ګل خبري
_ته په هغه ذهنيت مشکل نسې حلولاي چي دغه مشکل يې زېږولي دۍ.
ديوتن مړينه تراژيدي ده،دملينونو تنو مړينه احصاييه ده.-
_عقل دهغو فکرونو څخه ځان ګوښه کوي چي دکمزورۍ سبب کيږي.
_عمل تر الفاظو په لوړ اواز ږغيږي.
_دښڅي مړه کاته ډېره پياوړې تلکه ده.
_موږ ځکه ديو چاڅخه کرکه کوو چي سم يې نه پېژنواو هيڅکله به يې سم ونه پېژنو ځکه چي
کرکه ځيني کوو.
_د ضايع سوي وخت په خاطر پښېماني لا نوره هم دوخت ضياع ده.
_که ته دخپل ځان سره مينه ونلرې، بل چاته هم مينه نسې ورکولاى.
_باور دميني ډېر پياوړي ثبوت دۍ.
_حتي که ډېر ښايسته انسان په غوسه سي لا هم بد ايسي.
_ستر مغزونه دمفکورو په باره کي ږغيږي،متوسط مغزونه د پيښو په هکله خبري کوي او
کوچني مغزونه دخلکو په اړه بيان کوي.
_هغه څوک چي پيسې بايلي هغه ډېر څه دلاسه ورکوي،هغه څوک چي يودوست دلاسه ورکوي هغه
بيخي ډېر څه بايلي،هغه څوک چي اميد دلاسه ورکوي هغه ټوله شيان بايلي.
_پرون تاريخ دۍ،نن سوغات دۍ، سبا معماده.
_مهربان زړه باغ دۍ،مهربان فکر ريښه ده،مهربانه خبره ګل دۍ،مهربان عمل مېوه ده.
_تل په ياد لره چي ته هم دبل هر چا په شان يو خاص انسان يې.
دکتاب په باب دهغه دپوښ له مخي قضاوت مه کوه. _
_تر څوچي ژوندي يې خوشحاله اوسه ځکه بيا به د تل دپاره مړ يې.
_هيڅکله داوبو ژور تيا په دواړو پښو مه ګوره.
_که ته رشتيا ووايې هيڅکله به ضرورت ونلرې چي کم شي په ياد وساتې.
_د ژوندستره کنايه داده چي هيڅوک دهغه څخه ژوندي نسي وتلاى.
_که ستا شونډان هر وخت ښوري نوزيات څه نسې زده کولاى.
_هر څوک تر هغه وخت پوري نورمال ايسي چي ته يې پېژنې.
_خوشحاله واده دبخت په خزانه کي تر ټولوستره متاع ده.
_د انسانانودزړونو تر منځ ډېر لنډ واټن خنداده.
_هيڅوک دازل څخه کمزوري ندۍ.
_که ته ما هېروې،په حقيقت کي زما خخه خپل ځان هېروې.
_احمق سړي دخپل ځان جاسوس دۍ.
_که ته صادق او مهربان سړي يې ښايي ځيني کسان ستا د صداقت او مهربانۍ خخه ناوړه
استفاده وکړي خوته بياهم صادق اومهربان پاته سه.
دپښې ښوييدل ښه دي نه دژبي ښوييدل._
د ميني غشۍ د هدف نيولو تر مخه خپل نښان ولي._
د ژوند دمفهوم پرابلم دميني په راز سره حل کيږي._
_دکمزوري انسان د پاره ازادي نسته.
_تر هغه چا کمزوري سړى نسته چي د تصميم نيولو توان نلري.
_هغه څوک چي دخپل ژوند څخه شکايت نه کوي هغه دنورو دتمسخر وړ هم نه ګرزي.
دهر کار خوند دهغه په پيل کولو کي دۍ._
_ملګرتيا دهغو دوو ساعتانو په څېر ده چي يو ډول وخت ښيي.
_احساساتو انسان ته ور وښوول چي بايد په عقل سره ژوند وکړي.
_هغه کسان چي لږ خبري کوي هغوۍ دخپل ځان په باب ډېر فکر کوي.
_هر څوک چي ستا څخه مخامخ بيريږي په غياب کي کرکه درڅخه کوي.
_د په قهر کېدو معنا داده چي څوک د بل چا د ګناه کسات دخبل ځان څخه اخلي.
_واده هغه رومانس دۍ چي دهغه قهرمان په لومړي فصل کي مري.
_هغه کسان چي په کوچنيو شيانو متاثره کيږي هغوي ستر ګوزارونه زغملاى سي.
_شتمني څوک نه بدلوي بلکي دمخ څخه يې پرده پورته کوي.
_بد بينه خلک هغه څوک دي چي مجبوره دي په خوشبينۍ کي ژوند وکړي.
کله چي څوک دبل چا د کرکټر په باره کي خبري کوي په _حقيقت کي خپل کرکتر تشريح کوي.
_هغه څه چي انسانان سره بېلوي دهغوۍ تر منځ توپيرونه نه بلکي دهغوۍ د خودخواهيو
ورته والي دۍ.
_هغه څوک چي په ژبه وهل کوي د سر بيه ورکوي.
د هر چا دوست دهيچا دوست ندۍ._
_هغه وخت چي لمر ځليږي هيڅوک نه ورته ګوري کله چي يې تندر ونيسي هر څوک ورته ځير
سي.
شهرت دسترتوب دپاى ته رسيدلو پيل دۍ._
_زموږ په هکله زموږ تر خپلو نظريو زموږ ددښمن نظريې حقيقت ته نيژدې دي.
د شخړي عذاب دهغې تر ګټي ډېر دۍ._
_هغه کسان چي دجګړې په وخت کي ترټولوپه لوړ اواز دهيواد پالني چيغي وهي هغوۍ تر
ټولو غټ منفعت پرستان دي.