ګل خبري
_ دمادياتو غريبي د چارې وړ ده خو دروح غريبي هيڅ چاره نلري.
_هغه څوک چي کتاب سوځوي هغه يوه ورځ انسان هم سوځوي.
_ايا ژوند سل واره تر هغه لنډ ندۍ چي څوک دي پکښي ديغ سي؟
ښه ماندينه اوروغتيا د نارينه دپاره دجنت نعمتونه دي._
_هغه څوک چي خپل ځان رسوي دټولني په رسولو کي برخه اخلي.
_ښورښ دهغه چا ژبه ده چي څوک يې پر خبره غوږ نه نيسي.
_زه ډېر شتمن يم ځکه چي ښه ملګري لرم.
_د اعصابو ارامي هغه ذهني حالت دۍ چي سړى بد ترين حالت منلاى سي.
_کيداى سي خوند په تصور کي پيداسي خوخوشحالي يوازي په واقعيت کي را پيدا کيدلاى سي.
_غل فکر کوي چي ټوله خلک غله دي.
_بشپړه همفکري يوازي په هديره کي پيداکىداى سي.
_د مهم هدف په لاس راوړل دهغه تر پريښوولو اسان دۍ.
_کله چي فيلان جګړه سره کوي ،دا واښـه دي چي تر پښو لاندي کيږي.
قهر يو لنډ ليونتوب دۍ._
_ماته مه را ښيه چي ماهى څنګه وخورم بلکي را وښيه چي ماهى څنګه ونيسم.
_د بشر ژوند ددوو ټکو تر منځ زانګي: يو حرکت او بل سکون.
_سخاوت په بخښنه کي ندۍ بلکي دهغه په موقع کي دۍ.
لويان ترک سوي ماشومان دي._
زه بهترين نسم انتخابولاى، بهترين ما انتخابوي._
_کميډي اخلال سوې تراژيدي ده.
داهانت مخنيوى دکميډۍ او تراژيدۍ ددواړو هسته ده._
_دهر چا په باب دهغه دملګرو دمخي قضاوت کيږي
ځکه چي هوښياران او احمقان نه سره جوړيږي.
_موږ په تراژيدۍ کي برخه اخلو خو کميډۍ ته يوازي ګورو.
_د ملګرو لرل ښه دي خو ورته اړ کېدل يې ښه ندي.
_موږدهيڅ وظيفې په هکله دونه بې پروايي نده کړې لکه دخپل ځا ن دخوشحاله کولو د
وظيفې په هکله چي موکړې ده.
_مفلس د غله مخته سندري وايي.
_د يو کار د تر سره کولو مکافات دبل کار د تر سره کولو توان دۍ.
_تعليم دملت اداره کول اسانه کوي خودهغه ځپل سختوي،پر هغه باندي حکومت کول اسانه
کوي خو د هغه مر يي کول نا ممکن کوي.
_دميني دوا داده چي بايد نوره هم مينه وسي.
_خوشحالي د ښه صحت او خرابي حافظې پرته بل شى نده.
بخښنه د پيا وړو خلکو خوى دۍ._
_ په زده کړه کي تر تولو لوى هدف دادۍ چي خپل عصبي سيستم د ځان دوست کړو.
_که ته يو نا رينه ته ښوونه وکړې ته يو انسان پوهوې ، خو که يوې ښځي ته تعليم ورکړې
ته يوه کورنۍ پوهوې.
_هيڅ لوي هدف بې هيجانه په لاس نه راځي.
_کله چي لوبه پاى ته ورسيږي فيل او پاچا دواړه په يوه بکس کي لويږي.
_هغه څوک چي هيخ اشتباه نه کوي هغوي هغه خلک دي چي هيڅ فکر نه کوي.
بې دوستانو ژوند کول لکه بې شاهده مړينه ده._
_زه يوازي هغه وخت بشپړ ازاد يم چي دخپلو شا او خوا خلکو ازادي په رسميت وپيژنم.
_بېره ډيري سترګي لري او تر مځکي لاندي شيان ليدلاى سي.
_احمق تل تر خپل ځان لوي احمق پيداکوي چي د خپل ځان صفت په وکړي.
_موږ اورو چي بايد خپل دښمن وبخښو خو هيڅکله نه اورو چي بايد خپل دوست وبخښو.
_خطاکول بشري کاردۍ خو بخښنه اسماني خاصيت دۍ.
_دانتقام اخيستل دزخمونو سره تر ژوند کولوپه زيات قيمت تماميږي.
_ازادي دښکاري او ښکار تر منڅ د واټن څخه پرته بل هيڅ شى ندۍ.
_سندري ويونکې مرغۍ خپل قفس هېروې.
_د انسان درښتيني بډايي اندازه هغه وخت ښه څرګنديږي چي خپلي ټولي پيسې بايلوي.
_ما دهغه چا څخه هيڅ زده نکړل چي تل زما سره سر ښوروي.
_مخالفت رښتينې ملګر تيا ده.
_رښتينې مينه کميابه ده خو رښتينې ملګرتيا ډېره کميابه ده.
_ژوندترهغه زيات مهم دۍ چي موږ يى په هکله ږغيږو.
_که غواړې چي د يو چا زړه په لاس در وړې بايد خپل زړه هغه ته ورکړې.
_راتلونکې بې هينداري ښيښه ده.
_ملګرتياهر وخت خوند لري خو مينه کله کله سړي زخمي کوي.
_کوچنى دښمن وجود نلري.