سريزه
انساني سرکس زما د طنزونو درېيمه ټولګه ده چې د پښتو ادبياتو مينه والو ته يې په
ډيره مينه وړاندي کوم ، دا ټولکه دوې برخې لري لومړۍ برخه يې هغه طنزونه دي چې
ددويمي ټولګې وروسته ليکل شوي اوتر اوسه نه دي خپاره شوي او دويمه برخه يې هغه
طنزونه دي چې د ډيرو مينه والو په غوښتنه د لومړي ټولګې( د څوکۍ خوند) او دويمي
ټولګې ( سر خلاص که!) نه غوره شوي دي .
هڅه شوي چې د مروجو لغاتو تر څنګ معياري وييونه هم ورسره وليکل شي.
دلته غواړم ډير لږ پر طنز چې څه شي دي ړنا واچوم:
د طنز مبنا شوخي او خندا ده خو خندا يې د خوشالۍ خندا نه ده دا خندا جدي ، ترخه او
درونکي ده. هر طنز خندا لري خو هره خندا لرونکي لېکنه طنز نه دی ممکن هجو ، هزل يا
ټوکه وي .
هجو: د شخصي غرض له مخي د عيبونو او نواقصو مسخره کولوته وايي ، چې هدف يې تحقير او
تنبه ده. هجو د مدح ضد مانا لري.
هزل: د تفريح او خوند لپاره په ډيره محدوده ځانګړي توګه ډيره رکيکه شوخي ته وايي.
هزل د جد ضد مانا لري.
ټوکه : ټوکه په نامحدوده او عمومي سطح يوې منځ مهالي شوخي ته وايي چې هدف يې يوازي
خوشالي او خندا ده ،د دې هدف لپاره د هري وسيلې څخه کار اخلي ،نو هدف يې هغه وسيله
ده.
طنز: طنز په عمومي توګه د عيبونو او نقصونو بيان په خندا لرونکي ډول دي چې هدف يې د
موضوع تحقير او تنبه ده. د طنز وسيله اوهدف يو له بله څخه زماني واټن لري .طنز
امکان لري خندا ونه لري يوازي موسکا ولري خو دا خندا او موسکا د خوشالۍ خندا نه وي
دا خندا ترخه ،تاثيرناکه او دردناکه وي خندا يې زهرژلي خو اغيږمنه وي، يا به بله
وينا ټولنيز غرض لرونکې هجو ته هم طنز ويلاي شو.
د هزل او ټوکې خندا خوشالونکي خو دهجو او طنز خندا ځورونکي ده.
دطنز ليکونکي قلم د جراحي چاړه ده نه سړي وژونکي چاړه .ارام بښونکي او سلامتي
راوړنکي وي .
د ټوکو په اوريدو به شايد کټ کټ وخاندو خو د طنز په پوهيدو سره شايد وژاړو.
که چيري په دې ټولګې کې فني ، ګرامري اوچاپي تيروتنو او غلطيو سره مخامخ شي چې
البته بې شميره دي ما وبښئ البته د امکان په صورت کې
په درنښت
پوهنمل محمود نظري
لندن ۲۰۰۳