او اوښتون څپاند ا باسين پر مخه اخېستي، تر دې چې نه يوازي پخواني ليکوال او فرهنګيالان يې زيات هڅانده او بهانده کړی ، بلکې ډير کم زده کړي او يا د بېلا بېلو څانګو والا يې هم ليکوالۍ او ان شعرو شاعرۍ ته راهڅولې او د جلا وطنۍ په لومړۍ لسيزه کې يې ډير څه پر خپل فرهنګ او ادب پېرزو کړي چې که څه هم له تخنيکي هنري پلوه ډيري په ټيټه کچه راځي، خو له ژب- انديز پلوه يې د خپلې جنګ و جهل وجنايت ځپلې ټولنې د دردونو او کړاوونو پوره انځور ګري کړې او ورو ورو يې ژبه ښکلاييزه جوله هم يوه بشپړتيا يې بهير ته راګډيږي.
محمود نظري له هماغو لومړيو ليکوالو او بيا ځوان طنز کښونکيو څخه دي چې لږ تر لږه يې د دغه په زړه پوري ادبي ځېل دوه ټولګه له جلا هېوادۍ له مخه په خپل ټاټوبي کې راهستولې او دا دی د دريمي دې ډيرۍ برخه يې په جلا وطنې کې مينه والو ته وړاندې کېږي، که ارواښاد منان ملګري او کاتب پاڅون چې په تيره لسيزه کې يې پر له پسې څو طنزيه ټولګې به پيښور کې وکښلې او خپرې کړي که پښتونخوا بهر ونه شميرونو په لوديځ مېشتو پښتو طنز ليکونکيو کې محمود نظري تر ميرزاعلم حميدي او خپل ورور واحد نظري را وروسته دريم پښتون دي چې د جلا وطن پښتو ادب د دغه نومېرلې ځيل يوه په زړه پورې او نوښتګرانه ټولګه را بشپړوي او چا پ ته يې سپاري. هسې خو نن سبا هر ادبي ځيل که داستان دی ، يا شعر ، نندارمه(ډرامه) ده يا فېلمنامه.... پر خپل خپل وار زموږ د وران ويجاړ هيواد او کړيدلي او کړولي ولس د تېرو خونړيو لسيزو په تيره د وروستۍ دې يوه ځلانده هېنداره ده چې د يوې ناسپېڅلې( کمونيستي، اخوان، ستمي) ټلوالې په منځته راتګ سره پکې د حجاج قطيبه ،چنګيز، هلاکو،ګوډ تيمور، بابر، الغ بېګ،اورنګ و فرنګ دپېړيو ناورينونه راغبرګ شول او لاتر اوسه يې پايله او پايڅوړ پاي ټکي نه دي موندلي.
زموږ ځوان طنز کښونکي په خپلو دغو پنځونوکې هڅه کړي، هغه ګرد ناورينونه، ناتارونه ، بدي ورځي او بدمرغي د هماغو لوبغاړو يو کړه را انځور کړی چې د ميلونونو ربړيدلو او کړيدلو رښتيني ښکارندويې او استازيدوني کوي هغه هم د ټوکو او ټکالو يا به بله وينا ترخو ملنډو او خنداوو، موسکاوو د زړه راکښو نکو وييونو. ګړنو. نغوتو،غږونو او زهرژلو پېښو او تېښو په ژبه يې له دې چې لوستونکي او اوريدونکي يې وار له واره رانغښتو تروو ترخو ته ځير شی ،لومړی يې بې والکه پر موسکا او خندا راولي او بيا وروسته وروسته يې هغه موسکا او خندا پر ژړا او خواخوږي ور بدلوي. دا د طنزوهغه کوډګري او جادوګري ده چې نور ادبي ځېلونه يې په ټول ښکلا ييز، ننداريزاو سندريز پرداز او راکښون سره سيالي نه شي کولاي.
د محمود نظري ټول (۴۲) طنزونه يا په بله وينا طنزويه کيسې او افسانې په دواړو اړوندو تخنيکي ارونو پوره سمبالې دي او د خندا او موسکا توکي يې پکي بيا دومره راځاي کړي لکه څومره چې د انتقاداو ګوتنيوي زهر پکې اخښلي راخښلي دي . په دي لړ کې ژونۍ( حيواني) افساني
بيا په ځانګړي ډول ډيري زړه راکښونکې او نوښتګرانه دي.
هسې خو بېله هغې په پښتو نومهالي کيسه يې ادب کې د داسي افسانو څرک ډير لږ لګول کيږي او بيا د داسي طنزيه افسانو څرک چې تر بل هرې ادبي زيږندې او او ځيل زموږد وروسته پاتې ټولنې پرونيو او ننيو بد مرغيو ته په خورا اغېزمنه ټوګه ګوته نيسي او را بر بنډوي يې .
لومړۍ بيګه يې چې (انساني سرکس)نومېږي او د ټولګې په پيل کې يې راوړې،له هره پلوه له خپل تشيال وچاپيرياله تومنه اخلي او لوبغاړي يې هم د خپلې ټولنې له بيلابيلو ځبېښلواو ځبېښاکګر پاړکو او پوړونو څخه را امرلي دي که يې څه هم په ښکار ه د ژويو او ځناوروڅرمنې او يا څيرې( ماسکونه) وراغوستي او له همدې کبله يې هم ( انساني سرکس) نوم ورغوره کړي دی. دويمه( کشتی کج) افسانه يې له لنډون او کوټلتيا سره سره دومره په زړه پورې او خندوونکې ده چې ښايې زموږ په ټول طنزيه ادب کې بېساري وي.
ليکوال هرومرو د دغه طنز سو ژه د دې ځاي له تلويزوني خپرونو اخيستي خو تر انګريزي ټولني يې له خپلې هغې سره ډيره ښه اړخ لګوي او خپل لوستونکي او اورېدونکي په نااګاهانه ډول هغې خوا ته ورڅکوي.
(دا بي بي سي لندن دي !)د ښاغلي نظري يوه بله نوښتګرانه ژونۍ افسانه ده چې منځوال لوبغاړي يې چونګښه ، مار او نولی ( موش خرما) دې چې کټ مټ د افغانې ټولنې انحورګري او ښکارندويي کوي او بيا دا چې څنګه يې چوپه خوله ډيري د يوه يوازيني زورواک څخه وړاندې سره يوخوله او يو لاس کيږي را پرځوي يې او زور او ظلم ته يې د تل لپاره د پای ټکی ږدي.
په دې لړ کې ټولواکمنې( امپراتوري) نومې افسانه بيا پر يو سرچپه پايله پای ته رسي او هغه هم د يوه سپرلم( روبا) په بېخرته چل ول او چاپلوسۍ د شرمښ واکمني نوره هم پراختيا مومي او ټولواکمنۍ ته رسېږي.
نوري لنډي لنډي ژونې افسانې يې بيا څه نا څه پېلامي ( سمبوليک) رنګ لري او په دې ټوګه د هرې هغې ټولنې له تشيال سره اړخ لګولاي شي چې له افغاني ټولنې سره د ډيرو اړخونو له پلوه ورتوالي لري.
د ځوان نظري د قلم له تيرې او غوځنده ژبې څخه د ټولنيزو او سياسي نا خوالو هيڅ لوبغاړي نه دی پاتې نه يې پر هيواد مشر اړي کړې، نه پر وزير.ښاروال او نورو جګپوړو چارواکوکارمندانو او پوليسو، هم يې دجهادي مشر سابه پر مالګه کړي او هم يې د اړوندو ټوپکيانو،د ناوړو ولسي دودونو او انساني ضد ناخوالوچاروال يې هم تر سياسي هغو کم شرمولي نه دي او کله چې له کندهاره د کراچې خوا ته کډوال کيږي.په خورا نوښتګرانه توګه د خپلو انتقادي او رسواګرو ظنزونو له افغاني لوبغاړو سره پاکستاني هغه هم را ِنغاړي لکه واخلې په ( د ځغاستي ملي سيالۍ)،( خوش خدمتي) او داسي نورو کې خو دغلته يې له کښلو بېلګو څخه ( وړاندوينه) له هغه په زړه پوري او ډير خندونکو کوشنيو طنزونو څخه ګڼل کيږي چې په نړيواله کچه پکي د کوربه هيواد د سرکاري اډانې کرغېړنترين استازي (پوليس) د اتلوالۍ تر پوړۍ رسوي او د اړوند مدال جوګه کوي يې ( د ځغاستې په ملي سيالۍ) کې يې بيا همدغه ساتنديه ځواک(!) د اتلولۍ په درېيم دريځ کې راوستې چې پوره دليل يې هم ورسره و ړاندې کړي دي.
له داستاني پلوه هم د نظري پوره هڅه کړې لکه له تلوسو،ترينګلتياوو يا غوټو اچولو څخه تر وسې وسې کار اخېستنه او تر ستونځ (اوج) يې رسونه، بيرته پرانېستنه او يو ناببره او زړه راکښونکې پايلې ته يې ور سيخونه چې په دې لړ کې يې ډيرې ښايسته بيلګې نېښ لکۍ وزمه پايلې راخپلوي له متني کچې له پلوه يې هر ګوره ډير طنزونه د لنډ داستان ځانګړتيا نه را پوره کوي بلکې د ادبي ټوټو غوندې له مخ نيم زيات تېري نه کوي چې داستانکي
نوم بيا هم ورکولاي شو ( Short-short story)
او يوه نيمه بېلګه يې چې د ټوکو بڼه لري ، په يوه دوو پراګرافو کې را کوټلي شوي دي ، که څه هم نن سبا د عادي لنډ داستان دوديزه کچه هم تر پنځو زرو وييونو څو برابره لويه شوې او را کوشنۍ شوې ده او څه پکې ډير پاموړ ګرځېدلي و هغه پر له پسې ترنيګلتيا او ځنډ وخنډ يا تلوسه او پيغام ښندې او ورسره ورسره راکښونکې پايله ده.
د سکالوو( سوژو) له پلوه هم د ښاغلې ليکوال نوښتګرانه ځانګړتياوي او بيا هغو ته طنزو خندا ژبه ورکول د ده د لوړ استعداد او وړتيا ښکارندويي کوي اوله دې سره يې د ژوند اند او لوړ واند( تخيل). دلته کيدای شي يوه نيمه پېښه يا ټوکه يې يو مخيز ډول له خپلو موندنو او رابرسيرونو څخه نه وي . خو چې ده ورته کومه څرګنديزه او انځوريزه جامه او جوله وربښلې ،د هيڅ راز بيا ځلۍ( تکرار) وږم توږم ترې نه ننګيرل کېږي.
ژبنۍ جوله يې هم ښايسته ډيره زما تر لارښود او سمون سره سمه د يوې- کره ليکنۍ پښتو ښکارندويې کوي د ځانګړې طنزيه وييپانګي ځيني دود پارسي پور وييونه مې هم لږو ډير ور پښتو کړل لکه تبسم، لبخند( موسکا) ريشخند يا پسخند( خندي) ، وقي ( پوخ پتير)، يا انګينومونه ( طبيعي اصوات) لکه د مار پښ (پښهار) د خره هنګا د سپي غپا د ډول اواز لکه تک ډم ډم او همداسې پسې پاروني(هيجاني) چيغې يا غږونه لکه اخ، اوخ يا تحسيني وييونه لکه واوا. وه وه او نور درواخله.
خو په ټولنيز او پرتليز ډول د ښاغلي نظري پښتو ليکلار تر ډيرو نږه او کره ده لويه ښيګڼه يې هم بيا دا چې په دغه اړه د هيڅ راز لارښوونې له مننې سرنه غړوي او هغه د خپلې طنزيه ليکوالۍ لپاره ګټورې او ارزښتمنې بولې يا په بله وينا د جولې او منځپانګې تر منځ ديالکتيکي تړاوته ارزښت ورکوي.
زه پوره ډاډ او بيا باور لرم چې زموږ دغه ځوان طنز ليکونکي په خپلو راتلونکيو زيږندو وييو او هستونوکې د ژب- ښکلاييز او ژب-انديز او بيا تخنيکي اړخ له پلوه پر لا نويو اومېښتونو او نوښتونو لاسبري ومومې او لا ستري برياوې يې به برخه شي او همدې هيله يې پر ارزونه بس راوړم.

پوهاند دوکتور م.ا.زيار
اکسفورد مارچ ۲۰۰۳
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery