ګل خبري
_هره ورځ دهغه حاصل له مخي قضاوت مه کوه چي ته يې رېبې بلکي دهغه تخم له مخي قضاوت
وکه چي ته يى کرې.
_هغه څوک چي فکر کولاى سي هغه ماته نه خوري حتي هغه وخت چي ماته يى خوړلې هم وي.
_د جګړې دلاري سوله راوستل يو بې معنا کار دي.
_دجګړې اصلي هدف هغه وخت څرګنديږي چي پاى ته ورسيږي.
_دښکلي ښځي تعريف دادۍ: هغه ښځه چي زما سره مينه لري.
_هدف ته درسېدوسره توده مينه دهغه اور غورځونکي غر په شان ده چي دهغه په څوکه کي
دنا کامۍ واښه نسي شنه کېدلاى.
ښه جګړه او خرابه سوله وجود نلري._
_زوړ سړى چي مين سي لکه ګلاپ چي په ژمي کي وغوړيږي.
_دخپل ځان دخوښ ساتلو لاره داده چي بل څوک خوښ وساتې.
_ژوند دچانسونو لوبه ده.
_هره خروجي دروازه يو بل ځاى ته د ننوتلو دروازه ده.
_که موږ د عدالت ساتنه ونکړو عدالت به زموږ ساتنه ونکړي.
_دابه ښه وي چي لس ګناهکاران د جېل څخه وتښتي نه داچي يو بې ګناه سړي بندي کړه سي.
_هغه امپراطوري چي د جګړې په زور جوړه سوې وي بايد دجګړې په زور وساتله سي.
تر ټولو ښه هينداره ستا زوړ ملګري دۍ._
_داحمق سړي زړه دهغه په خوله کي دۍ خو دپوه سړي خوله دهغه په زړه کي ده.
دجګړې دژرپاي ته رسولو ښه لاره دهغې بايلل دي._
_ځيني خلک خيانت کوي خو دخاين سړي خخه بد وړي.
_که کولاى سې تر نورو هوښيار اوسه خو هغوۍ ته مه وايه.
_ېو موټ حوصله تر يو من مغز ګټوره ده.
_څلوېښت کلني د ځوانۍ زوړتياده، پنځوس کلني دزوړتيا ځواني ده.
_دګرومجن حالت سره سره دنورو په خوشحاله کولو کي زياته خوښي سته .
_شريک سوى غم نيم غم دۍ خو که خوشحالي شريکه سي دوه چنده کيږي.
_که غواړې چي ځان شتمن احساس کړې ټول هغه شيان وشمېره چي ته يى لرې اوپه پيسو نسي
رانيول کېداى.
_هري ورځي ته متوجه اوسه، ورځ غله ده اوستا دژوند يوه برخه تښتوي.
_په ټوله نړۍ کي يوازي يو تن ستا په شان سته چي هغه ته پخپله يې.
_په دوږخ کي تر ټولو سوځوونکي ځايونه دهغو کسانو دپاره دي چي دسترو معنوي بحرانونو
په وخت کي بېطرفه پاته کيږي.
د کامل بشر توب معنا د نيمګړتياو لرل دي._
_ير مايوسۍ باندي بريالي کيدل هم زړورتيا غواړي هم وخت.
_هغه خالت ډېر جذاب وي چي نارينه دښځي په مړوندونو کي ولويږي نه يى په لاسونوکي.
_هيڅوک دتل دپاره ګټونکي ندۍ.
_هغه څه چي شيطان دهغه په وړاندي مقاومت نسي کولاى هغه عفوه کول دي.
قهر انسان دنورو څخه تجريدوي._
لږ مينه راسره کوه خو تل يى کوه._
تشويش تر تولو ورانونکي عادت دۍ._
بې هدفه ژوند بې اعلانه مړينه دي._
_جګړه يوه ماجرا نه بلکي يوه ناروغي ده.
_قدرت فاسد کوونکي دۍ خو مطلق قدرت مطلق فاسد کوونکي دۍ.
د خپل ځان په قدر نه پوهېدل لوى زيان دۍ._
_هغه څوک چي دنورو ژوند ته رڼاراوړي دخپل ځان څخه هم دهغې مخنيوى نسي کولاى.
_بهانه کول د ناکاميو ناروغي ده.
_هر مريى يو څه وخت وروسته د بادار خويونه زده کوي.
_دا غوره ده چي سړى پر خپلو پښو باندي مړ سي تر دې چي پر ځنګنونو باندي ژوند وکړي.
_توده مينه بېره د منځه وړي.
_رزم دژوند تر ټولو دقيق تعريف دۍ.
_پيسې څوک نيکمرغه کولاى نسي خو مفلسي څوک بد مرغه کولاى سي.
_کله چي مينه توده سي نو احترام د منځه ولاړسي.
_مينه او رڼا پټېدلاى نسي.
_عزت اووقار تر ټولو ستره شتمني ده.
_هنر دطبيعت بشپړ توب دۍ.
_هر څوک عاشقً سړى خوښوي.
_هنر دطبيعت راسته لاس دۍ، طبيعت موږ منځته راوړي يو خو هنر انسانان را څخه جوړ کړي
دي.
_مينه د څا په شان ده چي اوبه چيښل يى ښه دي خو په پکښي لوېدل ښه ندي.
_هغه څوک چي د خداى عبادت د پيسو په هيله کوي هغه به په يو ښه معاش د شيطان خدمت هم
وکړي.
_خپل دښمنان تل بخښه ځکه بل هيڅ شي په دغه اندازه هغوۍ نه خجالت کوي.