ګل خبري
_ښځه به پخپله هم په اور کي سوځي خو د عاشق په سوځېدلو ډېره خوشحاله کيږي.
د مفکورو اختلاف فاجعه نه بلکي يو فرصت دۍ._
_دلويانو په خلاف، ماشومان لږ دې ته اړ دي چي خپل ځان وغولوي.
_هغه څوک چي دزده کړي دپاره خپل ځان زوړ ورته ايسي ښايې چي هيڅ وخت به ځوان ن نه وو.
_دساده شيانو څخه خوند اخيستل د مغلقو خلکو دپاره وروستۍ پناه ګاه ده.
_قهر سړى دحقيقت څخه ليري کوي.
_انسان او طبيعت چي سره جمع سي نو هنر ځيني جوړ سي.
_د ژوند هنر د غيږي ايستلو دسپورت په شان دۍ، په دغه لوبه کي بايد انسان کلک ودريږي
او هر ناڅاپي بريد ته تيار واوسي.
_دهر هغه څه هر کلي وکړه چي دځان څخه يې نسې چپولاى.
_دژوند خوند دهغه کار په کولو کي دۍ چي خلک وايي ته يې نسي کولاى.
_د خپل څان دخوشحاله کولو ښه لاره داده چي بل څوک خوشحاله کړې.
_انسان بايد شرايط تر خپل کنترول لاندي راولي نه داچي خپل کنترول شرايطو ته په لاس
ورکړي.
_تر تولو ستره غلطي هغه ده چي هيڅ زده کړه ځيني ونسي.
_يوازي شهامت کولاى سي چي ژوند رهبري کړي.
دادب او احترام کولو خوند دښې نڅا دخوند په شان دۍ._
دعدالت ځنډول بې عدالتي ده._
_ددې دپاره چي ژوند دحرکت په حال کي وساتل سي د هدف لرل ضرور دۍ.
نا اميدي داحمقانو نتيجه ګيري ده._
_دډوډۍ پر هېز جسمي روغتيا راکوي او دخبرو پر هېز روحي سلامتيا.
_هلته چي ښځه نه وي هلته به مينه نه وي.
_د قدرت څخه بيا بيا کار واخله ،هغه څه چي اوس مشکل درته ايسي هغه به دي دهري ورځي
کار وګرزي.
_ځينو خلکو ته د يوه شي په هکله شک کول دبل شي په باب ړوند باور دۍ.
_هغه څوک چي په هيڅ نه پوهيږي د هيڅ شي په باره کي شک هم نه کوي.
_زما بډايي زما په شتمنۍ کي نه بلکي زما د غوښتنوپه لږوالي کي ده.
_ژوند دبايسيکل د چلولو غوندي دۍ،سړي تر هغو پوري نه ځيني رالويږي چي پايډل وهل يې
بس کړي ڼه وي.
ناکامي د برياليتوب لوي لار ښوددۍ._
-هر څوک بايد دخپلي بدبختۍ او دخپل خراب سرنوشت په وړاندي ودريږي، ولي؟ ځکه نوبل کم
لوى دښمن سته چي بايد سړى ورسره وجنګيږي؟
_ستر خلک د طبيعت غوندي ساده ژبه استعمالوي.
_که څوک په تيرو پسي ارمان ته ځان وسپاري داکار دونه ضرر لري لکه دخپل ځان چي د بيا
رغېدو داميد څخه بې برخي کړي.
_موفقيت دهغه څه په لاس راوړل دي چي ته يې غواړې او خوشحالي دهغه څه غوښتل دي چي ته
يې په لاس دروړې.
_هغه وخت چي خوشحاله يې مه غواړه چي لا نورهم خوشحاله واوسې.
_موږ دخپلي ميني د پټولو دپاره دنفرت تر پټولو زياته هڅه کوو.
توده مينه ژر سړيږي._
_نفرت يو مړ شي دۍ، څوک غواړي دمړي دسر شنخته واوسي؟
_سر نه پوهيږي چي زړه په څشي پسي روان دۍ.
ستري مفکورې په زړه کي راپيدا کيږي._
اميد دخوشحالۍ يو جوړونکي عنصر دۍ._
_دا يوه عمومي قاعده ده هغه څوک چي زيات معلومات لري ډېر موفق دي.
_د ژوند دبې ګناهۍ بايلل د پوهي قيمت دۍ.
ازادي څشي ده؟ خوند دۍ.خوند څشي دۍ؟ ازادي ده._
_په لاس کي دښو ورقو لرل د لوبي د ګټلو دپاره کافي نده بلکي د ورقو ښه لوبول ضروروي
دي.
_ژوند که خوشحاله وي که نه وي، که موفق وي او که نه وي په هر صورت په زړه پوري دۍ.
_هغه څوک چي غوږ نيسي هغه پو هيږي.
ژوند دخوږېدو او رغيدو يوه سلسله ده._
د ژوند سره مينه داوږد ژوند سره دميني ضد ده._
_ هدف هغه وخت بايللې شمېرل کيږي چي لاس ځيني واخستل سي.
_ښه بخت د احمقانو پاسبان دۍ.
_درواغ ويل هم هوښيار سړى غواړي. ښه داده چي احمق سړى تل رشتيا ووايي.
_ضرورت انسان دانتخاب د عذاب څخه ژغوري.
د ژوند ماښام خپل څراغ د ځان سره راوړي._
_هغه څوک چي خپل تېر ژوند يې په ياد نه وي دهغه په تکرارولو محکوم دۍ.
_هنر هغه درواغ دي چي موږته حقيقت را پيژني.
_ښکلا تر زرو لا ژر غل تحريکوي
_يوه ورځ دزمري ژوند د پسه تر سلو کالو ژوند ښه دۍ.