ګل خبري
_هنر دبشر دروح عسل دي چي ددرد او عذاب پر وزرونو باندي را غونډ سوي دي.
مينه د عقل د قانون ماتول دي._
_خپل ځان ته په سيکه سترګه کتل بې ارزښته احساسات دي.
موسکا تر ټولو ښايسته کالي دي._
_هنرمند يو خيال پرسته موجوددي چي د عيني نړۍ خيال ته تسليميږي.
_ښکلا خاموشه نغمه ده.
که ټوله خلک په هنر وپوهيږي نو بيا هغه هنر ندۍ._
_بخښنه هم لويه خود خواهي ده ځکه هغه پخپله دبخښونکي دستر توب سبب ګرزي.
_هر ښايسته شي د ميني وړ دۍ حتي د هغه خزان لا ښکلي دۍ.
_همغه راز چي بدن بې روح مړ کيږي عقيده هم بې عمله ژوند نسي لرلاى.
_ښايست پخپله دخپل ځان د موجوديت دليل دۍ.
_زه ښه بولم چي ديوډېر غريب غيرتمن سړي مريى واوسم خو نه ديو بې غْيرته قوم پاچا.
_پيسې د مريىتوب يو شکل دۍ، په دغه مرييتوب کي د بادار او مريي تر منځ هيڅ راز
اړيکي نسته.
انسان دعقيدې په برکت پرلاره ځي نه دسترګو په_
برکت.
مينه ترخه خوښي او خوږ غم لري._
ښايست په ښه توب کي دۍ._
_هوښيار سړى يوازي دونه شهرت غواړي چي د سپکاوي څخه ځان په وژغوري.
_يوه مهربانه خبره کولاى سي چي د ژمي درې مياشتي تودې وساتي.
_شهرت دهغو کسانو له خوا ستا دپيژندلو امتياز دۍ چي ته يې نه پيژنې او پروايې نه
لرې.
_ټوله خوشحال کورنۍ يو شان خوشحاله دي خو ټولي خپه کورنۍ په بيلو بيلو ډولونو خپه
دي.
_هيڅوک پر مخ ازاد ندۍ، يو د شتمنۍ مريى دۍ، يو د مقام او منزلت غلام دۍ او بل بيا
د قانون او رسم و رواج بندي دۍ.
_انسان ازاد زېږېدلي دۍ ځکه نو دژوند تر پاى پورې په قيدونو کي بند دۍ.
_هغه څوک په رشتيا ازاد دۍ چي يوازي د ممکن شي هيله کوي.
_شهرت د ښه توب پوخ معيار ندۍ ځکه هغه يو تصادف دۍ نه ملکيت.
پيسې هيڅکله جېل ته نه ځي._
_که د قدرتمن څخه قدرت واخستل سي بيا پر لار باندي کوږ کوږ نه ځي.
_انسانان د سرنوشت بنديان ندي بلکي د خپلو ذهنيتونو بنديان دي.
_هيڅوک کافي اندازه پيسې نلري.
_ښه ده چي سړى هم په جنت کي دوست ولري هم په دوږخ کي.
مينه ددوو تنو تر منځ خود نمايى ده._
_دميني لومړي کاته د هوښيارۍ وروستۍ شېبه ده.
_هغه څوک چي دوستي شلوي دلويه سره ښه دوست نه و.
_ضرور نده چي انسان په هديره کي تر ټولو شتمن اوسي، هلته سوداګري نسته.
_ته بايد هرو مرو هغه کار تر سره کړې چي بايد تر سره يى کړې.
د بد ګمانۍ مينه لا خوږه وي._
د شان او شوکت سړک هم په قبر سره ختميږي._
_پيسې غوږونه نه لري خواورېدلاى سي، پښې نه لري خو ځغستلاى سي.
دمرغانو دپاره ځالګۍ ، دانسانانو دپاره دوستي._
_ځيني خلک هغه کتاب نه لولي چي مفت يى پيداکړي وي.
_د ښايستې نجلۍ شپېلکى د پړانګ تر غړومبهاري لا د ليري څخه اورېدل کېدلاى سى.
_هغه لاس چي نوروته څه ورکوي ډېر شيان راټولوي.
_پر هر کونج باندي وروګرزه، ښايى هلته به يوه نوې لاره يا يوه پټه دروازه تاته
منتظره وي.
ښه سړى د خپل ځان ښه ملګري دۍ._
_دښه حکومت په وخت کي زوروران کمزوروته غاړه ږدي، د خراب حکومت په دوران کي کمزوري
دزورورو اطاعت کوي.
_پيسې ښه بوى لري که څه هم چټلي وي.
_هر حکومت غواړي چي خپل خلک خوښ وساتي خوښه حکومت هغه دۍ چي دخلکو دخوښ ساتلو په چل
پوه سي.
دوستي او ملګرتيا دوهم ژوند دۍ. -
_ژوند داسي تياتر دۍ چي په هغه کي زياتره وختونه خراب خلک تر ټولو ښې چوکياني نيسي.
_عامه پيسې د مقدسو اوبو په څېر دي، هر څوک غواړي وي چښي.
_ژوند دخوشحالۍ د شېبو په اندازه لنډ او دغم دشېبو په اندازه اوږددۍ.
_زخمي سوى دوست سخت دښمن دۍ.
مينه هوښياران او بې عقلان يو شان ړندوي._
_که وخاندې نړۍ به در سره وخاندي ، که وژاړې يوازي به پاته سې.
ښه دوست ستا يو بل ځان دۍ._